د ژوند کاروان
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

غزل

ستا ښایست زما ځواني ده په ما ګرانه

دا د مینې زنده ګي ده په ما ګرانه

یو وطن او بل دا ستا ملالې سترګې

د دواړو اشنایي ده په ما ګرانه

یو ګودر بل په غرمه کې دیدنونه

ګله هسې خدایي ده په ما ګرانه

دا منو چې وایي وصل بې بها وي

خو و الله چې جدایي ده په ما ګرانه

که په کور وي که په غره که په صحرا وي

بس د ښکلو پاچاهي ده په ما ګرانه

یو ټکور او نور بلا بلا زخمونه

د زخمونو دوایي ده په ما ګرانه

 

شاعر : افضل ټکور

 

 

 

 

***

 

د اوښکو په هر څاڅکي کې خندا راته ځلیږي

په دې تورو تیارو کې سپین سبا راته ځلیږي

ژړا کې مې خندا شته په دې ښه یم پوهیدلی

بیلتون کې د وصال هغه لیلا راته ځلیږي

منم چې ستا د ښکلي مخ پتنګ یم لمبه کیږم

په دغو سرو لمبو کې ستا وفا را ته ځلیږي

دا اوښکې توفاني دي رقیبان به دې نابود کړي

د ژوند په هر قدم مې رڼا راته ځلیږي

جذبه د پاکې مینې به مې زړه کې کمه نه شي

په هر طرف چې ګورم ستا ښکلا راته ځلیږي

وطنه ستا په ناوې مې زړګې هسې بایللی

په دې بایللي زړه کې ښه دنیا راته ځلیږي

له خپلو پلرو کم نه یم فرنګه په دې پوه شه

خوشال غوندې مې توره کې بریښنا راته ځلیږي

شاعر : نظیف تکل

 






October 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان