د شهید داکتر نجیب اله دشهادت دڅوارلسم تلین په یاد
رحمت اله روان رحمت اله روان

تر هر ځه دمخه د وطن دستر شهید داکتر نجیب اله دڅوارلسم تلین په یاد دنوموړې دکورنی وټولو قدر منو غړو،خپلوانو،نزدی دوستانو او دشهید داکتر نجیب اله دکړنلاری (سولی او ملی یووالی ) حقیقی پیروانو  ته دزړه له کومی تسلیت وړاندی کوم،او دسولی او ازادی ودی ستر شهید ته دلوی ځښتن تعاله ځخه د جنت برین هیله لرم  کورنی او اولادونو ته یی صبر جمیل غواړم ،دشهید داکتر نجیب اله دلاوری ،زړه ورتوب،شجاعت،صداقت،وفاداری،پاکی اودسولی ابتکار دهر صادق او وطن دوست افغان په زړه کی نه هیر یدونکی ژوندی او تل پاتی خاطری دی او داینده نسل  لپاره به د افغانستان په تاریخ کی په زرینو کرښو بی له شکه  پاتی کیږي،شهید داکتر صاحب نجیب اله خپل تعهد  کوم چی دوطن او خلګو سره دخدمت او وفاداری پخاطر کړی ؤ په عملی تو ګه دعمل پر میدان په ډیره میړانه تر سره کړي دافغانستان داستقلال او ملی یووالی بخاطر تر خپل ژوند هم تیر شو او ځان یی په خپل وطن کی قربانی کړي روح دی شاد وي.

زمونږ ټول شهیدان چی دافغانستان داستقلال دساتنی او ملی یووالی لپاره یی دخاوری او وطن دشمنانو په مقابل کی ځانونه قربانی کړي دی دستاینی او افتخار وړ دی خاطرات او کار نامی یی همیشه  زمونږ په زړونو کی شته، ولی دپشتو هغه یو متل دی چی وایی(( سل دی ومرې خویو دی نه مرې )) دغه متل دشهید داکتر نجیب اله دلوړ شخصیت په باب مطابقت لری داځکه چی شهید داکتر نجیب اله وافغانستان ته دسولی دبیا راتلو په خاطر په کور دننه او منطقه کی زمونږ دزمانی بی مثاله شخصیت وو او دافغانستان دکشالی د سیاسی حل په خاطر یی په ډیرو پیچلو شرایطو کی وکولای شول  معقوله او له هر لحاظ سنجوله شوی  طرحه چی هغه دملی روغی جوړی طرحه ؤ دافغا نستان خلګو او دنړی ویوشمیر هیوادونو ته وړاندی کړه، سره دټولو داخلی او بهرنیو فشارو او هر ډول دسیسو ،پټو اوښکا ره توطیو او کودتاه ګانو دژوند تر اخیره یی دملی روغی جوړی دطرحی ځخه په کلکه دفاع وکړه دخپل سیاسی او نظامی قدرت په محال یی اعلان وکړی چی زه دافغانستان دعامو خلګو د ملی ګټو پخاطر تر خپل قدرت اوسیاسی موًقف ځخه تیر یږم ،دشهید داکتر نجیب اله دغه اعلان دافغانستان په تاریخ کی ساری نه لری دافغانستان په تاریخ کی تر نن ور ځی پوری بیله شهید داکتر نجیب اله ځخه بل داسی دچارو مسئول شخصیت نه دی لیدل شوی چی هغه دی دافغانستان دملی ګټو پخا طر تر خپل قدرت او سیاسی موقف  بیله کومه قید او شر ط ځخه تیر شوی وي او یادی هم پر وطن باندی دښهید داکتر نجیب اله په شانی پر سپین میدان ځان قربانی کړي وي،دشهید داکتر نجیب اله نیکی هیلی او ارزو ګانی چی په افغانستان کی یی دملی یووالی او سولی پخاطر در لودی ترنن ور ځی پور ی نیمګړی او نامراده پاتی دې تر داکتر نجیب اله وروسته متاسفانه دافغانستان په خلق دموکراتیک اویا وطن ګوند کی داسی یو بل پیاوړی شخصیت تر نن ورځی پوری پیدا نه شو چی دنوموړی ګوند د رهبری جرائت دی ولری او یا دی دشهید داکتر نجیب اله پاتی هیلی او ارزو ګانی تعقیب او مخ ته بوزي او یا دی وکولای شی دنوموړی ګوند غړی سره را ټول او هیواد ته دخدمت کولو په لاره کی تنظیم اوتشویق کړي.

د داکتر نجیب اله تر شهادت لا وړاندی دده ځینو نژدو ملګرو کوم چی همیشه به یی داکتر نجیب اله ته  دنزدی ملکریتوب ، دوستی  او اطمنان ډاډ ور کاوه نوموړی دملل متحد په دفتر کی اسیر پریښوی او دوی خپل ځانونه  دمرګ او بند له وجی دځینو مخالفو ګروپو په مرسته په داسی حال کی چی هر ځه یی په افغانستان کی ګډ وډ پریښودل دوطن ځخه  په تیښته بریالی شول، شهید داکتر نجیب اله  له پنځو کالو ځخه زایات وخت دملل متحد په دفتر کی په کابل کی بندی پا تی شو په دغه موده کی دده دغو نژدو ملګرو ځخه یوه هم په خارجی هیوادو کی د خپل رهبر د ازادی پخا طر اواز پورته نه کړي او هر یویی په خپل شخصی تجارت باندی مصرف شول دوی هر یوه په خارج  هیوادونو کی ددی امکانات در لودل چی دنوموړی دازادی په خاطر مظاهری او ځانګړی میټینګونه سازمان دهی کړی او دخارجی هیوادو مشرانو توجه دملل متحد دسر منشی په شمول د شهید داکتر نجیب اله دخلا صید په باب جلب کړي او ونوموړی ته دناګهانی مر ګ ځخه نجات ور کړی متاسفانه جی دا کار دی ونه کړي ولی برعکس دوی ددی پر ځای چی دخپل رهبر دسرنوشت په باب فکر وکړی په دی فکر کی شول چی هریود خپله ځان رهبر جوړ کړي او دفغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دخپلو شخصی ګټو پخا طر په ځو ټوټو او جلا ډلو وویشي ،ممګن له دغو ساختګی رهبرانو دجملی ځخه ځینی ممکن دا استد لال وکړی چی مونږ دداکتر نجیب اله دخلاصیدو په اړه کوم خاص امکانات نه در لودل زما پښتنه له دوی  ځخه داده چی د ډاکتر نجیب اله دخلاصیدو امکانات مو چی نه در لودل دجلا جلا حزب جوړه ولو او رهبر جوړه ولو امکانات مو له کومه کړه؟ او دکومو استخباراتو ځخه مو قرض تر لاسه کړی چی د شهید ډاکتر نجیب اله او نورو شهیدانو مشترک ارمان  مودخپل ځان په نفع ټو ټه ټوټه کړي او دحزب غړی مودیوه اوبل په مقابل کی په جنګ واچول، هغه چی وایی:(( چی په ژوندون کی دی یاد نه کړم  ــــ نن می ځله  په قبر ژاړي مینه )) .

شهید داکتر نجیب اله دحزب دځینو نورو رهبرانو په ځیر نور زمونږ په مینځ کی نشته او دقیامت تر ورځی پور نور نه را ژوندی کیږي ولی دهغوې ارمانونه او ارزو ګانی چی دوطن او خلګو په باب یی درلو دلی ژوندی اونیمګړی پا تی دی، که ځوک خپل ځان په رښتیا توګه د داکتر نجیب اله او نورو شهیدانو دلاری ملګری او نژدی دو ستان ګڼی باید دهغه ارزو ګانی او هیلی دعمل په میدان کی پیاده کړی او ددی ستر خدمت پخا طر باید دخپلو شخصی او ګروپی ګټو ځخه تیر شی او دشهید دا کتر نجیب اله په ځیر ځان وقربانی ته اماده کړي،د شهید داکتر نجیب اله و ارمانونه او لوړی ارزو ګانی د تشو خبرو او ناوړه تبلغاتو له لاری نه تر سره کیږي ،دادی پوره څوارلس کاله دډاکتر نجیب اله دشهادت ځخه تیر شول په دی تیرو ځوارلسو کالو کی مو نږ د شهید ډاکتر نجیب اله په باب ډیری لیکنی په مختلفو مطبو عاتو کی دمختلفو شخصیتونو له لوری په ښه کتابت او ښه ښایسته جملو کی ولوستلی هریوه ډ شهید داکتر نجیب اله ډیر ښه صفتونه کړي دی او دنوموړو کارنامو ته یی په مطبوعاتو کی ډیر ښه انعکاس ور کړي دی فکر کوم کفایت کوي،دحزب دپاتی رهبرانو ځخه ممکن دحزب دصفوفو غوښتنه داوي چی باید دحزب دتیر تاریخ په باب حقیقی حقایق برملا کړي په حزب کی خادمان او خائینان په ګوته شی دا په دی خا طر وایم چی ځینو ناوړه تبلیغاتو او پر یوه اوبل باندی تهمت ویل نور دحزب دصفوفو په روحیه باندی منفی تأثیر کړي دی اوورځ په ورځ دناراضی سبب ګر ځی او دحزب دلیکو ځخه مخ اړه وي ،زما په نظر داکتر نجیب اله خپل رسالت دوطن او خلګو په برابر تر سره کړي دی او دده باب حتمی اوضروری دافغانستان خلګ او تاریخ قضاوت کوي، نور هغه دشخصی تجارانو و صفتونو ته ضرورت نه لری، هغه ځه چی فعلا ضرورت دی هغه د شهید داکتر نجیب اله وارمانونو ته صادقانه خدمت کول  او دافغانستان دحلق دموکراتیک اویا وطن ګوند دپوره یو والی او وحدت موضوع ده کوم چی د ډاکتر نجیب اله ځخه وروسته دحزب وغړو ته د میرا ث په توګه پا ته شو ي ده ، ودی میراث ته خدمت کولو بیاهم په تشو خبرو او بیځایه خبرو او شا پو نه تر سره کیږي لکه ځرنګه چی زمونږ یو تعداد ډیر محدود دحزب غړی هغه تر سره کوي ،تر کومه وخته پور به مونږ د ډاکتر صاحب نجیب اله د تیرو دلچسپه بیانیو، مصاحبو او کنفرانسونو په واسطه خپل ځان په خارجی هیوادونو کی استراحت احساس ؤ، او له هغو ځخه به دسر دردي دتاویز په توګه ددرد او ضرورت په وخت کی استفاده کوو؟ تر کومه وخته پوری به لاهم دشید داکتر صاحب دمصا حیبو او بیانو ځخه دځان په شخصی ګټه استفاده او دحزب داکثریت نورو غړو پر ضد د اسلحی په توګه کار اخلو؟ اویا هم د ښاغلی اسداله پیام صاحب دلیکنی په تائید خپل نظر دحزب په اکثریت غړو باندی په زور تحمیل ؤ،شهید داکتر صاحب نجیب اله دهیواد او خلګو دلوړو ګټو په خاطر حا ضر شو چی دخپل سیاسی مؤقف ځخه تیر شی  په پوره باور که چیری داکتر صاحب دملل متحد له دفتر جوړ وتلای وای هغه به دحزب په داخل کی دخپلو مخالفینوسره د داسی سلوک او کړنی ځخه استفاده نه کولای لکه نن ورځ چه یی دده په نامه ځومحدودو اشخاصو دخپلو شخصی ګټو پخا طر دحزب داکثریت غړو په مقابل کی د اجنبیانو په خوله اختیار کړی ده او دخپل حزب ریښی دپردیو په تبر پری کوي، دا ډول کړنی او بیځایه غو ښتنی د شهید داکتر نجیب اله وارمانونو ته دکار کولو په هدف نه دی ولی برعکس دهغه ولوړ شخصیت اونیک شهرت ته دافغانستان دخلګو او دحزب دغړو په مینځ کی دضرر رسیدلو په معنا تما میږي لکه ځرنګه چی اوس عملا د اسی نښی او نښانی لیدلی کیږي چی د ځوارلسو کالو په جریان کی بیاهم دغی ډلی ونه شوای کولای چی دوطن ګوند مؤقت تشکیلات په دائیمی تشکیلاتو تبدیل کړي .

 په هره اندازه چی ځوک دافغانستان دخلق دموکراتیک او یا وطن دګوند دغړو تر مینځ داختلافاتو او تفرقی په باب اور ته لمن وهی په هم هغه اندازه خپل اعتبار او حیثیت ته او په مجموع کی دحزب د ټولو غړو وابرو او عزت ته زیان رسوي او په د اخل او بهر ګی دحزب ودښمنانو ته دحزبی مشرانو او غړو په باب دناوړه تبلغاتو زمینه مسا عدو ي او دهغوی دمر ګ سبب ګر ځی کوم چی لا تر اوسه دافراطیانو تر تسلط لاندی دمجبوریت له وجی شپی او ور ځی سبا کوي،دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند ځخه هیځ جلا شوی حزبی ډله یا ګروپ دبلی جلا شوی حزبی ډلی په بد ویلو باندی خپل ځان ته برائت نه شی ور کولای ،دافغانستان په جوړه ولو اویا هم ورانه ولو کی دعامو خلګو له نظره دافغا نستان دخلق دموکراتیک یا وطن ګوند ټول مشران او غړی مساوی شریک او ښکیل بو لی.تیرو دڅوارلسو کالو تجربو په ډاګه توګه په اثبات ور سوله چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند ځخه هیځ جلا شوی ډله په یوازی صورت نه شی کولی چی دیوه واحد او سرتا سری حزب  په توګه دی را مینځ ته شی او یا دی دافغانستان دپخوانی دخلق دموکراتیک ګوند ځای ونیسی او هر ځومر چی وخت تیریږی په هغه اندازه خپل اهمیت او تاثیر دلاسه ور کوی.په اخیر کی زما پیام دافغانستان دخلق دمو کراتیک وتولو مشرانو ته داده که غواړی چی دشهیدانو وارمانونو ته په پوره صداقت او ایمانداری خدمت وکړي دخپلو شخصی او ګروپی ګټو ځخه تیر شی دتیرو ناخوالو په باب ډیر فکر مه کوی خپل ځانونه دفغانستان دروانی ناوړه وضعی ځخه خبر کړی چی همدا اوس هم زمونږ وطن په اور کی سو ځول کیږي او هره ورځ په لس هاو بیګناه افغانان ښځی او ماشومان  خپل ژوند دلاسه ور کوی دپردیو استخباراتو په خوله دخپل حزب تکړه سیاسی او نظامی کادرونه له ځانه مه لیری کوي،دخپلو خلګو او وطن دنجات په خاطر خپل مسئو لیت در ک کړي دیوه واحد ګوند په جوړه ولو کی دیوه اوبل سره کمک او همکاری وکړي، دحزب پر تیر ګډ وډ تاریخ باندی دقضاوت ور کولو حق دافغانستان خلګو ته و سپاري.پای  

 

 


September 27th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات