لر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (اتمه برخه)
جمعه خان صوفي جمعه خان صوفي

روشنفکرانه ذهني ګيري

 

 

په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې د نه منلو په هکله ډير جذباتيت شتون لري. دغه جذباتيت خصوصاً په پښتنو کې او په تيره بيا د هغوى په روشنفکرانو کې ډير زيات دى. حاکمه مقتدره حلقات چې زياتره پښتانه پاتې شوي دي، د کوزه کورنيو سياست ځکه پر مخ بوځي چې هغوى ته يې ضرورت وي چې په دغه توګه هغوى خپل ځان دپاره يو قسم قا نونيت پيدا کړي او په داخل کې د حقيقي يا خيالي رقيبانو په مقابل کې ځان قوي وښئي. (دغه کورنۍهم د افغانستان په ظاهره طرفدارۍ پاکتان کې خپل د سودابازۍ پوزيشن  قوي کول غواړي) هغوى په هيڅ قيمت د لر و بر ديووالي داعيې ته وفادار نه وي او نه په دغه ﻻر ګام اغستلو ته تياروي او نه ددې دپاره ملي سياست شړل غواړي. بله دا چې کابل کې هر حکومت يوې ملي کيسې ته اړتيا لري نو دغه سياست ورته ددغه کيسې يو اړخ تکميلوي. بل داچې پاکستان چون د مذهب په نوم جوړ دى نودغه کيسه نه فقط نه شي ارضه کولى بلکه ددغه کيسې مخالف ګڼلى شي او هند ددغه کيسې شاته ودريدلى شي.

 

 دا د پښتونستان او ډيورنډ کيسه يو رقم عادت او تفسيات باندې بدل شوي وو/دي. زما ياد دي چې د ولسمشر داؤد خان بلکه د هغې نه هم مخکې د مولوي ګل اکبر په نوم يو کوکي خيل (آپريدى) و چې د خيبر ايجنسي پو ليټيکل انتظاميې سره بيخي ترو و، بلکه د استخباراتو سړى و. هغه به مياشت دوه پس يو څو مخونو خواره نشريه پيښور کې چاپوله؛ دغه نشريه فقط دپوليټيکل دفتر ته او سرحداتو وزارت ته تلله، قبايلو کې به هيچا ته نه ورکول کيده. چون د افغانستان حکومت په حق کې او پاکستان حکومت پاليسيو په مخالفت به پکې مواد وو. مونږ ته او پخپله د سرحداتو وزارت ته هم د مولوي صيب په هکله مالومات وو خو بيا هم چې کابل ته به راغى، په ډير عزت به د سرحداتو په مهمانخانه کې ديره کړل شو او ددغه نشريې مواد به په ډير طمطراق پښتنو او بلوڅو پروګرام کې د هغه په آدرس نشر شول او په بدل کې به يې جيب کې پيسې هم واچول شوى. نور مولوي صيب د غټو استخباراتي کارونو قابل هم نه وو؛ صرف د قبا يلو د مهمانخانې جاسوسی يې کولې شوه بلکه ځينو پښتونستانې قبايلو خو دواړو خوا نه خوړله.

 

پښتانه وايي چې څوک درته ووايي چې غوږ درنه سپي وتښتولو نو اول خپل غوږ وګوره چې په واقعي توګه داسې شوي دي؟ او کنه هسې چټي سپي پسې منډې وهې، خپل غوږ نه ګورې. مونږ هم دغه شان کوو، خپل غوږ نه ګورو او روان يو منډې وهوو. اساسي قانون (آيئن) د يو ملک دپاره د ټولو چارو د سمون په خاطر تر ټولو لوړسند وي چې له هغې له رويه يو ملت خپل لورى ټاکي. داد دولت او خلکو تر منځ يو قانوني تعهد او چوکاټ تشکيلوي.په هيوادونو کې ددغه سند نه پورته بل هيڅ سند وجود نه لري او د پارليمانونو په شمول ټولې ادارې ددغه سند تابع وي او ددغه سند له مخې منځته راغلي وي. په جهان کې تر ټولو ضحيم اسساسي قانون د هندوستان دى او تر ټولو مختصر آيين د امريکا دى.

 

برافغانان پاکستان سره سرحد په رسميت نه پيژني؛ خو ددې دپاره يې هيڅ پاليسي نه لرلې ده او نه لري. هسې هغه د پښتنو قبايلو په څير د تور ګوند او سپين ګوند چکر يې ترې جوړ کړى دى او ځان ته يې مسلې پيدا کړي دي. که پښتنو روشنفکرانو غوښتلې نو په تير اسا سي قانون جوړونکې لويه جرګه کې اکثريت پښتانه وو، په هغوى به يې فشار راوستى وى چې په اساسي قانون کې غير مستقيم دغه موضوع ته اشاره وکړي. په قانون اساسي کې نه ددولت،و لسمشر او نه د لويې جرګې په دظايفو او مکلفيتونو کې دغې خوا ته څه اشاره شته. که سړى ددغه اساسي قانون  مربوطه مادو او فقروته ځير شي نو هلته فقط د بيلګې په توګه په سريزه کې راغلي دي. چې ((په دې درک سره چې د يو واحد او يو موټى (واحد ويکپارچه) افغانستان ددې خاورې په ټولو قومونو او خلکو اړه لري)) او بل ځاى د ((ملي وحدت د ټينګښت،هيواد د اسقلا ل او ملي حاکميت او د زمکنې بشپړتيا (تماميت ارضي)د تحکيم په منظور)) دغه شان  نه د  دولت، ولسمشر او لويي جرګې په وظايفو  کې ورته څه اشاره شته. د ولسمشر په وظايفو کې فقط داسې تسجيل شوي دي. ((دزمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ د ساتنې ددفاع په حالت کې د ﻻزم تصميم نيول)) د لويي جرګې د دايريدوپه هکله د يوولسمې مادې په لومړۍ فقره کې فقط داسې ثبت شوي دي چې((دهيواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت، زمکنۍ بشپړتيا او سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول)). اوس دلته ستر مصلحتونه ډير زيات توجيحات لرلى شي چې د پاکستان په خاوره د ادعا اعاده کول يا د پخوانۍ ادعا نه تيريدل هم توجيح کيدى شي. مګر دا په هيڅ قيمت دغې شخړې ته اشاره نه کوي او يو بې ضرره عمومي فقره ده چې حاکمانو ته يې ډيرې ﻻرې خلاصې پرې ايښي دي.

 

بلخوا پاکستان هندوستان سره د کشمير په سر شخړه لري نو د قانون اساسي د لومړۍ برخې په پيژندنه (تعارف) کې يې د پاکستان يعنې د جمهوريه (جمهوريت)  او دده د سيمو د تشريح په هکله ددويمې مادې په (d ) فقره کې ليکلي دي چې:

(d)

such States and territories as are or may be included in Pakistan, whether by accession or otherwise.

داسې رياستونه او سيمې چې پاکستان سره به يا په خوښه يا بل ډول شاملې کړى شي. دپاکستان صريح اشاره کشمير ته کړې ده. او ددغه په دوام دغه شان دريمه ماده کې راغلي دي:

[Majlis-e-Shoora (Parliament)] may by law admit into the Federation new States or areas on such terms and conditions as it thinks fit.

مجلس شورا (پاليمان) د قانون سره سم په فيډريشن کې نوي رياستونو(دولتونه) يا سيمې په داسې ټرمونو اوشرايطو چې منا سب يې وګڼي، شاملولى شي. دا هم کشمير او ورسره نورو مربو طاتو ته اشاره وه. او خداى مه کړه که خبره ترينګلي شي نو دغه ماده په ځوا ب کې  دنورو سيمو دپاره هم په کار راوستلى شي؛  ولې د افغانستان اساسي قانون هيڅ دغسې ماده او فقره نه لري.  ما عمدی اوقصدی د محمود خان نوم د آينده رياست جمهوری انتخاباتو کي د نوماندي دپاره وړاندې کړ. ما ته پته وه چې  نه اساسی قانون او نه بروړوکیجاغور ددې اجازه ورکوی. موږ فقط غټې غټې وايو، کوو نه.

 

پښتانه روشنفکران ځکه د ډيورنډ او لرو بر په کيسه باندې پافشاري کوي چې هغوى زياتره په افغانستان کې د احساس کمترۍ ښکار دي. دلچسپه دا ده چې دغه احساس په پاکستان کې د اقليت باوجود پښتانه نه لري. دغه احساس ډير وجوهات لري.افغانستان به يوازينى هيواد وى چرته چې ددغه ملک مولفين ځان  په اکثريت کې ګڼي، مګر برخورد يې د اقليت دى. پکار داوه چې هغوى لکه په پاکستان کې اکثريت پنجابيان دى، نور واړه مليتونه ورته بدې ردې وايي، ليکن پنجابيان خپل کار کوي، هيچا ته سياسي بد رد نه وايي او په دغه بدو ردو باندې بد نه ګڼي.  داسې نه ده چې ګني پنجابيان هوښيار خلک دي (اګر که زمونږ نه ډير هوښيار دي) بلکه پراګماتېک او عمليت پسند دي. بلخوا بر پښتانه په خپل وطن کې د ګيلو نه ډک دي. حاﻻنکه څه کم دوه نيم سوه کاله يې په افغاسنتان باچاهي کړې ده. که ژبه يې حاکمه نه وه نو څه؟ هغه لکه ددوئ وروستو پاتې وه. پاکستان کې هم د پنجاب ژبه حاکمه نه ده. خو پښتانه دغه ګيلې په ځاى ددې چې د خپل ځان نه يې وکړي، د بل او پردي نه يې کوي. ستو نزه دا ده چې ورسره سيال مليت يعنې تاجک او دغه شان نور غير پښتانه ځان په اقليت کې نه احساسوي. هغو ى خپل کار روزګار کوي او ځان مالکان بولي.

 

اګر که وايي چې په اکثريت کې دي هم خو پښتني جامعه وروستو پاتې ده.  د افغانستان د ترقۍ او پيشرفت په ﻻره کې خنډ هم پښتون دى. هغوى ﻻ د قبايلي ګلګلميرۍ او کوچيتوب څخه نه دي راوتلي او د هر پرمختګ مخالفت کوي. يو خوا يې هيواد جوړ کړى دى او دوئ پرې وياړي نو بلخوا يې په قرون وسطايي دور کې ښخ هم پاتې کړى دي. دا څه عجبه نه ده چې د نړۍ اکادميک (ژورنا ليستک نه) تحليلګران وايي چې مونږ طالبانو پر ضد نه جنګيږو بلکه د پنځلسمې پيړۍ خلا ف په جنګ اخته يوو.که تاريخ ته ځير شې نو د هر پيشرفت او عصري کولو ګام مخالفت شروع د پښتنو نه شوې ده او بيا يې روشنفکرانو په پردو راړولې ده. دا خو سوسيا لو جيکي حقيقت دى، چرته چې اکثريت په شا ځي نو اقليت نه شي کولى پر مخ ﻻړ شي او برعکس. پاکستان کې اکثريت يعنې پنجاب پر مخکې ځي نو نور مليتونه هم دډيرو شکايتونو او ګيلو باوجودڅه لږ ډيرځان پسې راکاږي؛ پښتون په افغانستان کې دغه لو کوموتيف نه دى جوړ شوى

 

دغه وروستو پاتې والي په پښتون روشنفکر باندې منفي تاثير کړى دى. هغوى کې يې د پدر ما سلطان بود رو حيه پيدا کړې ده. هغوى زياتره په ماضي کې اوسيږي، تاريخ پخپله خوښه تعبيروي، خپل برداشتونو سره يې يو ځاى کوي او خپل کلتوري او اوسنى محروميت پرې تسکينوي. شاعرانو او ليکوالانو داسې مخمور کړي دي چې سکندر دده د ﻻسه درګړى درګړى واپس شو، مغل ده خراب توراب کړ، انګريز دده دﻻسه برباد شو، شوروي ده دړې وړې کړ او اوس خو ورته امريکا هم ټينګه نه ده. دې ته نه ګوري چې يونان،ډيلى،لندن، ماسکو او دواشنګټن خو يوه خښته بې ځايه نه شوه؛ کنډواله خو افغانستان شو. په دې ترڅ کې دا د لرې خوا باندې ادعا هم دغه داخلي فاکتور سره تړلې ده. په دې برخه کې دومره افراط ته ﻻړ شي چې په اباسين يې خوا نه سړيږي؛ د چا هاضمه دومره فعاله وي چې مارګله دخپلې لوږې بريد ګڼي او چې هاضمه يې نوره هم تيزه شي نو دا هر څه کپ کوي او په جهلم ودريږي.دا ﻻ څه کوې ځينې پکې بلوځان هم ځان سره شاملوي بې له دې چې يو بلوڅ هم چرې دغه شان تمايل څرګند کړى وي.پر ځاى ددې چې په سړه سينه د پښتنو د مرضونو علا ج ولټوي، خيال بافي کوي. دغه وجه ده چې په سياست کې که کمونسټ شي، مجاهد اواخواني شي يا طالب شي نو افراط او انتها ته اوړي. که منځلارى ناسيوناليت شي نو هم داسې خوا ته ځي چې امکاناتو د سرحدونو نه بهر ووځي چې مرضونه نه شي تداوي کولى. په ځاى ددې چې د افغانستان او په خصوصي توګه د پښتنو د وروستو پاتې والي درملنه وکړي، هغوى نه يو ملت جوړ ولو کې مرسته وکړي، هغوى د قبايلي ګلګلميرۍ، کوچيتوب او بيسوادۍ نه خلاص کړي نو په رقابت کې ددغه بدبختيو توجيح کولو او ﻻ پياوړي کولو کې مرسته کوي.

 

بلخوا که عالم شي او د ژبې اختيار ورته ورشي نو د خپل وطن د ژبني او کلتوري حقايقو نه سترګې پټې کړي او ځان ته د سوچه ژبې جوړولو په ﻻر پخپله افغاني جامعه کې د ډيورنډ کرښې راکاږي او کوزنيو سره خو چې لکه دجغرافيايي کرښې پخوا نه ژبني کرښه را کاږلي ده. دا زما په ليکنه زمونږ کوزني نه پو هيږي. اوس خو غير پښتنو ترينه چل زده کړيدى او هغوى هم خپله خوږه فارسي د خپل ټاټوبي نه لرې بوځي. خير هغوی يې زغم لري.څومره د شرم خبره ده چې مونږ د ژبې يوه منل شوې املا نه لرو او سربيره په دې يو قسم کمپيوټري کيبورډ هم نه لرو.

 

 په پاکستان او هندوستان کې ډيرې ژبې ويل کيږي مګر هغوى زياتره د يو بل په ژبو پوهيږي؛ دا ځکه چې هغوى ژبني مشترکات نه صرف کاروي بلکه د ﻻتفاهم دپاره يې تشويقوي. دغه شان ملتونه جوړيږي. که زموږ کلي نه يو سړى په هيلي کاپټر کې کينوې او ډيلي کې يې کوز کړې نو هلته به څه دژبې زيا ت مشکل و نه لري په ځاى ددې چې کابل کې يې کوز کړې. کابل به ورته زيات پردى معلوم شي. افغاانستان کې اړولى ارټ ګرځي. اول خو متاسفانه پښتو داسې کم سواده عالمانو چې دنړۍ د ژبني پرمختګونو نه نا خبره وو، د مکتب او سرکار په سطح عامولو په چار کې  ﻻسوهنه وکړه چې د اولې ورځې نه يې بيلارې کړه او اوس نورو داخلي رقابتونو کې اخته ليکواﻻنو د عمومي تفاهم د سطحې نه لرې بوتلله او نزدې ده چې د سوچه توب په لټه کې يې د بامبړانو په ژبه بدله کړي. هسې هم زمونږ کوزنيو ته برنۍ ژبه د ځاځيو په اصطلاح پنډتې ويشتو سره مترادف شوې ده. دا خو د ژبې دپاره نيکمرغي وه چې دومره زيات شمير کې افغانان د مهاجر په صفت لر راغلل او حتې غير پښتنو هم پښتو زده کړه او بلخوا جهان ته يې هم اول د پِښتنو د جنګولو او اوس کرارولو دپاره ضرورت پيښ شو؛ ګني ژبه دوه شوې او وروکيدو کې وه. اوږد علمي بحث ته ضرورت دى او زه نه غواړم چې په تفصيل پرې و غږيږم. دا هم د وروستې پاتيتوب او احساس کمترۍ نخښه او بيلګه ده.

 

ما چې د لر وبر په هکله دا ليکنه پيل کړه نو د پښتنو وروڼو په عکس العمل پوهيدلم چې اکثر به مې غندي؛ ځکه چې زما ليکنې انتقادي او نوي دي او د عمومي انګيرنو سره په تضاد کې دي. چا راته د پنجاب چوپړي ووې، چا د پنجاب په پټو او ښکاره بلا ګانو کې واچولم او شاپسند خان يې راته ووې، چا لوده کړم، چا زما نه زما دقربانيو  فهرست و غوښت، چا په کلدارو خرڅ شوى و بللم، چا د آيي ايس آيي نوکر کړم،چا روشنفکره فاحشه وبللم او چا افغانستان سره زما تعلق ته بده ګوته ونيوله او ډير نورالزاما ت يې را باندې ولګول. الغرض زياتو  لکه د ښکاري چې تازيانو ته سويه مېشکاري، ومېشکارلم. ځينو پکې د ګندمک د معاهدې د نهمي مادې له رويه ثابته کړې ده چې دغه د بحث ﻻندې سيمې د افغانستان امير په انګريز د٩٩ کلونو دپاره خرڅې کړې وې؛ څومره بده چې کوم خلک ته دپيسو په بدل کې خرڅ کړې او بيا د هغوى نه تمه لرې چې درسره وروري وکړي او در يوځاى شي؟ يو محترم چې ما بيژنيي خو حتی نزدې وه، زما نه زما په افغانستان کې زما له خوا دخوړل شوې ډوډۍ حساب وغواړی چې خيال.مې دی وريې کړم خو په بله ليکنه کې. په دې ترڅ د نورو نه هيڅ خفه نه شوم. هغوي ټول زما وروڼه دي. زما غوندې تجربه او مطالعه به نه لري، هغوى صرف  زما دا نظريه ثابته کړه چې د پسمانده قبا يلي ټولنې سره د تړاؤ په وجه زموږ د ذهن او زړه لمن تنګه ده، بايد هغه پراخه کړو. دغه ذهنيت افغانستان دې بدبختۍ سره مخاخ کړى دى او يو ې لويي کندې ته يې غو رزولى دى. دا زما ليکنه بې ځايه ده بلکه د فيشنه پريوتې ده. اوس خو د ملتونو او خصوصاً د ګاونډيا نو د رانزدې کيدو زمانه ده، نه چې پرونۍ شخړې تازه کولو. دغه تور په پاکستان هم لګي او هغوى هم بايد دکشمير په سر د ببوﻻلو نه تير شي او دغه مسله ددواړو هيوادونو د زيات رانزدې کيدلو او د سولې او ښه تفاهم له ﻻرې حل کړي. په دې لړ کې بايد افغانستان رول ولوبوي او د فصل پر ځای د وصل منبع شي.

 

دا به څه دشرم خبره نه وى چې مونږ ومنو چې مونږ وروستو پاتې يوو. دا ومنو چې زمونږ ژبه وروستو پاتې ده. دا ومنو چې پښتو ګاونډي پيشرفته ژبو سره رقابت نه شي کولى. دا ومنو چې که کيدى شوې نو احمد شاه با با به پښتو رواج کړې وه. دا ومنو چې مونږ کلتوري لحاظه پسمانده يوو. دا ومنو چې مو نږ کوچيتوب او روستايي حالت نه ډير وروستو دبهر راوتلو هڅه کوو. دا ومنو چې زموږ دسيمې ښارونه اکثر غير پښتنو جوړ کړي دي. بيا ووايو چې اوس مونږ په بل باندې تور نه لګوو او کوشش کوو چې ددغه حالت نه بهر راوتلو دپاره ﻻس پښې وهو نو بايد تاسو هم راسره کمک وکړئ.  داسې برخورد پيشرفته خلک کولى شي، مګر بيا هم کوشش کول پکار دى. انګريز پيش رفته ملت دی، خپل هيواد ته انګلينډ نه وايي، بلکه يو کی (يونا ئيټډ کنګډم) يا برطانيه (برېټن) وايي. ځان ته او خپلې ژبې ته تاريخونه نه جوړوی بلکه وايې يورپ کې تر ټولو نوی ملت يو او ژبه مو هم ډيره نوې ده.

 

لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (نهمه برخه)

افغاني مهاجرتونه

جمعه خان صوفي

ما چې د لر وبر په هکله ليکل پيل کړل نو خيال مې نه و چې زه به دومره اوږد تفصيل سره په مسايلو رڼا اچوم. ما فقط غوښتل چې ذهني تلاطم ته ﻻر هواره کړم او حکم صادر نه کړم خو ځينې مهربانو زه وهڅولم چې بايد د ډيرو سوالونو ځوابونه هم ووايم. په دې ترڅ کې ځينو مهربانو نومونو اغستو سره د افغاني ميلمستياؤ طعنې هم ورکړې چې افغانستان څومره خلک ساتلي دي. دتاريخ نه نا آګاه دی. زه د هغه ځوانانو دپاره چې ﻻ نوي را لوى شوي دي، يو لنډ تاريخي مرور وړاندې کوم او هغوی د روانې موضوع د جزئياتو نه خبروم.

 

د لرغوني هندوستان خاوره (دپاکستان په شمول) تل غوړه، څربه، مړه،ميلمه دوسته او د لويي سينې خاونده پاتې شويده. د افغانستان په شمول دمرکزي آسيا نه د آرياوو د مهاجرتونو نه واخلې تر ننه پورې يې په يو شکل يا بل شکل کې دمهاجرو او په خصوصي توګه د افغانانو بهير زغملى دى او هغوى پکې ځاى په ځاى شوي دي. د يوې احصائيی له مخې د هند په نيمه وچه (بر صغير) کې د افغانستان او خيبر پښتونخوا د نفوسو نه زياتو افغانانو د ښه ژوند په لټه کې مهاجرتونه کړي دي، هلته ميشته شوي دي او د هغه ځاى معاشره کې اغږل شوي يعنې خلط ملط شوي دي. د هغوى په جمله کې يو قليل تعداد د هند او پاکستان د ويش په وخت بيرته هندي مسلمان مهاجرو په شکل کې پاکستان ته هم راغلي دي. دغه مهاجرتونه که په هر شکل کې شوي دي، د ډوډۍ پيدا کولو دپاره شوي دي.

 

پښتانه که د يرغلګرو په شکل کې يا يرغلګرو سره د ملګرتيا په شکل کې،دعسکرو يا مزدورانو په شکل کې، دتاجرانويا سودخورو په شکل کې او يا حاکمانو په شکل کې تللي دي، بنيادي وجه يې ډوډۍ او ښه  ژوند پيدا کول وو‌. دغه جمله کې موسمي کوچيان هم دي چې پکې به يو شمير هلته پاتې کيدل او دغه بهير تر اوسه جاري دى. د پاکستان او هند ويش نني هندوستان ته ددغه مهاجرتونو مخې ته ديوال وهلى دى خو پاکستان ته دغه بهير ﻻ تم شوى نه دى.

 

وايي چې دا غرونه غرونه افغانستان دى. بيخې په ځاى ترانه ده. اما دغه غرونه په تاريخي لحاظه چاته ډوډۍ نه ورکوي. خلک مجبوروي چې ترې د ډوډۍ پيدا کولو دپاره ميدانونو ته کوزيږي. څو فيصدي زدران او منګل به خپلو غرونو کې ژوند کوي؟ د نيمې نه ډير کم. دغه حال د پښتونخوا د غرئيزو سيمو هم دى. خوزه به دلته د اوسني افغانستان پورې ځان محدود کړم. دا ځکه چې لر ه خوا د بره خوا حاکمانو د ناﻻيقۍ له کبله  دهند او اوس د پاکستان برخه ګرځيدلې ده.

 

هند ته د افغانانو بهير هغه وخت ډير تيز شو چې ورته انګريز استعمار داخل شو. انګريزی استعمار اصلاحات وکړل، دډيمونو، نهرونو، سړکونو، چوڼو، ښارونو،تاسيساتو، ادارو،تعميرونو او ريل ګاډو وغيره ودانولو يوه لويه سلسله يې شروع کړه او د کار کولو نورې هم ډيرې زمينې يې پيدا کړې. ددغه اصلاحاتو نتيجه وه چې بر تانوي افغانستان(اوسني خيبر پښتونخوا) ته هم د کار دپاره د برني وروڼوتګ ډير زيا ت شو.هغوی هلته هم ميشته کيدل شروع شول. دې سره سره د موسمی کارګرانو تګ هم دوام لرلو. په دغه مهاجرتونو باندې امريکايي ليکوال رابرټ نيکولز يو ډير تفصيلي څيړنيز او جالب کتاب ليکلی دی.

 

ددې  نه علاوه  يوه بله لړۍ هم روانه وه. ملتان خو دډير پخوا نه د ابدالي سر دارانو ټاټوبی پاتې و حتې احمد شاه بابا همدغلته وزيږيد  او اوس هم د بابا په کور دانګريز تختۍ شته  خو د دراني سلطنت نه پس د سدوزيو او بارکزيو سرداران چې د خپلو سيمو نه محرومه شول او د قدرت په سر د خپل منځی جنګونو په نتيجه کې به مغلوب کيدل نو هغوی به هم عافيت په هند کې پناه حاصلولو او انګريزی وظيفو (معاش)باندې اوسيدلو کې موندله. د شاه شجاع، شاه زمان،امير شير علي خان، يعقوب خان، محمدعظيم خان او نورو زياتو سردارانو او دهغوی د مربوطينو دپاره د پناه ځای هندوستان و. تر دې چې فاتح ميوند امير محمد ايوب خان هم  آخر کې د انګريز وظيفه خور شو او ددغه سردارانو اولادونه اکثراً هندي او پاکستاني فوځ کې افسران شول. په لاهور کې هستوګن بريګيډير حسام  آفندی د امير محمد ايو ب خان او دپنډۍ هستوګن ارواښاد کرنل يحې آفندي د امير شير علي خان د اولادونو څخه دپاکستان پوځ مقتدر افسران وو. چون انګريز د يو متمدن استعمار په حيث دغه سردارانو ته معاشوته ورکول نو په امير عبدالرحمان باندې يې آخر غږ وکړ چې مهرباني وکړه دغه سرداران هند ته مه تبعيد کوه. په خپل هيواد کې يې ساته. نور يې لا څه کړې د نجيب الله د نسکوريدو نه پس ډير افغان مشران، وزيران، پولټبيورو غړي او نور لوړ رتبه پاکستان ته ورغلل او حتې دارواښاد نجيب الله د وخت ولسمشر حاجي محمد څمکنی ته هم د پاکستان حکومت کور ورکړ او معاش يې ورته وټاکلو. دغه شان معاشونه نورو هم اغستل.

 

پاکستان جوړيدو سره دغه سلسله جاري وه او تر ننه ده. دې کې د چا کمال او نغوته نشته بلکه تارېخ دغسې راوستلې ده.  نور پاکستان لا څه کوې زموږ په سيمه يعنې د پيښور ناوه کې د پاکستان جوړيدونه پس ډيرو افغانانو کلی او بانډې جوړې کړي دي. څوک د افغانستان په نوم دي ګني اکثرو د باجوړي، مهمند، وزيرستاني وغيره تر نامه لاندې ځانونه ځای په ځای کړي دي. هرژمی کې به د لوی پکتيا او ننګرهار نه خټماران، نهرو نه او اعرابونه کيندونکي، کويان کيندونکي، پولې جوړونکي او نور شاکا کار کوونکي به کال په کال راتلل او محنت مزدوری به يې کوله؛ خلکو به ورته کورکنديان (کوهی کينديان) اويا کابليان وې، حجرې او جوماتونه به ترينه ډک وو. اوس ژوند ښاري شوی دی نو کليوالو سيمو ته دغه راز تګ کم شوی دی. دپيښور ښار کاکشال، يکه توت، زرګر آباد او نورې سيمې د ننګرهاريانو نه ډکې دي. دوی د انګريز په وخت راغلي دي او اوس لوی لوی تاجران او د ښار په ژوند کې لوی لوبغاړي دي.

 

دثور انقلاب او بيا شوروی راتګ نه پس چې د افغانانو کوم بې نظيره دمهاجرو ايران او خصوصاً پاکستان ته تګ چې لړۍ يې لا ختمه نه ده، هم د غور وړ ده. زما په خيال جنګونو کې زيات زيان هغه خلکو ليدلی دی چې دننه افغانستان کې پاتې شول او د درګيرو خواؤ دډزو او په نتيجه کې مرګونو سره سره لوږو تندواو ددواړو خواؤ فشارونوسره مخامخ وو. اوس خو ريسرچونه او څيړنې شوي دي چې پاکستان کې کيمپونو کې ديره مهاجرينو مادی حالت ډير ښه وو. او ددغه امتيازاتو دپاره هر بيچاره او بيوزله افغان مهاجر اوبيامجاهد کيدوته تيار وو. هغوی کې اکثريت معاشي مهاجرين وو. په دغه موصوعاتو باندې عالمانو پي ايچ ډي ګانې (ډاکټريټونه يعنې دوکتورې) اغستي دي.

 

ديوې سروې د مخه چې ډاکټر عبدالحامد مالک پرې دوکتوره اغستې ده او د يو کتاب Impelled Afghan Migration to Pakistan 1978-84تر نامه لاندې چاپ شوی ده، په هغې کې دلچسپ معلومات دي. دغه سروې بيلا بيلو مهاجرينو کامپونو کې شوی ده. هغه دلس کسيزه فاميلی اوسط مياشتنی عايدات څلور زره کلدارو نه زيات ښودلی دی چې دغومره معاش په افغانستان کې د کارمل-نجيب دولتونه کې د وزير او د حاکم ګوند پولټ بيورو غړی نه و. دومره امتيازات زياترو مهاجرينو پخپل وطن کې نه لرل. ياد ساتل پکار دي چې دغه کيمپونو کې مفت برق او د نل روانې اوبه افغانستان کې اکثرو کامپي مهاجرينو په خوب کې نه ليدل. دغه امتيازاتو سره سره هغوی آزاد کار روزګار هم کولی شو او ددغه درکه يې اضافي پيسې لاس ته راوړلې او بلخوا که دغه فاميل کې يو کس به مجاهد شو نو هر مجاهد ته کم نه کم درې زره کلدارې مياشتنی د تنظيم له خوا معاش او ددې دپاسه افغانستان کې دننه مال غنيمت او وسلې خرڅولو له درکه پيسې هم راتللې نو مهاجر او مجاهد کيدل ډير ګټور وو. ددغه مهاجرو په جمله کې ځينې پخواني پاکستان ته راغلي مهاجر هم شامل شول او کيمپونو کې ديره شول ځکه چې هر څه ورته مفت کې ملاويدل. دغه دستر خوان ته څوک نه شو ټيګيدلی. ددوي نه علاوه دوه سوه زره افغانی مهاجرينو ته د ضيا ء الحق حکومت پاکستانی پاسپورټونه ورکړل او خليج ته يې وليږل.

 

داسې نه  ده چې دبرې خوا نه خلک لرې ته راځی. د لرې نه برې ته هم خلک تللی دی خو هغوی په اوړو کې د مالګې برابر دي. د کندوز په نا قلينو کې د باجوړ نه تللي کورنۍ شته. د نولسمې صدۍ په آخر کې چې عمرا خان مست خيل د انګريز له لاسه د ماتې نه پس افغانستان ته لاړ نو ورسره خپلې کورنۍ هم لاړلې. د نوموړي يوه لور (يا خور) امير حبيب الله خا ن باندې واده شوه. ددې نه علا وه د هندوستان نه د خلافت او هجرت په تحريک کې د امير امان الله په تشويق نزدې ديرش زره خلک افغانستان ته لاړل چې په هغوی کې ډير قليل تعداد پاتې شول او نورو باندې د پسمانده ظرفيت لرونکی  هيواد باچا تنګ شو او درګړي درګړي بيرته يې واپس کړل. خبره دې ته ورسيده چې امير امان الله خان د هند وايسرای ته خواست وکړ چې ددغه مهاجرو سلسله بنده کړي. ددوی نه علاوه د جنايي دوسيو لرونکي کسان هم خال خال افغانستان ته تللي دي او لکه د عجب خان اپريدی غوندې ځای په ځای شوي دي. په تيره بيا د امان الله خان د استقلال په جنګ کې کمک کوونکو وزيرو او مسيتو ته زمکې ورکړي شوي دي. د وزيرستان نه د سردار محمد نادر شاه د نجات سره د کمک کولو په وخت کې ډيرو ته زمکې او جايدادونه اهدا شوي او افغانستان کې دايمي شوي دي. ځينو ته پکې اعزازي عسکري رتبې هم ورکړل شوي دي. دچترال نه شهزاده آب حيات هم سره دکورنۍ افغانستان ته کوچ کړی دی. په روشتفکرانو کې د دير نه ګران صيب او سوات نه فاتح الملک ننګ يوسفزی صيب کورنيوته ځای او جايداد ورکړل شوی دی.د ارواښاد صديق الله ريښتين او سناتور خوږياڼي صيب هم د کوزه نه بره تللي دي. دنورو روشنفکرو چې زياتره به د اينګليس استعمار نه  د اسلامي هيواد ته دکمک دپاره د معارف او سپورټ په ساحه کې تلل، د هغوی د کورنيو باره کې ډير اطلاعات نشته. افغانستان قبايلی هيواد دی نو زياته مهرباني يې په قبايلی مشرانو کړې او کوي. دغه روشنفکران متاسفانه د انګريز ايجنټانو په حيث ځينې وخت ياديږی. حتې د امير شيرعلي خان د معارف مشر عبدالغفار پشاوري يې هم نه دی معاف کړی او د انګريز ايجنټ په حيث په کتابونو کې معرفي شوی دی. افغانان متاسفانه زياتره د انګريزي په اصطلاح پيرو نائيډ( Paranoid)او زينو فو بېکXenophobic پاتې شوي دي. او هر بل او خصو صاً خارجی ورته شکمن او بې اعتباره ښکاري او د بېګانه نه ويره احساسوي. په روشنفکرانو باندې ټاپه لګول د هغوی د ګس لاس کار دی. نن سبا چې مرغۍ هم د کوزه نه والوزي نو آيي ايس آيي ورته معلوميږي. حالانکه د کور دننه په غټو چوکيوباندې نا ست ورته نه ښکاري.  د هند د آزادۍ جدوجهد کې هم ځينې انقلابيان افغانستان ته راغلي او ترې تير شوي يا بيرته تللي دي.

 

دپښتونستان په سلسله کې هم خينو افغانستان ته کوچ کړی دی چې په هغوی کې بلوڅ مشرشهزاده عبدالکريم سره د ملګرو، چې څو مياشتو کې دننه دننه واپس شول، په ۱۹۴۸ کې تګ. دايو ب خان اڅکزی په ۱۹۵۰ کې تګ او په ۱۹۷۶ کې کابل کې وفات. د مرحوم ملګری ډير زر مايوسه واپس شوي وو. قلات کې يوه پښتونستاني کورنۍ، د باجوړ نه څو کورنۍاو د خيبر آپريدو څو کورنۍ، ځينې اڅکزي، څو کورمه وال اودايراني بلوچستان نه د سردار آرين کورنۍ. دوی ټول افغانستان کې ميشته شوی دی. فقير ايپي حاجی مرزا علی خان هم د افغانستان سره دپښتونستان په سر نزدې روابط ساتلی دي. جالبه دا ده چې افغانستان کې هير دی خو په اسلام آباد کې يو غټ سړک د مرحوم په نوم نومول شوی دی.

 

ديوتفاهم له مخې باچا خان هم د پښتونستان په تکل ۱۹۶۴ کې افغانستان ته لاړ، اته کاله پرله پسې پاتې شو خوڅه ونه شول. يوه خبره بايد ياد وساتل شي چې باچا خان په پاکستاني پاسپورټ تګ راتګ کولو. خارج (هند، شوروی او چیکوسلواکيا) ته هم په پاکستاني پاسپورټ تللو. هغه د پخوا نه د افغانستان په پښتونستان باور نه لرلو. ديو او فيدرالي پاکستان خبره به يې کوله. بلخوا ايوب خان اڅکزی به فقط پښتونستان يادولو.

 

تر ټولو لوی مشن زموږ وو. ۱۹۷۳ کې د ذوالفقار علی بهټوحکومت سره د ولی خان په رهبرۍ کې د نيشنل عوامي پارټۍ اول په بلوچستان او بيا صوبه سرحد کې لبړه راغله. بهټو د بلوچستان صوبايي حکومت مات کړ او د پښتونخوا حکومت په احتجاج کې استعفا ورکړه. غوث بخش بزنجو صيب بهټو حکومت سره د جنګ مخالف و، خو ولی خان او چپيانو فکر کولو چې د بنګله ديش دآزادۍ نه پس پاکستان کمزوری دی او توان نه لري چې زموږ د تعرضی سياست مخه ونيسی. نو اجمل خټک يې افغانستان ته په مارچ ۱۹۷۳ کې راوليږلو، زه ورپسې اګست مياشت کې راغلم. دغه وخت د داؤد خان کودتا شوې وه او هغه نيپ سره خپل آواز او سياست يو کړي وو. تفصيل کې نه ځم. پاکستان ته د ګلبدين، رباني،احمد شاه مسعود او نورو  دلوی ننګرهار، پکتيا او کندهار نه قبايلی کورنيوتګ او هلته تربيه، مسلح او افغانستان ته د تخريب دپاره ليږل زموږ د نظامی تربيې او وسله وال کيدو په غبرګون کې شوي وو. بلوچستان کې ګوريلايي جنګ او صوبه سرحد کې تخريبي فعاليتونه وشول. زموږ د مبارزې په وخت کم و زيات پنځه زره بلوڅ ګوريلا او مهاجرين افغانستان ته راغلل. دوی په قلات او کندهار  اوبيا قلات نه پس هلمند کې ديره کړی شول. پښتون زلمی په جلال آباد کې د مطبوعاتو په کلوپ کې واچول شول. خو ناتوانه داؤد خان او افغانستان او د پښتنو عدم دلچسپۍ ددې باعث شول چې داؤد خان پخپل تير سياست پښې راکاږي او پاکستان سره هر څه ته تيار شي. اول يې بلوڅو ته ځواب ورکړ او بيا يې پښتنو ته ووې چې زما د لاسه دومره کيدی شوه. موږ پښتانه ستانه کړل خو بلوڅو ځنډ او ليت ولعل کولو چې دېکې د ثور انقلاب وشو او هر څه بدل شول. ارټ بيا ډک لوټکي راوړل. دانقلا ب په سر کې پښتانه وو او هغوی ځان په خپل کور پوره ګڼلواو چاته يې ضرورت نه محسوسولو. کابل کې يې لا خپلې پښې نه وې ټينګې چې پاکستان کې يې خلق ګوند تاسيس کړ. متاسفانه هغوی په اتڼ کې راغلل او اتڼ کې له منځه لاړل او شورويان راغلل.

 

وژنې او جنګونه واقع شول. افغانان مجبوره شول. بلخوا  دجهان په مرسته پاکستان يو لوی دستر خوان خپور کړ او مجبور او نا مجبور افغانان ټول پرې غونډ شول. پرګنې ورماتې شوې. افغانستان کې په ميراث کې زه او اجمل خټک د باچا خان دکورنۍسياست په چوکاټ کې  پاتې وو؛ زموږنه علاوه تر ټولو معتبر د بهټو ځامن مير مرتضې بهټو، شاه نواز بهټو او د هغوی ملګري وو.  هغوی د پاکستان به دشمنۍ کې وساتل شول. بلخوا د شوروی په مرسته حکومتونو نظرياتی مکلفيتونه هم وو. دايران نه د حزب توده نمايندګان، د فدائين خلق ملګري او نور دموکراتان، دپاکستان نه د کميونسټ ګونډ مشران عمومي منشي امام علي نازش او افراسياب خټک ديره شول او ځينې قبايلی چپيان هم تلل راتلل کول. ګس اړخيز چارواکي د نورو نه زيات خپلو تعهداتو ته وفادار وو خو چاپير يال ورته ډير خراب و. لومړيه خو د لوی افغانستان خبرې هم کيدلې خو آخر شورويان دې ته هم راضی شول چې افغانستان د ډيورنډ مسلې نه په رسمی توګه تير شي که پاکستان مداخله بنده کړي. خو پاکستان دپاره ډيورنډ مسله مسله نه وه پاتې بلکه دا يې په حق کې تماميده/تماميږي. هغه د قاضي حسين احمد خبره چې قوم پرستو به چټي د ډيورنډ د له منځه اوړلوکيسه کوله او موږ عملاً مات کړ. الغرض انقلاب اوجهادونو هر څه په بله واړول.

 

ددې نه علاوه د افغانستان نه سياسي بنيادونو باندې پناه اغوستونکو کې عبدالحی حبيبي، د حضرتانو يو فاميل، د عبدالمالک عبدالرحيم زی کورنۍ او ځينې د قبايلي کشرانو کورنۍ زما په ذهن کې شته. د بلوچستان او لوی کندهار روابط ډير نزدې پاتې دي او دهغوی يوې او بلې خوا کې خصوصا   جنوبي پښتونخوا او کراچۍ کې ميشته کيدنه عادي عمل دی چې تاريخي طور روان و او دی.

 

لنډه او اوږده دا چې د افغانانو بهير لا کوزه پاکستان  ته تم نه دی. افغانستان په پاکستان باندې اقتصادي او سياسی تکيه لري. دا د خوښې خبره نه ده. دا جغرافيې او تاريخ راوستې ده. دې کې د چا کمال نه دی. که کمال دی نو د افغانانو دومره دی چې په شا تللي دي او په مخه نه ځي.  ديوې مور نه پيدا غريب ورور پښتانه بلکه نور خلک هم نه قبلوي؛ زموږ لرني هم زړه لوی لري خو د افغانانو لاندې په لويه شميرنه کې راتګ مثبتو سره سره منفي اثرات هم پريښي دی. دغه د يوکيدو خواهش په عام لرني پښتون کې نشته. وجوهات يې ښکاره دي. پنجاب سره دخلط ملط کيدو پروسه ډيره ګړندۍ شوې ده. بلکه اوس خو اسلام آباد او دپنډۍ ښارونه ورو ورو پښتون ښارونو باندې بدليږی. بلکه افغانان هم اسلام آباد ته ځي او په پيښور يې خوا نه سړيږی. موټر وی خو نقشه بدله کړې ده.  موټر وی په غاړه او په خصوصي توګه زموږ دسيمې صوابۍ نه خلک د علاج او درملنې، تجارت او کار روزګار، اوسيدو او کور جوړولو دپاره پنجاب ته روان دي،بلکه ما سيوا د پښتونخوا په صوبايي حکومتي ماموريت کې اخته پښتنو نه خلک لرې خوا ته مات دي. د قوم پرستۍ عنعنوي مرکز صوابۍ نه چې هر لس دقيقو نه پس يو دسپرلو ګاډی پيښور ته ځي نو دوه پنډۍ ته روان وي. هره ورځ يو ګاډی کراچۍ ته ځي او يو ترې راځي. څلور ګاډي لاهور ته ځي او څلور راځي. دغه پروسه په تيزيدو ده. دا ټوقه نه ده. خپل تاثيرات لري.

 

حکومت نه علاوه دافغانستان سره د ټولو نه زيات روابط به زما وي. زما خپلوا ن هلته دي او زما هلته ډير دوستان دي او زما رغيدن ترې نه کيږي. زه نزدې شل کاله هلته پاتې يم. خو زه واقعبين يم. ديو کيدو په داعيه به زما نه بل څوک زيات نه وي خوشاله. مګر تير څلويښت کاله تاريخ هم زما د وړاندې دی. ما ترينه نتيجه ګيرۍ کړيدي. موږ بايد د سپګې دپاره کيند ته اور وانه چوو. هسې هم دنيا پښتنو سره چپه ده.موږ بايد پخپل پوزيشن پوهه يوو. پاتې شوه د يو کيدو خبره نو زه يوسفزی يم، په يوسفزيو کې مندڼ يم،مندڼو کې اتمان (زی) يم، په اتمان کې سدوزی يم، په سدوزيو کې زلوزی يم، په زلوزيو کې عمر خيل يم ( په عمر خيلو کې مائي زی او مائي زيو کې کرم خيل يم). [زموږ خلکو ته دا شجر نسبونه نه ياد دي او نه ورته وقعت ورکوي او نه پرې باور لري، ځکه ټولنه ددغه کټاګريو نه مخکې تللې ده.] د عمر خيلو دوه غټ کلي مانيرۍ او صوابۍ دي.د عمر خيلو په ساحه کې چې څومره د تعليم او تربيت ادارې دي، دومر ه زما د خسر خيلو دپکتيکا د ولايت په دوه يشتو (۲۲) ولسواليو کې نشته. نو زه به څنګه خپل خلک قانع کړم چې راځئ ورسره يو شو. دا خو د حساب کتاب زمانه ده.بله ويره روشتفکرانو کې ديووالي په صورت کې بيرته قبايليت ته د ورتګ نه ده ځکه چې افغانستان لا قبايلی هيواد دی.

 

لهَذه چې افغانستان نه ديووالي دپاره ملي سياست شړلی شي، نه اقتصادي وړتيا لري، نه خلک يو والی غواړي، نه په پخوانيو ښو شرايطو کې تجربو څه نتيجه ورکړې ده اوبيا ننی افغانستان بدل افغانستان دی؛ نودغه د لر وبر يو افغان ناره به څنګه د حقيقت جامې واغوندي؟ آيا دغه ديوال سره د سر جنګول خو نه دي يا پخپله د افغانستان ټوټې کولو پروګرام خو نه دی؟ دغه او دغسې نور ډير سوالونه ذهن ته راځي. دا ننی ناورين هم دغه شان د ښه نيت نه پيدا شوی دی. ددغه ناورين ابتدا هم د ثور د مياشتې نه پيل شوی ده. يو ناورين لا خلاص نه دی نوبل ناورين ته ولې لاره هواره کړو؟

 


January 8th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی