ګلالۍراشه
(یعقوب(منګل (یعقوب(منګل

 

ستاداخوږي خبري څومره پرماښي لګیــږي

لکه په للمو غنموچه بارانونه راوریــــــــږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

شپه ترسهاره ستاپه یاد کي مي ډیر ژړلـــــي

ماشوم زړګۍ مي تاراڅخه غواړي نه قراریږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

ستاددیدن په هیله مدام ګر ځمه راګرځـــــم

آسمان ته ګورم چه لمر ژرکله ډوبیــــــــږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

زمااوستادمیني آوازه ده خپره شوي هري خواته

اوس موپه منځ کي غمازان راښکاره کیږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

هغه وخت درپه یادکړه٬دګلونوپه باغچه کي

زماپه یاددي٬ستا به هم په زړه یادیــــــــږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

داچه مسته٬مسته ګرځي په ګلشن کـــــــــــي

مخ په پاڼوپټوي ګلان شرمیــــــــــــــــــــــــږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه بریږي

 

پسرلي ښه وی ګل اوګلزاروی دښتي غرونه

ورک د خزان شې سره ګلونه پکښي رژیږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

راځه راشه چه پخلاشو٬دامي درته سوال دي

ژونددژمي ماذدیګردي ژر ژر تیریـــــــــــږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

دښایسته جانان په جدائ کي په زړه یمه بیمار

آخردیدن دي٬اوسراځه چه روح مي روانیږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

دوطن مینه مي همیشه په زړه کي ده ساتلي

دبی وطنۍ اوښکي مي په ګریوانه رابهیږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

دجاهلانوپه لاسونوزمونږښکلي هیوادوران شو

دیعقوب( منګل )په سوړاسویلې به دښمنان ټول بربادیږي

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي

 

 

10.01.2013

آلمان

 


January 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان