داخترخوب
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 

نه راغلی،نه ليدلی دی اخترمونږ

نه وهلی،نه ښکنلی دی اخترمونږ

 

اخترخپله مروردی،نه رادرومي

نه تړلی،نه شړلی دی اخترمونږ

 

پوره ديرش کاله يې کيږي،راستون نه شو

نه غندلی،نه نمانځلی دی اخترمونږ

 

په پخوا وختوکې دی زمونږ اشنا وو

دامهال خو،نازولی دی اخترمونږ

 

چې جګړه وطن ته راغله،اخترورک شو

په بمونو ترسولی دی اختر مونږ

 

جګړه ماردې،له اختره صدقه شي

چې دجنګ په سر بايللی دی اخترمونږ

 

خدای دی بيارښتياخوبونه کړي قيامه

چې اوس بيا،په خوب ليدلی دی اخترمونږ

 

والدورف/جرمنی

16.08.2011

 

دابه څه اختر وي؟

 

دابه څه اختروي،چې ديارترڅنګه،يار نه وي

يار ديار ليدوته،ورغلی په تلوار نه وي

 

ټول خپلوان يوځای نه وي،خوښي نه وي،خندا نه وي

لويو وړو،نراوښځو يوځای جوړ بنډار نه وي

 

ډول نه وي،چمبه نه وي،سندرې او چک چک نه وي

سازپکې رباب نه وي،سورڼۍ نه وي،سه تار نه وي

 

تللي وي له کلي ځوانان، جنګ ته بيول شوی وي

شور نه وي ،غورزي نه وي، اتڼ ته جوړ قطار نه وي

 

نجونو په نکريزو،ښکلي پښې لاسونه سره نه وي

پيغلو له خوښۍ په غاړو، سورد ګلو هار نه وي

 

خويندې هديره کې دشهيد ورور په سر وير کوي

پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي 

 

هرځای دشهيد ماشومان ،وږي ،ببر سر ګرځي

ژوندکوي دپلار په هيله ،خلاص يې انتظار نه وي

 

نه وي چې خوښي ورسره،دا اختربه څه کوو؟

داسې له غم ډک اختر به هيڅ دچا په کار نه وي

 

غم مو اوس قيامه هميشه ، دخوښۍ برخه شوه

داسې خوښي نه شته چې دغم ،پکې اثار نه وي

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

20.08.2011


August 28th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان