متاسفانه بې له سر حدي سيمو او ښارونو نه د لرو بر يو افغان او لره او بره پښتونخوا کلمات افغانان (پښتانه) په داسې زغرده يعنې د سټيج او عمومي غونډې په سر په افغانستان کې نشي اغستلاى لکه چې کوز پښتانه يې په پيښور،کوټه يا ټوله پښتونخوا او بلوچستان يا حتَې په اسلام آباد يا نورو ښارونو په عمومي غونډو کې اخلي. بلکه افغانانو کې داسې خلک هم شته چې د افغانستان کلمه پرې هم بده لګي نو چه جائيکه چې خپل وطن او خلکوته پښتونخوا يا بر افغانان ووايي.
لهَذا د ډيورنډ د نه منلو او تر اباسين پورې د لوى افغانستان پلويان ټول افغانان نه دي بلکه فقط پښتانه دي او هغوى هم سل په سله نه. او بيا هغوى هم په نظرياتي ډول د غيروپښتنو دژبني، کلتوري او روحي فشار او روشنفکري تاثير ﻻندې دي. نو دغه مسله ټول افغاني نه ده. دافغانستان جهاد چې زياتره د پښتنو په وينو تر سره شوى دى، عنعنوي افغاني ارزښتونه له منځه اوړي دي چې په هغو کې دغه د ډيورنډ د نه منلو په ظاهره افغانشموله داعيه هم ده. د جهاد نه مخکې د خلقي او پرچمي حکومتونو په شمول مقتدره حلقات د پښتونستان ددغه نيمه نيمګړې داعيې سره همنوا وو. پښتانه روشنفکران ډير غلط فکر کوي چې بيا هم دغه د جهاد موضوع او دهغه عواقب ډير سطحي اخلي او فکر کوي چې لکه څه شوي نه وي.هغه دوران پخوا تللى دى چې د باچاهۍ جنګ به د شهزادګانو وروڼو او تربورانو تر منځ و او نور عادي خلک به ديوې خوا يا بلې خوا ته ودريدل. اوس اولسونه او په خصوصي توګه غير پښتانه د ټو لو سياستونو په طرح کولو او قدرت کې خپله برخه غواړي او هغوى موثر قوت دي.
د افغانستان ډيورنډ کرښې د نه منلو په باره کې پاليسي ډيره عجيبه پاتې شوې ده. دغه پالسي چې د يو محدودې مودې دپاره څه وخت چې انګريز د هند نه د وتلو فيصله وکړه نو حاﻻتو سره يې سر خوړ. مګر ددغه مبهمې او نيم زړيه پاليسۍ دوام پخپله افغانستان ته څه ګټه ورکړه؟ دا غټ سوال دى. صدراعظم موسى شفيق خو پتيئلې وه چې لکه د هلمند داوبو د پښتونستان هم سر غوث کړي خو ډير زرايسته کړل شو. زه په يقين سره ويلى شم چې د سردار محمد داؤد خان څخه پرته ددغه پاليسۍ شړونکي او خواخوږي په ايماندرۍ سره ددغه پاليسۍ تر شا وﻻړ نه وو، د بې يقينۍ ښکار وواو معامله ګيري يې کوله. دغه معامله ګيري زمونږ کوزه مشرانو هم کوله ځکه چې هغوى د افغانستان حمايت په پاکستان کې د خپل موقف قوي کولو دپاره استعمالولواو اوس هم استعمالوي. دغه لوبه د کابل مقتدره حلقې هم کوي.
ددې حقيقت نه بايد سترګې پټې نه کړو هغه داچې څه وخت انګريز د هند نه د وتلو تکل وکړ، نو افغانستان هيڅوخت د ډيورنډ لو ظنامې په هکله او دغه شان نورو ورپسې معاهداتو (١٩٠٥،١٩١٩، ١٩٢١) په هکله دا نه وو ويلي، چې ګني دغه معاهدات صحيح نه دي، په زور په افغانستان باندې ورتپل شوي دي او يا حقوقي (قانوني) بڼه نه لري؛ بلکه د افغانستان اساسي موقف دا و چې دغه معاهدات انګريزي حکومت سره ﻻسليک شويدي، اوس چې هغه هندوستان پريږدي نو دغه معاهدات با يدخودبخود له منځهﻻړشي (چې دوارث دولت دحقوقواو اصولو سره مغايره غو ښتنه وه نو رد شوه)؛ نو لهَذا پښتون نشينه سيمې دې بيرته افغانستان ته واپس شي ګني نو افغان نژاده خلکو ته دې د آزاد رياست جوړولو اختيار ورکړل شي. دغه وروستنى تجويز هغوى ځکه وړاندې کړ چې افعانستان پخپله پسمانده دولت و (اودى)نو د دغه سيمو چې دافغانستان نه پرمختللې وې د سمبالولو توان يې نه لرلو او دويمه دا چې څه وخت وروستوباچا خان او دهغه پارټۍ بنو قرارداد (٢١ جون ١٩٤٧ پريکړه ليک) له مخې د آزاد پښتون دولت نظريه وړاندې کړه او بيا ورپسې د١٩٤٧ دجوﻻيي په ريفرنډم کې يې ددريم آپشن يعنې پاکستان او هندوستان سره د تګ سره سره د آزاد پاتې کيدو شاملولو مطالبه پيش کړه نو افغانستان د پښتنو دپاره حق خوداراديت غوښتنه باندې ټينګار کول شروع کړل. او چې څه وخت پاکستان جوړ شو نو هغوى يې لکه د باچاخان په ضد ودريدل.
١٩٤٩ کې د آفغآنستآن د اومې دورې پارليمآن او بيا ١٩٥٥ کې لويې جرګې انګريز سره تر سره شوي ټول معآهدآت يکطرفه لغوه آعلآن کړل آو دغه رنګ پآکستآن سره په رسمي توګه د دښمۍ په ﻻره روان شول. ددغه پاليسې تر شا درې غټ فريقه وو: افغانستان، باچاخان او د هند حکومت. افغانستان خو مدعي و نو باچا خان د پښتونستان ستر مشر په حيث وپيژندل شو. با چا خان پخپله هيڅ وخت د پښتون د يووالي يا د افغان حکومت اعلان شوې پاليسۍ طرفداري نه ده کړې او نه يې شفاهي يا ليکلي د پښتون د يووالي چرې ذکر کړىدى او يا يې د ډيورنډ نفي کړې ده.البته د افغان حکومتونو د پاليسيو رد يې هم نه دى کړى بلکه ځينې په دې عقيده دي چې ددغه پاليسيو دوام د باچا خان د پټ په پټه تائيد يا هو کړې څخه پرته ناشوني و. دا د انګريزۍ په اصطلاح ميرېج آف کنوينئنس و يعنې ديو بل شا ګرول وو. ځکه چې د افغانستان حاکمان د خپلو خلکو او په خصوصي توګه د پښتنو د مخ په زياتيدو ملي شعور نه په ډار کې وو او ددغه اور مړولو دپاره د پښتونستان ببوﻻلې د اوبو کار ورکولو. باچا خان په اساسي توګه لکه د نورو کانګرسي رهبرانو هندي ناسيوناليسټ و. دا خو چې کله کانګرس هغه يواځې پاکستان ته پريښودلو نو موصوف پښتون قوم پرست شو. البته زه بايد اعتراف وکړم چې د باچا خان د يو هند په هکله سياست د پښتنو په ګټه و او نن به ممبۍ د کراچۍ په ځاى د پښتنو ښار و. مګر د سياست واګې بل چا سره وې، هغه فقط پيروکار واو په حقوقي او سيا سي غرزو پرزو ډير نه پوهيدلو. بلخو ا د افغانستان مشران هم ډيرو حقوقي باريکيو سره نا بلده وو.
د افغانستان د معاهداتو د لغوه کولو فيصله سياسي وه، حقوقي اساسات يې کمزوري وو او سياسي فيصلې هغه وخت عملي کيدى شي چې په ننۍ زمانه کې اقتصادي، نظامې او بين المللي قوت ولري. متاسفانه افغانستان دريواړه پيدا نه کړل او څه خاورې ايرې سر ورسره شوروي اتحاد خوراوو، تر هغې پورې چې بريژنيف ١٩٩٧٠ کې د آسيايي امنيت دوکتورين وړاندې کړ چې اوله ماده يې په ايشيا کې د هيوادونو تر منځ دموجودو سرحداتو احترام و. او بيا په اخر کې هم ددغه شوروي حمايت ګر په خلاف افغانان غربي او عربي دنيا سره يو ځاى د پاکستان د چتر ﻻندې يوه جبهه شول او دهغه دړې وړې کولو کې شراکتداران شول.
دغې لو بې ته هند څنګه داخل شو؟ دا هم يو عجب داستان دى. د هند همدردۍ باچا خان سره وې. د هند کانګرس ځان د برتانوي هند د ټولومعا هداتو، وظايفو او وجايبو ميراث خور ګڼلو (او ګڼي) او پاکستان يې د ځان څخه جلا شوې ټوټه ګڼله. افغانستان سره د ډيورنډ او نور معاهداتو د وارث په توګه هندوستان هيڅ وخت د افغانستان ادعا بر حقه نه بلله (اونه بلي) بلکه د هند د تقسيم په درشل کې يې باچا خان او ډاکټر خانصاحب ته د هنددحکومت په اوچته کرسۍ ناست (دي فاکتو صدراعظم) جواهر ﻻل نهرو څوڅو وارې په ټينګار سره وليکل چې افغانستان منع کړي چې د ډيورنډ او نورو معاهداتو قضيه اوچتولو سره زمونږ په داخلي چارو کې ګوتې ونه وهي. البته په کانګرس کې هم دوه ﻻئنه چليدل؛ يو د پاکستان د زړه نه منل و او بل د پاکستان جوړښت يوه موقتي پديده بلل يعنې چې ډير زر به بيرته هند سره يو ځاى شي. دغه وه چې هغوى هم دوه مخې سياست ته ګوتې واچولې او د ويش په درشل کې يې خپل نمائنده ګرداري لعلپوري پټ په پټه افغانستان ته راوليږلو. ددې نه مخکې ١٩٤٦ په اګست کې باچا خان د جشن په موقع کابل ته دعوت شوى و. بيا چې ورپسې نوي پيدا شوي پاکستان سره يې د اثاثه جاتو د تقسيم او کشمير په سر معامله راغله نو هند پټ په پټه افغانستان په شا ټپول شروع کړل. پخپله يې نه منل او اوس يې هم نه مني ليکن ساده افغانان يې تشويقول شروع کړل. افغانستان هم د خپل تاريخ او ختېدونکي ملي شعور نه مجبور و. دلته زه د پاکستان د حاکمه دستګاه او طبقاتو په منفي داخلي او خارجي رول باندې چې څنګه د اسلام تر نامه ﻻندې پاکستان راست خوا ته ﻻړ، د مليتونو نفي يې وکړه،دمهاجر-پنحابي ملکي او نظامي چتر ﻻندې د سرمايه دارو او جاګيردارو گټو پرمخ بوتللودپاره يې امريکايي سامراج سره يې کولمه غوټه کړه،رڼا اچول نه غواړم ځکه چې زما موضوع دغه نه ده.
که هند د افغانستان موقف ومني نو بيا بايد چين سره په ميک موهن ﻻين (چين-هند سرحد) باندې بيا دسره خبرې وکړي ځکه چې چين وايي چې دغه يو استعماري قوت يعنې برتانوي استعمار راکښلې کرښه ده او اصل کې ټول اوسنى اروناچل پرديش يا پخوانى نيفادچين برخه ده. ١٩٦٢ کې چين په دغه سيمه نظامي بريد وکړ او زياتره اروناچل پرديش يې ونيولو، خو ډير زر ترې واپس شو او د آکسياچېن سيمه باندې يې خيټه واچوله چې اوس هم دغه سيمه او د کشمير په سله کې ١٥برخه چين سره په قبضه کې دي. د کاشغر او ﻻسا تر منځ سړک په آکسياچېن تيريږي.
د افغانستان د پښتونستان پروژه د هند په پيسو روانه وه. دا داسې پيسې وې چې محاسبه يې چا نه کوله او حاکمه کورنۍ ځينې غړو ترينه په خپله ګټه ښه استفاده کوله. البته په حاکمه کورنۍ کې د داؤد خان غوندې خلک د زړه نه د پښتونستان د داعيې تر شا ودريدل. په دې ترڅ کې د هند او باچا خان سياست يو رنګ و. باچا خان خو د افغانستان په سياست دومره بې باوره وچې ١٩٧٤ کې څه وخت مونږ د ولسمشر داؤد خان حکومت سره د پاکستان پر ضد په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په نظامي فعاليتونو کې بوخت وو نو د پښتنو محصلينو يو هيئت د پيښور پوهنتون نه د يو موزيک پروګرام کولو دپاره قمر ګلې او ناشناس پسې کابل ته راروان وو نو په جلال آباد کې باچا خان سره ايسار شو ل او ورته يې په خوشالۍ ووې چې اوس خو به مونږ پښتانه د داؤو خان په برکت آزاديږو نو بابا په ډير حقارت ورته ويلي وو چې ((دا کابليان به مونږ آزادوي؟)) خبره يې عملي توګه پر ځاى وه. بلکه ډير پخوا يعنې د پاکستان په ابتدا کې باچا خان د ميا جعفر شاه د ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پښتانه به افغانستان سره يو کيږي، ارواښاد ته په زغرده ويلي وو چې دغه خوارو سره به څوک يو ځاى کيږي؟ دا خو د هغه د انګريزۍ مقولې سره سم چې ته زما شا ګروه او زه به ستا، چې دغه سياست روان و او دى. بايد يادآوري وکړم چې دولسمشرخان داؤد خان د وخت په جدوجهد کې شهيد عبدالصمد خان اڅکزى مخالف خوا ته وﻻړو.
دغه رنګ ولي خان هم چرې د افغاني موقف په ښکاره تائيد نه دى کړى. دپښتونستان د داعيې علمبردار داؤو خان و؛ خو هغه زمونږ د جدوجهد يعنې د ولي خان تر مشرۍ ﻻندې بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د مسلح عملياتو(١٩٧٣-١٩٧٥) د ناکامۍ او ورسره د پښتنو د عدم دلچسپۍاو په دغه مسله د افغانستان د ناتوانۍ او يواځيتوب نه دومره بيزاره شوى و چې په آخر کې صدراعظم ذوالفقار علي بهټو سره د ډيورنډ په سر معامله کولو ته آماده شوى و. د هغه په دوران کې افغانستان خپل موقف د پښتونستان دداعيې نه بدل او د ولي خان د قيادت ﻻندې نيشنل عوامي پارټۍ په پيروۍ پښتنوبلوڅو د حقه حقوقو ﻻس ته راوړلو باندې تعويض کړ او د قبائلو رياست ته يې د سرحدي چارو په وزارت ارتقاء ورکړه او دپښتونستان راډيويي پروګرام يې د پښتنو او بلوڅو په پروګرام واړولو. په دې مورد کې افغانستان هيڅ تللې او کوټلې اجنډه اوکړنلاره نه ده لرلې. ددې تفصيل به آينده کې زما په کتاب د يادونو په واټ کې ولولئ. نه فقط دغه بلکه د تره کې-امين او کارمل-نجيب رژيمونو هم زور و لګولو خو پاتې راغلل؛ متاسفانه د پښتون(افغان) روشنفکر اود پښتون اولس سوچ، فکر او کړنې سره ډير توپير لري. مونږ خپل اولس ته نه ګورو په هوا کې خپل اسونه زغلووهغه هم په ډير تعصب او ځان خوښونې سره. مونږ لکه چې کوهي کې ناست يوو دنيا ته ګورو او دنيا مونږ ته د غره د سره په دوربين کې تماشه کوي.
ولې که سړى حتې د افغانستان پخوا ني موقف ته هم ځير شي نو افغانستان هيڅ وخت لرو پښتنو سره هغه برخورد نه دى کړى چې آئر لينډيان د شمالي آئر لينډ،چين د چين نژاده هانګ کانګ او تائيوان، روس د روس نژاده تيت پرک ولس، جرمن د جرمن نژاده خلکو، پاکستان دکشمير نژاده خلکو سره کړى يا کوي. افغانستان فقط په دې اکتفا کړې ده چې اول يوه کورنۍ او بيا دوه کورنۍ په ﻻس کې ونيسي او هغوى د کوزه پښتنو د پو سته خانو په څير استعمال کړى. هغوى ته ورواچوي او يا د هغوى د ﻻرې د هغوى د ګوندونو نزدې کسان خو شاله وساتي او دغه کمبود چې نور ملتونه يې خپلو هم نژاده خلکو سره کوي، تلافي کړي. افغانستان د يو قبائلي هيواد په څير فکر کولو (اوکوي) چې ملک خو شاله ساته نو ټوله قبيله به تاسره وي. حاﻻنکه کوزه پښتانه او په خصوصي توګه د ضلعو خلک د قبائليت نه وتلي او د چا پښې پورې تړلي نه دي. هغوى ته به د يو ملت په حيث ګورې او خپل پردى به پکې نه کوې. دغه کمبود په سيمينارونو او د يو بل په توصيفونو نه پوره کيږي او نه دهغه او دغه بيسواده قبا يلي په نمايندګۍ . دغه د قبائلو په اصطلا ح پښتونستاني ملکانانو مسله يوه بله تاريخي افتضاح ده چې اوږدې څيړنې ته اړتيا لري.
که پښتنو ته د حق خوداراديت دليل په مخکې بوځې نو اوس خو په خيبر پښتونخوا کې د باچا خان د وارثانو حکومت دى نو د افغانستان پښتنو ته د حق خوداراديت ورکولو داعيه بايدپه تخنيکي لحاظه ځاى په ځاى شوي وي. دغه شان ١٩٤٦ کې چې څه وخت آفغانستان د صوبه سرحد د پښتنو معامله پيرنګي سره اوچته کړه نو چونکه د ډاکټر خانصاحب په صوبه کې حکومت و نو انګريز ورته ځواب کې وويل چې د کومو پښتنو خبره کوئ، هغه چې په صوبه کې يې حکومت دى او د دګاندهي جي د متحده هندوستان نظريې سره همنوا دي؟ اوس هم ددغه پښتنو معامله څه ده؟ چې دصوبې نوم د صوبه سرحد نه دهغوى په خوښه په خيبر پښتونخوا بدل شوى دى، په خيبر پښتونخوا کې او مرکز کې يې شريک حکومت دى او د پاکستان په آئين (اساسي قانون) يې د وفادارۍڅو څو وارې لوړه اوچته کړې ده او د ورځې په تيريدو سره مشران يې حتې د پنجاب دحکومت نه بر خلاف د باچا نه د زيا ت وفادارۍ ثبوت ورکوي او د حاکمه دستګاه په حق کې د افغانستان د موقف بر عکس بيا نات ورکوي او افغانستان باندې هم نيوکې کوي. بلکه وزير اعلى امير حيدر هوتي خو تر دې وايي چې افغانستان دفساد جرړه ده او که د افغانستان د ﻻرې دير کې بيا مداخلت وشو نو زمونږ فوج به افغانستان ته غاښ ماتونکى ځواب ورکړي.
دلته يوه بله ستونځه بايد چې تر نظر نه پناه نه کړو؛ هغه دا چې که افغانستان په پاکستان کې يو يا دوو ګوندونو يا څو کورنيو پسې ودريږي نو پاکستان ته څنګه ويلى شې چې افغانانو کې خپل پردى و نه کړي، ځکه چې هم دغه وسله ورته تا پخپله ﻻس ورکړې ده. يو بل سوال هم بې ځوابه پاتې کيږي هغه دا چې نن سبا پاکستان په افغانستان کې ځان د پښتنو د ګټو ساتونکې ګڼي؛ يعنې د هغه خلکو چې ډيورنډ نه مني او د اباسين پورې زمکه خپله خاوره بولي. داسې خو نه ده چې هم دغه دډيورنډ د نه منلوموقف بنيادي طور د پاکستان د حاکمه دستګاه په حق کې تماميږي؟ او د پاکستان حاکمه دستګاه بيوقوفه نه ده. د عمل په ډګر کې دغه موقف د نا ويلي لر وبر يو مسلمان او افغانستان د پاکستان ديفاکتو حصې انګيرلو په حق کې ده. دا موضوع يو ې اوږدې څيړنې ته اړتيا لري.
November 18th, 2011
برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
- علی رستمینقش پیش نهاده هایی تاریخی وسامان یابی های بعدی قدرت درتأسیس وافول حزب دموکراتیک خلق افغانستان(حزب وطن)
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادجهاد و جنگ در افغانستان قبل از آمدن قطعات شوری به حمایت پاکستان و رهبری امریکا آغاز شد
- سیداحسان واعظیبخش دوم نقش سازنده و ماندگارببرک کارمل در مسیر تاریخ
- سیداحسان واعظینقش سازنده و ماندگارببرک کارمل در مسیر تاریخ
- داکتر حمیدالله مفیدفرود دو ستاره درخشان از کهکشان اندیشه وخرد
- علی رستمی ببرک کارمل بااندیشه عدالت خواهانه به خاموشی رفت
- گزارنده به پارسی دری: عزیز آریانفرآریایی ها یا تورک ها؟
- عبدالو کیل کوچی دسامبردر آیینهء تاریخ
- عبدالو کیل کوچیمحمود بریالی ابر مرد جنبش چپ وترقی خواه افغانستان
- محمد عوض نبی زادهنا یب سالارمحمد حسین خان پیکارجوی رزمگاه میوند وغزنیگک
- خلیل وداد چگونه س.د.ج.ا. به س.خ. ج.ا. تعویض شد
- مترجم: ا. م. شیریانقلاب اکتبر! استالین. نوسازی- کودتای لیبرالی
- نویسنده: نجیب سرغندوی نهضت خدایی خدمتگاری و نقش آن دربیداری پشتونها
- گزارنده به پارسی دری: عزیز آریانفرتوران
- حسن پیمانامیرتیمورموئسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنگ ومدنیت آسیای وسطی قسمت-6
- حزب کارایران(توفان)انقلاب اکتبر ناقوس مرگ سرمایه داری بود
- ظهو رالدين دبرېالي انقلاب دکاليزې په وېاړ
- زمان هوتکبمناسبت هفدهمین سالشهادت داکترنجیب الله
- رحمت اله رواندشهید داکتر نجیب اله داوولسم تلین په یاد
- جلال بايانی کاوشگرشـــهيد داکتر نجيب الله
- جلال بايانی کاوشگرهفده سال قبل درقلب افغانستان کابل حماسه تاريخ رخ داد
- نصیراحمد – مهمند پیړی،پیړی زغم او پیچ دی وګالل شی
- داکتر حبیب منګل دافغانستان دخپلواکۍ غورزنګ ته لنډه کتنه
- نویسنده : مهرالدین مشیدروزی که زمامداران ناکاره در سایۀ آن صرف احساس فربهی کرده اند
- حسن پیمانامیرتیمور موئسس سبک اصیل هنر معماریوحامی فرهنگ ومدنیت آسیای وسطی5
- برگردان و تبصره از دکتر خلیل ودادحقایقِ تلخِ جنگِ 1979-1991 افغانستان از زبان نظامیان شوروی پیشین
- عبدالوکیل کوچی نگاه مختصری به تاریخ کوشانی ها
- انجنیر فضل احمد افغان شاه امان الله غازی و خط سیاه دیورند
- میر عنایت الله سادات معضلۀدیورند
- تتبع ونگارش؛تلخیص وترجمه: ازحسن پیمانامیر تیمور موسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنگ ومدنیت آ سیای وسطی قسمت(4)
- امان معاشر؛ خبرنگار آزادهشت ثور آوردن مجاهدین رو بزوال از کوه ها به قدرت جنرال دستم
- ا. م. شیریزادروز لنین، روز شرمندگی ما
- عتیق الله مولویزادهاز دین پروری، تا دین فروشی!!
- حسن پیمان امیرتیمور موسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنک ومدنیت آسیای وسطی قسمت 3
- نوشته کریم پوپل تاریخ نوروز کهن
- نجم کاويانیيادی از نوروز در کابل قديم
- تتبع ونگارش-ترجمه وتلخیص: ازحسن پیمانامیرتیمور موسس سبک اصیل هنرمعماری وحامی فرهنگ ومدنیت اسیای وسطی-2-
- دوکتور امین برین زوریدوکتور امین برین زوری
- برگردان و تبصره از دکتر خلیل ودادیهودیت در افغانستان
- ارسالی صمیمیبازگشت «لنین» به «خجند»
- حسن پیمانشمۀ ازخدمات وکارنامه های امیرتیموردرأئینۀ تأریخ
- سلیمان راوشجشن سده
- حسن پیمانتأریخ وخدمات زنده ومشهود امپراتوری تیموریان محال است به فراموشی سپرده شود
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادمناسبات سابق دولت افغانستان و اتحاد شوروی آمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی در ششم جدی به افغانستان
- سرلوڅ مرادزی برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
- سرلوڅ مرادزی برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
- عتیق الله مولوی زادهزندگی از کاخ تا کا نتینر!
- سرلوڅ مرادزیبرتانوي هند او برتانوي پنجاب دواړه، د پښتنو د ویښتیا ضد !
- سرلوڅ مرادزیډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
- نویسنده : مهرالدین مشیدبالاخره امریکایی ها سر به بالین بیمار نظامیان پاکستانی این بازوی زرهی تروریزم جهانی نهادند
- عبدالوکیل کوچید سامبر نقطه عطف درتاریخ جنبش داد خواهانه مردم افغانستان
- سرلوڅ مرادزی ډیورڼد کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون دوهمه برخه
- انجنیر فضل احمد افغانخط سیاۀ دیورند مولود دسایس انګلیس و روسیه
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
- فرزاد رمضاني بونششناسايي يا عدم شناسايي ديورند؟
- انجینر محمود صافی دافغانستان دتاریخ ځلانده ستوری احمد خان « احمد شاه بابا » درانی کال
- سید ذا کر شاه ( ســــــــــادات) (( د ډیورند کرښې غندل یا د پاکستان ســـــــره دښمنی))
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او څرګند دریځونه
- بیداربمناسبت کنفرانس بین المللی لندن و عدم پذیرش دیورند خط فاصل
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
- عزیز آریانفرنیاز تاریخی به بازگشت به توافقات ژنو
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
- سرلوڅ مرادزید ډیورند کرښې پریکړه به، لروبر افغانان خپله کوي
- ارسالی صمیمیبرگی از تاریخ جنگ جهانی دوم/ چگونه مسکو تسلیم آلمان ها نشد
- میر عنایت الله سادات نگاهی به تاریخ آریانا
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد بخش آخر
- جلال بايانیبزرگ مردان تاریخ
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش دوازدهم
- شبيراحمد طالب وزيران اوخاطرې
- رسول پويانجايگاه هرات در مدنيت خراسان
- محمدنبی عظیمیسفر دیگر به جلال آباد
- عزیزه عنایت خامۀ درفرا راه آزادی !
- نصیراحمد - مهمنددافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو دشهیدانواوغازیانوپه یاد
- دوکتور جلال بايانی « روح شاه غازی امان الله شاد و پر نور باد »
- انجنیر ظهو رالدین اندیشپراو دا
- محمدنبی عظیمیتعرض متقابل قوای مسلح افغانستان
- نوشته کریم پوپل اشغال و تاراج کابل از زمان تاسیس الی امروز
- سلیمان راوششهروندان شهر (جندان)
- محمدنبی عظیمی درحاشیه تعرض متقابل
- رسول پویاننقش استعمار در تخریب تمدن خراسان
- رسول پویانخراسان بعد از فروپاشی امپراتوری تيموريان
- رسول پویان ریشه های خراسان کهن
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش هشــــــــــــــــتم
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخـــش هفتـــــــــــــم
- ا. م. شیریپراودا در ۱۰۰ سالگی: زنده و رزمنده
- اسدالله جعفریمیلاد گل سرخ
- عبدالحی نزهت افزودن دشواری کارعاقلانه نیست
- فوادشاه امان الله خان غازى از نظر احمد شاه مسعود كى بود؟
- انجنېر ظهو رالدین اندېشپر فا شیزم د بري ورځ یعنی دامپرېا لیزم دنیمی تنی ښخول په شوري سوسېا لیستي هېواد کی
- نویسنده : مهرالدین مشید نباید بیش از این بهایی برای ویرانی این سرزمین پرداخت
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش ششم
- نوشته صوفی کریم فیضانی حملات اعراب در افغانستان
- انجنیر ظهورالدین اندیشد افغا نستان د خلک دمو کراتیک گوند داد شهیدا نو او اتلانو دسور گوند ټولو غړو ته له پو رته نه تر کښته پو رې
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بقیه بخش پنجم
- نبی حیدری معلم جنک یا صلح
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد بقیه بخش چهارم
- تهیه وترتیب:میرمحمدشاه رفیعیچهره امروزی تپه مرنجان ورازهای تاریخی آن
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد -- 4
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد - 3-
- سلیمان راوشتندیس های بامیان مجسمه های بودا نیستند
- حسن پیمانبیادبودسلسال وشهمامه تندیسهای بودا دو همبزم ودو همسنگ
- حسن پیمانافشارخونین وقتلهای زنجیره یی انگیزۀ اتحادخلقهای تحت استبداد
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد
- رحمت اله رواند روسانو يرغل او وتل دواړه تېروتني وې
- احمدولي بدخشياداي ديني به قربانيان فاجعة افشار
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد
- عتیق گلشمه ازجنایات بعضی گروه های ماوئیستها درافغانستان
- محمد نبی عظیمیچرا از مرگ می ترسید ؟
- جمعه خان صوفيلر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (اتمه برخه)
- عبدالو کیل کوچی فرخنده باد چهل وهفتمین سالگرد تاسیس حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، حزب قهرمانان وشهیدان !
- حمید محویتآتر بی نوایان
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادآمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی به افغانستان
- تهیه کننده : عبدالقدیر میرزاییسقوطِ یک امپراتوری!
- محمد عارف عرفان رازهای حقیقی دعوت ارتش شوروی
- حمید محویدر بارۀ [کشته شدن پلخانوف(؟)]
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد
- صدیق رهپو طرزیما و نو آوری، تجدد و مدرنیزم
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (پنځمه برخه)
- داکترآریننام ببرک کارمل جاویدانه است زیرا توده های مردم آنرا ستوده اند
- عبدالو کیل کوچیپنجمین سالگرد وفات محمود بریالی را گرامی میداریم
- صدیق رهپو طرزیدیورند: سر و صدا برای هیچ
- محمدنبی عظیمیسپیده ها این جا آرام انــد
- محمد عوضازمكتب مبارزهء رفيق ببرك كارمل بياموزيم
- علی رستمیببرک کارمل ستارهء درخشان مبارزِ عدالتخواهء کشور
- عبدالو کیل کوچیببرک کارمل بزرگ مرد تاریخ
- دوکتور نثار احمد صدیقینام ببرک کارمل جاودان و روانش شاد باد
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟(٢ مه برخه)
- عزیز آریانفرچگونه دهلیز واخان ایجاد و به زور به افغانستان داده شد
- جمعه خان صوفيلر و بر: دوه افغان که يو افغان؟
- انجنېر ظهورالدين اندېشبه افتخار سالګرد انقلاب پېروزمند و زنجير شکن سوسياليستی اکتبر
- گزارشگر از انگلیسی به پارسی: صدیق رهپو طرزیده اسطوره در مورد افغانستان
- انجنېر ظهورالدين انديشبمناسبت سالمرګ انقلابی دلير وانديشمند خلل ناپذير
- از کریم پوپل روش سیاسی دولتها وملیتهای افغانستان در طول تاریخ
- عدالتدشمن هرگز وارد شهر لنين نخواهد شد!
- عبدالو کیل کوچی ماندگاران تاریخ
- نصیراحمد – مهمنددافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو
- سليمان راوش به پیشواز 28 ـ اسد
- انجنېر ظهورالدين اندېشدافغانستان دخلکو دملی_ازادی بخښونکي انقلاب دکاليزی په وياړ
- گزارنده: عزیز آریانفرمقاله دوم نقش دولت «کیرپاند» در با هم آمیزی فرهنگ های آسیای میانه
- عزیز آریانفرشاهنشاهی پنج صد ساله تاجیکی- ایرانی کیرپاند در مرزهای باختری چین
- حامدعلمیرساله روزشمار وقایع افغانستان از سال 1747 الی اخیر سال 2010
- نوشته کریم پوپلظهور وزوال اردوهای افغانستان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش دوازدهم وپایانی
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش 11
- گزارشگر از زبان انگلیسی به پارسی صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دوران تیموریان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش دهم
- سرلوڅ مرادزیلندن کې ډيورند جرګه د پنجاب پر سر کلک ګوزار
- تهیه کننده:امان معاشر نامه ی خواجه حافظ شیرازی برای امیر تیمور
- عبدالصمد ازهرخود کشی یا قتل بخش نهم
- محمدنبی عظیمی لحظاتی با ازهر بزرگوار
- محمدنبی عظیمی آیا روزی تاریخ حــــرب کشور ما نوشته خواهد شد؟
- عبدالصمد ازهر اسرار مرگ میوندوال بخش نهم
- ازهر عبدالصمداسرار مرگ میوندوال بخش هشتم
- محمد همایون سرخابی شهر غلغله در ماتم نبود بودای بزرگش هنوز میگرید
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوالبخش هفتم
- محمدنبی عظیمیتا لحظهء انــــتقال مسؤولیت
- گزارش از انگلیسی به پارسی صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دوران تیموریان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش ششم
- اسدالله جعفریآیاافشار باردیگر تکرار خواهد شد؟
- سید عبدالقدوس «سید»جنگ افشار
- خلیل الله سکندریواقعیت های پنهان در ماجرا های عیان افغانستان
- محمد همایون سرخابی نگاه مختصری پیرامون زندگی پرافتخار ظهیرالدین محمد بابر
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش پنجم
- محمد عالم افتخارسید جمال الدین افغانی ؛ اَبَر انسانی که از نو باید شناخت !
- سرلوڅ مرادزی پاچاخان د بهرنیو پوهانو په نظر کې
- صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دور تیموریان
- میرعنایت الله سادات نظری بر موافقتنامه ای دیورند
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا قتل؟ بخش چهارم
- نویسنده : مهرالدین مشیدامریکا و بازی بزرگ در کشوری که دشنۀ مقاومت گلوی هر مهاجمی را شگافته است
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا مرگ بخش های دوم و سوم
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزاد آمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی به افغانستان
- ا. م. شیریبمناسبت زادروز استالین
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا مرگ
- نویسنده: ولادیمیر پلاستون ببرک کارمل تا آخرین نفس های خود به حقانیتِ راهی که خود انتخاب نموده بود باور داشت
- ع.رستمی ببرک کارمل نماد وحدت!
- ر. حسنهفته اول دسامبر یاد آور روز های فقدان دو شخصیت مبارز نستوه کشور
- نوشته از ع. بصیر دهزادبخاطر 14چهاردهمین سالگرد وفات شادروان ببرک کارمل
- عبدالو کیل کوچی گرامی وجاویدان باد نام وخاطره تابناک زنده یاد ببرک کارمل
- عبدالو کیل کوچی چهارمین سالروز وفات زنده یاد محمود بریالی را گرامی میداریم
- احمدشاه سرخابییادی از جاودان یاد ببرک کارمل و برادر و همرزم فقید ش محمود بریالی!
- سرورددیورند کرښه دتکړه پوهانو وځیړ نو ته ضرورت لري
- عزیز آریانفردرنگی بر سر نام کشور ما- افغانستان
- عزیز آریانفرراز نهانی نامه دوست محمد خان به نیکلای یکم- امپراتور روسیه
- عزیز آریانفرآیین نامه داخلی انقلابیون جوان افغان (جوانان افغان)
- شباهنگ راددر یادمان کمونیست رزمنده «ارنستو چه گوارا»
- دکتر بیژن بارانکوچ آریاییها از شمال خزر
- سرلوڅ مرادزی د تاریخ پاڼه : کوز پښتانه او د افغانستان خپلواکي
- سليمان راوش تجاوزانگليس ، روس و امريکا بر افغانستان يا يک دروغ بزرگ
- اکادمیسن دستگیر پنجشیریحملات بر نیروهای چپ و پیامد های آن
- عزیز آریانفرگستره «اروآسیای میانه بزرگ»
- احسان لمر یادی از خانوادهء ناظر صفر
- داکتر . و .ع . خاکسترفراز های از زند ه گی یهودان در افغانستان
- نوشته صدیق رهپو طرزیتمدن «سند ـ هلمند» آغاز گر تاریخ ما
- انجنیر زلمی نصرت مهمندافغانستان د«جواهر لعل نهرو»له نظره!
- لیکونکی : نجم الدین « سعیدی »دعلامه دوکتورمحمد سعید « سعید افغانی»د «۲۵» تلین په ویاړ !
- سيد احسان " واعظی"تمدن های آريانای کهن و خراسان باستان
- آصفه صبابه مناسبت سی امین سال شهادت شاد روان محمدطاهربدخشی
- عبدالوکیل کوچیفرخنده باد چهل و پنجمین سالگرد تاسیس حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، حزب قهرمانان وشهیدان !
- مرادزیستر پاچا خان : ملي هویت ، خپلواکي ، ملي ژبه او تعلیم
- علی رستمی چهل وپنجمین سالکرد حزب دموکراتیک خلق افغانستا ن را گرامی داشت !
- داود کرنزی بمناسبت سومین سالگرد وفات رفیق بریالی
- یعقوب هادینام و نیکوئی های رفیق ببرک کارمل جاودان باد
- سید احسان واعظی شخصیت نام اوری که باتاریخ زیست
- ترجمه و تحشیه از خلیل وداداز انقلاب اکتوبر تا انقلاب ثور
- سيد احسان " واعظی"تمدن هاي آرياناي كهن و خر اسان باستان
- احسان واعظی جايگاه والا و ارزشمند فيض محمد کاتب هزاره دربازتاب رويدادهای سياسی و تاريخ نگاری کشور
- رحمت اله رواند سنبلی نهمه نیټه د پښتنو اوبلوڅو د پیوستون د ورځی په یاد
- مرادزئ د وږي ۹ مه د پښتونستان ورځ
- نوشته : میرمحمد شاه "رفیعی"آرزوهای فراموش ناشده شهدای به خون خفته
- صديق وفا لويَه جَرگه ها ونقش ارزشمند آن در ساختار اجتماعی- سياسی وقانون گذاری افغانستان
- صديق وفا لويَه جَرگه ها ونقش ارزشمند آن در ساختار اجتماعی- سياسی وقانون گذاری افغانستان
- پژوهش: ظاهردقیق ماسترعلوم سیاسیحکومت مجاهدین(!)وبرکناری نقابهای تقدس آنان
- محمد عوض نبی زا د ه سی ومین سالروز شهادت علامه محمد اسمعیل مبلغ فرخنده و گرامی باد
- دکتورخلیل وداد (بارش)خاطرات مهندس هُلندی فان لوتسنبورگ ماس
- محمد عوض نبی زا دهدرويش علي خان هزاره اولین نایب الحکومهءهرات دردولت درانیها
- میرعبدالواحد ساداتسخنی چند پیرامون شخصیت والای غبار
- محمد عوض نبی زا ده بنیادعلیخان هزاره مبارزهمیشه درسنگرو یکی ازمدافعین راستین استقلال کشور
- محمد عوض نبی زا دهشیرمحمدخان هزاره جنگاورقهرمان و یکی از فاتحین اصلی معرکهءمیوند
- ترجمه و تحشیهء دکتور خلیل وداد نخستین مداخلهء نظامی شوروی به افغانستان
- سیدحسن رشاددو یاد و دو خاطره
- گزارنده به دری: عزیز آریانفرافغانستان در مراحل نخست توسعه مستقل (سال های دهه 1920)
- محمد عوض نبی زا ده میر یزدان بخش بهسودی نماد ازایمان و مقاومت ،قربانی توطیه و پیمان شکنی
- محمد عوض نبی زا د ه یکصد وپا نزدهمین سا لیا د شهادت میرمحمدعظیم بیگ سه پای
- نسیم جویا جویاــ پرچم شجاعت و نبرد مردم افغانستان به خاطر ازادی,عدالت وترقی
- محمد عوض نبی زا دهچهل و سومین سا لگرد وفات زنده یاد برات علی تا ج یکی ازپیشآهنگان ، نهضت مشروطه خواه و دموکرات گرامی باد
- محمد عوض نبی زا دهیکصدوپنجمین سال تولد فرقه مشرفتح محمد خان میر زاد یکی از پیش قراولان جنبش مشروطیت کشور فرخنده باد!
- محمد عوض نبی زا دهبیست و ششمین سا لیا د وفات محمد ابراهیم گا و سواریکی ازپیشگامان نهضت دهقا نی وضد استبداد گرامی با د!
- جنرال محمد یاسین امیریهشتاد سال از تولد ببرک کارمل شخصیت استثنایی تاریخ معاصرکشورمی گذرد
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- محمدعوض نبي زاده نقش و مقام مردم هزاره دردولت و جامعه طی دوونیم قرن اخیر
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟(قسمت ششم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- مشعلشخصيتي که با تاريخ عمر خواهد کرد
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت پنجم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت چهارم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- محمدعوض نبی زاده یادی ازمبارزقهرمان عبدالخالق شهید
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)تاريخ سخن ميگويد: چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ )قسمت سوم (
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت دوم )
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)تاريخ سخن ميگويد: چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- دپلوم انجنیر خلیل الله معروفی جوانمرد لک بخش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- نصرت شاد يادي از “ مولانا “ ملانصرالدين !
- محمدعوض نبی زاده معرفی مختصریکعده ازمبارزین شاخص مردم هزاره درجنبیشهای ضد استبدادی و استعماری
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- ويرايش وگردآورنده جانبازنبردنخستين سلطنت يک زن ازسلاله غزنويان در جهان اسلام
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- ظريفيبه بها نهء هشتا دهفتمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان
- آتوسا سلطان زاده فيلسوفاني كه پيامبر شدند !
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- دوکتور.م. پکتیا وا ل بمنا سبت هشتا دو هفت مین سا لګر د استر دا د استقلا ل ملی افغانستا ن
- محمدعوض نبی زاده هزاره جات یا هزارستان ازدیدگاه ونظر مورخین
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- نصرت شاد توماس هابس متفكر و فلسفه سياسي دولت
- عليشاد لربچه ژان ژاك روسو
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- عليشاد لربچه زنون ؛ اهل كيتون
- نوشتهء: زمری کاسی شناسنامهء يکتن ازمشروطه خواهان، يک مبارز گمنـــام و افشای يک ترورسياسی ديگر؛
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پرشوردرمورد هفت وهشت ثور
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پر شوردر مورد هفت وهشت ثور
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پرشور در مورد هفت و هشت ثور(بخش شـشم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- جليل پرشور در مورد هفت وهشت ثور بخش چهارم
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- جليل پرشوردر موردهفتم وهشتم ثور
- جليل پرشوردر مورد هفتم وهشتم ثور
- جليل پرشوردر موردهفتم وهشتم ثور
- سراج الدین ادیبروز جهانی کارگر وتشکیل سازمان بینالمللی کار
- سراج الدین ادیب جهان در آیینه ء رویداد های تاریخ (اول تا 31 می )
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمد وليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمد وليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمدوليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- کريم حقوقابونصر فارابي ارسطوی شرق
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش سوم
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش دوم
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش نخست
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رضا شادابهویت قومی هزاره ها و سادات هزاره
- ارسالي آرش فروزی با مبارز آتشين راه نجات مردم داکتر محمودی آشنا شويم
- سراج .اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخ
- دوکتورمحمد شعيب مجددیمسابقه تير اندازی در زمان تيموريان هرات
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش سوم
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش دوم
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش نخست
- اسکاریحسن صباح وجنبش اسماعيليه
- دستگيرصادقيغارت ميراثهای فرهنگي و تاريخي
- صباحچگونه ابوریحان بیرونی قاره آمريکا را کشف کرد؟
- داکتر وفاهوشی مین مردی که تاريخ را رقم زد
- صباحاولين سفير زن درتاريخ کابل زمين
- صباحگوشه ي ا ززندگي جاودانه مرد خراسان
- استادصباحابوالفضل بيهقی مورخ امپراتوري غزنويان
- سراج الدين اديببمناسبت 86 مین سال استقلال افغانستان
- تهيه و تدوين از بصيرشررتاريخ ، آزادي ،صلح واستقلا ل
- عينيسيرتاريخي فاجعه ملي ومجرمين جنگي
- رسالتروزا زن بحث انگيزتاريخ
- استادصباحميمنه د راورا ق تاريخ
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحچهل سال اسماعیلیه بعد از وفات حسن صباح
- استادصباحتاريخ عمومي اسماعیلیه هاواوضاع خراسا ن
- نبشهءايشرداسالاحمدالله هندوی افغانستانیم؟!
- تهيه و ترتيب از اشرف بهروزفشرده اي از تاريخ فرانسه
- انجنيرغلام سخي ارزگانيبه بهانه يي گرامي داشت از روز جهاني مادر
- ارسالي جواد نصريانزن در آنسوي تاريخ
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحيعقوب ليث صفاري مرد خرد وپيکا ر
- ارسالي صيقلرويدادها ي تاريخي
- ارسالي بنفشه ميتراآخرين تغييرات سياسي جهان در دهه پسين سده دوهزار عيسايي
- ارسالي فرحت شکوهمندگفتار بزرگان
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- ارسالي بنفشه ميترامجموعه ای از دانستنی ها
- گردآورنده وتلخيص استادصباحسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحگسترش فرقه اسماعیلیه در قرن اخیر
- نسرین مفیدردپای زن افغان در تاریخ
- نسرين مفيدهشتم مارچ روز جهاني زن در پهنای تاريخ
- ارسالي محبوب شاملعقايد اسماعيليه
- ارسالي ميلاد بهزادتاریخچه کتاب و کتابخانه در عهد با ستا ن
- ارسالي نسترن نيلابمروري برآيين کا تو ليک
- ارسالي شامل سالارد رمورد زرتشت و زرتشتیا ن چه میدانیم؟
- ارسالي فريدون کيومرثمهاتما گاندی منجی صلح وپيام آورآزادي
- ارسالي بکتاش نهيردرباره اصطلاح شيعه
- استاد صباحکمي ازحقا يق ناگفته وتاريخي سرزمين خراسان
- ارسالي جواد نصريانتاريخ ظهور و مؤسس مذهب معتزله
- ارسالي اميد برهاناهل حديث و حنابله
- ارسالي جواد نصريانوهابيت چگونه بوجودآمد؟
- استاد صباحتاريخ مذ هب اسماعيليه
- ارسالي دانش آرزوتاریخ اروپا
- ارسالي اميد آهنگربابل درکجا واقع بود؟
- ارسالي جواد نصريانپنج دهه از تصویب اعلاميه جهاني حقوق بشر ميگذرد
- ارسالي اميد آهنگرامپراتوری اسکندر چه وسعت داشت ؟
- ارسالي عمران مهربانچه نيرويي ملتها را به حرکت در مي آورد؟
- ارسالي ميلاد دوستچه کسی می تواند تاریخ بنو یسد؟
- ارسالي مشهيد مهوشبِنِدِتو كروچه
- ارسالي اميد آزموننظرمن در باره تاريخ
- ارسالي مشهيد اميلسا ما نيان
- ارسالي داکتر بصيرجنگ نفت
- ارسالي احمد منصور آگاهنهروآزاده مرد آزادي
- ارسالي وليد نصرياندرتاريخ ا مريکا چه گذشته است؟
- استاد صباحلحظه يي دردهليزهاي تاريخ
- ارسالي سالار هوشمندبه بها نه، سالروز ترور مهاتما گاندی
- ارسالي داکتربصيرتاريخ و هويت ملي ما
- ارسالي شامل صباحلحظه يي با تاريخ
- دستگير صادقيگراميداشت از مبارزات قهرمانانهً مردم با شهامت افغانستان در حفظ استقلال کشور