د افغانستان په ادبي کتابتون کې يوه بله شعري ټولګه ورزياته شوه
عبدالولي منگل عبدالولي منگل

˝نيمګړي انځورونه˝ د هغه کتاب نوم دی ، چې په دې وروستيو وختونو کې د هېواد د پېزندل شوي سياسي ، اجتماعي او ادبي څيرې ښاغلي مفتاح الدين ساپي له خوا د هېوادوالو پر مخ پرانيستل شو. په کتاب باندې د سرخبرو په برخه کې د هېواد منل شوي ستر ادبي شخصيت  سليمان لايق ،هېوادوالو ته مفتاح الدين ساپی  ښه ور پېژندلی دی.

دا کتاب  پخپله د ښاغلي ساپي  له خوا د دانش د خپرندويې ټولنې په تخنيکي مرسته  په ١٥٠ مخونو کې  ٥٠٠ ټوکه خپور شوی دی.

په دې هکله موږ د کتاب مينان ، ښاغلي ساپي ته د زړه له تله مبارکي وايو ، او په راتلونکي کې د ښاغلي  ساپي  په دې ارزښت ناک مزل کې لا زيات برياليتوبونه غواړو .

 

 

دساپي پر شعر باندې څو سرخلاصوونکې سرخبرې

 

مفتاح الدين ساپی  دا تر خپل عمر زيات زړيدلی شاعر چې لکه هندي مرتضان د باندې کرار او د ننه لکه د ځمکې د تل اور شيندي ، بې ټېکه او ناکرار دی، د شعر ددغه دفتر په هستولو دداسې شاعرانو په کتار کې دريدلی ، چې دزړې نړۍ د بدلولو جنګ ته راوتلی  او د انقلابي شعر جنډه يې جګه کړې ده . ساپی د لوړو تحصيلاتو ، اوچتې ادبي قريحې او د انګليسي ژبې د خپلولو له لارې ، تر افغاني ادب ور هغه خوا ، د ادبياتو عامه نړيواله تجربه هم تر لاسه کړې ده او د يو شمېر غربي شاعرانو آثار يې پښتو کړي او خپاره کړي دي . افغان ادب پيژندونکي ارواښاد محمد صديق روهي مفتاح الدين ساپی د  ˝ويښتيا˝د پړاو د ادبي څيړونکي په توګه معرفي کړی دی . د پوهاند روهي ددې خبرې په استناد ، ساپی پر هستونکي ادب برسېره ، د څيړونکي ادب د ډګر کارکوونکی  هم دی . زه د ساپي سره نېږدې دېرش کاله د پېژندګلوۍ، دوستۍ او همکارۍ سابقه لرم. ده ماته د نېک نظر له مخې د خپلو شعرونو دغه دفتر ˝نيمګړي انځورونه˝ د سرخبرو د ليکلو لپاره راواستاوه اوزه که څه هم په وروستيو کلونو کې د ادبي تنقيح او چڼنې له شغل څخه لرې شوی يم ، خو د ارادت له مخې مې دده غوښتنه ومنله او دغه سرخبرې مې داخلاص د توښې په توګه دده  د نيمګړي انځورونو ته ډالۍ کړې.

 

په انقلابي ښوونځي کې د ساپي د شعر بڼه او بيان

 

د مفتاح الدين ساپي د شعر دغه دفتر ، چې دده په ادبي هلو ځلو کې دده د شعر لومړی مدون اثر شمېرل کيږي ، د افغانستان د پښتو شعر د انقلابي ښوونځي په  ليکه روان شودی . دفتر د هغو کړاوونو او حقايقو بيان ته وقف شوی چې د ثور د انقلاب له ستونزمنو او وسله والو شخړو څخه رنګ اخلي.

په منظوم پښتو ادب کې د ساپي دا دفتر د خپل ځانګړي بڼيز جوړښت ور هغه خوا ، د افغانستان د انقلاب پر مهال د راپاڅېدلو او ځوريدلو خلکو د ژوند يو مصور نندارتون ته ورته دی.

ددغه نندارتون د شعرونوپه کړکيوکې د يوه راپاڅيدلي وطن د وياړونو ، کړاوونو ، ترخوماتو، تلپاتې بشري ايديالونو او شهيدو آرمانونو تمثالي تصويرونه نندارې ته وړاندې شوي دي. په ځينو کړکيو کې نړيدلي کلي ، سوي کورونه او د يتيم شوي هېواد سرګذشت بيانيږي .

 

˝ کلي ته ولاړم ، بېټي بيابان وو

تاړاک تېر شوی پرمال و ځان وو

پر اننګو مې وير اوښکو راغلې

آشنا مې تللی، کورګی يې وران وو˝

 

د ښوونځي په تړلې کړکۍ داسې ليک شوي دي:

 

 

˝ يو وخت له دې ښوونځي نه

د ماشومانو خندا راتلله

خو نن يې له سوي ګوګله

د لېونيانو انګولا راځي ˝

 

په نندارتون کې د ننه د ( باريکو) په کړکۍ کې لانديني تصوير نندارې ته ايښوول شوی دی :

˝ دا پاچي کبابي د کالستر په جامونوکې د وينو شراب وېشيي ˝ 

 

په يوه بله کړکۍ کې شاعر له يوه انځورګر څخه غوښتنه کوي چې: ˝ د ليو ناردودونچي د ˝موناليزا˝د تصوير په چوګاټ کې د ˝ اناکوندا ˝ تر ګوزارونو لاندې د يو ماشوم ترمې ترمې غوښې له خاورو څخه د را ټوليدو  په حال کې کې ، انځور کړي. ˝

 

د نندارتون د شهيدانو په کړکۍ کې ، د ˝لمر پلټونکو˝ تر راځوړندو شويو جسمونولاندې ليکل شوي دي :

 

˝د لمر په لټه کې په يون رهي شول

د شپې په کوړم کې ورک مړني شول

تکل يې دا وه چې لمر پخلا کړي

رڼا پالونکي ټول بلهاري شول ˝

 

د نندارتون د دعوت کوونکو په ځانګړي کړکۍ کې ، د ملي څليو او نرخونو د بربادۍ د نندارېينې لپاره ، د عبرت اخيستلو تر ټولو بوږنوونکي  انځور داسې وړاندې شوی دی :

 

˝...د کلي مړستون ته پسې ولاړم

چې د مور قبر پيدا کړم

خو کېڅونه ( قبرونه) ټول سپړلي ، لوڅ

او هډونه يې پلورلي

د هډکو د پلوريانو˝

 

د نندارتون په پای کې د نندارچيانو د يادګارۍ ليکنو له کړکۍ څخه د وتلو پر دروازه داسې ليکل شوي دي :

 

 

 

˝ چې لومړی ˝اندود˝ بدل شي

په زړو، ورستو، ˝اندتوګو ˝

د ولسونو،هېوادونو،

تندي ليک نه سميږي ˝  

 

د ˝ نيمګړي انځورونه˝ زياتره شعرونه له سولې ، سوکالۍ ، له هېواد او نړۍ سره د مينې په څرګندولو ډک شوي او له نوع پالنې ، انصاف او د خلکو د يووالي سره لېونۍ مينه او لېونتيا ښيي. ددې په خلاف د ، ناسړيتوب ، ښکېلاک ، زبېښاک ، جګړه، توپيرپالنه او پردۍ غلامي محکوموي.

د شعر ژبه يې  ساده او سپېڅلې ده، خو د شمال ختيزو پښتنو تر منځ د مروجو الفاظو او ترکيبونو د کارولو په وجه يې لوستونکو ته د تآمل ضرورت رامنځ ته کړی دی.

د وزن له پلوه ساپي داسې تګ توګه خپله کړې ده ، چې هر راز وزن ته لاره ورکوي، خو د هيڅ يوه التزام هم نه کوي . ده ددې دفتر په شعرونو کې عروضي ، نيم عروضي ، فلکلوري اوزان او بې وزنه قافيه لرونکي او حتی د منشور شعر بې وزنه فورم هم کارولی . ده ددې اسانه او ميسرې بڼې د خپلولو په وجه د قافيې او اوزانو د انتخاب ستونزمنه لاره چې د هنري فکر د الويتنې فضا تر فشار لاندې راولي، ځان ته هواره کړې ده. زما په فکر ، د خيالونو د تصويرولواو حسي کولو د اسانولولپاره له بڼې سره د ساپي په طريقه عمل کول يو ابتکار دی، د وزن د غوراوي په برخه کې دغه تګ توګه له شاعر سره د نويو خيالونو په پيداکولو او پاللو کې مرسته کوي. که څه هم ساپی صاحب په شعر کې د تجربې د لږوالي  په سبب د زړور پرمختګ زړه نه کوي او نګوښي، خو له بل پلوه د شعر د عنعنونوي کول پېچلی تمرين دی او پوره ادبي صلاحيت غواړي. موږ په خپله په تېرو دېرشو کلونو کې وليدل چې څنګه د نوي وزن د پرمخکښانو ځيني وګړي بېرته پرشا وګرځيدل او د غزل د اقتدارانو لمن يې ونيوله .

د ساپي ˝نيمګړي انځورونه ˝باندې پورتنۍ خبرې د شعر د يوه لاروي د دريځ په ډول کافي بولم ، هيله کوم چې د پښتو ادب مينان به دغه اثر د وطن د انقلاب د تاريخي خوځښت د يوه يارليستي هنري انعکاس په توګه ونګېري .

ريالست شاعر بايد د شر او ټولنيزې بې عدالتۍ په راپرزېدو باور ولري او په دې معتقد وي چې نېکي او حقيقت بري ته رسيدونکي دي . پردغه اصل اعتقاد او په عمل کې د هغه پر لاره تګ د هنرمند امکانات پراخوي او له ده سره مرسته کوي چې د پرمختګ پر پېښو باندې اغېزه وکړي .

 

 

سلېمان لايق

١٢/١٠/٢٠٠٤

 

 

 


January 8th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
معرفی و نقد کتب