دژوندلار
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 

هريوځوی مو اسمعيل دئ،ابراهيم دلته هرپلاردی

هريو ځوان زمونږ منصوردی،په خنداتللی ترداردی

 

زمونږ هره لورملاله،هره پيغله مو ناهيد ده

هريو نوم دغيرتونو،هر يونوم دافتخار دی

 

افغان نوم دسر ښندنو،افغان نوم دی دوياړونو

پدې نوم کې موعزت دی،پدې نوم کې زمونږوياړدی

 

دمجنون مينه ليلاده، دافغان مينه وطن دی

تر ليلا مجنون جاريږي، خوافغان تروطن جاردی

 

زه قيام پدې وياړيږم، چې مې خدای پيدا افغان يم

افغانيت مې دژوند برخه، افغانيت مې دژوندلاردی

 

والدورف/جرمني

30.04.2011

 


May 1st, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان