ورووستۍ لوبه او وروستی سبق
شاعر: عنایت الله پویان شاعر: عنایت الله پویان

 

زه د کوڅې ماشوم وم                      

ما د کوڅې له ماشومانو سره لوبې کړلې

ما  ماشومانو ته د خټو کورکي جوړول

شامیت زما د بدمرغۍ شامیت ؤ       

چا په ما بندې د کوڅې لوبې کړې        

چا مدرسو ته بوتلم                           

چا د غم پیټي کتابونه را ګړل              

چا د استاذ سبق ته کینولم

       

په اوږدو شپو کې به زه ناست ؤم

او استاد به را ته          

د تورو سترګو/ او سرو شونډو/ سبقونه لوستل

لا د سبق په سر آغاز کې ؤمه         

لا مې د [بې] ټکی لوستلای نه ؤ

شپه د انجام پړاو ته ورسیده

سترګې مې ؤغړولې

ګورم زمان بل شوی

ګورم ډیوې مړې مړې شوي

ګورم استاد له مدرسو وتلای

ګورم بادونه لګي

ګورم د باد څپو کې

د کتابونو پاڼې/ د استاد سپینه پړګۍ 

پاس په هوا کې څرخي

ګورم زما همځولي

د سپیرو خاورو/ د کوڅې ماشومان

د کوڅې لوبې نکړي

د تیرو هیرو/ خوږو لوبو/د لیدو په ارمان

قلم مې مات کړ/موشاڼۍ مې په دیوال ؤ ویشته

په منډو، منډو د سپیرو خاورو کوڅو ته لاړم

هلته کوڅې کې/ ماشومانو/ د مجنون او لیوني په نامه

په ما د کاڼو ګذارونه کول        

هلته زما لپاره/ د کوڅې لوبې نه وې

دغه د پای تګی ؤ

دغه وروستی سبق ؤ

او دغه وروستۍ لوبه وه

------------------------

له ګرانو وطنوالو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې د دغه شعرپه هکله خپل علمي نظر ؤلیکي- په ګرده افغاني مینه او محبت – ستاسو د ویجاړ وطن ځوریدلی شاعر پویان

        


November 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان