د ایران نوی فشار
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

د وران کال د لېندۍ میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ۱۱ ډلې هېوادونو پرېکړه، څو د ایران پر نفتو بندیزونه ولګوي. د ۱۱ ډلې په هېوادونو کې د امریکا، روسيې، جاپان او ځینو اروپايي هېوادونو برسېره عربي متحده امارات او سعودي عربستان هم شامل دي. باید و ویل شي، چې سعودي عربستان د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د نفتو صادرونکی هېواد دی او همدا راز عربي متحده امارات هم د نفتو په صادراتو کې لوړ ځای لري.

د لوېدیځ هېوادونو له لوري سعودي عربستان او عربي متحده امارات د دې لپاره په دغه ډله کې زیات شوي، څو د ایران پر تیلو له بندیز لګولو څخه وروسته دغه دوه هېوادونه د ایران ځای ډک کړي. البته ایران هم د نړۍ په کچه د تیلو څلورم ستر صادرونکی هېواد دی.

د دغه بندیزونو له اعلان څخه څو ورځې نه وې تېر شوې، چې د مرغومي په شپږمه نېټه د ایران سمندري ځواکونو د فارس یا عربو په خلیج کې پوځي مانورې پیل کړې، چې د دغه مانورو په پیل کولو سره ځینو عربي هېوادونو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او هغه هم د دې لپاره، چې د دغو مانورو له اساسي ځایونو څخه یو هم د هورمز تنګی وو.

د هورمز تنګي اوږدوالی ۱۵۸ کیلو مټره سور یې له ۵۶ کیلو مټرو څخه تر ۱۸۰ کیلو مټرو رسېږي. د هورمز تنګی د ګڼې ګوڼې له مخې د نړۍ دویم تنګی شمېرل کېږي. د امریکا د انرژۍ د اطلاعاتو سازمان د رسمي معلوماتو له مخې په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې نړۍ ته د اوبو له لارې د ټولو صادرو شوو نفتو څخه دري دېرش سلنه يې له همدي تنګي څخه تېر شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې هره ورځ پنځه لس ملیونه بوشکې تیل د هورمز له تنګي څخه تېرېدل او له دغې تنګي څخه صادرېدونکي نفتو ډېری برخه آسیايي هېوادونو، امریکا او د لوېديځو اروپا هېوادونو ته لېږدول کېږي. همدا راز د جاپان درې پر څلورمه برخه او د چین پنځوس سلنه نفت د هورمز له تنګي څخه لېږدول کېږي.

د خپرو شویو ارقامو له مخې د نړۍ څلوېښت سلنه نفت او همدا راز د فارس (عرب) خلیج د اتو صادرونکو هېوادونو نفت له دغه تنګي څخه تېرېږي.

مخکې مې یادونه وکړه، چې د ۱۱ ډلې هېوادونو د لیندۍ په نهه ویشته نېټه پرېکړه وکړه، څو د ایران پر نفتو بندیزونه ولګوي او ایران هم د فارس یا عرب په خلیج کې د لسو ورځو لپاره د خپلو سمندري ځواکونو مانورې پیل کړې. د دغو مانورو په پنځمه د سه شنبې په ورځ د ایران مرستیال ولسمشر محمد رضا رحیمي خبرداری ورکړ؛ که چېرې د ایران د نفتو پر صادرولو بندیز ولیګېږي، نو ایران به د هورمز تنګی وتړي. همدا راز د ایران د سمندري ځواکونو مشر امیر البحر حبیب الله سیاري د چهار شنبې په ورځ وویل، که چېرې لازمه وي نو د هورمز تنګي تړل دوی ته د یوې پیالې اوبو څښلو څخه هم آسانه ده.

د ایران په واک کې کروز، بالستیک، له ځمکې څخه هوا ته توغندي او همدا راز چټکې کوچنۍ بېړۍ، چورلکې، اوبټل، جنګي بېړۍ، جېټ الوتکې، الوتونکي بېړۍ او نور تجهیزات دي، چې کولای شي د هورمز تنګي په تړلو کې ورسره مرسته وکړي. همدا راز ځينې کارپوهان په دې باور دي، ایران ممکن د هرموز تنګي د بندولو لپاره له ماینونو او یا هم په بار وړونکو بیړیو له مستقیمو بریدونو څخه کار واخلې.

د ځینو سیاسي – اقتصادي کارپوهانو په آند د ایران له لوري د هورمز تنګي تړل به د ایران لپاره کومه ګټه و نه لري؛ ځکه که چېرې د ایران پر نفتو بندیز لګول کېږي د خلیج څنډې هېوادونه به له ایران سره نه وي.

د ایران دغه خبرداري سره جوخت د سعودي عربستان یوه لوړپوړي چارواکي وویل، چې عربستان به د نړۍ په ځانګړي توګه د امریکا او اروپا د نفتو کمښت پوره کړي او د ایران د نفتو پر ځای به سعودي عربستان د خپلو نفتو صادرات ډېر کړي.

د ایراني چارواکو دغو څرګندونو پر وړاندې په بحرین کې مېشت امریکايي سمندري ځواکونو او همدا راز د امریکا دفاع وزیر د ایران دغې کړنې له مخنیوي څخه خبر ورکړی دی.

اساسي پوښتنه دا ده، چې آیا ایران به په رښتیا سره دغه تنګي وتړي او آیا ایران د دغې تنګي د تړلو توان لري؟

اوس مهال، چې د ایران سمندري ځواکونه د فارس (عرب) خلیج په اوبو کې په پوځي مانورو بوخت دي او د دغه مانورو له تر سره کېدو سره جوخت ایراني چارواکو د هورمز تنګي د تړلو خبرداری ورکړی په دې معنی، چې ایران غواړي، څو له نړۍ والو بندیزونو څخه ځان خلاص کړي؛ خو پر وړاندې یې بیا ځینو اروپايي هېوادونو ویلي، چې پر ایران به د بندیزونو لګولو ته زور ورکړي، چې دا خپله ایران له نورو جدي ننګونو سره مخامخ کوي. همدا راز که وکتل شي نو په بحرین، قطر، سعودي عربستان او د فارس (عرب) خلیج کې امریکايي ځواکونه مېشت دي، چې دا خپله د ایران دغه خبرداري پر وړاندې جدي ننګونې دي.

بله ننګونه، چې کولای شو ترې یادونه وکړه، هغه د فارس (عرب) خلیج څنډې ته پراته هېوادونه دي او د دغه هېوادونو د صادراتو او وارداتو ډېری برخه له همدې تنګي څخه تر سره کېږي او په هېڅ صورت کې به دغه هېوادونه پرې نږدې، څو ایران دې دا شان کړنه تر سره کړي. له بل لوري د ایران له لوري د هورمز تنګي تړل د عربي هېوادونو او همدا راز د لوېديځ نړۍ پر وړاندې د جګړې اعلان دی. د ایران پوځي توان ته په کتو سره دغه هېواد هېڅ کله هم له لوېديځو او عربي هېوادونو سره د مبارزې توان نه لري.

ایران په خپلو دا شان څرګندونو او خبرداریو سره غواړي، څو د لګول شویو بندیزونو او همدا راز د هغو بندیزونو، چې ټاکل شوې وروسته پرې ولګېږي کچه را ټيټه کړي؛ خو تر هغه، چې دغه هېواد خپل هسته يي فعالیت نه وي درولی او یا یې نړۍ والو څارونکو ته اجازه نه وي ورکړې، نو شونې به نه وي، چې د دغه هېواد پر وړاندې دې بندیزونه کم شي او د ایران داشان څرګندونې به یوازې لفظي وي او هېڅ کله به هم د دې توان پیدا نه کړي، څو پلي یې کړي.

 کابل

برېښنالیک intezar.safi@gmail.com


December 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی