عادت
اسدالله زمری اسدالله زمری

 

 

ښادي  ده ورنه هیره  ، شو      ،غمو      سره عادت

ماتم یې عبادت ده  شو ، سلګو سره عادت

کاروان یې له هره ورځ له ورانو کلیو نه روان دی

ژوندی و لس مې شو ، له جنازو سره عادت

د سر جګول   ښکاري   چې     ګناهء کبیره      ده

نو ځکه شوو هر چاته له سجدو سره عادت

شیطان زمونږه لمر د تروږمۍ په نیزو وویشت

لیمه مو چیری نه شي له تیا رو سره عادت ؟

ټپوس یې د ګوربت  په بڼه مخ کې ورته ایښی

عالم شو اوس ددغسې دوکو   سره  عادت

دوران دی د تیارو زمونږ په مېنه له دیر وخته

هر یو شوو له ناکامه   نوم د شپو سره عادت

 

اوس څوک دی چې به بیل کړي سره یو له بل په زوره

هزاره    ،اوزبک    .تاجیک    شو پښتنو سره عادت

 

۲۰۰۷/۱/۸

 


January 14th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان