د عبدالولي منګل د شعرونو د مجموعې يوه برخه
عبدالولي منگل عبدالولي منگل

عبدالولي منګل په ١١\١٠\ ١٣٤٤ کال دخوست په ولايت کې زيږدلی دی .  لومړنۍ زده کړې يې د دغه ولايت د څړبن په ليسه کې پيل او وروسته يې په کابل کې د خوشحالخان خټک په ليسه کې پای ته رسولې دي .

لوړ تحصيلات يې  د ماسکو د بين المللي اړيکو  په پوهنتون کې  دماسټرۍ د ډيګري په درلودلو سرته رسولي دي .

عبدالولي منګل د يو زيات شمېر افغاني ډلييزو رسنيوسره قلمي همکاري لري، او ډيرې تحليلي  ليکنې يې  نشر شوې دي .

نوموړی له ١٩٩٢ کال را په دې خوا د خپلې کورنۍ سره په هالنډ کې اوسيږي .

 

 

 

       ساقي ته سلام

ســــــاقــــي ســـل وارې ســــــلام،  سلام

هـــــلـــه زرشـــــه رکــــــــوه د مـــيـو جـــام

زمـــا د نــــوم او د نښان پوښتنه مه کړه

مــــيخانـې خــواتـه ولاړ يـمـــه بـدنـــــام

د زړګـي په پرهرونو کې موسکۍ شي

هـــــغه سترګي چې نرګس دي هم بادام

د سپوږمۍ مخ يې په څڼو کې لاهو کړ

چـــــې را وخـــتلـه بـيــا پـــه ســـر د بــــام

مــــلاجـــان د ټول حلال د دنيا  وخوري

د( منګل) لاس کې خالي جام دی حرام

١٩٩٣\ ٧\٢ هالند

 

شرابي

زه شــــــرابي جــــــــانـــان یــــــم بس د جـــــانان یــم

خـــــیر کــــــه رســــوا لیونی په ټول جــهــــان یــــم

ټول رنه لار بيلوي ،چې ما خوار ووينـــي څــوک

بيــــا پـــه لار ځـــــــــانګم ړنګ  بنــــګ   روان یـــم

مــاته په خــپلو لاسو، ياره نن جــام را ډک کـــــړه

نن ته ســـاقي ســـاقي شــــه زه به مــــــهمان يـــــــم

څوک په دې کلي کې شته ،چې ما دې نه پېژني

زه بـبرسـری مـــجــــــــــــنون څـــیرې ګریـــــوان یم

نن مې یادیږي ډیرې ،د چا سرې  شوې سترګې

پیـــالـــــــه شوه اوښــــکه اوښـــکه او زه باران یم

پســـرليـــه راشـــــــه يو ځل ، زما ويجاړ محل ته

زه هـــــــــــم بــــلبل يـــــــم دلــــــــته زه هم باغبان يم

ازغــــــي کتل بـــه دې  نن ،بيا د چا زړه غوڅوي

تــــه کـــــه طبيب طبيب شــــې زه به درمـــــــان يم

خـــــــلکو په جګه خندا، د(منګل)  مه غولېږئ

زه د غـــــمونو پـر ټــــــال يو لـــــــوی داستـــان يم

 

هالنډ    \  ٩\ ٢٠٠٥

ستا کتل

څـــــنګـــه وســـوځــم  زه هـــر ځل په کتو ستا

لـــوغـــړن د کـــړم د سپين مـــخ پـه لمـبو ستا

د اغـــــزو پـــه بـسترو مــې عــــمر تېــر شــــــو

کشکـــې يــو وار  وی  ويده په مړوندو ستا

پــــه کــږو کــــتل د پــــام کــــــوه جــــــانــــانـه

ژوبــــــل ژوبـــــل زمـــا زړه شـــو په کتو ستــا

تور ځنځير د دواړو پښو مې نصيب مه شه

تـــل چې غوږيمه وشرنګ ته د بنګړو ســتا

نـن د نه پرېږدم چې سپينه خوله را نــه کړې

تـېروتــلی دی ( مـــنګل) تل په وعـــدو ستا

١٩٩٣ \١\٣  هالند

 

 رنګين ماښام

څـــــــه زړه وړونــکی اورنــــــګين غوندې مـــــــاښام دی

يـــــــــو خوا څنګ کې مې جانان دی بل ډک جـــــــام دی

پـــه دې دواړو کـــــې به کــــــوم يـــــــو خــــــــــــــوښــوم زه

يــــــو خـــــــــوا مـــــسته مــيخانه ده بل ستا بــــــــــام دی

د زاهـــــــد پـــــه  په خـــوله تر اوســـــه يــــــــم بــې ليارې

شـــــــراب ټــــول خـــــــــــــــوري هسې نوم زما بدنام دی

زمــــــــــانې ربـــانـــــــدې وکـــــــــــــــړې هــسې چـــــــارې

ګــــــهيــز لاس کــــې مې تسپې وي مــاښام جــــــــام دی

زه ( مـــــــــــــــنګل) د يــــار بــــــدخــــــوی نـه ګيله من يم

دی ښـــــکـــــنځل کـــــــــړي مــــــــــــا خو ده لره سلام دی

١٩٩٣\٦\٢٢ هالند

بې وفا

زمـــــــا بــې غمه شپې په غم بدلې شوې

غــــــم خــــو لا څه که په ماتم بدلې شوې

مـــــــــــا خـــو به آه له درد اېستلی نه وي

چــــــې ســـتا دا څــڼې په لړم بدلې شوې

که سرې غـــــوټۍ د اننګو پرې ســپېړې

زمــا دا اوښــــــکې په شبنم بـــدلې شوې

آشــــــــنا تــــه يـــــار د نيمې لار وخــــتـــې

ټولــــې کيسې دې په يــو دم بدلې شوې

ريــــــبار نـــن ســــــتا د وصال زېری راوړ

ويل يې وعدې ستا په قسم بدلې شوې

چــــــــې د ښايست دې انـــځورونه کاږم

خــــــواږې مسرې مې په قلم بدلې شوې

١٩٩٣\٥\٦ هالند

 

       تصوير

ستا د ښايست تصوير ته ګورمه مسرې جوړوم

په زمانه ستا د ښايست ښکلې کيسې جـــوړوم

کـــــــــــلــه پرې رسي دا زما نيمګړی شعر و غزل

نــــــــــور بــــه د ښکليو په ډېره مشاعرې جوړوم

د جـــــــــــــانان غمه چې راځې په غوغاګانو رځه

ســـتا پــــه يـادونو کې د اوښکو فوارې جوړوم

مـــــــلامت نـــــه دي چـــې زمــــا سره ډغرې وهي

زه يـــــــــــم چې ځان لره ځنځير او غرغرې جوړوم

بـــيا بــــه وردانګـــودا تړون دی د (منګله ) سره

غــــــليمه پــــام کـــړه نن سبا درته جرګې جوړوم

١٩٩٣ \٩\٤ هالند

       بې مثاله

زه ګــــــــــلونــــه لـــــټومــــــــه پــه باغچو کې

هـــــــر وخت ډکې کړم منګولې په اغزوکې

بې مــــثاله خدای پيدا کـــــــړې په دنيا کې

څومره خوند دی ستا د سترګو په کتو کې

شــــورمشور ستا د پازېبو هـــلته خپور شو

دلــــــته مست شـــــــو لـــېونی په ځولنو کې

يــــــــــــرغلګر مې پسې واخېستل تر کوره

ځــــکــــــه ډېـر رنــه ډاريـږي پــه ځـانګوکې

ستـــــا د مـــينې لېــونيان خــو ياره ډېر دي

(مــــــنګل) شـــمېره لــــيونی پــه لېونو کې

١٩٩٣\٧\٨  هالند

پرهر

لـــــــکه د خـــوږ زړه پــرهـــرونه ښکول کړم

چې ستا د سرو شونډو سرونه ښکول کړم

د بــړبـښکــۍ غوندې ګيډۍ ګيډۍ شوې

پـــــه کــــومــــه لار ستا قدمونه ښکول کړم

هــــــــلته رقيب شــــي د جـــــانان لــه څــنګه

دلــــــــــته اغزی شې چې ګلونه ښکول کړم

لاس کـې پياله مخامخ ستا سترګې شوې

ساقي ستا سترګې که جامونه ښکول کړم

د (مـــــــــــــنګل) زړه او ستا دا شنه خالونه

کله پرې داغ شـــو چې داغونه ښکول کړم

١٩٩٣\١\٣ هالند

       باڼه

بـــيا د بـــاڼــه څـــنګه کـــاږه وا وښـتل

د زړه زخمونه مې تک سره وا وښتل

د زړګــــــــي اور خو په شرابو نه مري

څومره شراب زما په خوله وا وښـتل

زمــــــــا کمکی زړه به زرې ورې شي

هــــومره غـمونه مې په زړه وا وښتل

خـــــــير لېــــــونيان په کاڼو تـيږو وله

ستا له کوڅې څخه خو نه وا وښــتل

(منګل) حيران کړو د سـنګر ملګرو

د خــــــــــپلې لارې نه په څه واوښتل

١٩٩٣ \ ٥\١ هالند

 


لټون

چـــــــيرې چـــــې ځـــمه خپل منزل لټوم

چې زړه مې سوځي اور پرې بـــل لټوم 

چيرته مې وړي دا د ژوند ورکې لارې

ســــتا ديدانونه په پل په پل لــــــــټوم

لـــــــکه پياله کې چې نشې ويدې وي

د هــــــغو مــــــــــــړو سترګو کتل لټوم

دا د غــــــــــــــمونو پېټي چيرې يوسم

بيا ستا د سپينې خولې خندل لـــټوم

څــــــــــنګه څلور سترګې په بام ولاړه

زه د کـــــــــــچکول سره (منګل) لټوم

١٩٩٣\٦\١١ هالند

       انتظار

اوســــه د زړه په ښوريدو کې زما کله کلـــه

رځــــــه رځــــــــه په کړيدو کې زما کله کـــله

بــــــــــله ډېـــــوه شـــــه رتـــــــــه وځـــــــــلـــــېږه

دا دهـــجــــران تورو تيارو کې زما کله کله

خــــــــــــپل زړه بـــــه خورم تا به ساتمه پکې

کــــــله رځــــې په دې شيبو کې زما کله کله

عــــــــــــکس د مــــخ به دې په سترګو ساتم

راشه ته ګل شه پــــــه ليمو کې زما کله کله

ګـــــــــــــــــوره د هــــيلو جنازې چې درومـي

څه کړې د خيال په هديرو کې زما کله کله

١٩٩٣\٢\  ٥ \ هالند

       زړه ته

زه مـــې زړه تـــه وايـم څه غواړې زړګيه

هـــــغه غـــــواړي چې  مه نه کړي لېونيه

د دنيا په مخ کې څه ښايسته ګلان دي

د هــــر چــــا پر لمن خــښ يې وچ اغـزيه

د ګــــــــلونو عمر څومره لنډ دی خدايه

کشکې تـــــل وی د دنيا په مخ پسرليه

ســـاقــــي راوړه پـــيالـــه ډکـــه د شرابو

زمــــا او ســـتا دنـــيا دغـــه ده ګـــلاليه

١٩٩٣\ ٧\٦ هالند

       ډېوه

د ډېــــوې غــــــوندې بلـــيږم تورو شپو ته

ځــــــان مې وسپاره په اوښکو کې څپوته

د جـــــانان لـــه غــــمه روغ لــــــيونی کيږم

صبــــر نــشته دی ځـــــنځيـــر او ځولنو ته

ستـــا د سترګو بدمستي چې پکې نه وي

بيــا نـــــو سم شــــمه تــــــرخوترخو پيالوته

بيا د يار په کوڅه څيرې ګرېوان راغلــــــم

ګـــــــــدايګر  جوړشوم د يار د مخ  ليدوته

ساقي سترګو نه د جار شم (منګل) وايي

لـــــــږ نظـــر کــــړه د غـــــــــــمونو ميلمنو ته

١٩٩٣ \٢\٤ هالند

       سترګې

يــــو وار ســــترګــــــې کړه راپورته نازولـي

پــــه بـــڼو دې څــــومـــره زړونـــه دي پيئلي

مــــينه نـه رځـــــي زمــــا پـــــه ډيــرو ښکليو

دا خــــــــو ته يې چې د کړم په زړه ويشتلي

په نصيب به ستا دا سرې شونډې د چاوي

تــــــا خـــــو ويـــنې دي زمـــا د زړه زبيښلي

دا خـــــــتلی زړه بـــــــه څــــو په تا پسې وي

چــــــې په مـــا رځـــــې نو لږ شه پښه نيولي

سـتا د مينې لـيونيان خـــو هومره ډير دي

چې حساب يې نه په ښار شته نه په کلـــي

دومـــــــــره پيټي انديښنې لـرم په زړه کې

نــــه پوهيږم چــــې په کــــــــومه لار يم پلی

د( مـــــــــنګل) د زړه سکروټې څه راکاږی

حـــــــال مه مه پوښتئ ارام شئ غلي غلي 

١٩٩٣\٣\٤ هالند

       اسمان ته

آسمانــــــــه ستا پــه غوريدلو کې خوند دی

د مــــين زړه پــــــه کــــــــړيدلو کې خوند دی

دا شاه ځلميان دي چې وطــــــن پرې وياړي

دلــــته د سر په بـــايللو کـــــــې خـــــــوند دی

په کــــــــږلـيچــــــو او کـــــړنګـــــړنــــــو ورځه

که سل لويدل وي په لويدلو کې خـوند دی

فـــــــرق څـــــــه د شـــــــونډو او د ګــل تر پاڼو

کــــــــــــــه د اغزو په ښکلولو کې خـوند دی

يــــو د ساقـــي لــــــه څـــــــنګه چنګ د پيالو

بــــــل د پایزيب په شرنګولو کې خوند دی

پــــــــوی يــــم چـې سر مې په رقيب نن وهې

(منګل) په دې لار په ورتللو کې خوند دی

١٩٩٣ \٣\٢١ هالند 

       رسوا

زه ســـــتا په مينه کې رسوا رسوا شوم

دټــــولــــو خـــــلکـــــود خندا خندا شوم

ستا په لــــټون کې رته څه نصيب شول

چـــــــــې د کـــچکول سره ګدا ګدا شوم

مـــــــاشوم خـو نه يم چې تر مخ دې ژاړم

کـــــلــــــه چــــــــې ولاړه پـه ژړا ژړا شوم

چې ځان ته کښېنم ځـــان ته داسې يايم

زه نــــــه د ديــــن نـــه د دنـــــيا دنيا شوم

ائ لــــــــــــيونی ! (مــنګله) غږ يې کړلو

ما وې دروغ دي په رښتيا رښتيا شوم

١٩٩٣ \٢\٢١ هالند

           شرابي

 

زه شــــــرابي جــــــــانـــان یــــــم بس د جـــــانان یــم

خـــــیر کــــــه رســــوا لیونی په ټول جــهــــان یــــم

ټول رنه لار بيلوي ،چې ما خوار ووينـــي څــوک

بيــــا پـــه لار ځـــــــــانګم ړنګ  بنــــګ   روان یـــم

مــاته په خــپلو لاسو، ياره نن جــام را ډک کـــــړه

نن ته ســـاقي ســـاقي شــــه زه به مــــــهمان يـــــــم

څوک په دې کلي کې شته ،چې ما دې نه پېژني

زه بـبرسـری مـــجــــــــــــنون څـــیرې ګریـــــوان یم

نن مې یادیږي ډیرې ،د چا سرې  شوې سترګې

پیـــالـــــــه شوه اوښــــکه اوښـــکه او زه باران یم

پســـرليـــه راشـــــــه يو ځل ، زما ويجاړ محل ته

زه هـــــــــــم بــــلبل يـــــــم دلــــــــته زه هم باغبان يم

ازغــــــي کتل بـــه دې  نن ،بيا د چا زړه غوڅوي

تــــه کـــــه طبيب طبيب شــــې زه به درمـــــــان يم

خـــــــلکو په جګه خندا، د(منګل)  مه غولېږئ

زه د غـــــمونو پـر ټــــــال يو لـــــــوی داستـــان يم

           څلوريزې

 

       باڼه

دا سيخ بـــــاڼه به د چــــــا زړونــــــه وهــــــــي

دا ښـــــکلي کــــــوم لــــــور ته قــدمونه وهي

ډېر دې مين کړل اوس په غرونو ګــــــرځي

ډيــــــر دې په سپينه خوله داغونه وهــــــــي

 

       زړګيه!

زه پــــــوهـــــيږم چې ته نه چوې کــــــړېږې

تـــه د عشق پــــه فلسفه هيڅ نه پـوهيږې

د خــــــزان د ګــــــوزارونـــو نـــــاخبر يـــــې

تــــه يو ګل يې چې په هر موسم غوړيږې

١٩٩٧\٥\٢٢هالند

 

       آرمان

د بلبل غـــوندې مين دې په پسرلی وی

يا د ګــــل په خاښو پورې وچ اغزی وی

تـــــا سره غاړه په غاړه لاس په لاس وی

يا خو ورک په سپيرودښتو ليونی  وی

١٩٩٤\٨\٥ هالند

       ستا کوڅه

نـــــه به بيا ستا په کوڅه ګام تير کړم

په ټول عالم کې دې بدنام تيرکـــــــړم

پرهــــر پرهــــر شـــو دا وړوکی زړګی

هر يو ښايسته تش په سلام تير کړم

شيبه

ځــــــــواني خو ولاړه يوه شيبه غوندې وه

څنـــــګه زر تيره شــــــــوه نيشه غوندې وه

ستا د بنګړو په شرنګ مې غوږ شو ولې

چــــــــــــــې زما پښو کې ځولنه غوندې وه

 

       حال

ســــــــتا په خيالونو کې ويده ولاړم

ډيرو غــــــــــــــمونو سره جوړه ولاړم

د زړګي حــــــال مې ويلې وايم ورته

بيا يې په وړاندې چپه خوله ولاړم

١٩٩٤ \٦\٥ هالند 

       جانان

هير مې نه شولې جانانه په هـــــــــر پل کې

څو چې ښوري دا زړګی مې په ګوګل کې

په دنيا کــــــــې د يارانو مې زړه شين دی

ووهــــلم هر يــو يار پــــــه چـــــل ول کـــــې

١٩٩٤\٤\٨ هالند

نيمه لار

ښــــو يــــارانــــــو پريښودم په نيمه لار

نه مې شو په کار بيا هغه دوست و يار

ګــــــــوره ټيل وهل پورې وهل زده کړه

هرڅـــــه ليلام کــــــيږي نن په دې بازار

١٩٩٤\٦\٨ هالند

 

       پتنګ

پتنګ ګوره څـنکه ورېت په سره لمبه شو

زمــــــا ځــــــــان ګوره چې تا پسې اوبه شو

لکــــــه کـاندي ماشومان په څه شي لوبې

زمــــــا زړه د ډېـــرو ښکــــــليو بازيچه شو

١٩٩٤\٢\٤\ هالند

دمينې امتحان

نن مې هې څه خوار وزار شول

د خـــــپل عشق په امتحان کې

بيا سيندونه را روان شــــــــول

د لــــــــــيمو په تور اسمان کې

١٩٩٤\٤\٦ هالند

              پياله

ډګــــــــــه ګړه راډګړه ساقي پياله د ميو

وسپيړه راوسپيړه زخـــــــمونه په اغزيو

زه ليونی يم چې هم يار هم دار ته ګرځم

مـــــــــــــه کوه کيسې رته د نورو ليونيو

        کابل ته

کـابله زمـــا دا يو ســــلام ومنه

دمسافــــر اشنا پيغــام ومــــنه

دلته راغلی يم ګيلې ګيلې زړه

زما د تړمو اوښکو جام ومـــنه

١٦\٩\٢٠٠١ کابل

 

       پکتيا ته

زمــــا د خيالونو او خوبونو ځــانـګو

ائ د زمــــريو د ټــــا لـــــونــــوځـانګو

يو وار ويده کړه ما په خپله غېږ کې

زمــــا د دنګو دنګو غــرونو ځــانګو



  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.

 
شعر،ادب و عرفان