الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام


 
ښځه مورده،ښځه خورده
ښځه ترور،ښځه ننګورده
 
ښځه موردبشريت ده
څوک ئې ځوی دی،څوک ئې لورده
 
دبشردبقارازدی
ګهواره ئې دشعورده
 
سرچينه دمحبت ده
ښځه لوړدمينی شورده
 
دهرکوربله ډيوه ده
پرې روښانه هريوکورده
 
لکه لمرښکلي ځلاده
چې رڼائې په هرلورده
 
دټول ژوندښکلی ملګری
دميړه دمټو زور ده
 
دادښځې برکت دی
چې پرې داجهان سمسورده
 
که داښکلئ موجودنه وي
نوبياداجهان نسکورده
 
 
والدورف/جرمنی


 

د١٣٩١کال ددولسموټولګيودفارغانودکانکورپه ازموينه کې ددرغليوپه اړوند مې خپل يوپخوانی شعر
رايادشو٠سره لدې چې زمونږمشران له يوه سره داوريدو غوږونه ،نلري خوبياهم مونږبه ژاړو اودوې دې راپوری خاندي،

درقيب انصاف 

داسې خو څـوک نکړي مشره ،هيردې خپل وګړي کړل
خپل دې ټول پردي کــړل،رقيبان دې خپل ملګري کړل

ودې کــــــــــړل پخپله مشره،بل څوک ملامت نـه د ي
خپل دې کـــړل کمزوري مشره،دوې دې پياوړي کړل

هرڅه چور رقيب کـــــړل خوتهمت مشره په مونږ کوې
دوې زمونږ دکــــــــورا وکهول ،هرڅه دړې وړې کـــړل

ګــــوره رقيبان مشــــــره،کنځلې مو نيکو تـه کــــــړي
دلتــه اوس پــــــــــرديو خپل نيکونــه نــوموړي کـــړل

دوې د درغليو مشره،نـــــوئ ريکارډ ټينګ کــــــــړلو
دوې په شيطانت کـــــــــې،شيطانان هم پورړي کـــــړل

کـــــړه يي ننداره مشـــــره،انصاف تـــــه درقيب ګـــوره
خپل يي ټول پوره کړل،دولس يي ټول نيمګړي کـــړل

واوره دقيـــام مشـــره،ولــــس په ځــــــــان راټول کانده
جګې ېې شملي وي څوک چه خپل ولس سرلوړي کړل

 

March 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان