مقام
شاعر : ارواښادملنګ جان شاعر : ارواښادملنګ جان

 

تاج د بخت مې رسیدلی تر اسمان دی

چې قایم مې سر په غېږ د خپل جانان دی

خدای ساتلی د اهاړ غرمو نه امن

په تندي مې د عادل سایه ګردان دی

چې یې مور وي په دې خاوره زېږولی

که په هر ژبه غږېږي خو افغان دی

دا صفت ځانته زما نه دی چې وایم

دې صفت کې شامل ټول افغانستان دی

په تش لوز باندې سړی نه پښتونیږي

د پښتون هر یو عمل او خوی مردان دی

چې خیرخواه له وطن نه وي ملنګ جانه

غرض دا چې نه پښتون او نه انسان دی

 

 

مقام

مه نازېږه په دوران د جهان تل تل

شپه او ورځ ورنه بارېږي کاروان تل تل

دوه یاران به یوځای نه شي په هیڅکله

چې بسته ورپسې ګرځي هجران تل تل

مار، غونډل به په قدرت د رب پناه شي

نه به ناست وي پر کرسیو شاهان تل تل

د دنیا عمر د برق په شان تېرېږي

ملنګ جان فقیره ژاړه ارمان تل تل

 

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود






September 2nd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان