ستر پاچا خان : ملي هویت ، خپلواکي ، ملي ژبه او تعلیم
مرادزی مرادزی

د پاچاخان د ۲۱ تلین په مناسبت

افغاني مشرانو کې ښايي پاچاخان هغه یوازینی ملي مشر وي چې د افغانانو ملي موخې او ګټې يي د بل هر مشر په نسبت په صفا ټکو او روښانه توګه بیان کړي او په عمل کې يي د هغو د لاس ته راوړلو لپاره ویاړلې مبارزه کړې وي . 

پاچاخان د همدغه موخو لپاره له دیرش کلونو زیات د انګریز او روسته د پنجاب په زندانونو کې تېرکړل چې د نړۍ پرمخ کوم بل مشر د خپل ولس لپاره دومره کړاو نه دی ګاللی . د پاچاخان بله لویه ځانګړتیا دا ده چې د داسې پیچلو مسلو د حل لار هم په عدم تشدد کې ویني او افغانان چې له هغې هم احساساتې او خون ګرمه دي په سیمه او نړۍ کې د وړ ژوند د بسیا لپاره په همدغه وسله سمبالوي . له دې کبله څونه پرځای ده چې په داسې ښېګڼو او بډاینو سره پاچاخان ، د غازي امان الله خان لخوا د فخرافغان په لقب ویاړل کیږي او په سیمه کې د افغانانو د ګاندهې په نوم پېژندل کیږي . 

د ۱۳۴۴ لمریز کال د تلې میاشتې خبره ده . موږ هغه مهال د کامي مرادعلي لیسې په اړوند چې وداني يي تر کار لاندې وه ، د لنډ وخت لپاره د کندیو د شیخ محمدیو په کلي کې زده کړه کوله .

یو سهار د لس بجو په مهال ، ناببره د ښوونځي زنګ په ګړنګهار شو . ډنډوره شوه چې زموږ ښوونځي ته فخرافغان راغلو .هلکانو خپل منځ او له ښوونکو پوښتنې پيل کړي چې فخرافغان څه ته وايي او دا څوک دی ؟ خود داسې پوښتنو د ځواب ویلو لپاره وخت پیدا نه شو . ټوله لیسه چې هغه مهال يي یوازې نهه ټولګي بشپړ شوي وو ، د سترګو په رپ په منظمو لیکو کې لکه عسکري قطعه د تیارسۍ په حال کې چمتو شوه . څو شېبې روسته د ښوونځي د مدیر ، ځیني استادانو او د کامي د سپينږیرو او مشرانو په منځ کې د خپل هېواد د غرونو پشان دنګ  ، لوړ او غښتلی سړی د لیسې په مخ کې ودرید .

د لیسې د تیارسۍ او ارام سۍ  روسته د لیسې مدیر ایله دومره وویل : ګرانو شاګردانو ستاسو د لیدو لپاره له کوزې پښتونخوا څخه فخرافغان پاچاخان راغلی او غواړي تاسو سره خبرې وکړي .

پاچاخان د « بچوړو ستړي مشۍ » په کلام سره خپله وینا پيل کړه ( ۱ ) :

لومړۍ خبره مي دا ده ، زه یو وخت بریتانیا ته تللی وم . هلته مې په یوه ښار کې له یو سړي نه پوښتنه وکړه ، چې ته په قوم څوک يي ؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې زه انګریز یم . په بل ښار کې مې له بل تن څخه وپوښتل چې ته په قوم څوک يي ، هغه هم وویل چې انګریز یم او داسې ډېرو نورو هم یوشان ځواب راکړ . بیا کله چې فرانس او جرمن ته ولاړم ، هلته هم د فرانس او جرمن هر وګړي ویل چې زه فرانسوی او جرمنی یم .

خو کله چې زه دلته افغانستان کې په ولایتونو او بېلا بېلو سیمو وګرځېدم او له خلکو مې وپوښتل ، یوه راته ویل چې زه ازبک یم ، بل راته ویل زه تاجک یم او بل راته ویل زه پښتون یم او داسې نور نور. بچوړو دا خبره سمه نه ده . هر څوک چې په افغانستان کې اوسیږي هغه افغان دی . موږ او تاسو ټول افغانان یو .

دویمه خبره دا ده ، زه په کابل کې حبیبي لیسې ته تللی وم . هلته مې د یوه شاګرد نه پوښتنه وکړه ، چې ته په قوم څوک يي ؟ هغه راته وویل چې زه افغان یم . ما ترې بیا پوښتنه وکړه چې په افغاني ژبه پوهیږي ؟ هغه زما په خبره پوه نه شو او ځواب يي رانه کړ . نو زه تاسو ته وایم چې که یو قوم پخپله ژبه پوه نه شي او خپله ژبه هیره کړي ، هغه قوم ډېر ژر د دنیا پر مخ له بربادۍ سره مخامخیږي . ژبه د یوه قوم د هویت څرګندوی ده .

درېیمه خبره چې غواړم تاسو ته يي وکړم دا ده ، بچوړو تعلیم به کوۍ . موږ خدايي خدمتګارو به کله چې کوزه پښتونخوا کې خپلو پښتنو ته د تعلیم خبره کوله ، اګریزانو به نه پریښودلو . دلته خو په افغانستان کې تاسو ټولو لپاره د تعلیم اسانتیاوې شته دی ، باید تعلیم وکړۍ او په هغې کې کوښښ وکړۍ !

روسته له ډېرو کلونو اوس هم ، د پاچاخان یادې شوې دریواړه خبرې د هر افغان لپاره د ملي کړنلارې حیثیت لري .

د پاچاخان ټول ژوند او د خدايي خدمتګارو هلې ځلې د خپلواکۍ ، ملي هویت ، خپلې ژبې او د پښتنو د تعلیم لپاره وقف شوي دي .

یو امریکايي ختیځپوه ښاغلی ایکناټ سوارن « حضرت پاچاخان ژوند اوفلسفه » نومې خپل کتاب کې لیکي : « انګریزان  چې په دې پوه شول چې د خان د سکولونو نظام وده مومي او پښتون کې بیداري راځي ، دوی د خان د سکولونو استادانو ته د قیدوبند ډهمکې ورکړې او ځیني استادانو د ازادو سکولونو ملازمت پریښود . هغه سرګرمۍ او خیالات چې نور هندوستان کې به زغملی شول او ډادګیرنه به يي کېده ، هغه پښتونخوا کې نه شول زغمل کېدلی . د انګریز پوځي افسران د پښتنو په بیدارۍ ډېر په تشویش کې وو . د هغوی سینه د پښتنو لپاره کله هم پراخه نه وه او نه د پښتون په حواله سره هغوی تهزیب یافته وو ( ۲ ) »

ښاغلی ایکناټ بل ځای لیکي « ده  ( پاچاخان ) چې کار شروع کړ ، په هر قدم او ګوټ کې اختلافاتو دده مخه نېوله . د ملاکنډ ایجنسۍ پولیټیکل ایجینټ ډېر سختګیر انسان و. ده خو به لا په څرګنده د خان کارکنانو ته ډهمکې ورکولې او لا به يي په عجیبه عجیبه طریقو د دوی کار کې خنډان پیداکول .ددې پولیټیکل ایجینټ چې ښاغلی کېب نومېده ، له دې نه بل څه کار نه وو چې پاچا خان تر خپل رعب لاندې راولي . ده یوه ورځ د دیرنواب خپل دفتر ته راوبللو او په ضلعه کې يي د یوازیني سکول په باب وویل چې نواب سیب : دا سکولونه او دا سبق موږ لپاره خنډان پیداکوي ، که ته غواړې چې ددې سکول په وجه تا ته مشکلات پیدا نه شي نو غوره خبره دا ده چې څومره ژر کېدی شي دا سکول تبا کړه . نواب سیب څو ورځو کې دننه دننه دا سکول تباکړ ( ۳ ) »

همدا شان په ۱۹۷۱ م کال کله چې لوېدیځ پاکستان په دې پوه شو چې بنګال « په هغه مهال يي نوم ختیځ پاکستان و » نوره خپلواکې اخلي نو د شمس البدر د جماعت اسلامي د رضاکارانو په نامه د حکومت تیاره کړې ، تربیه کړې او مسلح کړې ډله وه . کله چې حالات ډېر خراب شول ، نو حکم وشو چې د ډاکې ښار ( د اوسني بنګله دیش پلازمېنه ) ټول Intellectuals ( روشنفکران ) له مخې نه لري کول پکار دي . او دا کار دې شمس البدر ته وسپارل شو . طریقه ظاهره وه ، فهرستونه تیار  شول او د هر ډاکټر ، پروفیسور ، سټوډینټ ، استاد ، لیډر ، فنکار ، صحافي ، لیکوال ، پر کورونو د ( x  ) نښې ولګول شوې او په یوه شپه دوه سوه تنه دا منورین او روشنفکران له منځه یووړلی شول . د هغوی ټولو ، مړي بیا د یوه وچ تالاب څخه راوویستل شول » او داسې فیصله شوې وه « چې بنګال به یا زموږ وي ، زموږ خوراک به وي او که زموږ د خوراک کیږي نه ، نو بیا به بنګال تبا کیږي . کالجونه ، یونیورسیټي ، هسپتالونه ، ریلونه ، بندرګا ، پلونه ، کارخانې دا هر څه به لوټې لوټې کیږي  ( ۴ )» .

کومه لار چې د پاچاخان په مهال انګریزانو د پښتنو د ښوونځیو د له منځه وړلو لپاره نېولې وه ، همغه لار روسته بیا پنجاب د پښتونخوا او بنګله دیش په اړه هم پلې کړه . همدغه لار په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان په اړه هم تعقیب شوې ده . دا چې په پاکستان کې جوړشویو اسلامي او جهادي تنظیمونو په افغانستان او پښتونخوا کې ښوونکي ، استاد ، ډاکټر ، انجینر ، لیکوال ، شاعر او د قوم مشر ژوندی نه پریښود ، بنسټ يي د انګریزانو او روسته بیا د پنجاب لخوا ایښودل شوی دی . ترهګر او په طالبانو کې د دوی ملګري اوس هم د پنجاب په همدغه تګلار روان دي . نه پښتنو ته ښوونځی پریږدي او نه ښوونکي . د پښتنو د هر راز مالي ، مادي او معنوي شتمنۍ د ړنګېدو پسې يي مټې بډوهلي دي !

بلخوا د خپلواکۍ هغه غورځنګ چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ او دویمه لسیزه يي په بره پښتونخوا کې د محمود طرزي او غازي امان الله خان پلاس د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه ،  د همدې پيړۍ په لومړۍ نیمايي کې د انګریز پر وړاندې په لره پښتونخوا کې د پاچاخان په مشرۍ د خدايي خدمتګارو په مټ مخې ته بیول کېده . دغو دواړوغورځنګونو په افغانستان او د هند لویه وچه کې هغه مهال ، د خپلواکۍ او ازادۍ په لار کې د پاموړ زیارونه ګاللي دي .

 « د ۱۹۳۱ م کال د دیسمبر په ۲۲ مه د پښتونخوا انګریز چیف کمشنر سررالف ګرفټ د پاچاخان سره خبرې وکړي . د خان خبرې ساده او عام فهمه وي .ده سررالف ته ووی چې تاسو د پښتنو قبایلو په وژلو او تباکولو کومې پیسې خرڅوۍ ، که دا تاسو د دوی لپاره په وړو وړو کارخانو جوړولو او سکولونو او سړکونو خرڅ کړی وای ، نو پښتون به ستاسو دښمن نه ، بلکې دوست او ملګری وو . تاسو ته به له پښتون څخه د ډار څه ضرورت نه و . څونه چې بهارت د روس د یرغل نه د ساتلو خبره ده نو دا کار هله په ښه توګه کېدی شي چې تاسو پښتون ته په خپله خاوره واک او اختیار ورکړۍ . پاچاخان ورته دا خبره ښه صفا کړه چې هیڅوک پر موږ حکومت نه شي کولای ، که څوک  خلاف جنګ کول غواړي موږ د خپلې خاورې او خپل وطن د تحفظ لپاره خپل هر څه قربانولو ته تیار یو ( ۵ ) »

نن هم خبره د پاچاخان د مهال په برید ده ، که لوېدیځ د جنګ جګړې پرځای د لرې او برې پښتونخوا د ودانۍ لپاره پیسې ولګوي ، ترهګر به هیڅکله په دغه سیمه کې ځاله جوړه نه کړي . اوس خو دا ټولو ته څرګنده ده چې د پښتنو سیمه عمدآ روسته ساتل شوي او له پښتنو څخه لومړی انګریزانو او بیا د هغو تالي څټو پنجابیانو د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه پورته کړې ده .

که پښتانه اوس هم د پاچاخان د خپلواکۍ مبارزې او کارنامو ته مراجعه وکړي ، د ډېرو ناخوالو او پیچلو سیاسي غوټو او بوخڅو د حل ځواب میندلای شي .

پاچاخان زموږ د زماني هغه لوی افغان دی چې د خوشحال بابا دا خبره «  ما هلته خښ کړي چې د مغلو د آسونو پښو ګرد مې پر قبر پرينوځي » پخپل وصیت سره چې ما په خپلواکه خاوره افغانستان کې خښ کړۍ ، یو ځل بیا افغانانو ته د زده کړې لپاره تازه کړه . پاچا خان هیڅکله د پاکستان خاوره خپلواکه ونه ګڼله او له دې کبله يي ونه غوښتل چې مزار يي هلته وي .

افغانان باید وویاړې چې د پاچاخان غوندې لوی پښتون او د ختیځ ستر سیاسي او ټولنیز شخصیت د دوی په منځ کې هست شوی دی !             

یوه څرګندونه او اخځونه :

( ۱ )  هغه خبرې چې دلته د پاچا خان له قوله شوې ، د نوموړي د خبرو په اړه زما د بیان توګه ده ، نه د پاچاخان خپله وینا

( ۲ ) د ایکناټ سوارن لیکنه : د حضرت پاچاخان ژوند او فلسفه له کتاب څخه ( ۱۵۵ ) مخ

( ۳ )  همغه کتاب ( ۱۴۰ ) مخ

( ۴ )  د خان عبدالولي خان لیکنه : پاچاخان او خدايي خدمتګاري دویم ټوک (  ۶۰۲ ــ ۶۰۳  ) مخونه

( ۵ ) د ایکناټ سوارن نوموړی کتاب ( ۲۶۶ ) مخ

د ۲۰۰۹ کال د دیسمبر ۲۰ مه

             

 


December 21st, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی