شاعر : عبدالباري جهاني شاعر : عبدالباري جهاني

 

خمـار مي نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي

ساقي راته اشنا دى خو جامـونه بېګانه دي

پښېمـانه درته نه يم بد ګومـانه راته نه سې

جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي

سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى

پردى قاصد راغلى پېغامـونه بېګانه دي

پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى

لمبې پكښي سړيږي پانو سونه بېګانه دي

دې ښار كي ربابونه د سنګسار په غېږ كي غواړه

نغمې ګوتي كي ژاړي شهبازونه بېګانه دي

لښكر د غمـازانو دي له كومه رابللى

جانانه سـتا په كلي كي مي پلونه بېګانه دي

چي زمـا د لېونو چيغو جواب ورسـره نسـته

يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي

غرور مي له ناكامه تش آسمـان ته كچكول نيسي

ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي

سـتا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندي نه يم

طبيبه لاس دي جار سم پرهـارونه بېګانه دي

سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده

په دې 

 

غزل

ســاقـــــې هو ښیار یمه خمار ا و مستان دواړه وینم

ستــــــــا په محفل کي غما زان او رندان دواړه وینم

چـــــــې مې تندې کی ورلیــږلې مسافری ســــــجدې

هـــغـــه مســـجد کی مې رقیب او جانان دواړه وینم

ګورئ تـــــــخـــمــــونـــــه د ریـــا کرې په غبرګو لاسو

نن په محراب کی خلکو شیخ او شیطان دواړه وینم

داسی بـه زر ځله غوسه سې لیـــونـــی محــتـــســـب

زه دی ګودر باندې امیل او ګــــــریــــوان دواړه وینم

څو به مې ستر ګی درلیــږ م د سپــــــیلنـــیـــــو ســـــره

تر سره سالو لاندې دې ټیک او پیزوان دواړه وینم

ماته کلونه زولــــــــــــــــني پـــــــر لـــــمــن ولی لیکې

د زلیخا په تورکې خــوب او زنــــدان دواړه ویــــــنم

مـــرګـــیـــه پــــــریـــږده له قسمت سره ګوندې مه کره

زه داســــی ګل یـــــــم چې بــهار او خـزان دواړه وینم

ملګرو ږغ د قــــافــلی د يسترګۍ پـــــټـــي نــــه کــــئ

پر دې ربات بـــانــــــدی جرس او کاروان دواړه وینم

هسې پــــه نـــــوم د جــهانــې تـــاریـــکې شپې لیکلې

کنه موجونو کې ساحـــل او تــــــو پــــــان دواړه وینم

 

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود






September 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان