افغان
ا.زمری ا.زمری

 

 

مسلمان که مې دی تور ددواړو سترګو

نو هندو مې دې ددوو سترګو تور

د سني او دشیعه  توپیر مې نه موند

ټول جهان مې پسې وکوت کور به کور

هزاره، ترکمن، بلوڅ، پښتون او ازبک

پنځه ؛ګوتې د یو لاس دې د سوک زور ک

پشه یې،نورستاني او قزلباش هم

دي زامن   د افغان پلار  ،  افغانې مور

په جملو او کلمو کله بیلېږې ؟

ده   پښتو   د   دري ژبي      سکه خور

دتاریخ د معلم   نوی سبق  دادی:

چی پرون دی وو تربور ، نن ددې ورور

که مې وېنه په رګو کې پښتنه ده

هر تاجیک   ګڼمه   خپل سکنې ورور

دوطن دمور      اولاد   یو    بې توپېره

یو مو ژوند دی، یو مو مرګ او یومو ګور

بیلوي او جنګوي مو،چې، دښمن دي

دتاریخ لاس به یې مخ کړی ورته تور

۱۷۰۶۰۲۰۰۱

 

 


June 4th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان