صنوبرخان
زبيرشيرزاد زبيرشيرزاد

صنوبر قوم درلود خو د قوم مشر نه وو خو ده ته ځان په خپله هینداره کی د قوم مشر ښکاریده، مکتب یی تر شپږم ټولګۍ پوری هغه هم په ټیلو او ټمبو لوستلی وو خو لولک بازی، توشله بازی، ګوډی پران بازی، کفتربازی، بودنه جنګی او سګ جنګی کی اول نمره وو. صنوبر خان هیڅ وخت ږیره پری نښوده هغه همیشه ږیره خریلۍ ګرځیده او خپله ږیره یی چپه تراش وهله، یو ورځ چا تری نه پوښتنه وکړه چه ولی ږیره نه پریږدی؟ ده ورته وویل، ږیره زما او واک یی د ملا، که چا غوښته او که نه غوښته د چا که ښوښه وه او که نه وه صنوبر خان به په هرځای کی حاضر وو. او د ټولو نه به وړاندی ناست وو. هرچا به ویل که ملک دی خو همدی دی. په کور او کلی کی به خپل ښکاری ټوپک سره ګرځیده او د کلی د باندی د والټر توفنګچی سره ګرځیده. د ده توفنګچی دوه جاغوره او د مرمیو نه یی یو ډک چرمی کمربند درلود. او کمربند به یی همیشه تر ملا پوری کلک تړلی وو تا به ویل چه د صافو جنګ ته روان دی. کمربند یی د هندوستان په ښکلو او رنګینه سرو او شنو غمییو او زری مریو دومره ښکلی کړی وو چه هرچا به یی کمربند ولید نو ګوته به یی په غاښ کوله او صنوبر به بیا هرچاته د سترګو لاندی کاته او د ځان سره به یی ویلی چه ګوره ټول زما د ډولی کمربند ننداره کوی، ده ځان لنډی خان هم ګاڼه دا لا څه کوی چه صنوبر هرسهار سترګی په رنجو تورولی او د مسواک په ځای یی د دنداسی څخه کار اخیست، شونډی او وری به یی همیشه سری وی. ویښته یی هم غوړول، ډیر پاک او منظم ګرځیده، برق خو نه وو، د قلندر له خوا په غلاشوی ذغالی اوتو به یی خپل کالی اوتو کول، نور یی که څه یاد نه وو په اوتو کولو کی یی ډیر مهارت درلود، دومره شیک ګرځیده تا به ویل چی په پاریس کی د فیشن مکتب لوستلی. صنوبر ته به ټول متوجه وو، چا به یی د ډولی کالو ننداره کوله چا به یی د بوټانو او څپلۍ ننداره کوله او چا به یی د والټر توپنګچی او ډولی کمربند. او څوک به په دی فکر کی وو چه صنوبر خو نه مامور دی نه کاتب او نه کوم کار کوی دا ډولی کالی او دا غټ غټ مصرف له کوم ځایه کیږی؟ صنوبر نه تنها د ښو کالو خاوند وو په غاړه کی یی فلسطینی دستمال هم درلود او په یخنی که به یی د ځان څخه دوقاته استالفی پټو هم تاواوه چی ساړه یی ونشی. د ژمی موسوم کی ګرم ایټالوی شیک بوټان او په ګرمی کی به یی بیا ښکلی پیښوری څپلۍ پښو کولی خو یو څه یی کم وو چه نیکټایی نه درلودله که نه د خارجه وزارت د مامور په شان ښکاریده. بوټان او څپلی به یی چی لږ د پامه بد راتله دستی به یی نورو ته بخشش کول. د صنوبر خان له برکته ډیر یاران یی د بوټو او څپلو خاوندان شول. یو ورځ چه صنوبر د موچی کاکا له دکانه تیریده موچی کاکا ورته غږ کړ، صنوبر خانه، صنوبر خانه، د ټولو پوښتنه کوی خو زما غریب دی یوه ورڅ پوښتنه ونکړه. صنوبر اول ورته حیران شو او هک پک پاته شو. بیا یی تری وپوښتل پینه دوز کاکا څنګه دی پر ما غږ وکړ؟ موچی کاکا ورته وویلی، یوه ورځ را نه غلی چه یا می درته بوټان رنګ کړی وای یا می درته څپلی پیوند کړی وای او درنه می څو روپی اخیستلی وای، ما خو ستا په شان ځلمو ته دا دکان خلاص کړی، صنوبر خو صنوبر وو او ځان ته یی کاکه هم ویل، په قهقه یی وخندل، ای موچی کاکا، صنوبر تاته څه ښکاری؟ ماته بوټان له فابریکی راځی هغه هم د صنوبر په نوم، واخله دا سور سلګون واخله فکر وکړه چه زما بوټان او څپلی دی رنګ کړی، واوره، صنوبر د پینه کولو سړی ندی، ځه لاړ شه د شادی خان څخه ګیله وکړه سود خوری خو په شلیدلو بوټان او څپلو کی ګرځی ولی یو ورځ د تا خواته را نه غی او خپلی څپلی یی درباندی پینه نه کړی. زما بوټان راساً د خارج نه راځی هیڅ پروا یی مه کوه. موچی کاکا چه ډیر هوښیار سړی وو ورته یی وویل، ستاسو ټولی کورنی ته د خارج نه بوټان راځی او که یو تاته ؟ صنوبر بیا هم حیران پاتی شول چه څه ووایی. په جدی توګه یی ورته وویل، موچی کاکا بز در غم خود ګوسپند در غم خود، هرڅوک خپل کار کوی. صنوبر که د قوم مشر نه وو خو د ملک نه هم ډیر عوقی وو هرځای کی به یی ویل زه د قوم مشر یم زه د کلی ملک یم ما حاکم صاحب له هرچا ښه پیژنی که ددی کلی اصلی ملک نشم زه به صنوبر نه یم.

د صنوبر مور چه یوه دینداره مور وه د صنوبر په شان د ښځو مینځ کی ملکی کوله. په رښتیا چی د صنوبر مور د فرشتی په شان وه که خیر یی چاته نه وی رسیدلی د شر څخه یی هیڅ څوک خبره په خوله نه اخلی. د صنوبر مور حج ته نه وه تللی خو ډیرو ورته حاجی ادی او چا به بی بی ادی او خپلو همزولو به ورته ګل څیره غږ کاوه. د صنوبر ادی اوږدی تسبیح درلودلی او دعا به یی پری کولی. هرچا کوشش کاوه چی د بی بی ادی د تتسبیحو شمیر معلوم کړی ددی په تسبیحو کی یو پټ راز پروت وو د کلیوالو څخه لا څه کوی چی د صنوبر څخه یی هم د خپلو تسبیحو راز پټ ساتلی وو. هرچا چی د بی بی ادی د تسبیحو اوږد لړ لیده که هوښیار وو نو پوښتنه یی نه کوله او که هوښیار نه وو نو بی بی ادی ته به یی ویل چی د تا د تسبیحو شمیر څو ده؟ خو دی هیچ چاته وه نه ویل او په کنایه کی به یی ویل د خدای (ج) نومونه مو هیر کړی دی؟ او دا لا څه کوی چی د دنیا د حاله بی خبرو به تکرار تری نه پوښتنه کول. د ګل څهری ادی هماغه یو ځواب وو. د تسبیحو شمیر خو باید ۹۹ وی ځکه د خدای نومونه ۹۹ دی. او دی هیچ چاته وه نه ویل چی زما د تسبیحو شمیر ۱۰۱ دانی دی. یو ورځ قلندرشاه چه چا به "قلندر" چا به "قلندری" او چا به ورته "قلندرک" ویل د ګل څهری ادی تسبیح د یوی شیبی له پاره پټی کړی ډیر ژر یی وشمیرلی وی لیدلی چی دا خو ۱۰۱ دانی دی او د خدای نومونه خو ۹۹ دی حیران پاتی شو. ژر یی تسبیح ورته په خوا کی کیښودلی. ګل څهره چه له خوبه پاڅیده او همیشه یی عادت وو چی اول به یی خپلی تسبیح تر لاسه کولی، ګوری چی قلندرک چی د صنوبر انډیوال وو دوی کره ناست دی هغه هم ډیر غلی. قلندرک ځان داسی بی خبره ونیول چی همدا اوس راغلی، بی بی ادی نه یی وه پوښتل، نن درنه یوه پوښتنه کوم او حتماً ځواب به راکوی چی د تا د تسبیحو شمیر څو دی؟ بی بی ادی په قهر کی وویل ځه د پلار او مور نه دی پوښتنه وکړه. قلندری ورته وویلی بی بی ادی ولی دومره په قهره یی؟ بی بی ادی بیا هم په عصبانیت ځواب ورکول افسوس چی د صنوبر ملګری یی که نه سبق می درته درکاوه او د تسبیحو شمیر به می درته ښوده. سر دی وخوری که ته هوښیار یی او ځان ته مسلمان وایی ولی زما د تسبیحو د شمیر پوښتنه کوی؟ دومره چی اسرار کوی ته باید پوه شی چی د تسبیحو شمیر څو وی؟ کیسه بوره، مرغ دزده قلندریه. قلندری خو ډیر خوش طبعه هلک وو او بی بی ادی ته یی وویل: ته پوهیږی چی زه پاکستان ته تللی وم؟ هلته می ډیر وخت تیر کړل، اوس چی بیرته راغلی یم فال وینم. بی بی ادی ورته وویل لعنت پر تاسو، خلګ خارج ته ځی چی فاکولته ووایی یو ښه مسلک زده کړی او وطن او خلګو ته کار او خدمت وکړی، تاسی لنډه غران چی بیرته له ایران او پاکستانه راغلۍ باید د ځان سره مو علم راوړی وای مګر تاسو د علم او د وطن د آبادی د مفکوری په ځای د غلا، دروغ، چور، چپاول، تجاوز، کوډی او فال بینی کلتور مو له ځان سره راوړی دی، د شاه ګلی ځویه، سړی شه، لعنت په تاسو. خو قلندری بیا هم اسرار درلود، بی بی ادی، زه د نورو څخه فرق لرم، لاس دی راکړه چی ستا د لاس د خطو څخه درته ووایم چی ته څه وخت حج ته ځی او کوم جنت خدای (ج) د تا په برخه کړی او نن به درته ووایم چی د تا د تسبیحو شمیر څو دی؟ بی بی ادی چی په ژوند کی د حج د تلو آرزو درلودله او د کلی ښځو او سړو ورته جنتی ادی هم ویلی د قلندری په دی خبرو ډیره خوشحاله شوله ژر یی ورته خپل لاس ورکړ، واخله دا چه ته ډیر شله یی وګوره خو که دروغ دی وویلی د صنوبر د کور دروازه به درته د همیشه د پاره تړلی وی. زه دی وګورم چی ته څه وایی؟ قلندری لاس ورته آخوا داخوا ولیده او بی بی ادی ته یی وویل: مبارک شه مبارک شه، تر دوه کالو پوری حتماً حج ته ځی او د خدای (ج) کور وینی خو بی بی ادی بیا هم مبارک مبارک، پوهیږی چی په حج کی مړه کیږی، میلی کوه راساً جنت ته ځی. خو د تا د لاس خطونه ستا د تسبیحو شمیر راته ۹۹ نه ښیی بلکه ۱۰۱ دانی راته ښکاری. بی بی ادی حیرانه شوه او یقین یی راغی چی دا قلندری خو رښتیا فال بین دی دا چی زما د تسبیحو شمیر یی وویل هم یی د حج خبره رښتیا ده او هم یی د جنت د تلو. نور یی قلندر ته قلندرک وه نه ویل. خو ورته یی وویل: قلندرجانه، دا خبری ټولی رښتیا دی؟ قلندر په ځواب کی وویل: بی بی ادی راځه چی شرط وتړو د تا چرګ او زما تور سیرلی. بی بی ادی چی هوښیاره وه قلندر ته یی وویل: قلندر جانه په نیکو کارو څوک شرط نه تړی په خوله دی خدای برکت که. قلندر خو د صنوبر د کلو کلو انډیوال هم وه. بی بی ادی وویلی چی دا ټولی خبری به د ځان سره ساتی خو د تسبیحو د دانو شمیر به چاته نه وایی. قلندر ورته وویلی چی صحیح دی خو بی بی ادی دا راته ووایه چی ولی د تا د تسبیحو شمیر ۱۰۱ دانه ده؟ ګوره د شاه ګلی ځویه ۹۹ خو د خدای (ج) نومونه دی دا یو دانه می د خدای د نازولی محمد (ص) د پاره زیات کړی چی د خدای د نومونو سره هغه هم یاد کړم او دا بل دانه می د یک دانه ګل دانه او دوردانه ځوی صنوبر جان د پاره زیات کړی دی. قلندر ورته وویل بی بی ادی کاکا می دی هیر کړی دی؟ اوس هغه زوړ شوی ؟ ګل څیری ورته وویل چی سر دی وخوری ولی اسرار کوی ته لاړ شه د کاکا د تسبیحو شمیر دی وګوره که د ما او صنوبر د پاره یوه دانه زیاته کړی وی زه به دا اوس د تا په مخ کی دری دانی زیاتی کړم خو قلندره په خدای می دی قسم وی چه چاته دی په خوب کی زما د تسبیحو پټ راز وویل د صنوبر په والټر توفنګچه دی وژنم. قلندر چی د صنوبر د مرغ دزدی د کلو کلو انډیوال وو او بی بی ادی هیڅ خبره نه وه چی دوی دواړه مرغ دزدان او کیسه بران دی او یوه ورځ یی پوښتنه وه نکړه چی دا ډوډی اوبه له کومه کیږی؟ د ورځو نه یوه ورځ ټکنده غرمه قلندری د نصرو بابا د پالیز څخه خټکی شکولی وو. نصرو بابا چی خپل پالیز ته راغی ډیر په قهر او غوسه شوه او په قلندری باندی له پخوا شک درلود. او د قلندری د پښو چاپ یی هم پیدا کړی وو. قلندری ته یی وویلی چی تا زما د پالیز خټکی شکولی. قلندری مرغ دزد وو خو ډیر ساده وو. په عوض ددی چی منکر شی نصرو بابا ته یی وویل: ستا په کږو وږو خټکیو کی لاړی تو کوم، لعنت د تا په دا بی مزه خټکیو. نصرو بابا وویل، د شاه ګلی ځویه، تا که زما خټکی نه یی شکولی نو ته څه پوه شوی چی زما خټکی کاږه واږه او بی مزی دی؟ قلندری مخ کی او نصرو بابا ورپسی، تر څو چی قلندری ونیسی. په لاره کی صنوبر یی مخ یی ته راغی. نصرو بابا نصرو بابا څه خبره ده کوم ځناور زغلولی یی او که په کلی کی اور لگیدلی دی. نصرو بابا په قهر صنوبر ته وویل: کیسه بوره زه تا او قلندری ښه پیژنم اوس ځم مسجد ته تاسو دواړه به په مسجد کی د ملا په مخ کی د کور او د کلی د خلګو ومخ ته رسوا کړم. صنوبر ورته ډیر عذر او زاری وکړی او ورته وویل چی دا ټول دروغ دی. او نصرو بابا چی په رسیو هم نه ټینګیده او صنوبر خو که د قوم مشر نه وو ځان یی د قوم مشر ګاڼه نصرو بابا ته یی وویل: نصرو بابا په دی کار به ته ډیر تاوان وکړی دا کار مه کوه قلندری ښه سړی دی زه خو یوه فرشته یم. نصرو بابا د هیچ چا وه نه منله د ګل څهری او شاه ګلی عذر او زاری یی هم وه نه منلی. مسجد ته لاړ د مازدیګر د لمانځه وخت هم وو او ټولو ته یی د قلندری او صنوبر څهره ور وپیژندله. صنوبر خلګو ته وویل: دا سپین ږیری څه وایی؟ دی ویده دی او که ویښ؟ په سد او که لیونۍ؟ تاسو خو صنوبر او قلندری ښه پیژنۍ د هیچ چا باور هم رانه غی چی دوی دواړه داسی بد کسان به وی. ګرچه ډیرو سره د صنوبر د عوایدو سوال وو. نصرو بابا مایوس کورته لاړ او خپل ځان ته یی په خپل لاس غم وکاره. صنوبر چی کورته لاړ مور یی ورته مخ ته څپیړی ونیولی چی زه عبادت کوم خدای یادوم تاته، ځان ته او ددی کلی او وطن خلګو ته دعا کوم او ته غلا کوی. دا زما تسبیح هم حتماً تا غلا کړی دی واخله زه به اوس خدای ته څه ووایم مخ می تور شو زه دی مخ تورنه کړم اوس به په خالی لاسو خدای ته عذر او زاری کوم کله چی د بی بی ادی ژړا او فغان خلاص شو او د صنوبر د مخ دردونه هم آرام شو بیا خپلی مور ته یی وویلی موری زه کیسه بُر یم، مرغ دزد یم، غل یم خو نه می د خپل د کلی غلا کړی نه می د کلی کیسه بُری کړی او نه د کلیوالو مرغ دزد یم اوس نصرو بابا مجبور کړم چه دا کار هم وکړم، مور یی وویل ما خو خوب لیدلی وو چه زه به حج ته ځم او بیا به می خدای جنت ته هم بوزی او په حج کی به هم مړه شم دا خوب نه وو دا هماغه د قلندری د دروغو فال وو، ولی تا زما تقدیر راته بدل کړ، صنوبر په جواب کی ورته وویل، د غلو او داړه مارانو داسی قانون وی ته مه وارخطا کیږه اوس به دی ډیر ژر حج ته ولیږم. صنوبر د نصرو بابا د کور د غلا په درشل کی شو پلان یی جوړ کړ، قلندری یی موظف کړ چه دوه نور کیسه بُران د ځان سره یوځای کړه. سبا د جمعه ګل د ځوی واده ده ته غلا وکړه زه به د نصرو بابا ځوی ګلو چه ډیر ساده هلک دی د ځان سره بوځم. صنوبر همداسی وکړ د جمعه ګل د ځوی واده ته یی ساده ګلو د ځان سره بوت، ګلو یی په میلو او چړچو مشغول کړ او قلندری یی ورته د پلار د کور په غلا مصروف کړ. د غلا څخه وروسته قلندری هم ډیر ژر واده ته راورسید، ساده ګلو ورته وویل راشه قلندریه چه چلمان ووهو او څو دوده چرسان. ګلو چرسان وهل او دومره نیشه وو چه کورته لاړ د کور ټول غړی ژاړی او دی ورته خاندی، څه خبره ده واده خو د جمعه ګل په کور کی دی او ډولی د چمن ګل له کوره ځی او ژړا تاسی کوی؟ مور یی وویل، ګلو، ساده ګلو کور غلو وهلی او ته زمونږ ژړا پوری خاندی. نصرو بابا وویل دا کور د ګل څهری او شاه ګلی زامنو غلا کړی، ګلو خو په ځان نه پوهیده پلار ته یی په قهر وویل: پلاره تا خو قلندری او صنوبر په مسجد کی بی آبه کړل دا بس نه ده چه اوس دی د دوه شریفو کسانو نومونه په دی غلا کی شاملوی. که قلندری او صنوبر دا کور غلا کړی وی زه به یی هم شریک یم. ګلو په مور باندی غږ کړ، ولی زما پلار داسی خبری کوی؟ زه قلندری او صنوبر نن شپه د جمعه ګل د ځوی په واده کی یو ځای وو هلته مو چلم وواهه، هلته مو چرسان دود کړ، هلته مو پلو وخوړ او شین هیل داره چای د سرو پتاسو سره او تاسی دا تهمت کوی دا ښه کار ندی. خو ساده ګلو هیڅ له ځانه خبر نه وو. صنوبر او قلندری د نصرو بابا په پیسو د خپل مورګانو د حج د تلو ټکټونه واخیسته، دواړه حج ته لاړی او د قلندری د دروغو فال بیا رښتیا شو. ګل څیری ادی قلندری ته وویل، قلندرجانه، خولی نه دی جار شم، تا د ښه فال بین نه سبق لوستلی زه چه بیرته راځم ته به دا چل صنوبر ته هم ښیی. زه به د خدای په کور کی د مورجانی څخه دی هم ډیری دعا به درته وکړم. چه خدای دی ژوندی لره او هیڅ وخت مریض نشی او تل آرامه واوسی. صنوبر خپل مور ته وویل، څنګه ده، خوب می درته رښتیا کړ که نه؟ ګوره که ژوندی راغلی یو تور او یو سور غویی به د پښو لاندی حلال کړم. په ټولو خلګو به پلونه وخورم او که مړه شوی جنت درته لا مخ کی مبارک وایم. ګل څیره او شاه ګلی د حج مراسم یی ادا کړ د راتګ په وخت کی ګل څیره چی بی بی حاجی شوی وه هلته مړه شوه. بیا د قلندری بل د دروغو فال په رښتیا بدل شوو. د صنوبر د مور اوږدی تسبیح بیرته راغلی او د قلندری مور بی بی شاه ګلۍ. صنوبر چه دا حالات ولید چی د مور خوبونه یی ټول رښتیا شول تعجب یی وکړ او د قلندری په مخ کی یی توبه وویستله چه نه به مرغ دزدی کوم او نه به کیسه بُری. وطن یی پریښود اول د څو مودی لپاره قندهار، پاکستان، ایران او بیا عربو ته لاړ. په عربو کی یی غریبی شروع کړه. صنوبر آرزو درلودله چی پیسی پیدا کړی دوه ځله به حج کوی چی په اول حج کی یی د مرغ دزدی او کیسه بُری ګناوی ورته خدای وبخښی او دوهم حج یی د نصرو بابا د غلا د ګناه نه خلاص شی. او بیا یی آرزو درلودله چی نصرو بابا هم حج ته راوغواړی او بیا دواړه بیرته وطن ته لاړ شی همداسی شو، صنوبر حاجی شو، پیسی یی هم پیدا کړی، نصرو بابا یی هم ځان ته راوغوښت، نصروبابا په حاجی نصرالله بابا بدل شو، یو ځای وطن ته لاړ او حاجی نصرالله بابا ته یی وویل چی اوس به واده کوم، ځکه چه اوس ټول خلګ به راته حاجی صنوبر خان وایی او تاته به حاجی نصرالله بابا. حاجی نصرالله ډیر خوشحاله وو چی د خدای کور یی لیدلی وو ځکه دا یی په ژوند کی یوه لویه آرزو وه. حاجی صنوبر حاجی نصرالله بابا ته په خپل کور کی ورته وویل: ګوره ما د تا غلا نه وه کړی خو تا مجبور کړم د تا کور می د نورو په ذریعه غلا کړ ټول می خرڅ کړ هم می خپل ادی او هم می د قلندری مور حج ته ولیږلی، هغوی بی خبره وی چی دا پیسی د کومه شوی وی د هغو حج حتماً د خدای په دربار کی قبلیږی او مور می هم د خدای په کور کی مړه شوه نو اوس راته ووایه چی ته په کومو پیسو حج ته راغلی او حاجی شوی؟ زه غل یم او که ته؟ حاجی نصرالله بابا مخ ورته واړاوه وویل د ګل څیری ځویه واوره، زه یقین لرم ستا مور حاجی شوه او خدای یی سوال قبول کړ او هلته مړه شوه جنت به هم خدای ورته په برخه کړی. زه هم ورته دعا کوم اوس به زه او ته دواړه وطن ته لاړ شو او وبه ګورو چی ماته ټول خلګ حاجی نصرالله بابا وایی او که نه؟ او که کوم بی حیا د ستا په شان پیدا شی نو راته به نصرو بابا غږ کړی. کم بخته اوس خو دی دوه ځله حج کړی چی سل ځله حج وکړی خدای خو به دی وبخښی خو د کلی خلګ به تاته حاجی صنوبر ونه وایی. او که ووایی نو درته به ووایی حاجی مرغ دزد. ګوره پرون ته د قوم مشر نه وی خو تا ځان د قوم مشر ګاڼه خو هیچ چا تاته د قوم د مشر په سترګو و نه کاته، اوس ځان حاجی بولی خو بیا هم د کلی خلګ تا ته د حاجی په سترګه نه ګوری. ګوره که واده کوی په دی کلی کی به نه کوی داسی کلی ته لاړ شه چی تا د مرغ دزد په نوم باندی و نه پیژنی. او که په دی کلی کی واده وکړی، واده به وکړی خو ستا ځوی ته به خلګ د مرغ دزد ځوی ووایی. او زما دا آخر نصیحت واوره چی بد ګرځی بد به پرځی، زما دی حج مبارک وی او د تا ابدی بد نوم حاجی مرغ دزد. دا لا څه کوی چی حاجی صنوبر خپله ژبه هم بدله کړی وه، کله به یی په ایرانی، پاکستانی او کله به یی په عربی لحجو خبری کولی. یو ورځی ګل شیرینی انا نه یی پوښتنه وکړه، انارګل ښه ده؟ نازو ښه ده؟ شاه بی بی ښه ده؟ هلته به هر چا خپله سچه د پلار او نیکه ژبه استعمالوله او د نورو ژبو بازار نه وو. ګل شیرینی انا ورته وویل، پر پدر دی لعنت شه د ګل څیری ځویه، خلګ برلین ته ځی، لندن ته ځی، نیویارک ته ځی، ماسکو ته ځی بیرته چی راځی اوبو ته ټول اوبه وایی خو ته ورته واټر وایی، غرق شی، د خپل پلار او مور په ژبه خبری کوه، نور یی د ایرانی، پاکستانی او عربی کلماتو نه ډډه وکړه. ګل شیرینی انا ورته وویل کارغه د زرکی چم کاوه خپل یی هیر کړ. تاسو چه څو ورځی د کور نه بهر لاړ شی خپله سچه او اصیله لحجه تغییروی چی دا ډیره لویه ناپوهی ده او دا متل را ته په یاد راځی "چه پکه دا دی لا بله سپکه"، ولی زمونږ ژبه څه شوی دی چی تاسو د نورو ژبو نه تقلید او غلا کوی. خپله اصلی ژبه نوروته کم راوستل او د پردو ژبو ته خدمت کول لویه جفا ده که دی نور دا کار وکړ د ګل شیرینی څپیړی به وخوری تر څو د ګل څیری څپیړی بیا درته په یاد شی.

صنوبر چه د ګل شیرینی او نصرو بابا خبری واوریدی په دی پوه شو چه تور تور دی او سپین سپین. بدکاره او بدعمل سړی که حج هم وکړی او د زم زمو په اوبو ځان ومینځی بیا هم بدکاره دی. صنوبر د ځان سره پریکړه وکړه چه دا کلی او دا کور پریږده، لیری ځای ته لاړ شه چه څوک دی ونه پیژنی، بیا عربو ته لاړ او هلته میشت شو خو واده یی ونه کړ او وډار شو چی مبادا دده اولاد ته څوک د حاجی مرغ دزد اولاد ونه وایی. یو ورځ خپل کلیوال منان یی حج کی ولید او د ځان سره یی بوت او تری پوښتنه یی وکړه، حاجی صاحب منان خانه حج دی مبارک شه. د کلی او کور خلګ څنګه وو؟ خو دا راته ووایه چه زما په هکله څه وایی؟ حاجی منان ورته سپینه خبره وکړه او ورته یی وویل، والله اوس درته هم د کلی خلګ حاجی مرغ دزد وایی. حاجی صنوبر چه دا خبره واوریده بیا د حاجی منان پوښتنه ونکړه، لاړ ګوښه ژوند یی اختیار کړ، سپین ږیری شو، هلته مړ شو، بی له یارانو او دوستانو خاورو ته وسپارل شو، مړ شو خو نوم یی ورک نشو. اوس هم ورته ټول خلګ فقید حاجی مرغ دزد وایی.


January 27th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان