امریکا خپلی ستونزی دنورو پلاس حلوی
منصور احمدزی منصور احمدزی

 

دارو پا ختیځ کی کړ کیچ

 

المان

۲۹ / ۱۲ / ۲۰۱۲

اوکراین  دختیځی اروپا  هیوادو له جملی او دپخوانی شوروی یوایالت وه نن دلویدیځی اروپا امریکی او روسی دلوبی په تاوده ډګر بدل شویدی  دوګړو شمیره یی (۴۵ )میلونه دی  ختیځه برخه یی صنعتی اود طبعی زیرومو لرونکی  چه ډیر وګړی  یی په روسی ژبه خبری کوی دروسی سره دنږدی والی پلویاندی  اوغربی برخه یی بی وزله او زراعتی دی چه داروپا سره دنږدیوالی پلوی دی او دروسی دګازو نل لیکه هم د اوکراین له لیاری اروپا ته رسیږی چه اروپا خپله څلورمه برخه  ګاز له روسی څخه رانیسی ۰

 داوکراین اوسنی ولسمشر یا نوکویچ یو بډایه او دروسی پلوی دی ارو پا  سره دازاد تجارت لو ظنامه  لاس لیک نکړ ه چه یوه وجه یی هم دروسی فشارونه دی ځکه چه روسیه دا فکر کوی چه داروپا  واردونکی توکی به دروسی بازارپه سیمه کی قبضه کړی روسیه او کراین او دپخوانی شوروی ځینی نور جمهوریتونه له اقتصادی پلوه سره نږدی دی اودروسی تازه هلی ځلی داسی په ګوته کوی چه نور به هم سره نږدی شی  مګر د ا روپا اتحادیه غواړی چه اوکراین باندی زور وا چوی چه دازاد تجارت لوظنامه له ارو پا سره ومنی که چیری یی ونه منی نور دخپل هیواد اقتصاد به خطر سره مخامخ  کړی   ۰

دروسی ولسمشر ولادمیر پوتین دا په ډاګه کړی چه د اوکراین غړیتوب نا تو او ارو پایی اتحادیی کی به مخا لفت وکړی ګر چه روسیه وایی او کراین یو ازاد هیواد دی هغوی پخبله برخه کی تصمیم نیسی  اما سیاسی څیړونکی پدی نظر دی چه اوکراین  دارو پا لپاره مهم او سیاسی شریک ګڼل کیدای شی او کراین دتوا فق نا مو پر ځای  له ارو پا څخه د کمکو نو غو ښتونکی دی  ۰

پدی وروستیو کی اروپایی ا تحادیی خپله نا رضایتی د ما سکودفشارونو  له امله پر اوکراین څرګنده کړی او دالملن صدراعظمی انګیلا مرکل ویلی چه نږدی اړیکی لرل دپخوانی شوروی  له یوه جمهوریت سره روسیه د ځان لپاره تهدید ونه شمیری  ۰              

 غربی هیوا دونو دامریکی په ګډون دا ځل بیا داوکراین په وړاندی  داسی تګلاره خپله کړی چه غواړی  دتیر نارنجی انقلاب په شان  بیا یو انقلاب اوکراین کی را منځ ته کړی مګردا ځل ګرا نه شکاری ځکه د اوکراین مخالفین سر کی کوم پیږندل شوی سیا ستوال  نلری  بله تیر نارنجی انقلاب کونکو خلکو ته خپلی وعدی ( دفساد له منځه وړل ) تر سره نکړی بلکه په خپلو منځو کی سره اړم شوی وه نور ولس ورڅخه په تنګ شواو روسی هم دنارنجی انقلاب مشران تر  فشار لاندی نیولی وه  اوکراینی اوسیدونکو ته دروسی ویزی شرایط ګران کړل  داوکراین څخه یی واردات تقریبا بند کړل  دژمی په موسم کی یی ګازپر اوکراین دپورونو دنه  پری کولو له امله بند کړ   دبل لوری دغرب او روسی اړیکی له مخکی هم سړی تر ستر ګو کیدی چه داکړ کیچ به یی نوری هم سړی کړی

 غرب چه اوس اوکراین کی  ددرانه وزن پخوانی  سوک وهونکی  ویتالی کلیچکوڅخه ملا تړکوی نوموړی یو تکړه سوک وهونکی وه مګر سپورتی اخلاق پکی کمزوری او سیاسی کمزورتیا یی ډیره دی ۰

    داوکراین وګړی دروسی سره دنږدی کیدوپلوی  ندی او په بیړه دناتو ایتلاف او ارو پایی اتحادیی سره هم ندی  کوم لار یونو نه چه فعلا پلا ره اچول شویدی دیو شمیرغرب پلوه سازمانونو او ځینی سیاستمدارانو چه ګټی یی په غرب کی دی دمالی ملا تړ پواسطه وګړی کوڅو ته را ایستلی دی ۰               

داوکراین صدراعظم دیوی کودتا وړاندی وینه کړی  او روسی ویلی چه داوکراین د نا ارامیو تر شا بهرنی لاسونه لیدل کیږی   بیا دروسی دبهرنیو چارو وزیر سرګی لوروف ویلی چه ماسکو داسی ګڼی چه داوکراین اوسنی پیښی مخکی له مخکی دجوړ شوی پلان له مخی را پیدا شویدی او داوکراین دقانونی واکمنو دپریکړو پر وړاندی دافراط پر ژی ښودل کیدونکی غبرګونکی  ډیر هیښونکی دی  ۰

دامریکی روسی ضد سناتور جان مکن داوکراین مظاهره کونکو ته په خپلو څرګندونو کی ویلی چه امریکا  ستا سی له غوښتنو څخه داروپا له اتحادیی سره  ملاتړ کوی ۰

غربی هیوادونه دروسی اقتصادی او پوځی غوړیدل نشی زغملای  دروسی بیرته را ګر ځیدل دنړی سیاسی ډګر ته چه په سوریه کی په ډاګه  شوه ( روسیه دغرب دفشارونوپه وړاندی دسوریی له ملاتړ څخه  په شا نشوه ) اوس غرب پدی لټه کی دی چه داوکراین ؛ مولداوی بلاروس ( سپینه روسیه ) ؛ار منستان ؛ اذر بایجان ؛ او ګر جستان سره نږدی اړیکی ولری  مګر ذکر شوی جمهوریتونه  دپخوا نی شوروی تر واک لاندی وه د او د سړی جګړی تر ختمیدو وروسته هم تر یوی اندازی دماسکو تر تاثیر لاندی دی چه دغرب لپاره په اوږد مهاله کی ددی سیمی  جیو سترا تیږیکی اهمیت دپام وړ دی ۰   

 روسی او اوکراین پدی وختو کی یوه تاریخی معا مله کړی چه داوکراین لمړی وزیر ویلی چه روسی سره یوی تا ریخی موافقی ته رسیدلی دی چه داوکراین داقتصاد په بیا رغولو کی به روسیه مرسته وکړی دروسی ولسمشر موافقه کړی چه داوکراین (۱۵) میلیارده پور به روسیه پری کړی او روسیه به اوکراین ته دګازو بیه هم کموی۰

داوکراین دمخالفینو مشر کلیچکو ویلی چه یا نکویچ دهیوا د له خپلواکی سره خیانت کوی بیا امریکا وایی دروسی   اوکراین تر منځ تړون کی دلار یون کونکو اندیښنو ته پام ندی نیول شوی ۰

 داوکراین دستونزی نه علاوه دامریکی لپاره نور ی سرخوګیانی مخ په ډیریدو کیدای شی لکه د بحرین لمړی وزیر او ولیعهد سلمان بن حماد ال خلیفه ددیلی تلګراف بریتانوی ورځپاڼی سر په مرکه کی ویلی چه دسیمی مهم هیوادونه له خپل اوږد مهاله متحد امریکی څخه روسی ته به دنږدی کیدو مخه وکړی  دنوموړی په وینا  دبارک او باما اداره  بد لون موندونکی او ار تجاعی سیاست عملی کوی  کولی شی ډیر  ژر په عربی هیوادونو کی خپل نفوس دلاسه ورکړی  ۰

دروسی دولسی جرګی دبین المللی اړیکو مشر ویلی چه دامریکا متحدو ایالتونو د منځنی ختیځ په سیاست کی بحران  په سیمه کی دروسی رول لوړ کړ نوموړی همدا رنګه ویلی دروسی په وړاندی دامریکا دمتحدو ایالتونو دنږدی او منځنی ختیځ په سیاست کی  دبحران را تللو په شرایطو کی دفعالیت لپاره ډیره پراخه ساحه پرانستل کیږی او ویلی یی دی چه  چین او دسیمی  نور هیوادونه دروسی ملا تړ کوی ۰

منځنی ختیځ کی  دامریکا هغه تبا کونکی سیاست چه دروغی جوړی په لړ کی دمخکښ هیواد په توګه چلا وه درا منځ ته شوو شرایطو عربی هیوادونه اوس پر نورو داسی هیوادونو حساب کوی چه دامن را وستونکی رول ولوبوی ځکه چه دمنځنی ختیځ سیمه له تونس تر عراق  تر لیبیا او سوریی پوری نن داور په لمبو کی سوځی چه دا لمبی ژر نورو هیوادونو ته هم رسیږی ۰   

دشمال قطب چه دطبعی زیرمو څخه ډک لیدل شوی پدی وروستیو کی کا نادا یی پر ځینو سیمو دملکیت دعوا کړی او هم دروسی او دنمارک  تر منځ دملکیت دعوا شویدی چه دروسی ولسمشر ولادی میر پوتین خپلو قو ماندانانو ته امر کړی چه شمال قطب کی پوځی پیاوړتیا دخپلو کارو په لمړیتو ب کی ونیسی پو تین دا خبره ځکه کړی چه کا نادا هم دځینو سیمود ادعا په لټه کی دی   ؛  پوتین ویلی په هره وسیه چه وی دروسی  له ملی ګټو څخه ساتنه وکړی  او یوه هوایی اډه جوړه کړی ۰

 داسی وړاندی وینه شوی  ۳۰ ٪ د نړ ی نه موندل شوی ګاز او  ۱۵ ٪ تیل دنړی چه تر اوسه ندی موندل شوی  په نوموړی سیمه کی موجودیت لری ۰   

روسی پوځی کار پوهان وایی چه امریکا له روسی څخه دفوقالعا ده دقیقو وسلو او بی پیلوټه الو تکو  جوړولو کی وړاندی شوی علاوه لدی دخپلو بالستیکی تو غندیوسمبالول په  معمومی  سر ګلولو ته دوام ورکوی   ۰

روسی له ډیره وخته را پدی خوا اخطار ورکړی وه چه دامریکی ددفاعی سیستم  ځای پر ځای کول ارو پا کی دځان لپاره خطر باله ۰

 دیوه روسی افسر میخا ییل  خودرا نیوک له قوله  څرنګه چه تر سترګو کیږی د  یارس   سیستم را کټونه داروپا د مدا فعی سیستم  ته خطر را منځ ته کو لی شی ۰ 

دروسی دفاع وزارت اعلان کړی چه  د اسکا ندر را کټونه دروسی غربی سیمه کی ځای پر ځای کړیدی  ۰          یوی المانی ور ځپاڼی لیکلی دی چه (۱۰)  راکټونه دکالینګراد سر حدی سیمو سره نږدی ځای پر ځای شویدی چه دروسی له خاوری جلا  دپولند او لیتوانی  په منځ کی پرته دی  دا را کټونه دځمکنیو هد فونو دله منځه وړلو لپاره کار ول کیږی مګر روسیه ددی را کټونو پخلی په رسمی تو ګه نه کوی او وایی چه دا کار بین المللی  موا فقی نه تر پښو لاندی کوی چه دا هم داروپا او روسی داړیکو دسړیدو سبب کیدای شی  ۰

دروسی ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلی چه روان کال  کی به دروسی پو ځ ته نوی قاره پيما را کټونه د  یارس  چه د توپل - ام  له را کټونو څخه دی ورکړی همدا رنګه یی ویلی چه دا راکټونه د هر ډول را کټی موانعو څخه تیریدلی شی  ؛ چه دی مسلی دامریکایی کار پوهانو په منځ کی بحثونه دروسی دزروی زیرمو پوره کولوعصبانی کړیدی ۰

دروسی ولسمشر پوتین کلنی وینا ډیره ډیره د پام وړدی چه ویلی یی دی ؛ روسیه دزبر ځواک دعوا نلری چه د نړیوالی او سیمه ایزی  لوی  غوښتنی په معنی وی  ؛ موږ دچا پر ګټو تیری نه کوو ؛ نه پر چا خپل ملا تړ ور تپو؛او په هیڅ ډول  چا ته د ژوند کولو سبق نه ورکوو ؛ خو موږ به دمخکښ توب لپاره هڅه کوو  ؛ له بین المللی حقوقوڅخه به دفاع کوو ؛ او د ولسونو ملی حاکمیت خپلواکی او اصالت ته به ددرناوی کولو په خاطر به هڅی کوو ؛ همدا شان یی زیاته کړی  په نړی کی دپوځی  سیاسی  اقتصادی او اطلا عاتی سیالی شدت یوازی زیاتیږی او دنفو ذ مرکز ونه دروسی  پر پیاوړی کیدو  په غور څارنه کوی  ۰

دنړی اوسنی حالاتو ته چه ځیر شوداسی څرګند یږی چه دنړی ستر لوبه کونکی هیوادونه امریکا  روسیه  او چین شمیرل کیږی بیا ځینی کار پوهان اروپا هم په ګوته کوی مګر اروپا له اقتصادی  پلوه جوګه کیدای شی اوله سیاسی پلوه په ځانګړی توګه  نشی کیدای  دنورو عواملو تر څنګ دامریکی ګټی زیانمنی کیږی ۰

د پورتنیودلا یلو  شرایطو  نارضایتی   دوسلو ځای پر ځای کولو  اونویو وسلو په ډاګه کیدل  دلوړ پوړو چارواکو څرګندونی په ځانګړی توګه د ښاغلی پوتین له څرګندونو څخه داسی برداشت کیږی چه روسیه دامریکی زور واکی پر نړی نوره نشی زغملای اوله  ۲۰۰۸  م کال راپدی خواد سړی جګړ بیاپیل چه امریکی غوښته  اوس روسیه ددی  جګړی زور ازمایی ته  تیاره ښکاری  چه چین یی هم پلوی او ملا تړی دی چه پدی سره کیدای شی نړی دیوه قطبی څخه چه امریکایی هم پولیس اوهم قاضی دی  خلا صه شی ۰

 په درنښت

 

 اخذ :  له مختلفو منابعو






December 29th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی