د هند نفوذ : د پاکستان پلپسې پلمې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

پاکستان ، کابل کې د ملي مرکزي دولت د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره ، بېلا بېلو پړاوونو څخه تېر شوی او ډول ډول چلوټې يي په لار اچولي چې اوسنۍ هغه يي افغانستان کې د هند د نفوذ پلمه ده ! 

پاکستان یوخوا په هند کې د ځینو ناسیونالیستي کړیو له دې اندتوګې « طرز تفکر»  څخه اندښنه لري  چې وايي پاکستان څه داسې هېواد نه دی چې تاریخ ولري بلکې د سیمې او هندوستان د نارامۍ په موخه ، انګریزانو په ۱۹۴۷ کال د لوی هند له خاورې بېل کړی او د هند د خاورې یوه برخه ده او بلخوا د کشمیر پر سر تل له هند سره په شخړه کې دی . همدارنګه پنجاب افغانستان سره هم د پښتونستان پر سر تاریخي بوخڅه لري ( ۱) او د بلوچیستان خپلواکۍ غورځنګ  سره ابدي لاس وګریوان دی. یانې پاکستان لویدیځ اړخ ته له افغانستان او په ختیځه پوله له هند سره په تلپاتې او ناعلاجه کړکېچ کې ښکېل دی !

د ستراتیژۍ او ژیوپولیتیک له مخې پاکستان سیمي ته د دایمي کړکېچ په موخه او پر افغانستان ، هند او نورو هېوادو باندې د ګواښ او ټوپ د یوې تمبړې په توګه رامنځته شوی دی .

د کشمیر پرسر هند سره مقابلې لپاره پاکستان تل ، افغانستان ته د ستراتیژیک ژورغالي « عمق » پتوګه سترګې نيولي او د ډیورنډ تپلې کرښې د منلو او د پښتونستان د هضمولو لپاره په کابل کې د لاسپوڅي او ګوډاګي ادارې په لټه کې بوخت پاتې شوی دی !

 موږ باید د پاکستان شپيته کلن تاریخ او د هغه راتلونکې همدغو اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره تر کتنې لاندې ولرو .

پاکستان د ۱۹۹۲ کال مخکې ، د افغانستان له ټولو دولتونو سره په دې پلمه بدې اړیکې درلودې چې بویا افغانستان د پخواني شوروي تر اغیز لاندې دی !  هغه مهال هم  پاکستان د انګریز د میراثخور پتوګه افغانستان د خپل نفوذ سیمه ګڼله .حال دا چې د بحث موضوع دا نه وه چې ایا افغانستان د شوروي تر اغیز لاندې و او یا کنه بلکې دا د افغان دولتونو او پخواني شوروي تر منځ خبره وه او پاکستان ته پکې د لاسوهنې هیڅ قانوني حق نه و ترلاسه  !

دا چې د سړې جګړې پر مهال پاکستان ځانته دا حق ورکاوه چې د سینتو او سیاتو په پوځي تړونونو کې ښکېل او تر پایه د لویدیځ په پښو کې پریوتی وي ، افغانستان هم حق درلود چې د یوه خپلواک او ناپېیلي هېواد پتوګه د پخواني شوروي په ګډون له هر هېواد سره چې زړه يي وغواړي اړیکې ټینګې او راکړه ورکړه ورسره ولري . خو پاکستان هغه مهال دې وسلې نه په کابل کې د مرکزي او ملي حکوتونو په کمزوري کولو کې زیاته ګټه اخیستله .

ددې اړیکو پریکون د پاکستان لپاره لنګه غوا شوه . راځۍ یوه بېلګه راواخلو ، په ۹۰ ومو کلونو کې کله چې پاکستان کې روزل شوي جهادي تنظیمونه لکه ملخان پر کابل راپرېوتل ، د شوروي ساخت ټول افغاني تاسیسات چې د هېواد ملي شتمني او بیت المال ګڼل کېدل لکه د جنګلک او ننګرهار کانال اوسپنې ، د ملي اردو شوبلې ، ټانکونه او الوتکې او د هېواد د اوسیدونکو شتمنۍ او ملکیتونه ، یو په یو پاکستان ته یووړل شول او د پاکستان دولت دا ټول هغه هضم کړل !

د څو لسیزو لپاره پنجاب ، د خپلواک افغانستان او پخواني شوروي ترمنځ اړیکي چې یوازې يي  په نوموړو دوو هېوادو پورې اړه درلوده ، د یوې پلمې پتوګه افغانستان سره د اړیکو د خرابتیا په موخه وکارولي !

همدارنګه د هند او افغانستان تاریخي او ښې اړیکې هم پاکستان نه شوې لیدلای ! پاکستانۍ دغه ډرامه چې افغانستان ولې هند ته په جلال اباد او کندهار کې کونسلګرۍ ورکړي زوړ تاریخ لري او دلته هم پاکستان هر وار دې وسیلې نه د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو د خړولو په موخه کار اخیستی دی.

دا چې اوس افغانستان غواړي د خپل هېواد په بیا ودانۍ کې چې د پاکستان چلوټو او یرغلونو په کنډواله بدل کړی د هند په ګډون له هر هېواده مرسته واخلي د پاکستان په زړه نه ځاییږي ! . هند له ۲۰۰۱ کال روسته افغان دولت سره ، څه لپاسه ۱۲۰۰ میلیونو ډالرو مرسته کړی ، له دې کبله په پاکستان کې جوړ شوي ترهګر ، افغانستان کې هندي ډاکټران ، انجینران ، کارګران او سوداګر په نښه کوي او له منځه يي وړي . دلته له پاکستانه پوښتنه کیږی که هند  افغانستان ته ۱۲۰۰ میلیوه ډالر مرسته ورکوي ، نو پاکستان چې یو خوا يي افغانستان ویجاړکړی او بلخوا ځانته د اسلام ټيکدار وايي ولي د اسلامي افغانستان سره له کافرهنده زیاته مرسته نه کوي ؟ !

په افغانستان کې د ناټو او ایساف د ځواکونو شتون هم چې د ملګرو ملتو د پریکړو پر بنسټ ، څه مهال لپاره افغانستان سره د مرستې په موخه راغلي ، د پاکستان پر زړه نه ځاییږي . که چیري د ناټو په ملاتړ افغان اردو چې د پاکستان او افغانستان د نورو دوښمنانو لخوا ړنګه شوې بېرته پر پخپلو پښو دریږي د افغانستان په اړه د پاکستان له ستراتیژۍ سره ټکر کوي او دا هغه څه دی چې پاکستان يي لیونی کړی دی . پاکستان اوس د ترهګرو په مټ له ناټو سره ډغرې وهي او غواړي د ناټو ملاتړ له افغانستانه واخلې ترڅو خپلو تاریخي موخو ته ورسیږي .

په دې توګه د ناټو او ایساف پر وړاندې غوغا چې په ښکاره  د ترهګرو په وسیله جوړه شوې تر شا يي پاکستاني واکمنان ځای لري !

نن سبا پاکستان ، د افغانستان او پخواني شوروي او د افغانستان ــ ناټو او ایساف  ترمنځ د اړیکو پر سر پلمې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر سر پلمو ته انتقلوي او پنجاب پوهیږي چې دا ځل شمال له دیخوا لګیږي .        

« پاکستان غواړي د حقاني له شبکې ګټه پورته کړي او هغه له ولسمشر کرزی سره د روغې جوړې خبرو ته کښینوي څو په دې ډول په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي. اسلام اباد دا اندیښنه لري چې د راتلونکي میلادي کال له جولای وروسته که چیرته امریکایي عسکر له افغانستانه وتل پیل کړي هند هلته خپل نفوذ زیات نه کړي. (۲) »

دا چې پاکستان د کومو نړیوالو اصولو پر بنسټ ځانته حق ورکوي چې افغانستان کې د هند د راتلونکي احتمالي نفوذ د مخنیوي په پلمه د خپل هېواد دننه ترهګر وروزي او مخکې له مخکې يي په افغانستان کې ځای پرځای کړي د حیرانتیا  او پوښتنې وړ خبره ده .

له بده مرغه د شپيته کلونو راهیسې د پاکستان په ای ایس ای او پوځي زیرمتون کې د افغانستان په وړاندې چلوټې کله په دې او کله په هغه پلمه جوړیږي او تر څو چې پاکستان شتون ولري دا لړۍ به همداسې جاري و ي !

او زړه دردونکې دا ده چې دې غوغا زموږ ډېر ساده زړي افغانان تېرایستلي دي !

څرګندونې :

(۱)بوخڅه :  له بوختېدل کړنوم ( مصدر ) څخه اخیستل شوی ، ستونځه ، ربړه ، کړاو ، ښکېلتوب ، کړکېچ ، پریوتۍ ، کېوتګ ، کېوته

اخځونه :

(۲) تاند بریښناپاڼه

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۲۵ مه

 


July 25th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی