د وږي ۹ مه د پښتونستان ورځ
مرادزئ مرادزئ

په ۱۳۲۸ لمریز کال ، په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو ، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو ، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغاني دولت لوړ پوړو چارواکو په  یوې سترې ملي جرګې کې پریکړه وکړه چې د وږي ۹ مه به د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادیږي . همدارنګه نوموړې جرګه کې د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونې په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده .

د وږي ۹ مه له ۱۳۲۸ کال روسته ، په لرې پښتونخوا او په تیره بیا افغانستان کې د یوې ملي ورځې او جشن پتوګه هرکال لمانځل کېده . په دې ورځ به کابل کې د کابلیانو او د لرو برو پښتنو لخوا لوی لاریون ترسره کېده او بیا به ټول لاریون وال د کابل په پښتونستان واټ کې راټولېدل او په پرتمینه غونډه کې به يي د لرو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د ملي حقوقو په اعاده کې له هغوی سره خپل پيوستون او ملاتړ څرګنداوه . زیات وختونه به دلته د پښتنو وتلو مشرانو لکه ارواښاد فخرافغان باچاخان د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه د ورځې مبرمې خبرې کولې او کله به د پښتنو انقلابي شاعر اجمل خټک په دې اړه خپل سوځنده شعرونه لوستل . دلته به ګډونوالو د پښتونستان پنوم شعارونه ورکول او په ملي اتڼونو سره به يي ددي ورځې ښکلا او لویا لازیاتوله . افغانستان راډیو به د پښتونستان په اړه د ملي سندرو او ترانو په وړاندې کولو سره د لروبرو پښتنو په بیا پيوستون کې خپل اغیز بخښه . همدارنګه دا ورځ به د افغانستان په نورو ښارونو لکه جلال اباد کې هم ، په پرتمینه توګه لمانځل کېده .

دې دود په لږو ډېر توپير سره تر ۱۳۷۱ کال پورې ادامه درلوده . خو له دې روسته کابل کې د مجاهدینو د حکومت او هم د طالبانو د حکومت په مهال دا دود له منځه ولاړ . دغو واکمنیو کې  پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون خبرې ورکې شوې . د پښتونستان په غوښتنه سترګې پټې شوې . هغه پریکړه چې د افغانانو او پښتنو مشرانو په یوه ملي جرګه کې کړې وه ، هغه  دوی پخپل سر بې له دې چې افغانانو او لرو پښتنو ته مراجعه وکړي ، له منځه یووړه .

د مجاهدینو په تېره بیا د رباني ا وهمدارنګه د طالبانو په واکمنۍ کې دا خطر هم ډېر و چې د ډیورند کرښه د پاکستان په ګټه په رسمیت وپېژندل شي . که څه هم د ددې حکومتونو په نیت او اراده کې ددې کرښې په رسمیت پېژندلو کې څه شک نه و ، خو کورنیو جګړو دغو حکومتونو ته وخت ورنه کړچې داسې ګام پورته کړي . د طالبانو په مهال داسې دنډورې هم خپرې شوې چې پاکستان د طالبانو په لاس ، پخواني ولسمشر ارواښاد ډوکټور نجیب الله په دې لامل وواژه ، چې هغه د ډیورند کرښې له منلو څخه سروغړاوه .

د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون او د پښتونستان غوښتنه ، د پاکستان لپاره حیاتي خبرې دي او کله چې په سیمه کې د پاکستان لاس بر وي به زغرده ددې غوښتنو وړاندې کول پوره تیاری غواړي .

په دې لیکنه کې زما موخه ، د ډیورند کرښې او یا د پښتنونستان په اړه د افغانستان د دولتونو د ناغیړۍ څېړل نه دي او نه هم د پاکستان د چلند په اړه کوم تحلیل ، بلکې د لته زما موخه دا ده چې د ولس په خوا کې دولت هم لږترلږه ددې ورځې یاده وکړي او لمانځل يي هېر نه شي .

 د کرزي د واکمنۍ پر مهال هم ، ددې ورځې لمانځل له دې زیات نه شي پيکه کېدلای . په دې واکمنۍ کې هم موږ وینو چې دولت د پښتنو او بلوڅو له پیوستون څخه  ډاریږي او یا په ټوله کې د پښتونستان په اړوند هیڅ سیاست نلري .

دلته که په دې اړه د ملاتړ پنوم څه کیږي هغه یوازې د افغان ولس دی . دا د افغانانو لیکوالان ، شاعران او رسنۍ دي چې نه غواړي د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو پیوستون وشلیږي او د پښتونستان غوښتنه د تاریخ کومه تېره قصه شي .

افغانان ، پښتانه او بلوڅ په لسګونو او سلګونو ګډې ریښې لري . دوی ګډ تاریخ ، یوه جغرافیوي سیمه ، ګډه ژبه او شریک روایات لري . لکه څنګه چې اوبه په ډانګ نه بېلیږي همداشان دوی څوک هم نه شي بېلولای .

د ملي ارزښتونو بسیا او د ملي غوښتنو سرته رسونه د ولس ترڅنګ د ملي دولت وجیبه هم ده .

که دولت د ملي مسایلو په اړوند ګونګ دریځ ولري ، ولسونه هم لار ورکوي او په پای کې د دولت او ولس ترمنځ واټن زیاتیږی او ډاډ له منځه ځي .                   

پکار ده چې د نور ملي چارو تر څنګ د پښتنو او بلوڅو وروڼو د ملي داعیي په اړه هم افغان حکومتونه روښانه او څرګند دریځ غوره کړي .

ددې ورځې په ویاړ له ټولو لرو برو پښتنو څخه هیله کیږي چې له دې روسته دې صوبه سرحد نوم په ژبه نه اخلي  او پرځای دې پښتونستان یا پښتونخوا ووايي . لکه څنګه چې د پښتونخوا ایالتي حکومت هم د پښتونخوا د نوم وړاندیز کړي او د پاکستان دولتمشر زرداري ورسره هم منلی نو اوس قانوني ستونځه هم نشته . بلخوا په پاکستان کې ټول قومونه په خپل قومي هویت د خپل ایالت نوم لري لکه پنجاب ، سند او بلوچستان ، پښتانه ولې پخپل ملي هویت یانې پښتونستان یا پښتونخوا نوم ونه لري؟

ددې ملې او بختورې ورځې په ویاړ ټولو لروبرو پښتنو ته مبارکي وایم !


August 31st, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی