دملګرو په یاد
ولي زیارمل
کله چی په ۱۳۷۱ لمریز کال کی دافغانستان جمهوری دولت دکورنۍ اونړیوالي توطیي په پایله کي ړنګ اودولتي واک دغربي هیوادو، دعربو دارتجاع اودسیمی هیوادو په مرسته اسلامي بنسټ پالوته ولیږدول شو،دپاکستان داستخباراتي سازمان (ای. اس.ای) په دستور دافغانستان ملي وسله وال پوځ ړنګ او له ځنډه پرته په ملي دولتي شتمنیو اودخلکو په عزت او مال تالان ګډ شو.
دهیواد په ګوټ ګوټ کي وسله والو ډلوجلا جلا حکومتونه؟ جوړ اود مرکزي حکومت ؟څخه یي هیڅ ډول تابعیت نه کاوه.
هری خواته دباروتو لوګیو نیلګون اسمان پوښلی ؤ، اومظلوم ولس دټوپکمارو په منګو لو کي ښکیل شو.
دمنځنیو پیړیوزیږنده (ټوپکمارو)ته دولتي شتمنی اودخلکو مالونه ولجه (غنیمت) ښکاریده، اوپه خپلو مینځو کی یي ویشل. زیاتره وخت به دما لونو دویش په سر په خپلو کی په جګړه اخته ، اودجګړی په ډګرکی به دبیګنا هوخلکو(سپین ږیرو،ماشومانو،ښځواونارینو) په ګډون لسګونه تنه شهیدا ن کیدل.
لنډه داچی که دنوي نظام ؟ په راتګ سره له یوي خوادافغانستان خپلواکي اوملي واکمني تر پوښتنی لاندی راغله، نوله بلی خوانږدی ټول ښارونه خاصتاً دکابل تاریخي ښار په کنډوالو بدل شول.
خلکو دخپل سر او عزت ساتلو په خاطر کورونه اومالونه پریښودل ،او دیو ځای نه بل ځای ته کډی کولوته اړشول.
په دی لړکی دافغانستان دخلک دیموکراتیک (وطن) ګوندویاړلو غړیو چي دمبارزی له پیل څخه یي وطن اوخلکوته دچوپړ(خد مت)اود زیارایستونکو لپاره دسوکا له ژوند برابرولو نه پرته بله هیله نه لرله، اوبه دی لیاره دخپل سر په بدله دمبارزی په ډګر کی په پوره ایمانداری دیو موټي افغانستان بیرغ یي لوړ ساتلی ؤ.
نوله همدی کبله ترنورو زیات تر فشار لاندی راغلل ، چي یو شمیر یي په شهادت ورسیدل.(روح دی ښاد وي) دهیواد او زیارایستونکوخلکو رښتینو ځامنود ټولو ستونزو ګاللوسره سره پدی تکل کی وه، چي څنګه وکړای شي ترڅود خپلو نورو ملګرو دسر او عزت ساتنی په اړوند مرسته وکړي .
د ژوند اومرګ ترمنځ دمبارزی پدی ډګر دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوند لارښود ، دارتجاع ، ظلم ، بیعدالتۍ، زبیښا ک اواستعمار پر ضد دمبارزی مخکښ ، دهیواد اوخلکو رښتینی خدمتګار ملګری ببرک کارمل دخپل هیواد،
خلکو، دخپل ویاړلي ګوند دغړیو، روڼ اندو، اونورو وهیواد پالونکو په وړاندی دمسوو لیت په احساسولو دننه په هیواد
کی پاتی شو، دهیواد سیاسي ، پوځي ، اقتصادی اوټولنیزحالت یي څارلو.
ملګري ببرک کارمل دملګري محمود بریالي په وسیله دټولو ګوندي غړیو ، ملي اوهیواد پاله شخصیتونو سره ژوندی
اړیکی لرلی.کله چی به څوک ملګري کارمل درپوت ورکولو به هکله ورغی ،هغه به بی له ځنډه دملګرو اودهغوی دکورنیو دسلامتیا پوښتنه کوله.
ملګری محمود بریالی دخپل لارښود په څیر دهیواد اوخلکو سره دمیني لرلو پراساس دهیواد به مرکز( کابل) کی پاتی شو، خپل برخلیک یي دولس اوملګرو دبرخلیک سره وتړلو.
ملګري محمود بریالی په پوره ایمانداری سره دپلرني هیواد اوخلکو په وړاندی ورسپارل شوی دندی سرته ورسولی.
هغه دمرګ نه ویره نه لرله،پداسی حال کی چی دڅلورو خواو دسپکو اودرنو وسلو ډزی کیدی، اوان تردی چی دده داوسیدو ځای څوځلی ددرنو وسلو تر ډزو لاندی راغی، خونوموړی به خپلو ملګرو اودوستانو ته روحیه ورکوله ،او ویل به یي : هرانسان مري ، خومبارزه تلپاتی وي.
زماپه یاد دی کله چی به دهیواد دبیلا بیلو سیمونه دګوند غړي اونور خلک دده لیدنی لپاره راتلل. نوموړی به سهاروختي له خوبه پورته کیدو اوترماښامه به یي په نه ستړی کیدونکی توګه دهریو سره جلا جلا خبری کولی،پوښتنوته به یي ځوابونه ویل اودراتلونکی په اړوندبه یي سیاسي ، پوځي اوټولنیز حالت څیړلو اوملګروته به یي دندی سپارلی.
یوه ورځ پداسی حال کی چی هم هلته وم دځینو ولایتونو ملګري چي ږیری یي رسیدلی اومخونه یي په خاورو سپیره وه ، دملګري بریالي داوسیدنی ځای ته راغلل، وروسته له هغي چي نوموړي هر یو په غیږ کي ونیولو اوڅوځله یي په مخ ښکل کړل، دهغو او دهغوي دکورنیواو نورو ملګرو اودوستانودروغتیا اوسلامتیا پوښتنه یي ځنی وکړه.
وروسته تر پوښتنی اوګرویږني ځینو ملګرو دخپلو ولایتونودوضعیت په هکله ملګري بریالي ته معلومات وړاندی کړ.
ددی تر څنګ دولایتونونه راغلو ملګرو خپل سوالونه او انتقادونه په روښانه توګه وړاندی کړل.
ملګري بریالي چي دډیرو عالي خصوصیاتو او لوي فکر خاوند وو، په سړه سینه یي د ملګرو خبری ،نظریي اوانتقادونه واوریدل، اووروسته یي په خبرو پیل وکړ.
نوموړي دهیواد، سیمی اونړۍ سیاسی ، پوځي ،اقتصادي اوټولینیز حالاتو تر توضیح وروسته وویل:
تاسی باور ولرئ چی :که تر پرونه تاسی دهیواد د خپلواکۍ ، پرمختیا اوسرلوړۍ،ملي واکمنۍ دټینګښت ،دخاوری د بشپړتیا او دخلکو لپاره دیوی هوسا او په ټولنیز عدالت ولاړی ټولنی دجوړیدو دنده سرته رسوله، او زموږ خلک چي د مخالفینو تر تبلیغاتو لاندی راغلي وه، اوپرتاسو یي باور نه کولو. ډیرژر به ورته دا جوته شي چي دافغانستان دخلک دموکراتیک (وطن) ګوند غړي دهیواد اوخلکو رښتینی خدمتګاران وه، اوخلک به ستاسی امنیت دټوپکمارو په وړاندی وساتي، اوستاسی په پاکۍ ، صداقت، ایماندارۍ اوهیواد پالنی به اوسني اوراتلونکي نسلونه وویاړي.
مګر هغه اساسي دندی چی اوس ستاسی به وړاندی پرتی دي ، دملګري کارمل دوینا پراساس دخپل اوسیدنی په ځایو کی دخپلو ملګرو اودوستانو سره ژوندۍ اړیکی ساتل ، او دشهیدانو دکورنیو څخه خبر اخستل دي.
کله چی راغلو ملګرو دګر ان ملګري بریالي خبری تراخره په پوره غور سره واوریدی . هر یوه په نوبت سره هوډ وکړچی: خپلو کلیو، ولسوالیو او ولایتونو ته درسیدو سره سم به دخپل ګران ملګري خبری ، خپلو ټولو ملګرو ، دوستانو اودولس خلکوته ورسوي،اوپه خپل وخت به دمسوولینو له لیاری تاسی اوستاسی په وسیله خپل ګران لارښود (کارمل صیب)دخپلو ملګرو دیوموټي توب اوخلکوسره دکار په هکله رپوټونه راولیږو.
هو! کله چی زه وروسته له دولسو کلوخپل پلرني ټاټوبي ګران افغانستان ته ستون شوم، دکابل دنړیوال هوایي ډګر نه نیولی ، بیا ترکلیو اوبانډو پوری دهیواد دشریفوخلکو اوان دتنظیمونو دځینوقوماندانانواوغړیو له خوا چی وسله یي په ځمکه ایښی،اوسوله ایزژوندیي پیل کړی، دتود هرکلی سره مخامخ شوم. هغوی دغونډو اوجرګو په ترڅ په خپلو خبروکی ویل: موږ ستاسو اوستاسو دګوند په پیژندنه کی اشتباه کړی وه،اوس موږ ته جوته شوه، چی تاسی دهیواد رښتینی خدمتګاران او دخلکو د مال ، عزت او ناموس ساتندویان وئ. موږته لوی خدای (ج) دزموږ دغلطیو اواشتبا ګانو سزا راکړه. هیله لرو تاسی خپل دوستان سره یو موټي ، اوموږ ته ددی افت څخه خلاصون راکړئ .
هلته ماته دخدای بخښلي ملګري محمود بریالي هغه خبری را په یاد شوی ، کومی چی شپاړس کاله وړاندی یي د خپلو ملګرو سره یي کړی وی.
ملګری بریالی چی دخپل لارښود ملګري ببرک کارمل په څیر په شخصي ژوند کی ساده ،په هیواد اوخلکو مین او د دوستانو او ملګرو په وړاندی متواضع، زړه وراو دضرورت په وخت کی ډیر قاطع غوڅونکی عمل یي کاوه.
هغه دافغانستان په روڼ اندي غورځنګ کی،دهیواد دپراختیا اودموکراسۍ دټینګښت دمخکښانو له ډلی څخه ؤ،چي دملي دموکراتیکواو هیواد پالو ځواکونویووالی یي دخپلواک ،سرلوړي اوغوړیدلي افغانستان لپاره یواځنی دحل لیاره ګڼله. له همدی کبله ،کله چی دهیواد پریښودلو ته اړ شو، دهیوادبهر یي دخپل ویاړلي ګوند دغړیو،ملي دموکراتیکو
ځواکونو اونوروهیواد پالونکودیو موټي توب په هکله یي نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی، په پای کی یي دخپلو ملګرو اودوستانو سره یوځای دافغانستان دپراختیا او دموکراسۍ ټولیز غورځنګ بنسټ کیښود.
هغه ته خپل هیواد اوخلک ترهر څه ګران وه ،اود ژوند تروروستې شیبو پوری یي ورسپارل شوی دندی په ویاړ او سرلوړی سره سر ته ورسولی.
په پای غواړم ، دملګري بریالي په هکله دهیواد دخپلواکۍ ، خلکوته دسوکاله ژوند اودهرډول ژبني ،مذهبي،سیاسي ،اقتصادي اوتوکمیز نه پرتی ټولنی دجوړیدو دلیاری سرغندوی او مخکښ ملګري ببرک کارمل هغه خبره چی په حیرتانو کی یي کړی وه ،را په یاد کړم چی ویلي یي وه : زه اوس په بري (بریالی) نه یواځی دیو ملګري په توګه بلکه دیو ورور په توګه ویاړم .
په پای کی پداسی حال کی چی دخپلو ګرانو ملګرو( ببرک کارمل او محمود بریالي ) دمړیني دکلیزو له امله ګرانوملګرو محبوبه کارمل اوجمیله ناهید اودکورینو نورو غړیو، دهغوی دلیاری پیروانو ، دوستانو او دافغانستان شریفو او زیارایستونکي ولس ته تسلیت وړاندی کوم ، باور لرم ، هیواد اوخلکوته دچوپړ (خدمت ) دلیاری رښتیني خدمتګاران دهغوی دارمانونو دسرته رسیدو په خا طر به سره یو ځای او په ټولنیز عدالت ولاړی ټولنی دجوړیدولپاره به متین ګامونه واخلي .
ګرانو ملګرو ببرک کارمل اومحمود بریالی روح مو ښاد اوسه
در اين شماره مطالب زير را مي خوانيد :
رهبر خردمند و انقلابی بزرگ
فیروز کوه
دملګرو په یاد
ولي زیارمل
نام ببرک کارمل جاویدانه است، زیرا تودهای مردم آنرا ستوده اند
داکتر آرین
در قاموس حقیقت یابی دروغ و ریا جا ندارد!
فخر زاد
جوانان افغان در ترازوی فرهنگ
وحید احمد جلال زاده
چين نقش مهمي در اقتصاد جهاني دارد
فرزاد بهنام
شور عشق
محمدقاسم دهاتی
و مطالب جالب و خواندني ديگر...
December 8th, 2008
برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
- حوت 1389 شماره دوازدهم سال هشتم
- میزان و عقرب سال 1389شماره هفتم و هشتم سال هشتم
- اسد و سنبله1389شماره پنجم و ششم سال هشتم
- جوزا و سرطانشماره سوم و چهارم سال هشتم
- حمل و ثور 1389 مارچ و اپریل 2010شماره اول و دوم سال هشتم
- جنوری و فبروری2010شماره یازدهم و دوازدهم سال هفتم
- عقرب و قوس 1388اکتبر و نوامبر2009شماره هشتم و نهم سال هفتم
- سنبله و میزان 1388اگست و سپتامبر 2009شماره ششم و هفتم سال هفتم
- سرطان و اسد 1388جون و جولای 2009شماره چهارم و پنجم سال هفتم
- جوزا1388 مي2009شماره سوم سال هفتم ماهنامه مشعل
- حمل و ثور 1388 مارچ و اپريل 2009 شماره های اول و دوم سال هفتم ماهنامه مشعل
- حوت 1387 فبروری2009 شماره دوازدهم سال ششم
- دلو1387جنوری2009شماره یازدهم سال ششم
- جدی1387دسامبر2008شماره دهم سال ششم
- قوس 1387نوامبر2008 شماره نهم سال ششم ماهنامه مشعل
- میزان و عقرب 1387شماره هفتم و هشتم سال ششم ماهنامه مشعل
- اسد و سنبله 1387شماره پنجم و ششم سال ششم ماهنامه مشعل
- سرطان1387جون2008شماره چهارم سال ششم ماهنامه مشعل
- جوزا 1387 مي2008 شماره سوم سال ششم ماهنامه مشعل
- حمل و ثور 1387 مارچ و اپريل 2008 شماره های اول و دوم سال ششم ماهنامه مشعل
- حوت1386 فبروری 2008شماره دوازدهم سال پنجم ماهنامه مشعل
- دلو1386 جنوری 2008 شماره يازدهم سال پنجم ماهنامه مشعل
- جدی 1386 دسامبر 2007شماره دهم سال پنجم ماهنامه مشعل
- قوس 1386 نوامبر 2007شماره نهم سال پنجم ماهنامه مشعل
- عقرب 1386 اکتبر 2007شماره هشتم سال پنجم ماهنامه مشعل
- ميزان 1386 سپتامبر 2007 شماره هفتم سال پنجم ماهنامه مشعل
- سنبله 1386 اگست 2007 شماره ششم سال پنجم ماهنامه مشعل
- سرطان و اسد1386 جون و جولای 2007شماره های چهارم و پنجم ماهنامه مشعل
- جوزا1386 مي 2007 شماره سوم سال پنجم ماهنامه مشعل
- ثور1386 اپريل 2007 شماره دوم سال پنجم ماهنامه مشعل
- حمل 1386 مارچ 2007 شماره اول سال پنجم ماهنامه مشعل
- حوت 1385 فبروری 2007 شماره دوازهم سال چهارم ماهنامه مشعل
- جدی و دلو1385 دسامبر 2006 و جنوری 2007شماره های دهم و یازدهم سال چهارم
- قوس1385 نوامبر 2006شماره نهم سال چهارم ماهنامه مشعل
- عقرب1385 اکتوبر 2006شماره هشتم سال چهارم ماهنامه مشعل
- ميزان1385 - سپتامبر 2006شماره هفتم سال چهارم ماهنامه مشعل
- سنبله1385 - اگست 2006شماره ششم سال چهارم ماهنامه مشعل
- اسد1385 - جولای 2006شماره پنجم سال چهارم ماهنامه مشعل
- سرطان 1385 جون 2006 شماره چهارم سال چهارم ماهنامه مشعل
- جوزا 1385 -مي 2006شماره سوم سال چهارم ماهنامه مشعل
- ثور 1385- اپريل 2006 شماره دوم سال چهارم ماهنامه مشعل
- حمل 1385- مارچ 2006 شماره اول سال چهارم ماهنامه مشعل
- حوت 1384 - فبروری 2006شماره دوازدهم سال سوم ماهنامه مشعل
- دلو 1384 - جنوری 2006شماره يازدهم سال سوم ماهنامه مشعل
- جدی 1384 - دسامبر 2005شماره دهم سال سوم ماهنامه مشعل
- قوس 1384 – نوامبر 2005 شماره نهم سال سوم ماهنامه مشعل
- عقرب 1384-اکتوبر2005شماره هشتم سال سوم ماهنامه مشعل
- ميزان 1384- سپتامبر 2005شماره هفتم سال سوم ماهنامه مشعل
- سنبله 1384 - اگست 2005شماره ششم سال سوم ماهنامه مشعل
- سرطان 1384- جون 2005شماره چهارم سال سوم ماهنامه مشعل
- اسد 1384-جولای 2005شماره پنجم سال سوم ماهنامه مشعل
- جوزا 1384-مي 2005شماره سوم سال سوم ماهنامه مشعل
- حمل 1384- مارچ 2005شماره اول سال سوم ماهنامه مشعل
- ثور1384 - اپريل 2005شماره دوم سال سوم ماهنامه مشعل