سوله څه ډول راتلای شي
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

سوله د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو له پاره اړينه او طبعي غوښتنه ده، سوله يواځي دانسانانو له پاره نه بلکې په هوا کې د مرغانو له پاره، په ځنګل کي د ځناورو له پاره، په سمندر کې د ژويو له پاره، په دښت کې د خځندو له پاره او په ذراعتي ځمکو کې د نباتاتو له پاره ترټولو اړينه او مهمه غوښتنه ده .

په یادو ټولو مخلوقاتو کې تر بل هر چا انسان زيات سولي او ارامي ته اړتيا لري، انسان پرمختګ کړی، په جنګ او نا امني کې د کارولو له پاره پرمختللي وسایل يې په لاس کي دي، د انسان د وژلو او له منځه وړلو څخه له سپکو وسلو نيولې تر اټوم بم او د هوا دلارې د بمبارد، کيمياوي او بيولوژيکي وسلو کارول، الوتکي او ټانکونه په اختيار کي لري.

د تاريخ په اوږدو کې انسانان تل د نړۍ په يو ځای کې په جنګ کي اخته او د سولي له نعمت څخه بي برخي پاتي شوي دي، خو داسي وخت هم په تاریخ کي ثبت دی چې ځيني وختونه ټوله نړۍ په سوله او ارامي کي پاتي شوي او د نړۍ په هیڅ ګوټ کي د جنګ، وژنو او نيونو له پاره انسانان په يو اوبل نوم نه دي قرباني شوي.

جنګ او سوله دوه متضادي کلمي دي چې د حق او نا حق (عدالت او ناعدالت)سره مخامخ اړيکه لري.

چيرته چي حق او عدالت د انسانانو ترمنځ وجود ولري او بې عدالتي نه وي هلته به تل خلک په سوله او ارامي کې ژوند کوې او چيرته چې حق ترپښو لاندي وي، د حق او عدالت پرځای زور او بې عدالتي وي، د کمزوري حقوق د زورور تر پښو لاندي کيږي او زورور په زور سره د کمزوري حق اخلي هلته به جنګ او نا ارامي وي.

چيرته چې جنګ وي بې عدالتي وي او د خلکو حقوق پایمال وي هلته سولي ته اړتيا وي، چيرته چې جنګ او بې عدالتي نه وي هلته د سولي له پاره هم اړتيا نشته، ځکه موجود خلک په خپلو حقونو راضي وي او يو د بل سره په څنګ کې د وروري ژوند کوي، د يو او بل حقوقو ته احترام لري.

داچې زموږ په هيواد کې پرله پسي درې لسيزي جنګ او جګړه روانه ده، د افغان ولس سره د بې عدالتي او ددوی څخه د نورو له خوا د حقوقو اخستلو خبره ده، هروخت پر افغانانو نورو هيوادونو يرغل کړی ترڅو ددوی حقوق ورڅخه واخلي او هرځل زورور پر دغه کمزوري ولس حمله کړې.

اوس چي د نړۍ تر ټولو ځواکمن (امريکا) د نړۍ تر ټول کمزوري (افغانستان) باندي يرغل کړی، د کمزورو هيوادونو د ولسونو د وينو څښونکي امريکا او ورسره ملګرو هيوادونو يې په  افغانستان کي د وينو ډنډونه جوړ کړي، له يوولس کلونو راهيسي په دغه هيواد کې په بې عدالتي ولاړي، وژني، د بې ګناه افغانانو نيونه، په زندانو کې انتهايې بې رحمي او زجر، په کليو او کورونو کې د ماشومانو، ښځو، سپين ږیرو او ځوانانو بې ګناه او بې رحمانه وژل دوام لري، ددغه تپل شوي او نا انډوله جنګ له پاره د سولي نه پرته بله لاره نه ليدل کيږي.

امريکا او نړيوالو یرغلګرو قوتونو په افغانستان کې خپل ټول جنګي او نظامي تاکتيکونه په کار واچول، په دغه هيواد کې يې مختلفي سپکي اټومي وسلې، کيميايي او بيولوژيکي وسلې، هوايي او ځمکني نظامي ځواکونه او په لکونو پياده ځواکونه وکارول. خو ددغه ټول نظامي ځواک کارول، د افغانانو په شهادت رسول، په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کي يې ساتل او شکنجه کول، په یو او بل نوم ازاد افغانان تهديدولو سره سره بيا هم ناټو چي په سر کي يې امريکا ده ونه توانيدل چي په افغانستان کې امنيت راولي او د جنګ جګړې لمن ورټوله کړي.

موږ وويل چې جنګ د حق او ناحق، عدالت او بې عدالتي، کمزوري او زورور لورو له خوا کيږي.

په جنګ کې هروخت يو لوری پرحق او بل لوری ناحق وي، او پاتي دوه نور چي عدالت، بې عدالتي، کمزوری او زورور دی دجنګ په شرايطو پوري تړاو لري.

پرافغان ولس تپل شوې جګړه کې درې سره پورته خبرې څرګندي دي:

لومړی: افغان ولس د حق لوری دی، ځکه ددوی څخه حق اخستل کيږي او يرغل پري شوی دی، امريکا او ملګري هيوادونه يې ناحق دي ځکه يرغل يې کړی او افغان ولس وژني، او دخپلو حقوقو څخه يې بې برخي کوي.

دوهم: افغان ولس په عدالت ولاړ نظام درلود، د ظالم او مظلوم ترمنځ بېلونکی يواځنی عدالت وو، خو امريکا او ناټو په عدالت ولاړ نظام له منځه يوړ او په ناعدالت ولاړ د خلکو دغوښتني په خلاف فاسد او په اختلاس ککړ نظام يې په زور او جبر پر افغان ولس وتاپه.

دريم: افغان ولس چې د لويو ځواکونو (برطانيا او روس) سره جګړو په هر لحاظ کمزوری کړی وو، د روس له ماتي وروستي چې دغه هيواد خپلمنځي کورنۍ جګړي لاپسي کمزوری او برعکس د روس د ماتي وروسته امريکا د نړۍ يواځني لوی ځواک ميدان ته راووت، ځواکمن امريکا او ورسره ددغه هيواد متحدينو په کمزوري او ناوسه افغان ولس په پوره زور او قوت سره یرغل وکړ.

داچي موږ مسلمانان يو په الله جل جلاله، محمد صلی الله عليه وسلم ، قران او آخرت ايمان لرو، الله عزو جل فرمايې چي: الله د حق، عدل او مظلوم ملګری دی، دهمدي قراني او محمدي ارشاد پربناء زموږ ايمان او عقيده داده چې افغان ولس ته به الله جل جلاله کاميابي ورپه برخه کوي، ظالم او ناحق ځواکونه به له ماتي او شرمندګي سره مخ کوي.

ددي له پاره چې امريکا او ورسره ملګري هيوادونه يې د روسي پر برخليک اخته نه شي او د ناټو چي په سرکی يې امريکا ده له ماتي وروسته بيا افغان ولس ناليدلی پاتي نه شي او داځل چين د نړۍ د ځواکمن هيواد په ډول د امريکا او افغان جګړي زيږنده نه شي لکه چې د روس او امريکا د جګړي په نتيجه کې امریکا د نړۍ ځواکمن هيواد شو، دهمدي ټکي په نظر کي نيولو سره امريکا ته په کار ده چې دجګړي څخه لاس واخلي او په رښتوني  ډول د سولي له پاره لاس په کار شي.

څه ډول سوله راتلای شي:

که امريکا د وسلوال مقاومت پرحق ولاړي غوښتني ومني او له خپلو ناحقو غوښتنو، زورکارولو، د هيوادونو او ولسونو ترپښو لاندي کولو څخه لاس واخلي او د امريکا هيواد او امريکا ولس د يوځای پاتي کيدو ته جدي پام وکړي نو لاندي ټکي دي چې په افغانستان کې د سولي راوستولو له پاره زما په آند اړين دي: 

1.    له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو د بنديانو خلاصون: ترڅو چي دطالبانو مشران د ګوانتانامو په زندان کې وي او هلته په شکنجو او زجر کې ورځي تيروي، د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي خبري به نتيجه ورنکړي، ځکه  چې دا سوله ددې له پاره کيږي چې طالبان ځانونه ازاد او د خپلو حقوقو لرونکي ولري، داچي مشران يې دګوانتانامو په زندان کې وي، ازادي او حقوق يې پايمال وي په دي صورت کې به د طالبانو پاتي مشران پر امريکا باور ونه کړي چې سولي ته ژمن دی.

2.    له تور لست څخه د نومونو ايستل: اوسمهال د طالبانو د پيژندل شويو مشرانو نږدې ټول نومونه په تور لست،  د ځنډ لست او دريدو لسټ کي دي  Black List, Waiting List and stop list,  طالبان نه شي کولای چې مخامخ  نورو هيوادونو ته د سولي اړوند خبرو له پاره سفر وکړي او يا هم ځانونه ښکاره کړي، څه ډول کيدای شي چې په خونه کې په زور او جبر سره  له قلف شوي تن (طالب) سره له خوني دباندي ازاد او ځواکمن (امريکا) د سولي خبري وکړي، ترڅو چې امريکا خپل ټول شرايط پري ونه مني ترهغه وخت پوري يې د کوټې قلف نه خلاصوي، ددي له پاره چې د رښتوني سولي له پاره خبري وشي، لومړی بايد په خونه کې قلف شوی طالب ازاد او بيا د خبرو حق ورکول شي ترڅو دسولي اړوند خپلي غوښتني په ازاد ډول   وړاندي کړي. 

3.    د قطردفتر په رسمي ډول منل:  ترڅو چې په قطر او يا بل هرځای کې د طالبانو په خوښه په رسمي ډول طالبانو ته ادرس ورنه کول شي او دغه ډول دفتر په رسمي ډول پرانيستل نه شي، نو د سولي له پاره طالبان تګ راتګ نه شي کولای او ادرس به يې ورک وي.

4.    د جنګ پرځای خبرو ته ترجيح ورکول، او پرجنګ ټينګار نه کول، اوسمهال د کابل حکومت ډيری لوړ پوړي چارواکي امریکا او د ناټو نظامي او استخباراتي کړيو ته وايي چې پر طالبانو فشار زیاتول او هغوی ته زيان اړول به هغوی اړ کړي چې خبرو ته کښيني او ستاسي شرایط به ومني، دا ډول امريکايي او د بهرنيو هيوادونو جنرالان هم د خبرو پرځای جنګ ته ترجيح ورکړي، چي دغه دجنګ او زور کارول هم د سولي د خبرو په مخ کې خنډ ده.

5.    امریکا سره د طالبانو مخامخ خبري پېل کيدل: اوس چې د ځينو ستونزو له امله طالبانو له امريکا سره د بنديانو د تبادلې او نه خلاصون لانجي پر سر خبري ځنډولي دي، ددغو خبرو د بيا پېل کيدو له پاره هڅي وشي. 

6.    د کابل اداره د امريکا  له خوا  پوهول چي د سولي خبري سبوتاژ نه کړی:  امريکا باید خپل په لاس جوړکړی حکومت چې په سرکې يې ښاغلی کرزي او دده کابينه ده په دي وپوهوي چې د وسلوال مقاومت سره د سولي د خبرو او سولي ته دنږدي کيدو په لاره کي خنډونه جوړ نه کړي.

7.    د کابل حکومت لوړپوړي چارواکي دي ته چمتو کول چي خپل شخصي ګټي په نظر کې ونه لري بلکې د هيواد او افغان ولس ګټي وسنجوي، اوسمهال ډير لوړپوړي چارواکي د هيواد ترګټو خپلي شخص ګټي مهمي ګڼي.

8.    دکابل حکومت په کابينه کې د منفي بدلون پرځای مثبت بدلون، نه داچې په فساد، اختلاس، او جرمونو ککړ وزيران له يوه وزارت څخه بل ته بدل شي، دغه ډول ناسم بدلونونه د سولي له پار خنډ بللای شو.

9.    په مذاکراتوکي له رښتونولي او رښتيا ويلو څخه کار اخستل: کله چې مذاکراتو ته خبره ورسيږي، ټول ښکيل اړخونه باید خپلي غوښتني په حقيقي ډول  يو د بل په وړاندي کيږدي، او ښکيل لوری باید په رښتوني ډول هڅه وکړي چې د سولي له پاره په خبرو او مذاکراتو کي پرمختګ وشي.

10.                      امريکا او کابل اداره دي د وسلوال مقاومت د وېښ او په هغوی کې د ډلو پيداکولو څخه لاس واخلي چې دغه ډول کړني پخپله د سولي د نه کولو او مخنيوي، او په يوبل لوري د بې اعتمادي په معنی دی.

11.                      کله چي امريکا چمتو شي او رښتوني مذاکرات ومني، د سولي مخنيوی ونه کړي، د سولي اړوند خبرو کي مناسب پرمختګ وشي، له هغه وروسته په هيواد کي دننه له ښکيلو غاړو (کابل اداره، شمالي ټلواله، د کابل حزب اسلامي  او نورو...) سره په رسمي ډول خبري کول، ددي له پاره امريکا ته په کار ده چې  د طالبانو سره لومړني منل  شوي او ژمن شوي شرايط عملي کړي، او مخامخ خبري د امريکا او طالبانو بيا پېل شي، دغه ډول خبري به دي ته زمينه برابره کړي چي په راتلونکي کې طالبان په هيواد کې دننه يو بين الافغانی تفاهم ته اړ او پدي اړه له افغانانو سره خبري پېل کړي.

12.                      دبين الافغاني تفاهم له پاره په هيواد کې دننه او بهر له ناپېيلو، پاکو او په فساد نه ککړو، علماوو، روحانينو، قومي مشرانو او په هيواد مېنو افغانانو څخه مرسته غوښتل او پرهغوی باور او اعتماد کول چي په دي لاره کي د ښکيلو اړخونو ترمنځ دسولي او باور فضاء رامنځته او یو او بل لوری دهغوی روا او حق غوښتنو ته ژمن کړي.

13.                      د سولي له پاره د  امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژک تړون لاسليک کول هم ستونزه ده او ستونزه به وي، په دغسي کړنو سره امريکا او د کابل حکومت د سولي مخنيوی کوي.

14.                      او بالاخره د سولي په لارکې ترټولو لوی خڼد په هيواد کي د بهرنيو قوتونو شتون ګڼل کيږي، ترڅو چي بهرني قوتونه له افغانستان څخه خپل وتل باوري نه کړي له وسلوال مقاومت سره د سولي خبري به بې نتيجي وي.

 

ځيني داسي کارونه باید ترسره شي چی د ښکيلو اړخونو ترمنځ د باور او اعتماد فضاء رامنځته کړي.

1.    په ميډيا کې يو دبل پر ضد درواغجن او ناسم اتهامات ودرول شي، افغان ولس او نړيوالوته د ملکي خلکو د وژنو په اړه رښتوني معلومات ورسيږي، دا ډول د ښوونځيو، مدرسو  او علمي ځايونو د سوځولو عاملين په رښتوني ډول  د ميډيا له لوري افغان ولس او نړۍ ته ور وپيژندل شي.

2.    د بنديانو سره ناسم او بد چلند په غوره او سم چلند بدل شي، اوسمهال داسي هم شوي چې جنګي بنديان کله ژوندي نيول کيږي هغوی بې له محکمي او د نړيوال او کورني قانون پرخلاف له منځه وړل کيږي، دا ډول په زندانونو کې ډول ډول زجر او شکنجه کيږي چې دغه ډول کړني هم د سولي په مخنيوي کې د اغزن تار کار کوي.

که امريکا، وسلوال مقاومت او کابل اداره په رښتيا وغواړي چې سوله وکړي، نو دسولي راوستل اسانه او په مخ کې موانع يې په اساني سره له منځه وړل کيږي، ولي که د سولي له پاره يو له دريو څخه ژمن نه وي نو هيواد به مو په جنګ کې اخته، هيوادوال به مو له وژنو، کرکو، نفرتونو، نيونو، وهلو، ډبولو، جنسي او  روحي تيريو او ډول ډول تعذيبونو او زجرونو سره مخ وي.

دا ډول که جنګ دوام ولري، د امريکا د زیان برخه به پکې تر بل هر هيواد درنه وي. او کیدای شي چې دجنګ دوام د ناټو د ټوټه کيدو او د امريکا د اقتصادي او نظامي زوال، او د چين ميدان ته راوتلو او په نړيواله کچه ځواکمن کيدو لامل شي.

که څه هم موږ افغانان سولي او ارامی ته اړتيا لرو ترموږ ډيره اړتيا د امريکا ولس ورته لري، په دي هيله او تمه چې د امریکا ولس خپل اواز پورته کړي او له خپلو ظالمو او زورواکو حکمرانانو څخه وغواړي چې سولي ته غاړه کيږي او د جنګ او زور پرځای د سولي او ديپلوماسي پاليسي غوره کړي.

دداسي ورځي په هيله چې په هيواد کې ټول افغانان د يو  او بل په څنګ کي د سولي، ارامي او خوشحالۍ په فضاء کې د افغان ورورلۍ ژوند ولري.

 

درنښت


September 24th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات