د باڼو غشي
شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

تورو سترګو له لیندو نه - د باڼو غشي آلوتي نه پوهیږم چې لګیږي - یا به خوشې کړي هدف *** د امید بیړۍ مې ماته – په ګرداب باندې تاویږم ر انه ورک د امن کور دی – هره خوا، په هر طرف *** ستا د عشق د ناز ماشوم مې= په زحمت او زیار روزلای چې د پلار قدر ترې هیر دی - دغه زوی دی نا خلف *** ما دعا در ته کوله – تا کوکۍ را ته ښیرا کړه څوک به دغه پرتله کړي – زما احسان او ستا شرف *** د بازار په دوکانو کې – څوک د شعر متاع نه پلوري څه لپاره په دې کار کې – ما خپل ژوند کړلو تلف *** زما شعر هغه باران دی – چې ګوهر ترې پیدا کیږي شرط یې دا دی چې خوندي شي- په خولګۍ کې د صدف *** ژوند د باد په اوږو سپور دی- شپه او ورځ په غم تیریږي د یورپ زندان کې پروت یم – بې مضمون او بې هدف *** سپي د عشق لاره کړه غوره - درجه یې د انسان شوه ګاشکې زه ور سره مل وای - کوم چې دي اصحاب کهف *** بې سماع او بې ربابه – د شراب څکل ګناه ده دا خبرې مطرب کړلې - هم په نای او هم په دف *** د مین د دعا غشي – په زرګونو را آلوتي ګوندې یو له دغو غشو - مستقیم شي په هدف *** د رقیب په بد ویلو – غصه مه کوه پویانه د ګدا رزق به لږ نکړي – د سګا نو عف او جف ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
September 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان