گاونډیه
شاعر : صدیق کاوون توفاني شاعر : صدیق کاوون توفاني

 

څو گیلې درته کومه ، زما گرانه گاونډیه

د خالي میدان اتله ، پهلوانه ، گاونډیه

چې زما کوډله سوزي ، ته غوړي ورباندې شیندې

ورورولي خو داسې نه وي ، مسلمانه گاونډیه

ما په تیږو باندې ولې ، بیا لاسونه شاته نیسې

د فتنې میدان دې وړی ، له شیطانه ، گاونډیه

د تاریخ کوڅې مې پل کړې ، خوستا نښه پکې نه وه

ته له کومه راپیدا شوې ، بې نښانه گاونډیه

دا زما د وینو څاڅکي ، ستا د باغ رنگین گلان شول

بېخ دې شین شه،څه شی غواړې،نور له مانه گاونډیه ؟

زه غمجن شومه، ته ښاد شوې، زه برباد شوم، ته آباد شوې

په پنځو کسو کې یاد شوې ، قهرمانه گاونډیه

کلمه دې مانه زده کړه ، اوس یې ته اجاره دار شوې

زه ناپاک شومه ، ته پاک شوې مهربانه گاونډیه

کله تور شې ، کله سپین شې ، کله شین کله رنگین شې

د رنگونو په بازار کې ، سرگردانه گاونډیه

سپین میلو درباندې سپور دی ، نڅوي دې ، گډوي دې

تور ښامار دې سر ایستلی ، له گرېوانه گاونډیه ...

 

 

***

داولس میړنی

د پردو چې څوك تقليد كوي، پردى شي

چې د خپلو كړي پالنه مېړنى شي

مېړنى د اولس نه مري تل ژوندى وي

كه هر څو د ځمكې لاندې ئې كورګى شي

معنوي پانګه چې څوك خپل قام ته پرېږدي

د قامي ذهن نه كله بيا وتى شي

په تاريخ كې د غيرت به ئې نوم يادوي

چې د قام او د وطن نه څوك لوګى شي

چې د پت، ښېګړې، تورې، وفا جوړ وي

هغه (ستوری ) په اسمان كې ځلېدى شي

شاعر : کبیرستوری

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

 

 






October 6th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان