بلنه
اسدالله زمری اسدالله زمری

 

 

ځي چې له وطن نه  رنګ په رنګ غمونه وریبو

څه چې   مو کرلی دی    هغه فصلونه     وریبو

پاکې ارادي او نیکې هیلې که سر خوره شوې

ځې چې د ناولو سر خورو   ،  سرونه وریبو

کله د چا لاس، کله پښه او کله سر غوڅ دی

دې د ژوند لو ګرو نه خوني لاسونه  وریبو

هر یو د خپل پلار او د نیکونو دعا ګویه کړو

ځي د کفن کشو ددوران ، وختونه    وریبو

هر څوک وائې ځه په ما ئې څه؟ ما هر څه کړي دي

ځان نه را تاو کړي ، دا غلط خیالونه  وریبو

څو پوری به خپلو کې د جنګ شر م ته غاړه ږدو

ځي چې ټول وطن نه   ،د نفاق تخمونه وریبو

څومره بې ننګي ده چې د بل دلاس آله واوسو

خپل لاسونه یو کړو، دا پردي زواکونه وریبو

څو چې سوارې ئې شې نیزې تیري کوونکو ته

دوۍ چې دي کرلي ، دا  اغزن   ګلونه  وریبو

دې و حشت ته غلی کښیناستل پخپله جرم دی

ځي چې د عمل د لا س او پښو بندونه وریبو

قبر د شهید به کړو سنګر او شناخته ئې سپر ځانته

تورو   او نیزو   ته   به دا ټول   توغونه وریبو

در س به د عبرت ورڅخه واخلو مستقبل ژ وند ته

ځمکې د ماضي   نه   به کره   درسونه وریبو

دغه د   تاریخ   د آزموينې    نوی دور  دی

پا څیږئ زمرو چې د بري خوندونه وریبو

 

۱۹۹۹/۵/۳

 

 

 


September 3rd, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان