وصيت
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

وامې وره وصيت لورې،قلم دې خپل زيور جوړکړه

مينه په قلم کړه ،خپل قلم دزړګي  سر جوړ کړه

 

نورېې وخت تير شوی ،په ټوپکو توره نه کيږي

توره په قلم وکړه، ترې توپه او ستينګر جوړ کړه

 

دلته رواجونو کې ،دخويندوبرخې خوارې دي

حق دې دقلم په زور، دوروڼو برابر جوړ کړه

 

مات کړه درواج بوتان، لورجانې بوتشکنه شه

ته دې له قلمه  بوتشکن، تيره  تبر جوړ کړه

 

ځان له مينځيتوبه ،دقلم په زور ازاد کړه ته

ځانته دې ژوندون لورې، پخپله دبشر جوړ کړه

 

بيادې لورې خپل قلم ،جګ پاس په اوربل وټومبه

ځان په قلم ښکلی کړه، په ځای ېې دګل وټومبه

 

يا ترې جوړاميل کړه،زنګوه ېې خپله غاړه کې

ياد قيام واوره،خپل قلم  په کا کل وټومبه

 

دمارچ ٨ کال٢٠١١

دښځودپيوستون نړيواله ورځ

 


March 25th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان