اختره
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 
دادې څه انصاف دی،دخوښئ په ورځ خفګان راوړې
مونږته خوښي نه راوړې اختره،وير پریمان راوړی

مونږدرته شېبې شېبې شميرو،چې بيا اخترراځي
راشې خوهرکورته مودغم نوی داستان راوې

مونږ درنه اختره!دخوښيوانتظارکوو
ته اوس دخوښيوپه ځای ويرپه ارمغان راوړې

دلته اوس اختره!کونډې،بورې په پلتنودي
هرې بورې مورته،دشهيدځوی مات ارمان راوړې

کونډه دشهيدميړه ،شهيدارمان ته وژاړي
نه خوښيږي تاته،په ژړاټول يتيمان راوړې

ته خوڅه زمونږپه څېرپه زړه زخمي زخمي نه ېې
ته ولې اختره،مونږته دردراوړې، فغان راوړې

کوړپه کوراختره،ټول زخمي زړونه سم وګوره
هېرنکړې چې بل ځل دې زخمونوته درمان راوړې

بل ځل که راتلې اختره،تش لاس دلته مه راځه
مونږته به دځان سره،دسولې اطمنان راوړې

هله به دې زه قيام،ريښتينئ اختروبولم
ته چې دخوښيوزيرئ کورته دافغان راوړې
 





August 11th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان