دافغانستان دخلکو دملی_ازادی بخښونکي انقلاب دکاليزی په وياړ
انجنېر ظهورالدين اندېش انجنېر ظهورالدين اندېش

                           نه می مرګ شی ورکولۍ
                                        نه می درد شی  زورولۍ  
                                        زه ددی  خاورې  فرزند ېم 
                                خپل وطن ازاده ومه خپل وطن ابادومه 
دافغانستان دخلکو ملی _از ادی بخښو نکۍ انقلاب چی دزمري دمېاشتی په ٢٨ نېټه د
١٩١٩ کال دافغا نستان دزېارکښو پرګنو، سربازانو، اود ټولو ملېتو نو اود هغه په راس کی
دهېواد دوتلي اوبرجسته وېاند ،سازمنده، قوی سېاستمدار، بی بديله انترنسېونالېست
غازی امير امان اله خان تررهبرۍ لاندی برېاليتوب ته ورسېد .
لومړنۍ هېواد چی دافغانستان استقلال ئی په رسمېت وپېژاند د شوروي سوسېاليستي
هېوادوه      ، اودهغه سره سم ئی دانقلاب دپرمختېا په خاطر په ټولو ډګرونوکی دخپلی مرستی
اعلان وکړ ، چی وروسته ئی دنورو مرستو پر څنګ کی دڅو مېلونو طلائی روبلو نقدي مرسته
هم وکړه ٠
داانقلاب په ماهوی لحاظ امپرېاليستی ضد،فېودالي ضد وه، چی دلومړی ځل لپاره ئی د
امپرېاليزم په راس کی دلوی برېتانيه دامپرېاليزم سېطره دانقلابی افغانستان اوټولی نړۍ
څخه جمع او دوينو نه ډکې جزيری ته ورولېږله .
امان اله خان د افغانستان دخلکو ملی ازادی بخښوکۍ انقلاب چی د١٩١٧ کال داکتبر د
بلشوېکي انقلاب نه ئی الهام اخېستۍ وه په بېدرنګه توګه دانقلاب ددومی برخی چی دفېودالی
اوماقبل فيودالي مناسباتومحوه کول وه پېل و کړه ٠
دلومړی ځل لپاره ئی دافغانستان په څوزره کلن تاريخ کی دېوی لوی جرګی په ترڅ کی
چی ٨٧٢  غړي ئی درلودل اساسی قانون تصويب کړ، چی په دی قانون کی دالاندی
اصلاحاتو ته ځای ورکړ شوی وه ٠
- د افغانستان دټولو مليتونو دحقوقو اوامتيا زاتو ورکول، درناوی،اوحفاظت
-دمريترب ړنګونه
- درسنېو کار اود هغه پراختېا
- دکار اوزدکړی پروګرامونه
- داستوګنی خونديتوب
- دشتمنېو دمصادری منع کول
- دبېګارۍ اوغېر قانوني ځورونوله منځه وړل
- دښځودحقوقو ورکول هغوی ته دژوند ،کار ،او تعليموتربي ، او ازادی منل
- دمځکی داصلاحاتو دقانون جوړول
- بېکارانو ته دکار موندل
- دعمراني پروژو پلانول اوداسی نور شامل وه ٠
امير ددی لپاره چی مطروحه پلان اودهېو اد زيربنا پر قوي بنسټونو باندی
پېل کړی، معا صره اوپر مختللی تکنالوژۍ ، تخنيک ، مالي اومادي مرستو ته
نېازدرلود ٠
ددی مرستو دراجلبولو په منظور ئی هوډ وکړ چی دباندنېو هېوادونو په
اوږد سفر لاړشی،امير امان ا له خان دخپل ژوند ملګرې چی دهغه سره
ئی سخته مينه درلوده ملکه ثرېا دهېواد دژورناليزم دبنسټ ايښودونکي
محمود بېک طرزی لوروه ،چی دښځودحقوقو ،تعليم اوتربيه ،اوازادۍ په
لېاره کی ئې دلومړي ځل لپاره دافغانستان په تاريخ کی دقدروړ خدمتونه
کړي دي ېو ځای هم سفره شوه، امير پخپل دی سفر کی ټولی لويدځی
اروپاته چی اېطاليه، فرانسه،انګليس،سويس،جرمني اونور پکی شامل وه
ولاړ دتګ سره سم دهغو هېوادونو دمسو لينو سره دخپل هېواد د ضرورت
وړمساېلو په اړوند مختلف تړونونه لاس ليک کړه اووروسته دختيځی اروپا
په لور روان شو،شوروي اتحاد ته درسېدو سره سم دخاصو اومعتبرو مراسمو
داجرا کولو نه وروسته، دبلشويکانو دمشر ولاديمير ايلچ لېنن سره دکرملېن
په ماڼۍ کی ملاقات وکړ،چی په نتيجه کی ددواړو رهبرانوددو مبارزو ملتونو
په استازيتوب دمسولېت نه ډک دافتخار وړددوستۍ تړون چی دبشرېت په
تاريخ کی دابتکار ځلانده بېلګه ده لاسليک کړه ، چی په حقيقت کی دی
دوستي دبشرېت راتلونکي نسل اوژوند ته له بنسټه بدلون ورکړ،دواړو
رهبرانو په ګډه سره داومنل چی دخپل پخواني غليم ېعنی امپرېاليزم
او په راس کی دوخت دلوی برېطانيه دامپرېاليزم دټولو ستراتيژيکو
کلونېاليستی او نيو کلو نېاليستی سېاستونو په مقا بل کی به د مبار زی
دهر ډول نه چی ضرورت شی ګټه به اخلي ،اودافغانستان دخلکو دانقلاب
دپرمختېا په لېار کی ئی په ټولو ډګرونو کی دمرستی ژمنه وکړه ٠
امان اله خان وطن ته درارسېدلوسره سم دخپل پلان په عملي کولو
پېل وکړ ٠
مګر هغه غليم چی ده ئی دژوند دشېرازه بقا او غارت ټول امکانات
فلج اوله منځه وړي وه، دی ئی له لرې اونژدی نه دخپلو ډېرو قوي استخباراتي
کشفي اواوپراتيفي ريزيدينتورېو دفوکس لاندی رااوست ،دخپلو اګينټانو سازماندهی
له با ندی او دننه نه په منظمه توګه په لاس کی ونيوله ٠
په دننه کی دحبيب اله بچه سقا په نامه دېو اوباش بانديست چی دکابل دکوهدامن
اوسېدونکۍ وه دخپل باند سره مسلح او پر کابل باندی دېرغل په  خاطر اماده کړ ٠
دباندی نه مخکينۍ روزل شوی محمدزائی نادرخان دپاريس نه دپکتېا په لور وخوزول شو
ددوی سره سره هغه مخفي ريزدنتورۍ چی دخلکو په منځ کی شتون درلود په ټول قوت
سره په کار واچول شوی ،ددين او مذهب او دخلکو دټيټ سېاسي شعور نه په ګټه اخېستلو
سره ئی اغتشاشات دومره قوی اومتحرکه کړل چی داماني حکومت په پرزولو کی هېڅ ستونزه
نه ليده،غازي د وضعی دتحليل سره سم دنوی قوی دتدا رک په لټه کی شو اوقندهارته ولاړ
قندهار ته درسېدوسره سم ئی دقندهاري ولس دمختلفو قومونو داستازو سره وکتل چی په
نتيجه کی په لږ وخت کی د ١٥ زرو په شا او خوا کی فوځ اماده کړ چی په د ی فوځ کی د
هزاره ملېت هم شامل وه ٠
دکابل په لور حرکت وکړ او  غزني  ته ورسېده ، ګوری چی دغلزو دقوم داستوګنی په سيمه
کی دفراهي درانېو اولس کسيزه مخکښه کشا فان وژلي او دتېلفون دپاېو لاندی ځړولي دي
اودکاغذ پر مخ ئی په ملا ډوله طور ليکلي دي ،دغه دغلزېو له پلوه شاه اودرانېو ته ېوه
مېلمستېا ده ، اما ن اله خان دد  ی پېښی په ليدو سره لښکر راوغوښت اووئې وېل
اوس په اثبات ورسېده چی غليم غواړي زمونږ دقومونو تر منځ فساد او جګړی ته لمنه ووهی
چی پخپل لاس ېو اوبل ووژنو زه نور جګړه نه کوم ځکه چی ملت وژل کېږي زه تخت او تاج نه
غواړم تاسو پخپل منځ کی جوړ شی او بهرنی غليم ته هېواد مه پرېږدۍ په دی وخت کی
دلښکرېانو اوښکی راوبهېدلی ، دد ی سره سم دغازي پرمخ داوښکو سېلاب جوړشو
په داسی حال کی چی اوښکی جاري وې قندها ريو مبارزينو ته ووېل :
مونږ دفرنګېانو په مقا بل کی ماتی وخوړه،مګر دا ماتی موقتی ده په دی وخت کی ېو دم
چيغه کړه ، زما دی په انقلابي مبارزه سوګند وي چی برېاليتوب حتمي دی ٠
اودادوه بېتي ئی ووېله:
                            جنګ تو صلح، صلح تو جنګ است
                            من به قربانت ،اين چه نېرنګ است
                            ميروم    تا تو   نشنوی    نا  مم     
                            اګر از  نام  من  ترا  ننګ  ا  ست 
بېرته قندهار ته ستون شو، اودهغه ځاېه روم ته ولاړ ٠
امان ا له خان مړ نه دی ، په ډېر جرت سره په لوړ بلشويکي غرور اعلانوم :
غازي امير اما ن اله خان نه تنها دکابل په ټولو کورنېو کی بلکه دافغانستان په ټولو کورنيو کی
اوپه همدی ترتيب سره دنړۍ په ګوشه، ګوشه کی دخپلی مبارزی مور سره ېو ځای د خپل
پخواني غليم پۀ مقا بل کی په نه پخلا کېدونکی انقلابي مبارزه دنوي ژوند د پلي کولو په
خاطر په منفي او مثبت رولونو مصروف دی، داشو دنړۍ دنفوسو تشکيل ، چی دا ئی درېم
نسل دی، چی دا نړۍ شوه ېوه پښتني کورنۍ ٠
لنډه ئی داچی پښتون ملېت ډېر دمخه نړۍ فتح کړی، اواوس ئی دخپلو جنتي لاسونو
په واسطه په خپله خوښه جوړه وي ٠
داشو قطبي خرس او دهغه تعهد، قطبي خرس دامريکا امپرېاليزم اودهغه غربي انډيوالان
ئی دشوراګانو هېواد ته وائی ٠
                                       مادتېر ژوند سره وداع کړه   
                              دنوې ژوند په خاطر ستا لور ته راغلمه
                              
                                    ېار دی سوګند لره حا ضر شو
                            ستا په رقيب باندی به جوړ کړي قېامتونه
 
                                   سوګند دمينې غزنيچۍ دی
                           مينه سوګند باندی خپل ځان قربانوينه
 
                            غليم سلګۍ کړي ټول ئی يني
                      مرګ ئی نژدې دی جنازه به ئې ضروروينه
 
                         راځه لغمان خواته ئی سوق کړو
                    دواړه به ئی يو ځای هديرې ته وسپارونه
                          

 
                         دغزني دولاېت زېږيدو نکۍ
          دلغمان دولاېت دشېطان ګمک دمنطقې اوسېدونکۍ
                      دويانا ښار دنازي هېتلر وطن    
                                17.8.2011               


August 17th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی