لوبې نه، يوه رښتيانی جگړه ده
                                                                       دستگېر خروټی    دستگېر خروټی

 په پاکستان کي دموکراسي د بنسټ پالنې له وېرې جنرال ته پناه ور وړې ده.  

د جگړې په هکله جنرال کلايوزويتس Clausewitz وايې:
»  جگړه په نورو وسايلو د سياست ادامه دی.«  د وخت په تېريدو او د جگړېز تخنيک په پرمختگ سره جگړې زياته او په زياته توگه گواښونکي بڼه غوره کوي او د قربانيانو ډېره برخه يې ملکي خلک جوړوې. د افغانستان په جگړو کي د قربانيانو لويه برخه ملکي خلک دي او په روانه جگړه کي د ملکي خلکو د وژلو کچه لوړه ده. له هوا څخه را لويدونکی بم او د توپ گولۍ ددې پروا نه کوي چي د چا په غاړه کلاشينکوف او د چا په اوږه چارې ده. د جگړې په هکله په دنمارکی ليکسيکون کي په جگړو کي د ملکي خلکو د قربانيو په هکله داسي ويل کېږې: “ د منځنيو پېړيو په جگړوکي د ملکي خلکو قربانېو٢٪ جوړلوله. په لمړۍ نړيواله جگړه کي د ملکې خلکو قربانې ۴٠٪ پورې جگه شوه او په دوهمه نړيواله جگړه کي دا فيصدي له ٥٠٪ پوري لوړه شوه او د ويتنام په جگړه د ملکي خلکو قربانې تر ٧٥٪ پوري وه”.
 د جگړې په هکله، د جگړې د تارېخ په هکله، د جگړې د لاملونو په هکله او د جگړې د ډولونو په هکله ډېرې ليکنې او څېړنې شوې او کېږې. د قومونو او ملتونو ترمنځ جگړه نوی شی نه دي. د بشر د پيدا کيدو سره جوغت جگړې موجودې وې او د بشر تارېخ له رنگانگ لويو او وړو جگړو ډک دی.  تر اوسه بشر ددي وس نه دی پيدا کړی چي په جگړه غلبه وکړې او ددې خبرې کول هم گران کار دی چي کله به بشر ددې وس پيدا کړې چي د جگړې په ستونزه غلبه وکړې.
جگړه، جگړه ده او په هره بڼه چي وي عادلانه نه ده. د “ عادلانه جگړې” عبارت اول ځل د اگوستين  له خوا په کار ولويد او د هغه موخه داوه چي اوږدو او وینې تويونکو صليبې جگړو ته قانونيت ورکړې او وروسته وروسته کمونستانو د منځنيو پېړيو دي عبارت او د مذهبې مشردي حکم ته نه يوازي په خپلو تگلارو او ليکنوکي پراخ ځای ورکړ، بلکې د Saint Thomas Auqustine په شان يې ددې عبارت په کارولو سره خپلو جگړوقانونيت ورکاوه.
 جگړه ددې له پاره دی چي اقتصادي موخې تر لاسه شي. جگړه ددې له پاره دی چي سياسي موخې تر لاسه شې. جگړه ددې له پاره دی چي خاوره تر لاسه کړې. جگړه ددې له پاره دي چي دا د انسانانو دغه ډله د انسانانو هغه بله ډله په خپله ولکه کي راولې او ورباندي حکومت وکړې. جگړه ددې له پاره دی چي دا او يا هغه مذهب او يا دا او هغه ايديولوژې واکمنه شي، کوم چي د ټولو ستونزو د حل کولو وعده ورکوي او په دي ډول  جگړو کي گډون کول د ټولوپه مکلفيت بدلېږې. هغه جگړې چي ايديولوژيک موخې لرې او جگړې ته د ايديولوژې پوسيله قانونيت ورکول کېږې له لويو گواښونو، وژنو او ړنگونو ډکې جگړې دې. د بيلگې په توگه د هيتلر جگړه يادولی شو. د ايديولوژيک جگړو يوه گواښوونکې ځانگړتيا دا هم دي چي د نړۍ دا او يا هغه بله برخه د دنړۍ په مرکز بدلوي او نور بايد له دي مرکز څخه پېروي کولو ته اړ شي. ددي ډول مرکز جوړولو ښه بيلگه د شوروی د وخت  مسکو يادولی شو.
همدارنگه کله چي په جگړه کي ايديولوژيک او مذهبې لاملونه رول تر سره کوي جگړه نه يوازي په ژوره توگه بې رحمه او ضد انسانې بڼه پيدا کوي، بلکي حل ته رسيدل يې هم له لويو ستونزو سره مخامخ کېږې. دا ډول جگړې د لسېزو له پاره روانې وي. په اروپا کي مذهبې جگړې ډيرش کاله روانې وي. د فلسطېن او اسرايلو تر منځ په جگړه او شخړه کي  مذهب  له دواړو لورو پېاوړی رول لرې او له دواړو لورو مذهبې بنسټ پالان  دې چي ستونزه يې پېچېلې او اوږده کړې ده.
پورته د جگړې او په تېره بياد ايديولوژيک جگړې په هکله  لنډه يادونه ددې له پاره وشوه چي په افغانستان کي د جگړې د لاملونو د پېږندنې په کار کي را سره مرسته وکړې.
د افغانستان د جگړې په هکله نه يوازي له افغانانو سره پوښتنه شته دي، بلکي نړيوال هم په دي هکله پوښتنه لرې. په افغانستان کي له هر چا سره دا پوښتنې شته دي. په دي هيواد کي ولې جگړه ده؟ دا جگړه به کله ختم کېږې او ددې جگړې لاملونه څه دي؟
ما په تېره ليکنه کي دا پوښتنه را پورته کړه چي راځې د جگړې او د هغې د لاملونو په هکله بيا او بيا کتنه وکړو.
يو څل د جگړې موخه دا وه  چي انقلاب ضد انقلاب او ضد انقلاب انقلاب مات کړې. بيا موخه د شوروري د يرغل ختم کول وو. شوروی ولاړ او يرغل هم ختم شو.  ورپسي انقلاب مات او د يوه گوند واکمنۍ هم ړنگه شوه. خو جگړه ختمه نشوه. بيا د واک په سر يوه کورنۍ جگړه پېل شوه. دې جگړې له يوې خوا په هيواد کي د ځنگل قانون واکمن کړ او له بلې خوا دا جگړه د بلې هرې جگړې په پرتله وژونکۍ، وينې تويونکې او ړنگونکې وه. دې جگړې د طالبانو د راتگ لاره همواره کړه او هغوې ددې له پاره جگړه کوله چي يوه اسلامې اداره جوړه شي. يوه اسلامې اداره هم جوړه شوه خو د جگړې لمبې هماغه شان بلې پاتې وې. بيا د طالبانو د واکمنۍ د راپوزولو له پاره جگړې نوې بڼه او نوی زور واخيست او افغانستان ته امريکايې او نورې بهرنې لښکرې راغلې دا ځل  هيلې او اميد دا وه چي په افغانستان کي به نوره جگړه نه وې او سوله به  بريالې شې. په دي هکله نه يوازي له افغانانو سره بلکې په نړۍ  کي هم له ډېرو سره  د سولې له پاره ورته  هيلې پيدا شوې. دي کورنيو او بهرنيو هيلو د يوه ثبات لرونکی او سولېز افغانستان په لور کتل. خو له بدهرغه  جگړه همداسي روانه ده او افغانان د پرون په شان  د جگړې په اور کي سوځې. اوس بيا ددې له پاره جگړه دی چي دلته امريکا او ناتو راغلي دي، خو ددي خبرې بشپړ ډاډ شته دی چي ددې ځواکونو په وتلو هم جگړه نه ختم کېږې  جگړه به همداسي روانه وي. نه يوازي جگړه به روانه وي، نه يوازي به يوه بله کورنۍ جگړه پېل شی، نه يوازي به بيا افغانستان ته وحشت را وگرزی،‏ بلکې ددې پېاوړې او عملي امکانات شته دي چي افغانستان به د هيواد په توگه د نړۍ په سياسي نقشه کي له منځه ولاړ شي. 
 ددې ډول يوې جگړې لاملونه څه دي؟
په افغانستان کي له بده مرغه د ثور په اومه  د واک د ترلاسه کولو چاره په ډېره راديکاله توگه تر سره شوه چي دا پخپله د جگړې لامل شو. د لنډې مودې له تېريدو وروسته جگړې پېچلې بڼه غوره او په جوړښت او عمل کولو کي يې ايديولوژيک، اقتصادي، سياسي او جيوپولتيک لاملونه را ونغاشتل شول.  په جگړه کي د لاملونو او خواو ډېروالې ددې عملې امکانات منځ ته راوړو چي له يوې خوا جگړه اوږده او له بلې خوايې حل هم ستونزمن شي.لکه چي پورته ياده شوه په جگړه کي لوري او خواوي بدلې شوې. څېرې، تگ لارې او سياستونه هم بدل شول، خو يو لوری او يو لامل  بې بدلونه پاتې شو او هماغه شان دی چي پرون وو. دا لوری  پاکستان  دی او دا لامل هم جيوپولتيک لامل دی چي زړی يې د “ ډيورند کرښه” ده. پاکستان هماغه تگلاره او هماغه سياست چلوې
چي پرون يې چلاوه. د روانې جگړې لمبې هم د پرون په شان د پاکستان له لوری را پورته کېږې. جگړه  له هماغه لوری پلان کېږې، له هماغه لوری زور اخلې او له هماغه لوری يې لاښوونه کېږې.
په تېره ليکنه کي د جگړې  د ايديولوژیک او جيوپولتيک لاملونو په هکله يادونه وشوه. دلته به يو ځل بيا د  جگړې ددې لاملونو په هکله لنډه شانته يادونه وکړم.
په افغانستان کي روانه جگړه پېاوړي ايديولوژيک او جيوپولتيک لاملونه لري او دا دوه  د جگړې په کار کي په يو بل ډډه لگوي او يوبل ته د مرستې لاسونه ورکوي.  دواړو ايديولوژيک او جيوپولتيک لاملونو ته د الهام او ځواک ورکولو مرکز پاکستان دی. پاکستانې مولاناگان د جگړې ايديولوژيک برخه لمسوې او ځواک ورکوي او پاکستانې جنرالان د جگړې د جيوپولتيک لامل تر شا ولاړ دي. کولاي شو ووايو روانه جگړه  د افغانستان په ضد د پاکستان د مذهبې بنسټ پالنې او جنرالانو گډه جگړه ده او همدا دوه  مذهبې بنسټ پالنه او جنرالان دپاکستان د سياسي سيستم بنيادونه هم جوړوې او د سياسي ډگر لوبغاړې او د پريکړو واک ورسره دی. که موږ داسي وانگېرو چي په پاکستان کي به دموکراسي راشي او د موجودو ستونزو په حل کي به مرسته وکړې په يوه لنډه موده کي دا ډول يوه  انگېرنه د واقعيت په ځای ارمانگرې ته پاتې کېږې. په پاکستان دموکراسي د  بنسټ پالنې له وېرې جنرال  ته پناه ور وړې ده. په بل عبارت دموکراسي د ملا له ډاره نېزې ته پناه وروړې. په پاکستان کي اوسمهال  دموکراسي الترناتيف نه دی، خو دموکراسي په دې پوهېږې که  بنسټ پالنه واکمنه شي  د تباهې په لور به د ځان او پاکستانې ټولنه لارښوونه وکړې. د پاکستان ميليونې ټولنه د جنرال او ملا په يرغمل بدله شوې ده. په پاکستان کي انتخاب د دو تر منځ دي او دا دوه جنرالان او بنسټ پالنه دي درېم الترناتيف نشته دی او که وي هم ددې دو له جملې به په يوه تکيه کوي.
په افغانستان کي روانه جگړه د خپلو لاملونو برسېره خپل پېاوړي تاثيرات او پايلې هم لري، کوم چي په خپل وار د جگړې له چارې سره مرسته کوي. دجگړې تاثيرات خوارې او بې وزلې دي، د جگړې تاثيرات جنگ سالارې او ترياک دي، د جگړې تاثيرات مهاجرت او بې کورې دي. د جگړې تاثيرات بې باورې، وېره، ډار او ډاډ نه درلودل دي.


د جگړې ايديولوژيک لامل


د جگړې دا لامل ښکاره،  پياوړی او نړيواله بڼه لري او په افغانستان کي روانه جگړه د نړيوالې ايديولوژيکې جگړې يوه برخه ده او معلومه نه ده چي دا به کله ختم کېږې. ددې لامل حل يوازي د افغانستان ستونزه نه دی. دا نړيواله او په تېره بيا د اسلامې نړۍ ستونزه ده او دا هم معلومه نه دې چي نړۍ کله او څه ډول په دي ستونزه غلبه کوي. د جگړې ايديولوژيک لامل د اوږدې مودې او څواړخېز حل غواړې او همدا لامل دی چي افغانستان ته يې بهرنې ځواکونه راوستې دي. د طالبانو جگړه يوه ايديولوژيک جگړه ده. طالبان خپله جگړه د کفر او اسلام جگړه بولې او په دي جگړه کي د القاعده  په مرستو تکيه کوي. ملادادواله په خپله وروستې مرکه کي وايې:
»  سازمان القاعده با ما دوستې خوبې دارد و ما آن را دوست و برادر خود مى دانيم و ايدئولوژى و افكار ما يكى است. ما با آنها رابطه خوبې داريم و هميشه در تماس هستيم به طورى كه مى توانم بگويم روابط ما در بهترين حالت است. ... بله هرگاه كه به آنها نياز پيدا كنيم از آنها تقاضاى كمك مى كنيم. مثلاً انفجارهايې كه انجام مى دهيم از آنها ياد گرفته ايم و عمليات هاى ديگر را هم از آنها مى آموزيم. ميان ما و آنها و مجاهدين عراقى به اصطلاح بده و بستان حاكم است. ما يكديگر را حمايت مى كنيم و پشت هم را مى گيريم ...چه بسا برخى از آنان در عمليات انفجارى شركت داشتند.«   دا مطلب له اريايې ویب پاڼې څخه اخستل شوی.

 

د جگړې جيوپولتيک لامل او د پاکستان بريالې جگړه


   د جگړې جيوپولتيک برخه نه يوازي د جگړې له هماغه پيله بيا تراوسه پوري خپل پياوړی رول ته ادامه ورکوي، بلکې همدي جيوپولتيک لامل افغانستان  د لويو او يو په بل پسي غمېزو په لور ور ټيله کړ.
 د جگړې دا لامل  نړيواله بڼه نه لري  دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې او يا د ډيورند د کرښې ستونزه ده. دا لامل سره ددې چي په روانه جگړه کي د ښکاره توجيه کونکی رول نلري، خو همدا لامل دی چي جگړې ته لوری ورکوي. جگړه تمويل کوي او نه پرېږدې په افغانستان کي سوله او ثبات راشي. پاکستان له هماغه اولې ورځې د جيوپولتيک لامل په ځای له دين څخه  د افغانستان په ضد د جگړې د توجيه کولو د وسيلې په توگه کار اخلې او په دي لاره کي لاس ته راوړنې او بري هم لري.
جگړه اسانه پيل کېږې، خو ستونزه د جگړې په ختم کولوکي ده. يو هيواد ته د لښکرو ننوتل هم اسانه کار دی، خو ستونزه يې په وتلوکي دي. د افغانستان تجربې هم د همدې واقعيتونو د سموالې ملاتړ کوي. خو له افغانستان سره د پاکستان جگړه په بشپړه توگه بل ډول جگړه دی. لسېزې کېږې چي پاکستان له افغانستان سره په جگړه اخته دی او په دې جگړه کي پراخې لاس ته راوړنې او لوی بری هم لرې، خو نه تلفات ورکوي او نه
يې کور او ښوونځی سوزې او نه خپلې لښکرې د جگړې ډگر ته لېږې. پاکستان نه د نورو په شان افغانستان ته خپلې لښکرې ننباسي او نه له دي هيواد څخه د خپلو لښکرو د وتلو ستونزه لري. پاکستان په دي جگړه کي په خپله له افغانانو لښکر جوړکړی او د همدی لښکر پوسيله خپلې موخې لاس ته راوړې. د همدي لښکر پوسيله افغانان وژنې، کور يې ورته ړنگوې، ښوونځې او کلنيکونه يې سوځوې، زده کونکي او ښوونکي يې وژنې او ددې ړنگ شوی هيواد د جوړولو مخه نيسي.


اصلې ستونزه څه شی دی؟

اصلې ستونزه د ډيورند کرښه ده. دا د افغانستان په وجود کي "Achilles' heel"  د اشيل پونده ده. له بده مرغه افغان حکومتونه له هماغه پيله په دي هکله يوه سمه او مشخصه سياسي استراتژی نه لري. کله په دي هکله سياست او چلند په سندرو او شعارونو تکيه کوي، کله بيا يوازي پارونې او لمسونې کوي او کله بيا له دې ستونزې په څنگ تېرېږې او د گوتو له منځه ور ته گوري. کله بيا دا ستونزه د ممنوعاتو قلمرو ته ور ننوزي او خبرې کول ورباندي حرام شمېرل کېږې. اوسنی حکومت هم په دې هکله روښانه تگلاره نه لري او داسي ښکارې چي له ستونزې تېښته کوي. له دې ستونزې تيښته نشته. دا ستونزه چي د ډيورند کرښه  ورته ويل کېږې دا ډول يوه ستونزه ده چي له ستونزې يې تاثيرات لوي او پېاوړې دي.  که له ستونزې وتښتې له تاثيراتو به يې څه ډول تيښتې. اوس هغه وخت راغلی چي دا ستونزه حل شي. د ډيورند کرښه د جگړې د جيوپولتيک لامل زړی جوړوي. ددي مسلې حل به د جگړې د ايديولوژيک لامل رنگ هم ور زېړ کاندي او طالبان به دي ته اړ شي چي خبرو ته کينې او د جگړې په ځای د سياست لاره غوره کړې. ددې ستونزې د حل تر ټولو ښه فرصت همدا اوس دی. له افغانستان سره دنړۍ پراخه خواخوږې شته دي. له دی فرصت څخه گټه اخستل په کار دي.
له پاکستان سره رغنده او په اصلې ستونزې خبرې کول په کار دي.  تر اوسه  د دواړو هيوادونو تر منځ ديپلماتيکو سفرونو او د هغوې تر منځ خبرو او مذاکرو ددې ستونزې د حل او يا ددې ستونزې د حل په لور کومه لاس ته راوړنه نه لرې. 
 که د افغانستان لمړی د ولس له خوا ټاکل شوی ولسمشر ددې ستونزې حل ته اقدام نه کوي نو به يې څوک کوي؟  هغه وخت تېر شوی چي دې ستونزې ته د گوتو له منځه وکتل شي. دا هغه ستونزه چي افغانستان يې د غمېزو، تراژديو، جگړو او د اور د لمبو په لور ټيله کړی او همدا ستونزه وه چي افغانستان يې د شوروی غېږې ته وروغورزاوه. د ډيورند د کرښې ستونزه او يا د جگړې دا جيوپولتيک لامل بايد غوڅ شي. ددې لامل غوڅيدل کولاي شی د راتلونکو گواښونو او جگړو په وړاندي افغانستان خوندي کاندي.
بې له شکه د ښاغلی ولسمشر په اوږو ډېر لوی تارېخې بار پروت دی او له گواښونکو دندو سره مخامخ دی، خوکله چي يو سياسي  مشر په داسي حالت کي د لويو موخو د تر لاسه کولو هڅه کوي گواښ منل هم ور سره شته دي. په دي هکله فرانسوي پوه ارنست رنان وايې: » هغوې چي کم گواښ منې، کم لاس ته راوړې«  د ډيورند دکرښې په هکله په بې سارې چټکې سره د نامعلومو او نامشخصو سياستونو او چلندونو وخت په تېريدو دی. روان حالت په دي هکله د يوه روښانه او مشخص سياست غوښتنه کوي. که دا ستونزه نن نه حل کېږې نو کله به حل کېږې. که دولت  د پرون په شان ددې  کرښې د نه منلو تگلارې ته ادامه ورکوي. د حل بله لاره کومه ده او څه کول په کاردي او دا کار به  کله، څه ډول، په کومو وسيلو او په کومو امکاناتو تر سره کېږې؟  په هغو مسلو کي چي د ميليونونو خلکو برخليک پوري تړلی وي يوازي مخالفت کول کافې کار نه دی او مخالفت کول د مسلې له حل سره مرسته نشي کولاي. د مخالفت په صورت کي مهمه خبره د الترناتيف وړاندي کول دي.
      افغان ټولنه هغه پرونې ټولنه نه دی. افغانې ټولنه د پرون په شان له سياست  څخه بيگانه ټولنه هم نه ده. دا ټولنه په سياست او پيښو د تاثير درلودلو غوښتنه لرې. دا ټولنه د ستونزو په هکله د دولت د روښانه او ښکاره تگلارو غوښتنه کوي. ددې ټولنې هر اوسيدونکي په خپلو هډوکو، سلولونو او حجراتو ددې کرښې په هکله د نامعلومو، پارونکو او انتظار ايستونکو سياستونو پايلې احساس کولاي شي، کومې چي په بې سارې توگه  سوزونکې او وژونکې دي. ټولنه په دې خبره هم پوهېږې چي دلته لوبې نه، بلکې جگړه ده.  يوه رښتنې جگړه، يو ريښتنی وحشت، چېرې چي وینې توېږې، چېرې چي بمونه اورې، چېرې چي توپونه غرېږې، چېرې چي انسانان حلالېږې، چېرې چي له تن څخه سرونه  جلا کېږې، چېرې چي ښوونځې سوزول کېږې او چېرې چي ماشومان او ځوانان په دي گناه وژل کېږې چي زده کړه کوي.
 خلک پوښتنه کوي:  د څه له پاره؟    
                                          

 

 


February 4th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی