شماره چهارم سال ششم ماهنامه مشعل
سرطان1387جون2008 سرطان1387جون2008

     دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیرغورځنګ ددریمی کلیزی په ویاړ

     دوکتورحبیب منګل

     د افغانستان ددموکراسی او پرمختیا دفراګیرغورځنک دتاسیس څخه دری کاله تیریږی . دری کاله وړاندې د لمریز۱۳۸۴کال دجوزاپه ۱۳نيټه دهيواد دننه دپخوانی دخلک دموکراتیک ( وطن ګوند )  څخه پاتی اکثریت فعالې برخی اواساسی بدنی فعالينو، د مترقی مبارزی ددوام په منظوراودهیواد دملی - مترقی غورځنګ دځواکونود تشکل اویوالی لپاره ، دافغانستان ددموکراسی او پرمختیا دفراګیرغورځنګ په نامه یو نوی سیاسی سازمان رامنځته کړ.  زه پداسې حال کی چه دهیواد دننه اوبهر ټولو ملګرو ته په دی مناسبت  مبارکی وایم  ،غواړم په دی لیکنه کې د فراګیرغورځنګ په اړه د لاندی پوښتنو په اړوند خپل نظروایم .

 

فراګیرغورځنګ دکومی اړتیا له مخی رامنځته شو ؟

     له بده مرغه چه  دافغانستان د جمهوری دولت دسقوط وروسته نه یوازی  د افغان ولس دکلونو  دزیار او مبارزی ټولې لاسته راړونی دیوه سره تباه شوی اوهیواد په ملی فاجعه کې ډوب او شاه ته منځنیوپیړیو ته سوق شو،بلکه د هیواد  ملی ، مترقی او دموکراتیک غورځنګ هم سخته سیاسی ماتې وخوړله ، په ژوره  فکری او سیاسی تشی (خلا) کی ډوب شوَ ، ځواکونه یی دهیواد دننه اوبهر تیت شول او دستروچلنجونواوستونزو سره مخ شو.

     خومبارزی دوام وموند اود هيواد دننه او بهر ، ملی ، دموکراتیک او عدالت پلوه غورځنګ ارمانونو، ارزښتونو او موخو  ته وفادارو سياسي فعالينو حتا ديوی لحضې لپاره د مبارزي سنګر  خوشۍ نکړ او دپخو انيو اړيکو دساتلو او ټينګولو او په همدې توګه  د نوو کړيو د ايجاد له لاري یی دمبارزې بيرغ او چت وساته . او ددې هڅو په لړ کې دیوه داسی سیاسی سازمان اړتیا  چه  د پخوانی د خلک موکراتیک (وطن ګوند)  او ټول کیڼ او ملی ، دموکراتیک غورځنګ  کړۍ ، شخصیتونه ، فعالین او ځواکونه له سره متحد او متشکل کړی  را منخته شوه . او دهمدې اساسی اړتیا له مخې د( افغانستان ددموکراسۍ او پرمختیا فراګیر غورځنک ) بنسټ کیښودل شو او دهغې فکری ـ تشکیلاتی خلا د ډکولو په برخه کی اساسی او ارزښتناک ګام پورته شو، چه دپخواني چپ ، دموکراتیک جنبش دسیاسی ماتی څخه را منخته شوې وه .

   ښاد دی وی د ګران ملګری محمود بریالی روح ، کوم چه فراګیر غورځنګ د رامنځته کولو په ستراوتاریخې کار کی تل پاتی او ستره ونډه  ترسره کړه . ژوندی دی وی دموسسانو د مجلس غړی او ملګری شیرمحمد بزرګر او دهیواد دننه اوبهر ټول  ګران ملګری  چه د ٧١ ۱۳کلونو وروسته سختو او غمړلو کلونو کی  په ميړانه ، فداکارۍ ، سرښندنه د مبارزې بيرغ اوچت وساته او دفراګیرغورځنګ د تاسیس ، ودی ، پرمختګ او بریالیتوب  په لارکی دادی  په نه ستړی کیدونکی ډول کار او مبارزه کوی. 

     دادې دری کاله دفراګیرغورخنګ څخه تیریږی . در ی کاله دیو ه سیاسی سازمان په ژوند کی یوه لحظه شمیرل کیږی . خو له نیکه مرغه زمونږغورځنګ دخپل سیاسی او ساز مانی ژوند په ټولو عرصو کی پر مخ ځی او تر ټولو مهمه دا چه دهیواد دپخوانی کیڼ غور ځنګ په زرګونو غړو او په سیاسی ډګر کی فعالو اوهوډمنو مشرانو اوفعالینو خپلې هڅې  د فراګیرغورځنګ سره یو کړی دی .

  دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیر غورځنګ هویت

      سياسي سازمانونونه  دافکارو او مرام  ، باورونو او ارزښتونو ، ارمانونو او موخو ، سياسي تګ لاری او کړنلاری او دمبارزی داشکالو او روشونو له مخې تعریف ، پيژندل  او يو له بله تفکيک کيږي ، چه مترقی دی که ارتجاعی ،  کيڼ دی اوکه ښی  ، تحول غو ښتونکی دی که محافظه کار او افراطی دی که معتدل .

   دافغانستان ددموکراسې اوپرمختیا فراګیرغِورځنګ یومترقی اودموکراتیک کیڼ، تحول خوښوونکۍ، غورځنګ  دی . او د لاندی فکری لیکو ، باورونو او اصولو له مخی چه دغورځنګ په مرامنامه کې تسجیل شویدی، دیوه دموکراتیک کیڼ سازمان په توګه تعریف او پیژندل کیږی :

پتریو تیزم دفراګیرغورځنګ دهویت جوهرتشکیلوی  . وطندوستی یعنی د افغانستان تاريخي او ملي هويت ساتل ،دهیواد دسياسي خپلواکي ، یو موټی والی ،ملي حاکمیت ، دخاورې تماميت، ملی یوالی اوبرابری ،ملی امنيت، دفاع ، اقتصادي اوټولنیز پرمختګ ،ځواکمنی او سرلړوي ، دهرهیوادوال  دشان او کرامت ساتنه ، او د ټوپیر پرته دټولو هیوادوالوآزادی ،برابری ،  سوکالی او نیک مرغي ، د فراګیر غورځنګ د افکارو ، مشې او کړنلارې ، بنیادی ارزٍښتونه  او اهداف تشکيلوي . او پدې باوردی چه دا موخی او ارزشتونه یوازی او یوازې د یوه ملی ،ځواکمن ، خلکو ته خدمت ګار  ،جمهوری ، دموکراتیک ، مدنی ارزښتونو ، ټولیز عدالت ته متعهد  دولت په وجود کی تحقق موندلی شی .

دفراګیر غورځنګ  دمبارزې او هڅو په محور کې انسان قرار لری . د انسان شان او کرامت  ، ازادی او ازادانه رشد او په خپل برخه لیک باندی د ده حاکمیت  او نیک مرغی یی دمبارزی په سرلوحه کې قرارلري . او پدې  باور دی ،چه انسان- فرد  هغه وخت واقعی ازادی اوپه خپل برخه لیک باندی حاکمیت  ته رسیدلی شی چه د بې وزلۍ ، ستم او استثمارڅخه خلاصون ومومی .

ټولیز عدالت ېې ارمان او غایی هدف دی . او په ټولنیزه او سیاسی مبارزه کی  د بی وزلو ،خوارانو ،مظلومانو،زیار ایستونکو او د ستم لاندی طبقو او قشرونو تر څنګ دریږی او دحقونو دفاع یی کوی .فراګیرغورځنګ پدې باوردی چه ټولنیزعدالت د ټولنیزی پراختیا  ،دټولنی د هرغړی سوکالی  ته دبرابرو فرصتونو درامنځته کولو ، دطبقاتی فاصلی له منځه وړلو  ، دیوه عادلانه او پرمختللی ټولنیزو- اقتصادی مناسباتو او دموکراتیک نظام داستقرار اوپه غایت کې د  جنسی ، اجتماعی ، طبقاتي ،قومی ، مذهبی او نژادی ستم اوتبعیض څخه دیوی خلاصې تولنې دایجاد په صورت کې په تما مه معنا په واقعیت  بدلیږی .

د موکراسی اوددموکراتیک دولت او نظام استقرار، دفراګیر غورځنګ اساسی هدف تشکیلوی.او پدې باوردی چه  دموکراسی دټولیزعدالت دتامین په صورت کی معنا لری او تحقق پیدا کوی . فراګیرغورځنګ داسلام دمقدس دین او دینی ازادیو رعایت او احترام ساتې او دټولو هیوادوالو له پاره دمذهبی مناسکو د ازادانه اجرا پلوی دی . خود دین اودینی ازادیو څخه دسیاسی ، ډله ایزه اوشخصی ناوړه ګټه اخیستنی مخالف دی . فراګیرغورځنګ دهرډول کودتا اواقتدارګرایی او استبداد که سیاسی وی یا مذهبي، ضد دی اوایدیا لوژیک دولت يا په بل عبارت په دولت ،سیاسی سیستم اوټولنه باندی دیوی ځانګړی ایدیالوژی تحمیل نه منی . 

اقتصادی پرمختیا او پراختیا د ټولیزعدالت او دموکراسی مادی پایه تشکیلوی. فراګیر غورخنګ ، سرمایه داری داقتصادی – ټولنیرفورماسیون او اجتماعی تکامل دیوی قانومندی مرحلی په توګه پیزنی . خو په دې باوی دی چه اقتصادی پراختیا باید تولنیزه پرمختیا  رامنځته کړی او اقتصاد  باید  دولس په خدمت کی  وی او ملی عواید  او  شته منی د ټولنیزې سوکالۍ په ګټه وویشل اووکارول شی . فراګیرغورځنګ د بند وباره ازاد بازاراواو نوی لیبرالیزم چه دټولنې دهماهنګ مادی اومعنوی ودی  مخه نیسی او له ځانه سره بی وزلی ، بیکاری او بی عدالتی راوړی ، توافق نلری .

فراګیر غورځنګ په انسانیت ، بشریت  او نړیوالیتوب باور لری. د مترقی بشریت او نړیوال کیڼ او دموکراتیک ِغورځنګ برخه ده . انسانیت اوانسان دوستی ، بشریت او بشردوستی اود بشری حقونو نړیواله اعلامیه یی  د تفکراو مرام ، عمل اونظر بنسټ جوړوی او دتحقق لپاره یې مبارزه کوی  .  په نړیوالو اړیکو کی دزوراوتحکم یا« دځنګل قانون» چلول او په هیوادونو باندی دنظامی  تیری او یرغل  او دملتونو  استقلال او ملی حاکمیت تر پشو لاندی کول په کلکه غندی ، دوروسته پاتی هیوادونو هر اړخیز پرمختګ  غواړی ، دپردیو تراسارت  اوستم لاندی  ملتونو د ملی حقونو دتامین ننګه او دفاع کوی او دملګرو ملتونو دسازمان دمنشورتطبیق غواړی .

فراګیر غورځنګ  دیوه مترقی ،انسان دوست ، آزادی غو شتونکی ، عدالت پلوه ، دموکرات غورځنګ په توګه ، پورته  انسانی ، ملی  او مترقی شریفانه فکری لیکو، ارمانونو  او موخو دتحقق لپاره  د مسالمت امیزه او دموکراتیکی لاری  مبارزه ، هڅه او هاند کوی .او دهر ډول افراطیت ، بیناد ګرایی ، تروریزم اوخشونت ضد دی .

 فراګیر غورځنګ د خپل مرام په تدوین او تطبیق کې  په عقل اوټولیزعلومو ،تجربه او واقع ګرایی تکیه کوی اود ټول پر مختللی او مترقی تفکر اود  بشریت د نظری اوعملی لاسته راوړنو اوبریاوو څخه دخپلې ستراتیژی او مشی په تحقق کی  ګټه اخلی .

 پدې ډول دفراګیر غورځنګ په وجود کې ، دافغانستان په سیاسی ډګر کې یو دا ډول نوې سیاسی ِغورځنګ اوسازمان  را منخته شوې چه د  اسارت ،جګړو ،زور واکۍ ، بې وزلۍ ،خوارۍ ، بې عدالتیو ، ظلم او هر ډول ستم  څخه دافغان ولس دژغورنی  او دیوه ازاد ، دموکراتیک ، متمدن ، غوړیدلي ، پرمختللي ، سر لوړي او ځواکمن افغانستان دجوړولو دارمان دتحقق لپاره دمبارزې یوازنی سم انتخاب دی . بنا پردی دهیواد دملی اومترقی ځواکونو او په ځانګړی ډول د ټولو  پخوانیو یارانو وړ ځای په فراګیرغورځنګ کی دی، او ورته مراجعه کیږی چه پدی غورځنک کې  متشکل او متحد شی اود وطن اوخلکو په وړاندی خپل هوډونه ترسره کړی .

    فراګیرغورخنګ او پخوانی کیڼ  غِورځنګ دځواکونود وحدت مسله    

     په افغانستان کې دننه او بهر دپخوان

در اين شماره مطالب زير را مي خوانيد :

دافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا د فراګیرغورځنګ ددریمی کلیزی په ویاړ

 دوکتورحبیب منګل

 کنفرانس پاریس تیری دیگری که به هدف نخواهد رسید

ع. لمر

دريمه نيكمرغه كليزه

ولي زيارمل

سه سال پر از تپش و درخشش

هجران

آفتاب به دو انگشت پُت نمیشود

فخرزاد

بیا که بُریم به مزار

محمدنبي عظيمي

 

يک جوره بوت (داستان کوتاه)

ناهيدبشردوست

کوری(معرفي کتاب)

محمدنبي عظيمي

نگاهی به سمینار« وضع سیاسی و وظایف مبرم نهضت فراگیر»

شلیزار

توطئه انگليس درسقوط دولت اعليحضرت امان الله خان (معرفي کتاب)

و مطالب جالب و خواندني ديگر...


July 16th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شماره های مشعل