شاعر : صدیق کاوون توفاني شاعر : صدیق کاوون توفاني

 

کلونه وشول چې دې نه وینمه

غزل د سترګو دې لوستلای نه شم

نور مې دا ستړی سرګردانه نظر

- دا داغزنو اوږدو لارود سفرلاروی -

ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم .

*****

نور مې دسترګو د ګودر په غاړه

ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري

نور مې دشونډو د بیدیا په څنډو

- په دې شګلنو بې بهاره تالو-

ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري

*****

نور دې د خیال په اسمان نه ځلېږم

نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې

داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم

دګلورینو خاطرو له باغه ،

د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم .

*****

زما او ستا هغه اورینه مینه

چې ځلېدله، بلېدله مدام

هغه د تورو ماښامونوډیوه

- لکه د شپو په زړه کې بله شمه

چې سوزیدله، خندیدله مدام

اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري

اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري .

*****

خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې

یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی

یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته .

یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري .

المان (نومبر- ۲۰۰۰)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

دمینې تړون

بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه

ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده

بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن

د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده .

*****

کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه

کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي

کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته

کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوږېږي .

*****

اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې

هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه

هغه دمینې د رڼا په میوو مستې ورځې

هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه .

*****

چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه

چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده

ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم

ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده .

*****

ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته

د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم

ما ویل زه به دې د تورټیکري په تورو څنډو

د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم .

*****

ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې

د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم

ماویل زه به ستا دمخ هغه سپېڅلی سهار

د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم .

*****

مویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه

ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه

ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر

د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه .

*****

خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه

ستا برخه لیک یې د بادونوپه وزر وتاړه

ستا په تندي یې آیتونه د لمبو و لیکل

ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه .

*****

ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې

ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل

د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه

د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل .

*****

چې ستا د زړه په ښار لښکرې دماتم وختې

ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله

ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل

ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله .

*****

خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي

ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه

ته به مې وړ دخپلې مینې د پرتم نه ګڼې

تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه .

*****

مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه

د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم

له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې

د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم .

*****

خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه

یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم

د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي

د سرو غاټولوپه تړون باندې ختلی نه یم .

*****

دیاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ

د خوب باغچه مې ستا دحسن په ګلونو پټه

د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې

د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونوپټه .

*****

آلمان (جنوري - ۲۰۰۱)

 

ترتیب کوونکی : عبدلقادر مسعود


November 5th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان