ليونتوب
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

هسی ځان غلطول دي،که کړي زيارڅوک

اغيارهيڅوخت اړوی نه شي ،په يارڅوک

 

هسې ځانته هوښيار وائي،هوښيارنه دي

چې غوليږي،داغيارو په ګفتار څوک

 

يارپه دواړولاسو،خپل رقيب ته سپاري

چې رقيب ورليږي يارته ،خپل ريبارڅوک

 

بل څه نه دي پخپل لاس،دځان وژل دي

چې دښمن ته ورکوي، دځان اختيار څوک

 

سرترپايه ليونتوب دی،بي عقلي ده

له بوکاڼې که حاصل غواړي،انارڅوک

 

خپل منزل ته رسيدئ نه شي قيامه

چې باورکړي ،دپرديوپه شعارڅوک

 

 

والدورف/جرمنی

01.05.2012


May 6th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان