الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 

په اخلاص دخدای دربارته،چاتړلئ که نيت نه دی

هسې ټنډې لګول دي،سجدې هيڅ عبادت نه دی

 

عبادت که په رياوي،دثواب په ځای عذاب دی

دريا په سجدوهيڅوخت،چاګټلئ جنت نه دی

 

دزمزم پاکواوبوکې،که ټول ژوند غسلونه وکړي

خوپدې اوبو پاک کړی،چاتورداغ دتهمت نه دی

 

دقدرت خاوندان واړه، په زورهسې عزت غواړي

چې له ډاره يې عزت وي، اهانت دی عزت نه دی

 

که تاجدار لښتۍ په غوږکړي، دچا شاه دچا غلام شي

په دربارکې يې زلت دې، خدای  ورکړی شوکت نه دی

 

دچا پښو کې زولنې د ي،په لاسوکې يې ولچک دي

که ارمان يې انساني دی،جيل عزت دی زلت نه دی

 

چه دنوروشته په زور خوري،حرام ځانته حلال بولي

داقيامه حراميان دي، خدای پرې کړی رحمت نه دی

 

 

 

والدورف/جرمني

09.06.2011

 


June 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان