لر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (پنځمه برخه)
جمعه خان صوفي جمعه خان صوفي

 

لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (څلورمه برخه)

دافغانستان ادعا

 

  زه  د ارواښادمحترم اجمل خټک سره د ١٩٧٣ نه د ١٩٧٧ پورې د ذوالفقا ر علي بو ټو د پيپلز پا ر ټى د حکومت خلاف د افغانستان له خوا سپورټ شوي او د خان عبدا لولي خان په مشرۍ کې روان  وسله وال جنګ په دوران کې اجمل صيب سره په کا بل کې د تبليغاتي، خارجي او سياسي امورو ددفتر مسوول وم. پښتنو له خوا د نظامي امورو مسوءلين کمانډران هدايت اله او اعظم خان هوتي وو. د بلو څو له خوا مير اکرم بلوڅ او مير هزار رحمکاني وو. ما د پاکستان او افغانستان د کړکيچ د وخت ځينې يادداشتونه محفوظ کړي دي. لاندې ليکنه د هغه د يو يادداشت نه اخستل شوې ده. زه تصميم لرم چه خپل يادداشتونه چاپ کړم. يا د دا شتو نو کې ډير نوي نوي شيان شته.

 

د حبيبي صيب نصيحت

د ١٩٧٧ کال د مارچ ٢مه: ښاغلي عبدالحۍ حبيبي نه هيڅوک نا خبره نه دي. نوموړى د پښتو ژبې،ادب او تاريخ لوى محقق او استاذ دى او عالمان يي په حوالو کې استعمالوي. دى دغومره په فارسي ژبه او ادب هم پوهيږي. ورسره ورسره د پښتنو د خپل قومي تشخص او تا ريخ نه هم ښه واقف دى او په دې لاره کې يي ډيرې تجربې هم شويدي. پاکستان،هند او ايران باندې هم ښه بلد دى. او بيا افغانستا ن يې خو خپل وطن دى.ګو که نظرياتي او سياسي طور زوړ او کنزرويټيو دى مګر تجربې ډيرې لري. نن ترينه ما پوښتنه وکړه.

 

بوښتنه:- مونږتر اوسه په پاکستان کې دوه رنګۍ سياست چلولى دى. پاکستان مو د زړه نه منلى نه دى. سياست مو د پاکستان په سويه کړى دى خو دغه مو د مجبورۍ له کبله کړى دى.  دا ځکه چه مونږ د پښتنو، کوز او دلته، په يووالي عقيده لرلې ده او افغانستان مو ورور ګڼلى دى او د افغانستان نه مو د کومک طمع هم لرلې ده. دا ددې دپاره نه چه ګنې پاکستان مونږ نه قبلوي. بلکه که مونږ پاکستان قبول کړو نو بيا زمونږ هلته باعزته ځاى پيدا کيدلى شي او تروسه به شوى و. اوس داسې مرحلې ته رارسيدلي يو چه خپل سياست نه به تيًرې لرې کوو. افغانستان کې مو ډيره تجربه وشوه. د افغانستان زور، قوت، حالت او حکمران طبقې تاسو ته معلومې دي. داود خان پکښې آخري غشى و. او بيا ددې ځاى د پښتنو قوت او حالت هم تا سو ته ښه معلوم دى چه د سرحدي افغانستان دارومدار په پيښور او پا کستان دى.  نو هر کله چه دا حالت وي نو وايه اوس مونږ ته څه پکاردي؟

 

ځواب:- په افغانستان باندې چه تراوسه تا سو کومې ټکرې موندلې دي، هغه کافي دي. بايد چه د پا چا خان ددې ځاى دپاتې کيدو تجربه کا في وې خو بيا هم وغو ليدئ. افغانستان هميشه ان چه امان اله خا ن د آزادې هند او بيا پښتنو مها جرينو سره خيا نت کړىدى. نو ځکه بايد تاسو په افغانستان (په روس هم) هيچرې تير ونه وځئ . دلته د پښتنو حالت د کوز پښتنو نه خراب دى. داود خان ددې مسلې لوى دعوه ګير و، هغه هم تاسو وآزما يلو او د هغه په حکو مت کې چه د شاهي بل نوم دى، د پښتو او پښتنو کوم حال دى، هغه هم تاسو ته معلوم دى چه د اعلى حضرت د وخت نه هم بد تر دى. اوس تاسو ته پکار دي چه په هر قيمت، په ډيره کمه باندې، پاکستان يا بوټو سره مفاهمه وکړئ او هلته ځان ته ځاى پيدا کړئ او مظبوط شئ او بيا الټا که کيدى شي، د افغانستان پښتنو سره کمک وکړئ. د افغانستان په وعدو او خبرو تيروتل بيوقو في ده. او دلته ژوند تيرول، ژوند ضايع کول او عمر عبث تيرول دي.))

حبيبي صيب مرحوم سره زما ډير نزدې د کشرۍ او مشرۍ روابط وو او ډيرې هغه خبرې به يې ماسره شريکولې چې ليکلو کې يې نه راوستلې. يوه خبره مې تر اوسه ياده ده، هغه دا چې علامه به ويل چې آئنده پنځوس کاله کې به پښتو له موډ نه پريوځي. دلته علامه صيب انقلاب، جهاد او جنګونه نه وو پيش بيني کړي چې جهان ته به اول د پښتنو جنګولو دپاره او بيا اوس کرارولو دپاره د پښتو ضرورت پيښيږي. او مونږ وينو چې تير څلويښت کاله کې چې د پښتو ژبې او ادبياتو ته څومره کار وشو او څومره ډير کتابونه چاپ شول، دومره په تير تاريخ کې نه دي شوي. هسې هم پښتو جنګ او مقاومت سره تړلې ده. د روښانيانو ادبي بهير، د خوشال ادبي بهيراو د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ بې وسلې مقاومت هم ډير ادبيا ت زيږولي دي.

 

 دغه شان ارواښاد ايوب خان اڅکزى هم يو متفکر او دقلم خاوند انسان و. د اعلى حضرت په وخت که يو خوا د پښتونستان د ورځې په مناسبت به باچاخان وينا کوله نو بل خوا به ايوب خان کاکا کوله. دغه انډول شاهي پيدا کړى و او د بلوچستان پشتانه يې هغه پورې تړلي ګڼلي وو. باچا خان خو ليډر و، غر و، مګر کاکا د فکر خاوند و. زه دلته د خداى بخښلي ايوب خان اڅکزي له خولې هغه خبره هم بايد لوستونکو ته وکړم. په اغلب ګمان د ١٩٧٣ کال آخره وه. مرحوم زمونږ د جمال مينې کور ته راغى او اجمل صيب ته مخاطب شو او د نورو خبرو په ضمن کې يې داسې ورته ووې چې ((ما خو د اعلَى حضرت نه واخلې تر ادنى حضرت پورې ټول وآزمايل، تاسو چاته راغلي يئ؟)). مګر مونږ پرې غوږ ونه ګرولو، ځکه چې مونږ زيات غاوره وو.

 

ددې دپاره چې مسله نوره هم رڼه شي نو زه به د اوږد تاريخ نه صرف نظر وکړم ځکه چې پيرنګي زمونږ سيمې يعنې خيبر پښتونخواد سيکانو نه ونيولې او سيکانو د کابل د دراني حاکمانو نه په زور را ﻻندې کړې وې. دافغانستان دا تشويش بيخي په ځاى و چې د انګريز د هند نه د وتلو په صورت کې به گډوډي راشي او د سرحداتو استقرار ته به خطر پيښ شي او ورسره ورسره د هيواد د بهر نړۍ سره د تجارت او مال اوړلو راوړلو بندر به بې اعتباره ﻻسونه ته پريوځي. زه د خپل انکريزي ژبې کتاب نه د اقتباساتو په کمک دا مسله روښانه کول غواړم. که څوک غواړي چې دغه اسناد مطالعه کړي نو برټش ﻻئبريرۍ ته دې ﻻړ شي.

 

1940په اګست کې چې د هند وايسراى لېنلېتګو د کانګرس د جنګي هڅو سره د کمک په صورت کې د جنګ نه وروستو هند ته د ډومينينون حيثيت ورکولو نيم زړيه ژمنه وکړه نو افغانستان وارخطا شو:

 

The Minister of War, Shah Mahmud Khan, reminded that treaties are with British Government not India, and that grant of independence to India, spelling failure to guarantee Muslim minority, would lead to change in Afghan policy. Afghan Foreign Minister said that question of direct access to sea would become prominent if control of ports passed to India’s hands.[1]

 

د جنګ وزير شاه محمود خان ورياده کړه چې تړونونه برتانې سره دي نه چې هند سره، او هند ته د آزادۍ ورکولو په صورت کې چې مسلمان اقليت ته پکې تضمين نه وي نو افغان پاليسي به بدله شي. افغان خارجه وزير ووې چې سمندر ته نيغ په نيغه رسايي به برجسته شي که چرې بندرونه هندي ﻻسونو ته انتقال ومومي. د لته د مسلمان اقليت غم خوړل افغانستان د کانګرس نه زيات مسلم ليګ پوزيشن ته نزدې کړ.

 

افغانستان خپلې بايللې سيمې نه هيرولې او چې دويم جهاني جنګ شروع شو نو افغانانو غوښتل چې جرمني سره ﻻسونه يو کړي او د پيرنګي نه پښتني سيمې بيرته ﻻس ته راوړي. اګرکه شاهي دولت آخر کې فيصله وکړه چې بيطرفه پاتې شي او دبرتانيې او روسيې د فشار ﻻندې افغانستان نه دجرمني او اټالوي نمائندګان وشړي. خو دلته زه ١٩٤٠ نومبر په دريمه هغه مکتوب چې جرمن وزير ويشيکر کابل کې دجرمني ټيټ رتبه سفارت (Legation) ته ليکلى دى او په دويم جنګ دوران کې اينېګما مشين په کمک د شفري شکل نه پرانستى شوى دى، رانقل کړم:

 

The Afghan Minister[2] called on me on September 30 and conveyed greetings from his Minister president (Premier) and the War Minister[3], as well as their good wishes for a favourable outcome of the war. He inquired whether German aims in Asia coincided with Afghan hopes; he alluded to the oppression of Arab countries and referred to the 15 million Afghans who were forced to suffer on Indian territory. My statement that Germany’s goal was the liberation of the peoples of the region referred to, who were under British yoke, as well as the restoration of their rights, was received with satisfaction by the Afghan Minister. He stated that justice for Afghanistan would be created only when the country’s frontier had been extended to the Indus; this would also apply if India should secede from Britain… the Afghan remarked that Afghanistan had given proof of her loyal attitude by vigorously resisting English pressure to break off relations with Germany.  Today he wanted to present Afghanistan’s wishes as a matter of precaution, but he requested strict secrecy; he called a fulfilment of these wishes a matter for the future.[4]

 

په ديرشم ستمبر باندې افغان منسټر (سفير) زه وليدم او د خپل صدراعظم او وزير جنګ له خوا يې سلامونه راورسول او ورسره يې د جنګ د موافقې خاتمې پيرزوينې څرګندې کړې. هغه په آسيا کې دجرمني مقاصدو او افغاني غوښتنو سره د تطابق په هکله پوښتنه وکړه؛ هغه دعربو هيوادونو باندې ظلم او ١٥ مليونو افغانانو ته چې د هندوستان په قلمرو کې د تيري ﻻندې دي ته اشاره وکړه. زما دا بيان چې د جرمني مقصد د مربوطه منطقې د خلکو آزادي ده چې د برتانيې د سلطې ﻻندې دي او ورسره د هغوى د حقوقو اعاده ده، د افغان منسټر له خوا په اطمينان سره واوريدل شو. هغه ووې چې افغانستان سره به هغه وخت انصاف وشي چې سرحدات يې اباسين پورې اوږده شي؛ دغه اصول بايد هند باندې هم تطبيق شي چې د برتانيې نه جلا شي...افغان په ګوته کړه چې افغانستان د خپل وفادارۍ ثبوت د برتانيې ددې فشار په مقابل کې چې جرمني سره روابط قطع کړي د مقاومت په صورت کې ښودلى دى. نن هغه د افغانستان ښې هيلې دحفظ ماتقدم په حيث څرکندولې او د کلک راز ساتلو او ددې آرزوګانو سر ته رسولوآينده ته پريښودلو غو ښتنه يې وکړه.

 

 ١٩٤٢ په فروري کې چې د چرچل حکومت هند ته د امتيازاتو ورکولو دپاره اعلان وکړ اوپه مارچ کې د سر سټيفرډکرېپس په مشرۍ کې مشن هند ته واستول شو نو افغانستان بيا وارخطا شو:  افغان وزير ووې چې د افغانستان تړونونه برتانيې سره دي نه چې هند سره... يو ځل چې برتانوي ارتباط بيرته شي نو افغانستان شايد د هندو تسلط خلاف د خپلو هم مذهبه اقليت په خوا هند کې مداخله وکړي؛ او داچې که د خالص هندي حکومت د ناتوانۍ يا عدم رياضيت په نتيجه کې په مرکزي آسيا کې د روسيې، هند او افغانستان تر منځ د توازن په  ساتلو کې  لکه چې برتانې ساتلى دى، پاتې راشي، نو افغان حکومت به خپل سياست بيرته عيار کړي. د افغان حکومت د انديښنې يادونه هم وشوه چې که چرې د شمالمغربي صوبې قبايل د هندو د تسلط ﻻندې هندي حکومت د ﻻس ﻻندې را شي؛ او د هغوى د تجارت په هکله سمندر ته د دوامدار رسيدن باره کې د تشويش څرګندونه وشوه[5]

.

دلته بايد يوه خبره ياد وساتو چې افغان حکومت تشويش د هندوانو د تسلط نه ډير و او نه يې غوښتل چې ورسره ګاونډيا ن شي. ١٩٧٥ کې چې مونږ خداى بخښلي ولسمشر داؤد خان سره وليدل نو زما ددې سوال په ځو اب کې چې ولې د شوروي په کمک افغانستان او هند پاکستان له منځه نه اوړي نو مرحوم ووې چې مونږ به هيچرې ونه غواړو هند سره مو پوله شريکه شي. يعنې افغاني سردارانو پاکستان ته په هند ترجيح ورکوله او دا صورت يې کم خطرناک ګڼلو.

 

د١٩٤٤ د نومبر په شلمه افغان خارجه وزارت کې چې پکې وزير خارجه علي محمد خان سره د سياسي امورو د مديريت عمومي مدير نجيب ا لله  او ورسره د برتانوي هند په سفارت (ليګيشن)کې مينېسټر جي ايف سقواير موجود وو نو وزير خارجه يو ځل بيا د خپل حکومت دريځ تکرار کړ: تر څو چې په هند کې برتانوي کنټرول شتون لري نو افغان حکومت به د هندوستاني سرحد په هکله پخپلو تړونونو وﻻړ وي، خو هغوى د يو خپلواک هند يا ډومينيون حيثيت لرونکي هند په مقابل کې پيش له پيشه د خپل برخورد په باره کې ژمنه نه شي کولى؛ هغه زياته کړه چې هيڅ افغان حکومت د موجوده هندي سرحد دننه ميشته افغان نژاده سيمې يو هندي حکومت يا هندوستاني مسلمان حکومت ته سپارلو سوچ نه شي کولى. [6]

 

يو وارې افغان وزير خارجه د قبايلي سيمو په هند کې د ادغام په هکله خبر دارى ورکړ چې انګريز منسټر پرې بد ومنل چې دغه سيمې خو د برتانوي برخه دي. نو د نوي ډيلي په خارجه امورو ډيپارټمنټ کې سيکرټري سر اولف کيرو پرې اعتراض وکړ چې د ١٩٣٥ د قانون اساسي (آئين) له رويه قبايلي سيمې د هند قانوني برخه دي، مګر د برتانوي هند برخه نه دي[7]. په دې نزاکت نه باچا خان او نه افغان حکومت پو هيدل ګني آخر کې به يې دغه سيمې په آسانه افغانستان پورې نخښلولې وې.

 

په اول اول کې د سرحد کانګرس د افغانانودپاره د خفت باعث و چې کله به افغان مشرانو د صوبې د پشتون آبا دۍ قضيه و چيړله نو مخالف خوا به ورته ووې چې په دې وخت په صوبه سرحد کې افغان نژاده وزير اعلى (ډاکټر خانصاحب)دى چې د ګاندهي جي د يو او متحده هندوستان نظريې سره موافق دى، نو تاسو د کومو افغانانو خبره کوئ. [8]

 

دې سره سره چې څه وخت به افغان خوا ددغه سيمو په هکله ووې چې د افغانستان نه نيول شوي دي نو پيرنګي به په ځواب کې ووې چې نا دغه سيمې مونږ د سيکانو نه نيولي دي او دا چې د کابل په شمول دغه سيمې د مغل هندوستان برخه وې. بيا دغه دليل  دهند د ويش په درشل کې ګاندهي جې او نهروهم په کار اچولى و.

 

مارچ ١٩٤٦ کې برتانيې د کرېپس په شمول هند ته د کابينې د غړو مشن وليږلو او په مۍ او جون کې هغوى د هند د قضيې د حل دپاره خپل پيش نهادات ورکړي وو او د هند د پريښودلو په هکله د انګريز تصميم جوت شوى و او د١٩٤٦ په اګست کې باچا خان د افغانستان دوره کړې وه نو افغان وزير خارجه علي محمد خان کابل کې انګريز سفارت ته يو يادداشت ورکړ: برتانوي حکومت بايد لوظ وکړي چې په تيره پيړۍ کې هغه سيمې چې د افغانستان نه جدا شوي او برتانوي هندي مستعمرې پورې تړل شوي دي نو که هند ته پوره خپلواک يا ډومينيون حيثيت ورکړل شي او دا چې په آينده کې د افغانستان او هندوستان تر منځ کړکيچ نه ډډه وشي نو ددغه سيمې خلکو ته دې موقع ورکړلى شي چې آيا په رضاکارانه ډول افغانستان سره شامليږي يا خپل آزاد هيواد جوړوي چې هند سره د برابرو حقوقو حامل وي، په دغه صورت کې د افغانستان ولس آماده دى چې ددغه هيواد آزادۍ ته احترام وکړي. [9]

 

د افغانستان ددې موقف تر شا داخلي فشار و. يو خوا د مشروطه غوښتنې او ويښ زلميانو نهضت په جوبن کې و او د شاه محمود خان صدارت دغه آزاد منشي ته مهميز ورکړى و او نسبتاً آزادې منځ ته راغلې وه. هغوى غوښتل چې پيرنګي سره دې حساب کتاب وکړى شي او بلخوا د عبدالمجيد زابلي غوندې د پيسو او نفوذ خاوندانو او د داؤد خان غوندې د شاهي کورنۍ ځوانو غړو په زغرده هاشم خان او شاه محمود خان د فشار ﻻندې راوستى وو چې موقع نه استفاده وکړي او خپل تاريخي وطن بيرته اعاده کړي.

 

آخر کې د هند د متحد ساتلو دپاره د کابينې د هيئت د ګروپ بندۍ پيش نهادات کانګرس رد کړل او مسلم ليګ مجبور شو چې د بيلتون تر شا ودريږي. دغه وه چې نوي وايسراى ﻻرډ ماؤنټ بيټن راغى. کانګرس، مسلم ليګ او انګريز تصميم ته ورسيدل چې هند با يد دوه ځايه شي.  باچا خان د کانګرس د مرکزي اجرائيه کميټۍ غړى و او ددغه تصميم برخه وګرځيد (اګر که د هغه تحفظات وو) او په دغه وجه د افغانستان کيس نور هم کمزورى شو. ددغه تصميم اعلان په دريم جون ١٩٤٧باندې وايسراى وکړ. صوبه سرحد کې چونکه د کانګرس حکومت و او دغه ايالت جغرافيايي لحاظه پا کستان سره راتلو نو فيصله وشوه چې دلته به دبنګال،پنجاب او سېند برخلاف ټولپوښتنه کيږي چې آيا ددې ځاى خلک هند سره شامليږي يا پاکستان سره ځي. ددې تفصيل زما د ريفرنډم په هکله مقاله کې ولولئ. ددغه اعلان نه پس لندن کې افغاني منسټر (سفير)   خارجه چارو وزارت ته ځي او ورته د خپل حکومت موقف تکراروي چې د صوبه سرحد (خيبر پښتونخوا) خلکو ته دې د هند او پاکستان پر ځاى افغانستان سره د شموليت يا آزاد دولت جوړولو انتخاب ورکړل شي؛ يعنې افغانستان په رسمي ډول خپل موقف باچا خان سره همآهنګ کړ. افغان سفير ته وويل شول چې هغه اجازه لري چې په دغه مورد کې د خپل حکومت موقف د يو نوټ يعنې يادداشت په شکل کې پيش کړي. [10]

 

آخر کې د افغان حکومت يادداشت برتانوي خارجه وزارت ته سپارل کيږي چې پکې افغان حکومت خپل موقف تکراروي. دغه نوټ بيا د هند دپاره وزير( Secretary of State for India) کابل ته خپل سفير (منسټر) او د هند حکومت خارجه چارو څانګې ته چې د وايسراى نه ﻻندې مشري يې پنډت جواهر ﻻل نهرو کوي، د تبصرې دپاره ليږي.دغه وخت يعنې د ١٩٤٦د ستمبر ددويمې راهيسې نهرو د ګورنر جنرال د اجرائيه شورا معاون (ديفاکتو صدراعظم) او د خارجه امورو او مشترک المنافع اړيکو غړى (ديفاکتو وزيرخارجه) و. نوټ د ريفرنډم په هکله ددوو انتخابونو (هند يا پاکستان) پر ځاى د آزاد پاتې کيدلو يا افغانستان سره د شموليت انتخاب غوښتلو. نهرو د صوبه سرحد وزيراعلې ډاکټر خانصاحب ته ليکي چې ((موږ د هند په هيڅ برخه باندې د افغانستان حق نه شو منلى)) او باچا خان ته ډير په کلکه وايي ((دا به ډيره بد مرغي وي که چرې ستا د وينا يا کړنو په وجه افغان حکومت بې عقله ماجرا جويي ته تشويق شي)) [11].

 

نهرو بيا بيا د افغانستان ادعا رد کړه او باچا خان ته يې خبر دارى ورکړ  چې افغانستان منع کړي چې د هند په داخلي چارو کې ﻻسوهنه ونه کړي. نهرو د انګريز خبره تکرار کړه چې بيا هند هم حق لري په افغانستان ادعا وکړي چې کابل دمغلو په وخت د نوي ډيلي نه اداره کيدلو. د څلورم جوﻻيي د کابينې په غونډه کې نهرو ووې چې د آزاد پښتون دولت مسله د هند داخلي مسله ده او افغانستان پرې هيڅ قا نوني حق نلري. [12]

 

برتانيا د افغانستان د ادعا نه آګاه وه. ولې دې مسلې ته بيا د کانګرس په بله او پټهﻻر ورداخليدلو هغوى په تشويش کې واچول. ګورنر کېرو چې پښتنو سره يې همدردي وه او پخپل کتاب کې يې ځان ته د زړه نه يوسفزى ويلي دي، هغه وايسرى ته وليکل (( دا کيدونکې وه چې افغانستان به په دې مورد کې د الحاق ګرايۍ چغه پورته کړي خو دلچسپه داده چې هغوى به دغه د کانګرس د پټا نستان موضوع سره غبرګه کړي)) [13] باچا خان پخپل کتاب کې په دې موضوع باندې چپ پاتې شويدى او دا يې هم نه دي ويلي چې ١٩٤٦ کې چې هغه جشن ته دعوت و نو افغاني چارواکو سره يې څه خبره وشوه. دغه دوران کې افغاني مطبوعاتو د ريفرنډم خلاف او د خپل موقف په تاييد کې تبليغاتت شروع کړي وو. خو کابل کې انګريز سفير خوشاله و چې افغانانو دغه مسله روسانو او امريکايانو سره نه ده شريکه کړې.

 

دغه وخت وزير د خارجه غو ښتل چې په عبدالمجيد زابلي او ورسره د خپل وزارت نه نجيب الله خان او عبدالصمد خان باندې ګډ يو هيئت پيښور کې باچا خان او عبد الرب نشتر ليدو له او ډيلي کې پنډت نهرو او جناح ملاقات لپاره په رسمي يا غير رسمي سفر وليږي او په کابل کې يې انګريز سفير شفاعت هم کړى و. [14]  خو کېرو يې مخالف و؛ هغه وايسراى ته وليکل چې ((جلالتمآب ته بايد معلومه وي چې دغه قدم تر څه حده پورې تير اوړي کې د عبدالغفار خان کابل جشن ته دتګ څخه الهام اخلي))  او په داسې وخت کې د وفد راتګ به په قبايلو باندې ښه اثر وا نه چوي. [15] کيرو پو هيدلو چې قبايل لکه د نور هند د برتانوي هند برخه نه دي. دلچسپه داده چې کابل کې ليګيشن د افغانستان دې غوښتنې سره چې صوبه سرحد کې دې خلکو ته ټولپوښتنه کې د آزادۍ آپشن ورکړل شي همدردي لرله. آخر کې موافقه وشوه چې شاه محمود خان به ډيلي ته راشي. تر ټولو مهم سند چې افغانستان پکې خپل پوزيشن واضح کړى دى، هغه يو يادداشتنامه ده چې د ١٩٤٧ دجوﻻيي په ١٧ مه لندن کې شاهي افغان ليګيشن (سفارت) برتانيې ته وړاندې کړى دي. دغه يو اوږد تفصيلي سند دى چې پکې ويل شويدي چې د ١٩٢١ معاهدې په شمول هيڅ يو تړون کې افغانستان نه ده منلې چې دغه د نزاع سيمه د هند نه بيليدونکې برخه ده او دغلته د ريفرنډم کولو فيصله د ملل متحد د سان فرانسسکو منشور خلاف ورزي ده. [16]

 

په ٣١ جوﻻيي ١٩٤٧ شاه محمود خان ملل متحد ته د تګ په ﻻر لندن کې اټال شو، ارنېسټ بووېن (وزير خارجه) سره يې وليدل او دسيمې په هکله د هند په نه بيليدونکې برخه په کلماتو يې خواشيني څرګنده کړه او د ريفرنډم نتايج يې رد کړل چې ترينه د ګرنت او قرآن تر منځ مقابله جوړه کړل شوې وه نه چې د پاکستان او هندوستان تر منځ. بووېن وعده وکړه چې دغه کلمات بدل کړي.

 

پاکستان او هند آزاد شوي وو. په ٣١م جوﻻيي د پاکستان مشر محمد علي جناح په يو اخباري بيان کې د قبايلو څخه د پاکستان په حق کې د طرفدارۍ لپاره شکريه ادا کړه او ژمنه يې وکړه چې پاکستان به هغوى سره د ټو لو تر سره شووتړونونو احترام وکړي. د افغانستان په باره کې يې ووې چې ((موږ نيت اوخواهش لرو چې دنزدې ګاونډي په حيث افغانستان حکومت سره او نورو اسلامي ملکونو سره ډير دوستانه اړيکې ولرو چرته چې ډير زر به خپل سفارتي او تجارتي نمايندګان وليږو)) [17]

 

ددې نه وروستو ددواړو هيوادونو ترمنځ کړکيچ دور شروع کيږي. کله نرم او کله ګرم. ١٩٤٧ په ستمبر کې چې پاکستان ملل متحد کې غړيتړب دپاره درخواست ورکوي نو افغانستان يې په مخالفت کې راىى ورکوي. اګر که بيا ډير زر دغه مخالفت بيرته اخلي، مګر ابتدا ترخه کيږي. دلته د هند ﻻسوهنې هم زياتيږي او پاکستان نور هم ﻻرې چپوي. افغانستان د پښتونستان په   حق کې پروپيګنډه شروع کوي. باچا خان د١٩٤٨ په جون کې بندي کيږي اوتريخوالى زياتيږي. د ١٩٤٩ د مارچ په ٢٤ افغان حکومت د پاکستاني ګورنر جنرال د هغه بيان غندنه کوي چې پکې يې قبايلي سيمې د پاکستان برخه بللې وې. افغان حکومت قانوني بنياد لرلو چې اعتراض وکړي، مګر ناوخته کړى يې و. (په دې به بله ليکنه کې رڼا واچوم) ٢٦ جوﻻيي باندې شورا د١٨٩٣،١٩٠٥،١٩١٩، ١٩٢١  معاهدات لغوه کوي. د اګست په ١٢ په تيراه کې د افغانستان په کمک د قبايلويوه جرګه کيږي او هغوى د پښتونستان غو ښتنه کوي. په ديرشم اګست افغانستان د پښتونستان غوښتنه سپورټ کوي اوهر کال ٣١  م اګست د پښتونستان د ورځې په حيث د نمانځلو اعلا ن کوي.

 

 دا سيمه چې انګريز د برتانوي افغانستان په حيث پيژندله او نه يې غوښتل چې نور هند غوندې دلته قانوني اصلاحات وکړي، مګر زموږ سياسيانو غوښتل چې د نور هند غوندې قانوني اصلا حات دلته هم نافذ شي يعنې دا سيمه يې ارو مرو د هند په کهاته کې اچوله ګني د روسکيپل غوندې چيف کمشنر ويل چې زما بچي دغه قوانينو ته آماده نه دي. دا داسې ده چې اوسني نيشنلسټان غواړي چې قبايل دې لکه د نور پاکستان قانوني برخه وګرځي نو طبعي طور په ټول سر نوشت کې به پاکستان سره شريکيږي. دواړه په يو ځاى نشي چليدې چې هم به برخه وي او هم به جدا ګڼل کيږي.

 

نوټ: زه دې ليکنې سره د ١٩٢١ معاهده او په هغه معاهده باندې د قانوني ماهرينو ياحقوق پوهانو دنظرسند چې برتانوي حکومت ددې دپاره چې د افغانستان دادعا حقوقي او قانوني څرنګوالى وڅيړي او ما د برټش ﻻئبريرۍ نه تر ﻻسه کړيدى، ضميمه کوم او هيله لرم چې په افغاني پښتويا دري کې به ترجمه او چاپ ته وسپارل شي.



پاى ليک

 

[1] The Viceroy Marquess of Linlithgow to Secretary of State Leo Amery, 3rd March 1942, Mansergh, Transfer of Power,Volume I, p 308

[2] د آزادۍ ﻻس ته راوړلو باوجود کابل کې خارجي سفارتونه د سفارت نه ټيټ وو او ورته به يې د ايمبيسي په ځاى ليګيشن ويل او نميندګان به يې سفيران نه وو بلکه منسټران وو. نوي ډيلي کې به افغاني قونسل جنرال و او کابل کې به انګريز منسټر و. د هند او پاکستان د آزادۍ نه پس حاﻻت بدل شول او سفارتونو ارتقاع وموندله. کابل کې مېنسټر اصل کې د نوي ډيلي نماينده و مګر چې افغانان خفه نه شي نو ددې دپاره به د هغه نوم په لندن کې په ديپلوماتيک لسټ کې درج و.په ظاهره يې د امانالله خان د جکومت شرط پوره کړى و.

[3] صدراعظم د ظاهر شاه تره محمد هاشم خان و او بل تره سردار محمد شاه محمود خان وزير جنګ و

[4] Tariq Ali, The Clash of Fundamentalisms, Verso, 2003, p 205

[5] Sir F Wylie (Kabul) to the Marques of Linlithgow, Telegram, L/PO/6/106c: f 45, 21st March (Received 22nd March) 1942, ibid, p 347

[6] Asia and Pacific Section: R/12/177

[7] Caroe to Squire, 5th December 1944, APS: R/12/177

[8] From GCL Crichton, Counsellor in the British Legation at Kabul, to Lt. Colonel R.R. Burnett, Secretary to the Govt of India in the External Affairs Department, 4th October 1945, APS: R/12/177

[9] Ali Mohammad Khan, Foreign Minister and Honourable Najibullah Khan, General Political Director to His Excellency Mr Squire, Minister Counsellor, and Mr Crichton of the British Legation, 7th February 1947, APS: R/12/177, (Translation of the Persian text by the author)

[10] Secretary of State to HM Minister at Kabul, 16th June 1947, Telegram, L/P&S/12/1811: f 127

[11] Nehru to Khan Sahib and Nehru to Bacha Khan, both 30th June 1947, item 8, 9 in Selected Works, III, pp 287 and 291, cited by Parshotam Mehra p 187

[12] Nehru’s Selected Works, cited above

[13] Caroe to Lord Mountbatten, 23rd June 1947, APS: MSS EUR F203/1

[14] HM Minster at Kabul to Government of India, External Affairs and Commonwealth Relations Department, Telegram, L/P&S/12/1811/ f: 95, 23rd June 1947, Mansergh, TOP, XI, pp 577-78

[15] Sir Olaf Caroe to Mountbatten, 25th June 1947, Mansergh, TOP, XI, p 633

[16] APS: R/12/178

[17] ibid

 

 

د ډيورنډ تړون حقوقي حيثيت

دهغه ملکونو څخه پرته چې جزيرې دي، د ټولوهيوادونو سرحدات غير طبعي او دانسان په ﻻس جوړ دي؛ البته ځينې زيات غير طبعي او ځينې لږ. د افغستان او پاکستان تر منځ سرحد هم دغه شان غير طبعي دى. دغه سرحد افغاني قبيلې، خيلونه او کورنۍ سره ويشلي دي. مګر دا څه ناشونې نه ده. يورپ ،افريقا او ﻻتيني امريکا او حتې ايشيا کې هم ډير سرحدات غير طبعي دي او دغه اوس اوس د سوړ جنګ نه پس چې چيکوسلواکيا  په سلواک او چيک جمهوريتونو(جمهورياګانو) باندې تقسيم شوه نو کورنۍ يې سره وويشلې بلکه د رستوران اشپز خانه چيک کې ده او ډوډۍ خوراک سالون په سلواک کې پاتې دى. دغه رنګ ويش د يوکرين او روسيې تر منځ هم وشو بلکه سپينه روسيه خو خالص روسان دي خو بيا هم بل هيواد شو.

 

دغه راز د افغانستان نور سرحدونه هم غير طبعي دي او د هزاره ؤ نه بغير ازبک، تاجک، ترکمن،نورستانيان او بلوڅ هم لکه د پښتنو تقسيم کړل شوي دي. د ډيورنډ په هکله پروپيګنډه کيږي چې په زور تپل شوى ده. مګر تاريخي اسناد او پخپله د امير عبدا لرحمان خان وينا ګانې خو دغسې اشارې نه ورکوي. بلکه که ډيورنډ کرښه ځکه کرغيړنه وي چې انګريز راښکلې ده نو بيا د افغانستان ټول سرحدات کرغيړن دي ځکه چې ايران،ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چين سره ټول سرحدات انګريز راښکلي دي. ددې نه زيات د واخان پټۍ په زوره انګريز افغانستان ته په دې شرط حواله کړيده چې د ساتنې مصرف به يې پخپله ورکوي، ګني عبدالرحمان خان ترينه انکاري وو او انګريز نه غو ښتل چې روسيې سره شريک سرحد ولري. ځينې ليکواﻻن په دې عقيده دي چې د انګريز او روسيې تر منځ سترې لوبې د افغاسنتان وجود ګارنټي کړ. هرات چې يو وخت ايران غو ښتل خيټه پرې واچوي،د انګريز په مرسته افغانستان کې پاتې شو.

 

احساساتي او هوايي اسونه زغلول زمونږ عادت دى. ما هم شخصاً دغه کار کړى دى، خو اوس دې نتيجې ته رسيدلى يم چې نه، بايد دقت وشي او ټولې ﻻرې چارې او شرايط وڅيړل شي او بيا پرې قضاوت وکړل شي. لر وبر دواړه خواوې هوايي اسونه زغلوي چې بره خوا يې زيات ګړندي زغلوي شايد چې د خپلو مخصوصو شرايطو نه مجبوره وي. لره خوا ترې کله نا کله هسې خوند واخلي او جدي نه وي ځکه چې ديو څو استثناآتو نه پرته هغوى دغه مسله چرې خپله مسله نه ده ګڼلې. اګر که اصولاً بايد برعکس وې.  هسې هم موږ په هغه خبرو اخته يو چې فيشن يې تير دى او جهان بل ډول شوى دى. موږ ﻻد فيشنه پريوتې ليلامي جامې اغوندو.

 

چې خبره نوره هم جوته شي نو زه به يې د هند او پاکستان د کشمير په سر کړکيچ نه شروع کړم. څه وخت چې ١٩٤٨ کې پاکستان د قبايلو په واسطه په کشمير باندې يرغل وکړ چې په هغو کې څه کم وزيات درې زره د لوى ننکرهار او لوى پکتيا قبايل او کوچيان هم د جهاد د جذبې ﻻندې شامل شوي وو نو د ګاندهي جي د مرضا برخلا ف د هند صدراعظم جواهر ﻻل نهرو ملل متحد ته ﻻړ او د امنيت شورا د حل دپاره د ټولپوښتنې په هکله يو پريکړه ليک تصويب کړ چې (هند په دغه تګ تر اوسه پورې پښيمانه دى) اګر که متاسفانه دغه پريکړه ليک باندې عمل و نه شو او ورپسې ددواړو هيوادونو ترمنځ دوه درې جنګونه وشول. مګر د ١٩٧١آخري جنګ چې په نتيجه کې يې د بنګال نه بنګله ديش جوړ شو او د پاکستان څه کم سل زره عساکر د هند بنديان شول، نو ورپسې په ١٩٧٢ کې ددواړه هيوادونو ترمنځ په شمله کې د شمله معاهدې تر نامه ﻻندې يو تړون ﻻسليک شو چې پکې ټينګار شويدي چې آينده کې د کشمير په ګډون ټولې شخړه ايزې مسلې به د دواړو تر منځ په دوه اړخيز ډول حل کولى شي يعنې شمله معاهدې د ملل متحد پريکړه ليک با طل وکرځولو. اوس که پاکستان ډير شور جوړکړي او د ملل متحد پريکړه ليک را ياد کړي او امريکا هم غواړي چې وساطت وکړي نو د هند د دې موقف نه چې بايد پاکستان سره مسايل د شمله معاهدې سره سم په دوه اړخيز ډول حل شي، پښه نه شي اړولى.

 

دغه راز په شخصي، کورني او قبايلي شخړو کې هم  دآخري جرګې فيصله قا بل عمل وي، ځکه پخوانۍ شخړې او جرګې آخرني تصميم کا لعدم ګرځولي وي. د افغانستان او بر تانوي هند يا د افغانستان او پاکستان تر منځ آخرنى تړون د ١٩٢١د نومبر تړون دى چې د خپلواک هيواد يو خپلواک باچا شاه امان الله خان سره ﻻسليک شوى دى چې د هغې له رويه د ډيورنډ تر نامه ﻻندې سرحد دايمي شوى دى.او انکريز هم په دغه تړون باندې استناد کړى دى.

 

ډيدرنډ ﻻين معاهده انګريزانو هم د دايمي سرحد په حيث نه منله: د ١٨٩٣ تړون له مخې کر ښه د هندوستان د سرحد په حيث نه تشريح کيدله بلکه د امير عبدالرحمان خان د قلمروګانو شرقي او جنوبي سرحدات او ددوو حکومتونو د نفوذ ساحاتو حدود معلومول ووچې مقصد يې دبرتانوي حاکميت پراختيا وه نه چې هندوستاني سرحد[1]. دغه وه چې په کوم کال امير عبدالرحمان خان د مرګ نه پس په ١٩٠١ کې امير حبيب الله خان باچا کيږي نو دشمالمغربي سرحدي صوبې تر نامه ﻻندې بيله صوبه منځته راځي. هندوستان کې ﻻرډ کرزن وايسراى وي، هغه نوي امير ته دعوت ورکوي چې پنډۍ ته مخامخ ملاقات دپاره راشي او نوې معاهده وکړي. امير حبيب الله خان ليت ولعل کوي او وايي چې زما پلار سره معاهدات کافي دي او زه د هغو معاهداتو پابند يم. کرزن دپاره ددې چې په امير فشار واچوي نو په افغانستان د وسلو ټرانزټ او امير ته د سبسايډي (مالي کمک)پيسې ورکول بندوي. کرزن دا هم وايي چې ډيورنډ معاهده شخصي (ذاتي) ده او موروثي نه ده يعنې د حکومتونو تر منځ دايمي نه ده.

 

دغه وه چې امير مجبوريږي او افغانستان ته دخارجه اړيکو سيکرتر سر لويي ډين را تګ مني او نوي معاهدې نه صرف نظر کوي او فقط د پلار سره تر سره شوې معاهدې په خطوطو باندې په ١٩٠٥ کې يو لنډ تړون ﻻسليک کوي. دغه راز په سيستان کې د ګولډ سمېد ايوارډ باندې هم تجديد نظر کيږي.

 

١٩١٩ کې چې څه وخت امير امان الله خان د برتانوي هند خلاف ماجرا جويي او جهاد ته ګوتې اچوي، نو هغه انګريز سره چې پلار سره يې اصوﻻً په خارجي چارو کې هم د خپلواکۍ ورکولو ته آماده شوى و، د جنګ په نتيجه ګې د سولې تړون ﻻسليکولو ته آماده کيږي او خپل هيئت را وا لپنډۍ ته استوي او په اتم اګست باندې يوه د امن معاهده ﻻسليک کوي چې د هغې له رويه پخواني ټول معاهدات لغوه کيږي او په نتيجه کې برتانوي هند د افغانستان بشپړه خپلواکي مني. که سالم قضاوت وشي نو امان الله خان د ډيورنډ کرښه په سرحد باندې دبدلولو مسسووليت او ذمه واري لري.

 

ددغه پنځه فقره ايزه د سولې معاهده کې په پنڅمه ماده کې ويل شويدي چې افغان حکومت مرحوم امير له خوا منل شوى سرحد د هند-افغان سرحد په حيث مني، مګر وضاحت پکې نشته چې افغانستان آزاد دى؛ فقط پکې تسجيل شوي وي چې ددې دپاره چې هند حکومت خپل خفګان وښيي نو په افغانستان د هند د ﻻرې د وسلو او جنګي سازوسامان را غوښتلو هغه امتياز چې نورو اميرانو ته حاصل و بيرته اخلي او دهغه مواجب بقايا جات چې د مرحوم امير پاتې دې، هغه ضبطوي او موجوده اميرته به هيڅ مواجب (Subsidy)  نه ورکوي.

 

چونکه په معاهده کې وضاحت نه و نو د هيئت علي احمد خان د پوښتنې په ځواب کې سر هيملټن ګرانټ دې تړون سره يو مکتوب هم ورکوي او وايي چې ددې نه پس افغانستان په ټولو داخلي او خارجي چارو کې بشپړ آزاد دى او په آخر کې ليکې چې دې جنګ ټول پخواني معاهدات لغوه کړيدي.

 

البته د قبايلو مسله جدا وه. په هندوستان کې د برتانوي هند د ايغ په نيغه حاکميت نه علاوه قبايلي سيمې وې. د پښتني قبايلو ځخه پرته د موجوده هندوستان په شمال کې هم دغه شان نورې قبايلي سيمې وې. دې سره سره په هند کې دننه څه کم و زيات ٥٠٠ رياستونه (فيوډالي دولتونه) هم وو چې انګريزانو ورسره دوه اړخيز معاهدات کړي وو. قبايلي سيمو سره هم دغه شان معاهدات وو.

 

د دريم جون اعلان کې او بيا د١٩٤٧ انډيا انډيپنډنس ايکټ (د١٩٤٧ آزادۍ قانون)کې ددغه سيمو څه ذکر نه وو؛ دغه قبايلي سيمې د برتانوي هندوستان برخه نه وې (اګر که د هندوستان حصه وې). په دوئ باندې د غه ايکټ نه نافذ کيدلو. په دې نزاکت باندې افغانستان يا باچا خان نه پوهيدلو. آزادۍ سره دغه سيمې په آټوماتيکه توګه د پاکستان يا هند برخه نه شوې ګرځيدلې بلکه په قانوني طور اويزانه پاتې شوې:

 

As from the 15th August, 1947, all the rights and obligations of His Majesty with respect to those areas ceased in accordance with Article 7(i) (c); under the proviso Pakistan was to continue to give effect on a provisional basis to certain agreements relating to customs, transit and communications, posts, telegraphs and other like matters; but the proviso did not operate to make the tribal areas part of Pakistan or to make Pakistan responsible for their international relations. 

يعنې بې له هغه تړونونو نه چې ګمرکاتو (کسټم)، ټرانزټ، مواصلاتو، ډاک او تيليګراف پورې يې اړه درلوده چې پاکستان په عارضي ډول سر انجام کولى شوې، دغه قبايلي سيمې د پاکستان برخه نه شوې کيدلې او نه د هغوى بين المللي اړيکې د پاکستان مسووليت جوړيدلو. که افغانستان غوښتلى، يا قبايلو ځان افغانستان ته سپارلى وې او يا دقبايلو په خوښه افغانستان دغه سيمې نيولې وې او يا افغغانستان دغه مسله بين المللي محکمې ته اوړلى وې نو چانس و چې قبايلي مناطق د افغانستان برخه شوې وې. مګر د هند دپاره وزير په ټينګار پاکستان ډير زر د قبايلو جرګه راوغوښته او هغوى پاکستان سره د الحاق فيصله وکړه.  دې ځاى يو بله مهمه خو بايد په نظر کې ونيسو او هغه غټه خو ده، هغه دا چى د هند د ويش په وخت انکريوانو څه کم وزيات څلويښت ميليونه کلدرې په قبايلو مصرف کولو او دومره  شايد دافغانستان ټوله بودجه (بجټ) نه وه او هغه قبايل چې د پيړيو راهيسې د راکړې روږدي وي، هغوى د مواجب او خلات څخه نه شې محرومولې.

 

زه دې ليکنې سره هغه سند چې امريکايي عالم لوډوېک آدمک د برټش ﻻئبريرۍ نه ﻻس ته کړيدى، ضميمه کوم. هيله ده چې فارسي يا پښتو کې يې ترجمه و شي او چاپ به شي.



[1] Military Report on Afghanistan (classified), General Staff, India, Government of India Press, 1925, p 69, also quoted by Dupree, Louis, Afghanistan, Princeton University Press, 1980, p 767

 

 

Appendix 5

 

Greater Afghanistan – A Missed Chance?

 

By Ludwig W Adamec

 

A secret document[1] found by this writer in the archives of the Oriental and India Office Collection of the British Library seems to indicate that the Afghan government could have engineered the annexation of the tribal area on its north-eastern border ‘…if the tribes had placed themselves under the protection of Afghanistan or if, with the consent of the tribes, the tribal areas had been annexed by Afghanistan’.

The British Foreign Office sought legal advice in the matter in case the frontier dispute was taken for arbitration to an international tribunal. Although Afghan nationalists would have liked to Integrate all the North-West Frontier Province of India and Baluchistan into ‘historical’ Afghanistan, London confined this issue to ‘tribal area lying between the outer boundary of the Province and the line recongnized by Article 2 of the Anglo-Afghan Treaty of 1921’.[2] The area in question included the five Tribal Agencies: Malakand, Khaiber, Kurram, North Waziristan, and South Waziristan.

The British government considered this area to be ‘part of India, but not British India’. According to subsection (2) of Section 2 of the Indian Independence Act of 1947, ‘the tribal areas (over which on the day [15th August, 1947] His Majesty’s powers, rights, authority and jurisdiction lapsed by virtue of paragraph c of subsection (1) of Section 7 of the India Independence Act) were to be included in Pakistan…’

Therefore, ‘the tribal areas of the North-West Frontier, became a sort of international limbo, not being part of any state. This being so and the tribal areas being independent of Pakistan, though having certain treaty relations with her as regards customs, communications and similar matters, it would appear that Pakistan could not have inherited either the frontier fixed by the Treaty with Afghanistan of 1921 or any right under Article 2 of that treaty’.

However, London felt that since the tribes did not request independence or union with Afghanistan and, in fact, voted for union with Pakistan, the matter has been legally resolved. This ignores the fact that the tribes were not given the right to vote for independence or union with Afghanistan – the choice was rather for union with Pakistan or India.  Furthermore, Pashtun nationalists contend that a boycott by members of the Frontier Congress, a Muslim party allied with the Hindu Congress, resulted in a low voter turnout (48%) – given the choice to which the tribes were entitled they would not have voted for union with Pakistan.

When Amir Abdur Rahman (1880-1901) was forced to accept the Durand Line as the international border of Afghanistan, a British document[3] declared the tribal area as ‘not lying within the limits of India’ and referred to the tribes as ‘independent tribes’.  After the death of the Iron Amir, the London government, hoping for concession in a new treaty, declared that the agreements concluded with Amir Abdur Rahman were personal and not with the state of Afghanistan.  At the same time Britain insisted that the Durand Agreement was perpetual. The question was moot, because the government of India eventually renewed the agreements when it recognized Amir Habibullah (1901-1919) in 1905.[4] In the peace treaty of Rawalpindi (August 8, 1919) a passage in Article V stated that ‘The Afghan Government accept the Indo-Afghan frontier accepted by the late Amir’, a pledge which was renewed in the Treaty of Kabul of 1921, (ratified on February 6, 1922) and subsequent renewals. London, however, felt that Afghanistan could have denounced the treaty ‘and thus annul Durand Line agreement and create Pashtunistan.’[5]

It seems that Afghan diplomacy missed a chance to regain the Pashtun Tribal Belt, but it was a very slim chance.  The Western governments discouraged irredentist movements and supported the legitimacy of boundaries drawn by the colonial powers, and it seemed easier to implement the union of the tribal areas with Pakistan.

The dreams of Afghan nationalists of gaining the North-West Frontier Province of India, as well as Baluchistan to win access to the Arabian Sea, was not to come true. But there was a chance, no matter how small, that Afghanistan could have gained the un-administered areas of the tribal belt.  Would the addition of this area have been an asset to the State of Afghanistan? The area was essentially independent because neither the British nor the Afghan government could rule the area directly.  Had it become part of Afghanistan, the preponderance of the Pashtun element would only have increased at the cost of the interests of the other ethnic groups. Although the heart of the frontier tribes was with Afghanistan, they could not resist the temptation of raiding Jalalabad during a British air raid in the third Anglo-Afghan war.  Could Kabul have controlled the tribal belt any better than any one else? The conservative influences from the tribal belt might well have changed the course of history: no democratization, emancipation of women, political revolution, and Marxist control.  Afghanistan might have remained in its traditional mould – not much different from the state the Taliban plan to establish in Afghanistan today.

 

Tucson (Arizona), January 1998, Ludwig Adamec

Department of Near Eastern Studies



[1] Pol-Ext. 6912/49 Foreign Office, SW1

28th April, 1949

 

 

 

Secret

 

Dear Chancery,

 

We and the Commonwealth Relations Office thought it necessary to test our hitherto tacit assumption, based on the legal opinion contained in Afghan print section 1 of the 5th November, 1947, F 14976/9774/97, that (if) the issues were submitted to an international tribunal, the court would without doubt find that Pakistan had inherited from the British Government the International frontier laid down by Article 2 of the 1921 Treaty.  We stated our problem as follows.

 

First we noted that in the days of British rule in India the area described loosely and the North-West Frontier consisted of (I) The North-West Frontier Province, which was part of British India, and (ii) the tribal area lying between the outer boundary of the Province and the line recognised by Article 2 of the Anglo-Afghan Treaty of 1921, these areas being part of India, but not British India. The term ‘tribal area’ is defined in sub-section (1) of section 311 of the Government of India Act, 1935 as ‘the areas along the frontier of India or in Baluchistan which are not part of British India, of Burma or of any Indian state or of any foreign state.’  (There are, of course, tribal areas on the frontiers of India other than those on the North-West Frontier now in dispute.) Definition of ‘India’ and ‘British India’ to be found in the same sub-section of the Government of India Act, 1935.

 

In the second place we noted the definition in sub-section (2) of Section 2 of the Indian Independence Act, 1947, of the territories of Pakistan as created on the 15th August 1947.  From this sub-section it is seen that the tribal areas (over which on that day His Majesty’s powers, rights, authority and jurisdiction lapsed by virtue of paragraph c of subsection (1) of section 7 of the India Independence Act) were not included in Pakistan which, [illegible]…Frontier Province, i.e., the area which was formerly British India. Nor, of course, were these tribal areas included in the new India, to which also former territories of British India were assigned.

 

On these grounds we asked the following question. If Pakistan did (not?) inherit the territory (i.e., the tribal areas) where the boundary line de(marcated?) in Article 2 of the 1921 Treaty runs, can it be said that the Pakistan Government inherited the international frontier laid down by that Article (on?) frontier which does not touch the territories assigned to Pakistan by the Indian Independence Act? In asking this question we wondered whether the Legal Adviser, in giving his opinion which now appears in the print section (of) 5th November, 1947 under reference, was aware of the fact that the whole of India was defined in sub-section (I) of section 311 of the Government of India Act, 1935, was not parcelled out between the new India and Pakistan and (that) both received only British India territory which did not include the tribal areas.

 

We have found that in fact the Legal Adviser was not aware, when he gave his opinion in 1947, of the fact that the North-West Frontier Province of British India did not extend as far as the Afghan frontier and that the tribal areas constituted a gap between the boundary of British India and the boundary of India. The Legal Adviser now considers therefore that the tribal area did not become part of Pakistan or India under Article 2 of the Indian Independence Act, 1947.  They were area to which Article 7 (I)© and also the proviso to Article 7(I) applied. As from the 15th August, 1947, all the rights and obligations of His Majesty with respect to those areas ceased in accordance with Article 7(i)(c); under the proviso Pakistan was to continue to give effect on a provisional basis to certain agreements relating to customs, transit and communications, posts, telegraphs and other like matters; but the proviso did not operate to make the tribal areas part of Pakistan or to make Pakistan responsible for their international relations.  This interpretation of the Indian Independence Act, 1947, is borne out by paragraph 17 of His Majesty’s Government statement of Policy in India of the 3rd June 1947 (cmd. 7136)

 

On the 15th August 1947, therefore, the tribal areas of the North-West Frontier became a sort of international limbo, not being part of any state.  This being so and the tribal area being independent of Pakistan, though having certain treaty relations with her as regards customs, communications and similar matters, it would appear that Pakistan could not have inherited either the frontier fixed by the Treaty with Afghanistan of 1921 or any right under Article 2 of that Treaty. This does not mean to say that the Durand line ceased to be the international frontier of Afghanistan. The new situation did not give Afghanistan any right to extend her territories to include the tribal areas without the consent of the tribes any more than it gave Pakistan the right to do so; but it may well be that Pakistan would not have been able to raise any legal objection if the tribes had placed themselves under the protection of Afghanistan or if, with the consent of the tribes, the tribal areas have been annexed by Afghanistan. 

 

However in view of our legal adviser the situation now brought to light does not affect the ultimate result of the substance of Pakistan’s case, though it may affect the way in which it should be put to an international tribunal.  Whether or not there was a period following the division of India when Afghanistan could have accepted a voluntary request for incorporation from the tribal areas, the tribes did not make any request and in fact, in the Jirgas describes in Karachi telegram No. 530 to the Commonwealth Relations Officer, requested and obtained affiliation with Pakistan.  This gives Pakistan the conduct of their foreign relations and enables Pakistan to claim the observance of the boundary on their behalf.  There was provision in Section 2(3) on the Indian Independence Act for the inclusion in Pakistan at any time of area additional to those parts of British India allotted to Pakistan under Section 2(2) of the Act.

 

Perhaps much greater care than we had supposed would be required in putting the Pakistan case, but our legal adviser still does not think there is any doubt that the Afghan claim that the Durand line is no longer valid is bad law.  It seems therefore that neither Pakistan nor we need have any hesitation on legal grounds about taking the frontier dispute to an international tribunal.  Whether reference to an international tribunal is desirable on political grounds is of course a different question.

 

Copies of this letter are being sent to Washington, Moscow, Singapore and United Kingdom High Commissioners in Karachi and New Delhi.

 

Yours ever,

South East Asia Department

 

[2] Ludwig W Adamec, Afghanistan, 1900-1923: A Diplomatic History California University Press 1967.  This volume contains copies of the Anglo-Afghan agreements and treaties.

[3] IO, P&S, Despatch 155 (16-8-1892)

[4] Adamec, 1967

[5] L/P&S/12 (1822)

Copyright 2000 The Online Center for Afghan Studies


December 16th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی