ګاوندیه!
الحاج الھام الدین قیام الحاج الھام الدین قیام

 
!کابله ویښ شه

کابله بیا دغلولښکر، درته په څارناست دی
په وسله بار،ھلته په لاربریدته تیارناست دی

بیاستادچورپه نیت کابله،ایخوادیخواکیږي
له ډیری بیړی وارخطادی،ناقرارناست دی

لمرته یی بیړه ده،چی ولویږي اوتوره شپه شي
په تادتوری شپی راتګ ته،انتظارناست دی

کابله ویښ شه!ګوره،شاوخوادی څه تیریږي
ته ویده پروت یی،خودغلوپلتن بیدارناست دی

سم راته غوږشه ، نن کابله! څوپوښتنی لرم
نن می په زړه کی دپوښتنو،لوی انبارناست دی

ھره پوښتنه می په زړه کی دسکروټی په څیر
زړه سوځوي،دزړه په سر می سورانګارناست دی

لابه ترڅوستاشتمني،دغلوپه لاس کی لویږي؟
لابه ترڅو،زمونږغریب ولس نھارناست دی؟

کابله ته دی پدی خپلوبچونه زوریږي؟
لابه ترڅوستاھریتیم ماشوم بیمار ناست دی؟

لابه ترڅودبل نوکر،په تا امرونه کوي؟
لابه ترڅودبل نوکر،لکه بادار ناست دی؟

لابه ترڅوددی وطن سړئ،پردئ یادیږي؟
لابه ترڅو،په تاکی بل سړئ واکدارناست دی؟

کابله وخوځیږه،پورته شه،قیام شروع کړه
ترڅوبه ستاپه ګنج،ھرغل لکه ښامارناست دی؟

الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۱/۱۱/۲۰۱۳
داڅولسیزي کیږي چی ھروخت موکړوی
په لاروکی موھروخت،توربمونه ویړوی
 
مونږپټ په جرګه کینو،چی دسولی لارپیداکړو
نامرده ګاونډیه ، ته یی بیرته نړوی
 
مونږغواړوچی دوروڼوترمنځ،روغه جوړه وکړو
خوته موترمنځ ګرځی،چی په شرمواړوی
 
مونږڅوک له خدایه غواړو،چی زخمونه موټکورکړي
ته راشی په زخمو باندی مو مالګی دوړوی
 
ښه سم پدی پوھیږی،په آزادژوندون مین یو
خو ته مواسارت ته،ځنځیرونه جوړوی
 
ددام په غوړولوکی،ترھرښکاری ماھریی
زمونږدتګ په لارکی،تل دامونه غوړوی
 
آخربه رسواکیږي،ستاپه ضدبه قیام کیږي
ھغه وخت به شیطانه،سترګی څنګه غړوی
 
 
والدورف/جرمنی







November 22nd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان