تصور
شاعر : غنی خان شاعر : غنی خان

 

زه یم ناست ځان له جانان یو تصور کښې جوړومه

کله یې سترګې تورومه، کله یې شونډې ښکلومه

زه یم ناست د غم په هار کښې د رڼا بڅری پییمه

خم د رنګ کښې لا خمار شته زه ترې لپې ډکومه

د سخی ګوتو دې ځار شم څنګه ښکلی ویش دې وکړو

زه یو څاڅکی خو ځیګر کښې دریابونه ګرځومه

زر او زور او تخت دې واغشت، خیشت ، نظر او خیال دې راکړه

دسرو په سور طوفان کښې دې کړه ډوبه لوږه طمعه

دا یو غم د ویشه پاتې چرته پټ تیاره کښې ناست وه

ورو ورو پټ مې زړه له راغی لکه مار د ښکار په طمعه

په دې هر څه دې رضا یم د لالونو زرو خانه

غم څه مرګ مې هم قبول دی په خندا یې قبلومه

دا خو تا اور اورکی یو د سرور ما ته بخښلی

ځکه زه دې تور محل کښې خپل خوبونه بلومه

خلق وایې لاړ بوډا شو غنی خپلې مستۍ وخوړ

زه یم ناست د  یار ویښتو کښې د نرګس ګلونه ږدمه

مرګه ځه چرته  ورکیږه زه لا نه یمه وزګار

خم د رنګ کښې لا خمار شته زه ترې لپې ډکومه

شاعر : غنی خان

ترتیب کونکی : عبدالقادر مسعود

***********************************

د زړه قطرې

ستا د سترګو بلا واخلم بیا دې سترګی ولې سرې دي

پام چې وار دې خطا  نشي ما منلی غرغرې دي

د ارزو جوپه باریږي حوصلې وهي خنجکې(ترپکې)

د امید په قافله کې شروع نوې نغارې دي

ستا د مینی خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده

ګوندې وخته ما لیدلي په خپل سر خاورې ایرې دي

نازولې لیلا راشه! د مجنون ګریوان ته ګوره

دا باران د ملغلرو که د اوښکو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې کاندي خوله دې ګل شي بیا غونچه شي

ځکه ماته ډیری ګرانی د پتنګ بلبل نخرې دي

پس له ډیر لت اوکوبه ستا له تلو قربانیږم

د نکریزو په جامه کې می قربان د زړه قطری دی

چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ایله می وصال بیا موند

د رنجوپه نوم می کړي ستا د سترکو نندارې دي

چې اری ته می سر ورکړ نو اوربل کې په خندا شوم

د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفی ما خورې وری دي

شاعر : امان الله سیلاب ساپي

ترتیب کونکی : عبدالقادر مسعود

 


July 22nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان