د ښکلیو خیال
شاعر : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت شاعر : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت

 

پتنک په شمع بلبل مینه په سرو ګلو کوي

عاشقان فخر په دیدار د نازولو کوي

تا په ملالو اثري سترګو زړه وړی زما

دلبران واړو د زړه ښکار په تش کتلو کوي

د هر چا خوښه چې په مال که په کمال پسې ځي

زه یې عبث بولم چې مینه بې د ښکلیو کوي

هغه پاک زړه چې د خوبانو خاص حرم باله شي

څوک به یې ولې ځای د هر خیال د ساتلو کوي

د ښکلیو خیال که له شاعر سره ملګری نه وي

ډېر غولېدلي که هوس د شعر ویلو کوي

ستا د خیال رڼا کې ماته حقیقت شو څرګند

فیلسوف خوشې اعتماد په دلایلو کوي

څوک چې له حق او حقیقت سره کړي مینه پیدا

د زړه په حکم فرق د حق او د باطلو کوي

 

پیغامونه

اې ناصحه ستا وعظونه دي عبث

ماته ستا نصیحتونه دي عبث

غیر له میو له چنګ او ترانې نه

نور فصلونه نور پندونه دي عبث

غیر له مینې غیر له عشقه محبته

نور غمونه نور دردونه دي عبث

غیر له وصل غیر له ناز او نزاکته

نور خوندونه نور کارونه دي عبث

غیر له شونډو غیر له زلفو خط و خاله

نور سیلونه شربتونه دي عبث

غیر له یاره له نګاره اې ریباره

دا ستا زیري پیغامونه دي عبث

که بېرون له حقیقته وي (سیلابه)

په مجاز کې دې خیالونه دي عبث

شاعر : شهید امان الله سیلاب (ساپی)

 

تلبلاند اورتونونه

ما په سر، سترگو، غوږو يې

د لمبه لمبه ښايست کړه ننداره

په مينه مينه.

د ورېښمو تر سپڼسيو

په نازکو رڼوبيو د اواز يې.

کړه پر هر ماښام، گهيځ مې

د خپل ځان ((سپېڅلې)) ولنه

= = =

نه مې ځان سپماوه هم

له ها سپېڅلوگناهونو

چې د مينې د مذهب

په ثوابونوکې راتلل

او بې کچه يې

زما د ايمان تله درنوله ...

خو،

د ناز او د مکېز د رنگين ټال

ښکلی انځور يې،

=د سکروټو ولولو

په اورنۍ ژبه رازلی،

کله هم ټيکاو ونه موند،

په تش قاب زما د زړه کې ...

بس يوازې د يادونو سېمفونۍ يې

شپه او ورځ په خوب کې وينم

چې راځي د سپېڅلتيا د لمرمزدک

د کنگرو له ارغنونو،

د يزدان له تلبلاندو اورتونونو!!؟

د استاد پوهاند زيار يو استادانه شعر

 

 

تو میایی

هزاران دشتِ خالی ،باغ میگردد

به پیوند نگاهم بادوچشمانت،جهان آباد میگردد

سخن در آشتی هایت صدای موج میارد

و شهرسرد غربت ناگهان برباد میگردد

میان دستهای ما

سرانگشتان تو گویی لهیب شعله را از پنجه میراند

و لمس آشنایی رابه زنجیر نهان در پرده میخواند

کتاب زندگی در برگ هایش با تبسم رنگ میگیرد

شک وتردید میمیرد

تو باشی،ازغم فردا نمی ترسم

به هرسرما نمی لرزم

. تو میایی بسویم، چلچراغ نورمیرقصد به چشمانم

فلک در بی نیازی باز میچرخد به دستانم

جهانی زنده میگردد میان بازوان تو

مرا در اوج میخواند بلند آسمان تو

غزل، ازعشق در کنگینۀ هستی شراب شعر میریزد

مرا دریای چشمانت به بحر مِهر میریزد

ومیارد به دستانم، زلال خنده هایت، فلس رخشان را

تومیایی و میسازد کویر خشک، باران را

تومیایی بهاران باز میاید!

شاعره : حسنیه عثمان داود

ترتیب کننده : انجنیر عبدالقادر مسعود

جمعه، سیزدهم سپتامبر،2013






September 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان