لروبر دوه افغان که يو افغان؟ (لسمه برخه)
تجاويزاو پيش نهادات
چونکه د لر و بر يو يوالي په هکله زياته پافشاري د افغانستان د پښتنو له خوا کيږي او صحيح هم کيږي ځکه چې د ١٨٩٣، ١٩٠٥، ١٩١٩ او ١٩٢١ لوظنامو تر سره کولو کې کوزنيو هيڅ رول نه دى لرلى او دغه ټول معاهدات د کابل باچاهانو ﻻسليک کړي دي او يا ددې نه مخکې دغه د بحث ﻻندې سيمې چې افغانان پرې دعوى لري، هم دکابل باچاهانو نه سيکهانو په زور نيولې وې. نو دا ددوئ ذمه واري ده چې تلافي يې هم دوئ وکړي. ددغه معاهداتو يکطرفه لغوه کول کفايت نه کوي، وختونه او افغانستان بدل شويدي. ددې دپاره ﻻزمه ده چې په لومړي ګام کې :
1. اول پرې پخپله برني سره جوړ شي يعنې دغه موضوع ټول افغاني کړي. افغانستان يو ګڼ مليتي هيواد دى او پښتون هيواد و، دى او نه کيدى شي نو ځکه د نورو مليتونو رضا مندګي تر ټولو مهم شرط دى. په دې ترڅ کې دوئ بايد ټول افغاني ولسونه يوه خوله کړي. د دراني کورنيو باچاهۍ دور له منځه تللى دى، فقط د هغوى مکلفيتونه پاتې دي؛ دهغوى د پاليسيو ادامه يا نوي پاليسي غوره کول ټول افغاني اتفاق راى ته اړتيا لري. هسې هم انقلابونو او جهادونو پخواني مادي او معنوي ارزښتونه او شتمنئي سره ﻻهو کړي دي او نوى افغانستان منځته راغلى دى.د غيرو پښتنو په داسې موضوعاتو کې په اعتماد کې نه اغستل پخبله په لوی لاس د افغانستان تجزيې ته لار هوارول دي.
2. چې دغه اتفاق راى پيدا شي نو بيا دې کوزنيو سره جرګه شي. کوزني يو يا دوه کورنۍ نه دي او د کورنيو د يکه تازۍ وخت تللى دى؛هغوى په قبيلو، خيلونو او ډلو ټيلو ويشل شوي دي. هغوى کې روشنفکران، برحال او تقاعد (ريټايرډ) ملکي او فوجي افسران او افراد، برحال او ريټايرډ استاذان او پروفيسران، وکيلان،د پيشه ورو او مسلکي اتحاديو غړي، بيلا بيل چپ او راست، قوم پرست او پاکستاني ګوندونه او دهغوى کادرونه او غړي، آزاد سياستپو هان، روشنفکران او ژورنالېستان او وطني مشران شامل دي؛ هغوى ټول دې په غوږ ووهي او دهغوى رضامندګي دې واخلي. ددې دپاره ميکانزم جوړيدى شي.
دغه اتفاق راى د يوې خوا په يکطرفه خواهش نه کيږي بلکه دغه ﻻندې آپشنونه دې په نظر کې ونيول شي:
(أ) ريفرنډم (ټولپوښتنه): ريفرنډم دې په چاکې په څه او کومو شرايطو وشي؟
1. آيا فقط لرو کې دې وشي که لروبرو دواړو کې؟
2. آيا برو کې دې فقط پښتنو کې وشي او کنه بر پښتانه او غير پښتانه دواړه دربر کې ونيسي؟ زما په خيال بايد دواړو کې دې وشي.
چې دغه فيصله وشي نو بيا ټولپوښتنه کې انتخاب به څه وي؟ انتخاب څلور کيدى شي.
1. آيا لروبر پښتانه آزاد پاتې کيږي او پښتونستان جوړوي؟
2. افغانستان کې ټول سره ورګډيږي؟
3. يا دواړه خواوې پاکستان کې شامليږي؟
4. آيا داحمد شاه بابا هيواد (سلطنت)دې بيرته احيا شي؟
(ب) چونکه د احمد شاه بابا هيواد دموجوده پاکستان جغرافيه ټوله در بر کې نيوله، نو په دغه صورت کې بايد د پنجابيانو، سېنديانو، بلو څو، سرائيکيانو، کشميريانو، هند نه راغلو مهاجرو، چتراليانو،ګلګتي او بلتي خلکواو نورو اوسيدونکو نه هم پو ښتنه وشي. که اتفاق په احمدشاهي وطن باندې وشي نو ﻻندې نومونو کې په يو باندې بايد ريفرنډم کې د ټولو ولسونونو نه پوښتنه وشي چې کوم نوم ددغه نوي هيواد کيږدو:
1. افغانستان
2. پاکستان
3. خراسان (چونکه د احمد شاه بابا د وطن نوم لاخراسان و)
که دغسې دموکراتېک او جمهوري انتخاب نه وي او فقط لرې خوا نه افغانستان سره په شموليت راى وغوښتل شي نو بيا به څنګه لرني يقين وکړي چې دا يو دمو کراتېک او جمهوري حل دى؟ په دغه آپشن به لرې خواته هيڅوک تيارنه شي. هسې هم اقليت اکثريت پسې ځي. لره خوابله هم ويره لري او هغه دا چې بره افغانستان کې پښتانه اکثر قبايل دي او که سره ګډ شو ل نو ټول به سره بيرته قبايل شي او دغه د فبايليت نه راوتلي پرګنې به دغه شته پرمختګ له لاسه ورکړي.
(ت) که دغه ﻻر اوږده وي او حوصله دومره اجازه نه ورکوي نو بيا دې افغانستان دومره زور پيدا کړي چې په فوجي زور دغه د نزاع سيمې راﻻندې کړي او په افغانستان کې يې شاملې کړي. ددې دپاره کار پکار دى چې افغانستان قوي شي؛ معاشي قوت پيداکړي؛ ادارې جوړې کړې او افغانانو د پټ او ښکاره لرې خوا ته دروزګار دپاره دمه په دمه تاريخې مهاجرتونه نه فقط تم کړي بلکه د مهاجرتونو مخه بره خوا ته واوړي.
(ث) که دغه ﻻر قابل قبول نه وي نو بيا دې افغانستان دومره ترقي وکړي چې د سيمې دپاره يوه نمونه وګرځي او لرني پښتانه ځان خوا ته داسې راجلب اوجذب کړي چې هغوى پخپله افغانستان سره د يو کيدلو مطالبه وکړي. دغه شان دډيورنډ معاهده او ورپسې نور ټول معاهدات به خود بخودحقوقي او قانوني حيثيت له ﻻسه ورکړى؛ ځکه چې پخپله پښتانه به يې په عمل کې رد کړي. بلکه په دغه توګه د لر وبر يووالي کې هيڅ قانوني او جغرافيايې کرښې مانع نه شي واقع کيدلى او ددې موجوده لروبر يو افغان ببو ﻻلو ته هيڅ ضرورت نه پيښيږي. نه بيا ډيورنډ او نه نور معاهدات يادولو څه اړتيا شته. پښتانه وايي چې زور حق دى؛که نظامي او معاشي زور مو پيداکړلو نو بيا هيڅ توجيح ته مراجعه نه پيښيږي.
(ج) که دغه آپشنونو ته برني غاړه نه ږدي او بيړوندي وي نو تاريخ او تجربه دا ښايي چې پښتانه هيڅ وخت ملي مسايلو باندې نه راپاڅي. نو بېيه اوبهتره به دا وي چې طالبانو ته مراجعه وشي. د هغوى اسلا مي طرز تفکر به مونږ ومنو او لر وبر يووالي کيسه به راسره هغوى ومني.
(ح) زما په خيا ل که طالبان زمونږ دغه برنۍ کيسې ته غوږ ونه نه نيسي. نوښه به دا وي چې د ټولو خواؤ غوِښتنې او تمايلات په نظر کې ونيول شي او قابل عمل او شوني حل ولټول شي. تر ټولو شريف حل به دا وي چې موجوده افغانستان او پاکستان دې يو هيواد شي، يا کنفيډريشن شی. دواړو سره د انګليس نوم تړلى دى. موجوده افغانستان د احمد شاه بابا افغانستان نه دى. دموجوده افغانستان نني ټول سرحدات انګريز راښکلي دي او د افغانستان نوم سره هم انګريز نوم راځي ځکه چې دغه نوم انګريز عام کړى او دنيا ته يې ورپيژندلى دى او برنيو باندې د انګريز نوم زيات بد لګي. هغوئ دې ددغه نوم نه تير شي. برني غير پښتانه هم غواړي چې افغانستان په ځاى دې خراسان نوم احيا شي. هسې هم د احمد شاه بابا افغانستان دموجوده ټول پاکستان جغرافيه در بر کې نيوله او دهغه وخت عام نوم يې خراسان و. بل خوا د محمد علي جناح صاحب پاکستان په ١٩٧١ کې د بنګله ديش د جدايئ نه پس پاتې نه دى او هسې هم پاکستان نوم سره مستقيم يا غير مستقيم د پيرنګي استعمار نوم تړلى دى. زمونږ قوم پرست مشران او ملايان دواړه د انګريز د نوم نه بد وړي نو دپاکستان خلک به په آسانه ددغه نوم نه تير شي او خراسان يعنې داسلام اوعربو سلطنت د ظهور د وخت نوم به په خوشالۍخپل کړي.د خراسان بله ښيګړه دا ده چى دغه وطن کې به پښتانه يو غوښن قوت شي. ورسره به د افغاسنتان غير پښتانه هم د پښتنو نه ګيلې وروکې کړي او دغه هيواد به په رښتيا سره يو ګڼ ملتيز هيواد شي چى هيڅوک به پکې د بيګانګۍ احساس و نه کړي.که يو هيواد باندې جوړه نه راځی نو دکانفيډريشن نه دې ابتدا وشی.بل مثبت ټکى چى خراسان سره تړلى دى، هغه د شاه ولي الله نوم دى. چونکه هغه احمد شاه بابا د افغانانو د يو آزاد او خپلواک هيواد لرلو ته د نادر افشار ډيلي ته تخت و تاز په وخت تشويق کړى و(وګورئ فارسي کې د مرحوم مخطوطات) او بله غټه خبره داده چې طالبان، القاعده او عربان به هم ددغسې پروژې تر شا په خوشالۍ ودريږي. د مسلمانانو جهان به ورته هر کلى ووايي. د پاکستان او افغانستان په جهاد مين پرګنې به يې دزړه د کومي نه ومني. هسې هم پروپيګنډه دا کيږي چى داسلام عظمت به د خراسان نه بيرته اعاده کيږي. دا منصوبه به بې ډزوډوزه او د عدم تشدد له ﻻرې تر سره شي. خراسان به په رښتيا يو لوى اسلامي آتومي قوت شي.
(خ) که فقط برني وروڼه صرف لرنيو پښتنو دپاره حق خو داراديت غواړی نو د باچا خان د وارثانو ګوند په خيبر پښتونخوا کې حکومت لري، د صوبې نوم د هغوی په خوښه او غوښتنه بدل شوی دی. هغوی ځان د پاکستان نه بيليدونکې برخه بولي او د پاکستان آئين (اساسي قانون) هغوی منی او پرې يې څو څو وارې سوګند پورته کړی دی. نو د حق خو د اراديت ټول شرايط پوره شويدي. که دغه شان نه ده نو بيا دې عوامی نيشنل پارټي نه پوښتنه وشي او هغوی دې برملا اعلان وکړی.
(د) که دغه وړوڼه بل ښه پيش نهاد لري نو هغه دې هم وړاندې کړي. خو دغه پيش نهاد بايد ټول افغاني او جامع وي. مجهول او نيم زړيه آپشن باندې څوک غوږ نه ګروي.
که دې کې څوک هيڅ يو انتخاب ته غاړه نه ږدي نو مهرباني دې وکړي، د ذهنيګيرۍ او ذهني عياشۍ نه دې ﻻس واخلي؛ نه دې خپل او نه دې د لوستونکو وخت ضايع کړي، هسې هم په دغسې ببولا لو د يو ملت ډير وخت له ﻻسه تللى دى. د اړونده خواؤ د تجربو نه دې سبق واخلي. هغه د اردو ژبې مطابق آ بيل مجهی مار (يعنې ای غوئيه ما ووهه) نه لاس اغستل ښه وي. کله غويې د اماتور ماتادور کولمې هم شلوي.
ګني نو ديوې معجزې انتظار دې وکړي چې جهاني قوتونه په شريکه دپښتنو د يو کولو دپاره يوه داسې فارمولا راوباسي چې پښتانه سره يو کړي او پاکستان،يا افغانستان يا دواړه ملکونه ټوټې کړي. دپښتنو منفی خواوې جهان دغه آپشن ته تشويقولی شي. هسې هم يو تجويز د جهان په سطح د افغانستان د تجزيې شته. او پښتانه ددې کار مړني دي چې څنګه خپلې پښې پخپله ووهي. مونږ خو کوزه د پښتونخوا پښتونخوا په نوم خيبر پښتونخوا نوم وګټلو، مګر په لوی لاس مو د صوبې تجزيې ته لاره هواره کړېده او زر يا پس هزاره رانه جدا کيدونکې ده، ځکه چې د پاکستان ټول لوی اوواړه ګوندونه د هزاره صوبې حمايت کوي. برني هم په دغه کار کې د کوزنيو نه وروستو نه دي.
لر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)
نتيجه
راځئ چې ددې فضول بلند پروازيونه تير شو او هغه ورځني او مبرمو مسايلو د حل په ﻻره کې ګامونه واخلو. دلر وبر سيا سي نعرو ته شا کړو، ترټولو لومړيه د افغانستان مليتونه را خپل کړو، بله لار نشته. روشنفکري وخت اړونې ته د پاى ټکى کيږدو او د يو بيسواده، خوار او در په در ملت د روانو دردونو کمولو دپاره عملي اقدامات وکړو. هغه څه وکړو چې کولى يې شو. زمونږ کمبود دا دى چې که اقتدار ته ورسو هم نو د ممکناتو او شونو د دايرې نه بهر ووځو او په ځاى ددې چې سړکونه او ﻻرې جوړې او پخې کړو، مکتبونه او تعليمي ادارې جوړې کړو، د شرايطو سره سم سواد عام کړو، شرايطو مطابق اصلاحات وکړو، دصنايعو دپاره پروګرامونه په ﻻره واچوو، بريښنا عامه کړو، بندونه ودروو او نهرونه وغزوو، زراعتي هيواد په ريښتيا د زراعتي پيداوار مرکز وگرځوو،مالداري علمي کړو، ځنګلات کښينوو، کوچيتوب نه خلک خلاص کړو،د ترقۍ او عامه سواد د ﻻرې قبايليت ختم کړو، افغانستان د قاچاق نه خلاص او ټيکس ورکوونکي ملت باندې بدل کړو، دوسايلو زيرمې راوباسو او دداخلي وسايلو په کار اچولو له ﻻرې افغانستان د بل د احتياج نه او ګاونډيو يا نورو هيوادونو ته د مهاجرتونو نه بچ وساتو،د ژبني رقابت نه افغانستان خلاص کړو،انګريزي عامه او جهان سره مشترکه ژبه پيدا کړو، متمدنې ادارې او متمدن نظام رامنځته کړو،هر چا سره او په خاصه توګه ګاونډيانو سره اړيکې ښې کړو، الغرض افغانستان نه يو متمدن هيواد جوړ کړو، نو بلند پروازي کوو؛ کله په يو انتهايي بيسواده او عقب مانده جامعه کې کمونزم راولو، يا د خلفاى راشدين پيښې کول غواړو، يا نورو ته چيلنجونه ورکوو، بې ځايه جهادونه کوو او خښ مړي بيرته راوباسو او د خپلو بدبختيو مسووليت په نورو اچوو.
افغا نستان يو ګلالى وطن دى خو په شرط ددې که مونږ ټول ورته ګلالي شو. افغانستان د څو موسمونو، څو هواګانو، د څو موسمي او جغرافيايي سيمو وطن دى چې په يو وخت پکې د مرکزي ايشيا، مغربي ايشيا او جنوبي ايشيا ټول خوندونه شتون لري. د وروڼو او رنګارنګ مليتونو او ټولنو يوه ښکلې ګلدسته ده. غرونه يې خپل خوند لري، درې خپل او دشتې يې خپل. کمبود دادى چې دغه غرونه، درې او دشتې شنې کړو. دغه د زيرمو ډک هيواددپاره انساني او مادي وسايل پيدا کړو چې ترينه نسلونه نسلونه ګټې پورته کړي. افغانستان يو اسلامي هيواد دى او دغه کفايت کوي چې ټول ورته په دغه سترګه وګورو. نور هيواد پرمختګ ته ضردرت لري. هيڅ خارجي قوت دا نه شي ويلى چې مکتب، روغتون، ريل ګاډى، فابريکه، ټيلي فون، ټيلي کمونېکيشن،تلويزيون او ادارې مه جوړوه. په بل پړه اچول خپله خطا پټولو سره مترادف وي.څومره د افسوس ځای دی چې افغانستان يو زراعتي ملک دی مګر دومره غنم نه شی بيدا کولی چې ژوند پرې وکړی. دغه رنګ يو د مالدارۍ هيواد دی مګر غوښه ورته هم د پاکستان نه راځی.
افغانستان د روانې بدبختۍ او تباهۍ نه بچ کولو دپاره ضروري ده چې اول د مهاجرينو دغه مليونونه پرګنو غم وخورو چې ايراني او د پاکستاني چارواکو د بيا بيا بين المللي او افغانستان ته د اپيلونو باوجود نه فقط بيرته خپل ګلالي وطن ته واپس تګ نه غواړي بلکه په پاکستان کې د شناختي پاس، شناختي کارډ او پاکستاني اسنادو ﻻس ته راوړلو دپاره هر حد ته ځي. بايد دافغانستان حکومت پخپلو پاکستاني د کورني سياست انډيوالانو باندې زور واچوي ځکه چې هغوى په صوبايي او مرکزي حکومتونو کې شريک دي چې دهغو ى د پاتې کيدو او نه پاتې کيدلو يو انساني حل ولټوي. د يواين ايچ سي آر بيوروکراتان خووايي چې مونږ به پخواوې درې مليونه افغا ن مهاجرين راغلي دي، درې نيم نه مو زيات بيرته وليږل، دري نيم مليونهﻻ هم پاتې دي. په فاټا کې جنګ دى او حالات د افغانستان نه هم زيات خراب دي خو د هلته نه هم مهاجرين واپس تلل نه غواړي. پاکستان د مهاجرينو په هکله د ١٩٥١ جنيوا کنوينشن نه دى ﻻسليک کړى مګردا به هم يو غير انساني فعل وى چى کوم افغانانو د پاکستان نه بغير بل هيواد نه دى پيژندلى او هم پاکستان کې زيږيدلي دي، هغوى دې د خپلې خوښې بر خلاف افغانستان ته په تګ مجبور کړی شي. دحل يوه ﻻره داده چې دوئ ته پاکستانې تابيعت ورکړل شي او خير و خير صلاح. که دغه ورته نه ورکوي نو ښه به داوي چې په بدل کې د لرې خواهمدغومره غريبو او بې زمکو پښتنو ته د افغانستان په هغه دشتو کې زمکې ورکړي چې دغه مهاجر ورته تلل نه غواړي. يو خوا خو به لر وبر سره نور هم خلط ملط او ګډوډ شي او دغه دشتې به هم آبادې شي. ددې دپاره ميکانېزم جوړيدى شي.دا به هله امکان ولري چې موږ «زما هغه زما خو ستا هغه هم زما» د روحيې نه بهر ووځو.
بله مسله د ډيورنډ په کرښه باندې تګ و راتګ کې نورې آسانتياوې پيدا کول دي. دا هم زيات دبرنيو ته مسله ده ځکه چې زيات تګ وراتګ هغوى کوي، اګر که اوس اوس لرني مسلکي کادرونه هم تګ و راتګ کوي خو هغوى زياتره په پاسپورټ ځې راځي. د يوې اندازې مطابق نزدې پنځوست زره افغانان هر ه ورځ بې له پاسپورټه په ډيورنډ اوړي را وړي. خو بيا هم کله نا کله تکليفات را پيښيږي. دغه تګ و راتګ ته قانوني بڼه لټول دي. خو زما په فکر زيات خنډ د کابل له خوا ايجاديږي. څه وخت چې رستم شاه مهمند کابل کې د پاکستان سفير و نو هغه ډير کوشش وکړ چې دواړو هيوادونو تر منځ ويزه ختمه شي او په بندر کې مسافر ته د پاتې کيدلو اجازه نامه ورکړل شي، خو د کابل واکدارانو ونه منله. دغه شان هڅه بايد بيرته وشي. ځکه چې ويزه اغستل لوى جنجال وي اودواړه خواوو سفارتونو او قونسلګيريو کارمندانو ته د رشوت ﻻرې هم خلاصوي.
د پوليسو معامله هم د افغانانو دپاره مهمه ده. نن سبا د خيبر پښتونخوا اقتصا ديات د افغانانو په پيسو باندې روان دي؛ ځکه چې د ترهګيرۍ له کبله شتمن پښتانه او په خصوصي توګه تاجران د صوبې نه تښتيدلي او لګيا دي تښتي او دبازار حالات ډير خراب دى. کاروبار فقط د هسپتالونو او ډاکټرانو په افغانانو باندې چوک دى. دغه افغاني مريضان اوورسره خپلوان ټرانسپورټ کې ګرځي، دکانونو کې سودا کوي، دوا اخلي، ډاکټرانو او شفاخانو ته فيسونه ورکوي او په هوټلونو او مهمانخانوکې پاتې کيږي او مصرفونه کوي. مګر پوليس يې هم لوټي او پوليس د باچا خان د وارثانو په ﻻس کې دى. که افغان سره پاسپورټ وي يا بې پاسپورټه وي، خو پو ليس ترينه رشوت غواړي. پخوا به پوليس د شفاخانو مخې ته وﻻړ وو، چې ډاکټرانو شور او غالمغال جوړ کړ نو اوس پوليس خپل ايجنټان ساتلي دي، هغوى افغانان لوټول ډبل کړي دي. اوس پکې د صوبې چارواکو ته هم برخه ورکوي.
دټولو مهمه داده چې افغانان شکايت لري چې پاکستان د ډيورنډ کرښې نه مخکې تللي دي. ددې حل فوري او ضروري دى. دا به هله کيدى شي چې افغانان د تخيلاتو نه راووځي او پاکستان ته ووايي چې دغه کرښه دلته ده او دغه ځاى نه ده چې تاسو پرې پوسته جوړه کړې ده.ددې دپاره يو مشترک کميشن جوړيدی شی. خو هر کله چې افغانان د ډيورنډ نه منلو په شرمندګۍ کې نښتي دي نو دغه مسله به څنګه حل شي؟ پاکستان ته مو په لوى ﻻس موقع ورکړې ده.
يوه مسله د اوبو ده. دافغانستان نه سيندونه پاکستان ته بهيږي او بره خوا تل شکايت لري چې پاکستان چټي زموږ اوبه خوري. ددې دپاره بين المللي قوانين جوړ دي چې دسيندونو دلرې او برې خوا حقوق يې تثبيت کړي دي. څنګه چې د پاکستان او هند ترمنځ سيند طاس معاهده ده، دغه شان معاهده د پاکستان او افغانستان ترمنځ بايد لاسليک شي.
که د کابل او اسلام آباد چارواکي هر څومره کوشش وکړي او روشنفکران ډيرې بلند پروازۍ وکړي خو هغوى د ډيورڼد په کرښه دتګ را تګ نه شي مانع کيدلى. دا يو داسې سرحد دى چې څوک يې بند ولى نه شي. تاريخ داسې راوستې ده. ښه به داوي چې دې تګ وراتګ ته قانوني بڼه ورکړل شي او دشمالي او جنوبي آئر لينډ تر منځ سرحد مطالعه شي او په دغه خطوطو باندې سرحدي ترتيب پلى شي. د افغانانو دپاره دغسې ترتيب ډير ضروري دى ځکه چې د هم دهغوى زيات دار ومدار په پاکستان دى. پخوا چې شهيد داؤد خان صداعظم و او پاکستان کې مارشال ايوب خان حکومت و نو دوه وارې سرحد وتړلی شو خو دواړه وارې دواړه ناکام شول. روسانو کوشش وکړ او اوس امريکا غواړي چې سرحد دې وتړل شي. خو دا د چا د وس خبره نه ده. حل څه دی؟حل پابندي نه ده بلکه نرم او د څار وړ قانوني بندرونه دي.
دغه راز مسايل تجارت پورې تړلي دی. افغانستان بلا قيد و شرطه مالونو واردول غواړی او په خشکه ګير هيواد په توګه حق هم لري. هغوی د کراچۍپه بندر باندې د کنټيرنو او تجارتي توکو داټال کيدو او ځای په ځای د رشوتونو نه په ځای ګيلې کوي. مګر پاکستان د افغانستان په نوم واردونکو توکو قاچاقی ډول بيرته پاکستان ته راوړلو شکايت لري. ددې دپاره دايمی دوه اړخيزکميشن ته اړتيا ده چې ډير زر فيصلې او عمل کوي او د تجارانو دستونزو فوري حل کوي.
ددې نه علاوه د لر اوبر دقلم،علم،ادب، سپورټ او موسيقۍ خاوندانو د يو بل سره د نزدې اړيکو ټينګولو دپاره داسې اقدامات کول دي چې دغه روابط طبعی طور پښتنو سره سره د نورو مليتونو ته هم وغزيږي او يو طبعي نزديوالی او تفاهم پيدا شي. دغه روابط د موجوده تنګې سياسي ملحوظاتو قافيې نه بايد بهر راووځي او تعميم ومومي.
بلخوا دډيورنډ په کرښه باندې پرتو قبايلومسله ده. افغانستان ښه کار کړی دی چې د خپلې خوا قبايل يې لکه د نورو سيمو دافغانستان برخه ګرځولي دي خو پاکستان ترينه فاټا جوړه کړېده او اوس ددواړو ملکونو او نړۍ دپاره د جنجال منبع جوړه شويده. د افغاستان آزاد پښتونستان او د پاکستان فاټا د يو ياغستان په حيث ساتلو کې دواړه خواوې مقصر دی؛ پاکستان زيات او افغانستان کم. ترڅو د پښتنو دغه د ملا تير د بيسوادۍ،بې قانونۍ او بې تمدنۍ په تور تم کې پراته وي نو نه دواړه ملکونه په آرام ژوند کولی شي او نه پښتانه يو ترقييافته ملت جوړيدی شي. دغه سيمه د پښتنو د شا په لمن لکه د موږي ښخه ده چې هغوی پاڅيدو ته نه پريږدي. د سرحد دواړو خواؤ ته داسې عمراني پروژې په لار اچول دي چې دواړه خواقبايل ترې فايدې اخلي. ما ته تر اوسه د الما ني عالم فريډرک اينګلزدغه خبره مخکې مخکې کيږي چې وايي د افغا نانو فردي آزاډی غوښتنه او ځان خوښونه ددوئ نه د يو قوي ملت جوړونې کې ستر خنډ دی او دا چې هغوی خطرناکه ګاونډيان دي. ددغه خطر مخنيوی فقط انکشاف او پرمختګ کولی شي. دابه هله کيدی شي چې دقبايلو سيمه د يو بل خلاف نه بلکه د يو بل په ګټه استعمال شي.
ويره دا ده چې که د طالبانو او امريکا مذاکرات څه نتيجه نه ورکوي او امريکا د افغانستان نه تيښته هم نه کوي نو بيا امريکا سره د افغانستان ټوټې کولو څخه پرته بله لار نه پاتې کيږی. پکار ده چې طالبانو باندې زور راوړل شي چې پخپل دريځو نو کې انعطاف راولي. ګنې شته افغانستان به دلاسه ورکړو.
January 14th, 2012
برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
- علی رستمینقش پیش نهاده هایی تاریخی وسامان یابی های بعدی قدرت درتأسیس وافول حزب دموکراتیک خلق افغانستان(حزب وطن)
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادجهاد و جنگ در افغانستان قبل از آمدن قطعات شوری به حمایت پاکستان و رهبری امریکا آغاز شد
- سیداحسان واعظیبخش دوم نقش سازنده و ماندگارببرک کارمل در مسیر تاریخ
- سیداحسان واعظینقش سازنده و ماندگارببرک کارمل در مسیر تاریخ
- داکتر حمیدالله مفیدفرود دو ستاره درخشان از کهکشان اندیشه وخرد
- علی رستمی ببرک کارمل بااندیشه عدالت خواهانه به خاموشی رفت
- گزارنده به پارسی دری: عزیز آریانفرآریایی ها یا تورک ها؟
- عبدالو کیل کوچی دسامبردر آیینهء تاریخ
- عبدالو کیل کوچیمحمود بریالی ابر مرد جنبش چپ وترقی خواه افغانستان
- محمد عوض نبی زادهنا یب سالارمحمد حسین خان پیکارجوی رزمگاه میوند وغزنیگک
- خلیل وداد چگونه س.د.ج.ا. به س.خ. ج.ا. تعویض شد
- مترجم: ا. م. شیریانقلاب اکتبر! استالین. نوسازی- کودتای لیبرالی
- نویسنده: نجیب سرغندوی نهضت خدایی خدمتگاری و نقش آن دربیداری پشتونها
- گزارنده به پارسی دری: عزیز آریانفرتوران
- حسن پیمانامیرتیمورموئسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنگ ومدنیت آسیای وسطی قسمت-6
- حزب کارایران(توفان)انقلاب اکتبر ناقوس مرگ سرمایه داری بود
- ظهو رالدين دبرېالي انقلاب دکاليزې په وېاړ
- زمان هوتکبمناسبت هفدهمین سالشهادت داکترنجیب الله
- رحمت اله رواندشهید داکتر نجیب اله داوولسم تلین په یاد
- جلال بايانی کاوشگرشـــهيد داکتر نجيب الله
- جلال بايانی کاوشگرهفده سال قبل درقلب افغانستان کابل حماسه تاريخ رخ داد
- نصیراحمد – مهمند پیړی،پیړی زغم او پیچ دی وګالل شی
- داکتر حبیب منګل دافغانستان دخپلواکۍ غورزنګ ته لنډه کتنه
- نویسنده : مهرالدین مشیدروزی که زمامداران ناکاره در سایۀ آن صرف احساس فربهی کرده اند
- حسن پیمانامیرتیمور موئسس سبک اصیل هنر معماریوحامی فرهنگ ومدنیت آسیای وسطی5
- برگردان و تبصره از دکتر خلیل ودادحقایقِ تلخِ جنگِ 1979-1991 افغانستان از زبان نظامیان شوروی پیشین
- عبدالوکیل کوچی نگاه مختصری به تاریخ کوشانی ها
- انجنیر فضل احمد افغان شاه امان الله غازی و خط سیاه دیورند
- میر عنایت الله سادات معضلۀدیورند
- تتبع ونگارش؛تلخیص وترجمه: ازحسن پیمانامیر تیمور موسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنگ ومدنیت آ سیای وسطی قسمت(4)
- امان معاشر؛ خبرنگار آزادهشت ثور آوردن مجاهدین رو بزوال از کوه ها به قدرت جنرال دستم
- ا. م. شیریزادروز لنین، روز شرمندگی ما
- عتیق الله مولویزادهاز دین پروری، تا دین فروشی!!
- حسن پیمان امیرتیمور موسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنک ومدنیت آسیای وسطی قسمت 3
- نوشته کریم پوپل تاریخ نوروز کهن
- نجم کاويانیيادی از نوروز در کابل قديم
- تتبع ونگارش-ترجمه وتلخیص: ازحسن پیمانامیرتیمور موسس سبک اصیل هنرمعماری وحامی فرهنگ ومدنیت اسیای وسطی-2-
- دوکتور امین برین زوریدوکتور امین برین زوری
- برگردان و تبصره از دکتر خلیل ودادیهودیت در افغانستان
- ارسالی صمیمیبازگشت «لنین» به «خجند»
- حسن پیمانشمۀ ازخدمات وکارنامه های امیرتیموردرأئینۀ تأریخ
- سلیمان راوشجشن سده
- حسن پیمانتأریخ وخدمات زنده ومشهود امپراتوری تیموریان محال است به فراموشی سپرده شود
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادمناسبات سابق دولت افغانستان و اتحاد شوروی آمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی در ششم جدی به افغانستان
- سرلوڅ مرادزی برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
- سرلوڅ مرادزی برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
- عتیق الله مولوی زادهزندگی از کاخ تا کا نتینر!
- سرلوڅ مرادزیبرتانوي هند او برتانوي پنجاب دواړه، د پښتنو د ویښتیا ضد !
- سرلوڅ مرادزیډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
- نویسنده : مهرالدین مشیدبالاخره امریکایی ها سر به بالین بیمار نظامیان پاکستانی این بازوی زرهی تروریزم جهانی نهادند
- عبدالوکیل کوچید سامبر نقطه عطف درتاریخ جنبش داد خواهانه مردم افغانستان
- سرلوڅ مرادزی ډیورڼد کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون دوهمه برخه
- انجنیر فضل احمد افغانخط سیاۀ دیورند مولود دسایس انګلیس و روسیه
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
- فرزاد رمضاني بونششناسايي يا عدم شناسايي ديورند؟
- انجینر محمود صافی دافغانستان دتاریخ ځلانده ستوری احمد خان « احمد شاه بابا » درانی کال
- سید ذا کر شاه ( ســــــــــادات) (( د ډیورند کرښې غندل یا د پاکستان ســـــــره دښمنی))
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او څرګند دریځونه
- بیداربمناسبت کنفرانس بین المللی لندن و عدم پذیرش دیورند خط فاصل
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
- عزیز آریانفرنیاز تاریخی به بازگشت به توافقات ژنو
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
- سرلوڅ مرادزید ډیورند کرښې پریکړه به، لروبر افغانان خپله کوي
- ارسالی صمیمیبرگی از تاریخ جنگ جهانی دوم/ چگونه مسکو تسلیم آلمان ها نشد
- میر عنایت الله سادات نگاهی به تاریخ آریانا
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد بخش آخر
- جلال بايانیبزرگ مردان تاریخ
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش دوازدهم
- شبيراحمد طالب وزيران اوخاطرې
- رسول پويانجايگاه هرات در مدنيت خراسان
- محمدنبی عظیمیسفر دیگر به جلال آباد
- عزیزه عنایت خامۀ درفرا راه آزادی !
- نصیراحمد - مهمنددافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو دشهیدانواوغازیانوپه یاد
- دوکتور جلال بايانی « روح شاه غازی امان الله شاد و پر نور باد »
- انجنیر ظهو رالدین اندیشپراو دا
- محمدنبی عظیمیتعرض متقابل قوای مسلح افغانستان
- نوشته کریم پوپل اشغال و تاراج کابل از زمان تاسیس الی امروز
- سلیمان راوششهروندان شهر (جندان)
- محمدنبی عظیمی درحاشیه تعرض متقابل
- رسول پویاننقش استعمار در تخریب تمدن خراسان
- رسول پویانخراسان بعد از فروپاشی امپراتوری تيموريان
- رسول پویان ریشه های خراسان کهن
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش هشــــــــــــــــتم
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخـــش هفتـــــــــــــم
- ا. م. شیریپراودا در ۱۰۰ سالگی: زنده و رزمنده
- اسدالله جعفریمیلاد گل سرخ
- عبدالحی نزهت افزودن دشواری کارعاقلانه نیست
- فوادشاه امان الله خان غازى از نظر احمد شاه مسعود كى بود؟
- انجنېر ظهو رالدین اندېشپر فا شیزم د بري ورځ یعنی دامپرېا لیزم دنیمی تنی ښخول په شوري سوسېا لیستي هېواد کی
- نویسنده : مهرالدین مشید نباید بیش از این بهایی برای ویرانی این سرزمین پرداخت
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش ششم
- نوشته صوفی کریم فیضانی حملات اعراب در افغانستان
- انجنیر ظهورالدین اندیشد افغا نستان د خلک دمو کراتیک گوند داد شهیدا نو او اتلانو دسور گوند ټولو غړو ته له پو رته نه تر کښته پو رې
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بقیه بخش پنجم
- نبی حیدری معلم جنک یا صلح
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد بقیه بخش چهارم
- تهیه وترتیب:میرمحمدشاه رفیعیچهره امروزی تپه مرنجان ورازهای تاریخی آن
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد -- 4
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد - 3-
- سلیمان راوشتندیس های بامیان مجسمه های بودا نیستند
- حسن پیمانبیادبودسلسال وشهمامه تندیسهای بودا دو همبزم ودو همسنگ
- حسن پیمانافشارخونین وقتلهای زنجیره یی انگیزۀ اتحادخلقهای تحت استبداد
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد
- رحمت اله رواند روسانو يرغل او وتل دواړه تېروتني وې
- احمدولي بدخشياداي ديني به قربانيان فاجعة افشار
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد
- عتیق گلشمه ازجنایات بعضی گروه های ماوئیستها درافغانستان
- محمد نبی عظیمیچرا از مرگ می ترسید ؟
- جمعه خان صوفيلر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (اتمه برخه)
- عبدالو کیل کوچی فرخنده باد چهل وهفتمین سالگرد تاسیس حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، حزب قهرمانان وشهیدان !
- حمید محویتآتر بی نوایان
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادآمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی به افغانستان
- تهیه کننده : عبدالقدیر میرزاییسقوطِ یک امپراتوری!
- محمد عارف عرفان رازهای حقیقی دعوت ارتش شوروی
- حمید محویدر بارۀ [کشته شدن پلخانوف(؟)]
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد
- صدیق رهپو طرزیما و نو آوری، تجدد و مدرنیزم
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (پنځمه برخه)
- داکترآریننام ببرک کارمل جاویدانه است زیرا توده های مردم آنرا ستوده اند
- عبدالو کیل کوچیپنجمین سالگرد وفات محمود بریالی را گرامی میداریم
- صدیق رهپو طرزیدیورند: سر و صدا برای هیچ
- محمدنبی عظیمیسپیده ها این جا آرام انــد
- محمد عوضازمكتب مبارزهء رفيق ببرك كارمل بياموزيم
- علی رستمیببرک کارمل ستارهء درخشان مبارزِ عدالتخواهء کشور
- عبدالو کیل کوچیببرک کارمل بزرگ مرد تاریخ
- دوکتور نثار احمد صدیقینام ببرک کارمل جاودان و روانش شاد باد
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟(٢ مه برخه)
- عزیز آریانفرچگونه دهلیز واخان ایجاد و به زور به افغانستان داده شد
- جمعه خان صوفيلر و بر: دوه افغان که يو افغان؟
- انجنېر ظهورالدين اندېشبه افتخار سالګرد انقلاب پېروزمند و زنجير شکن سوسياليستی اکتبر
- گزارشگر از انگلیسی به پارسی: صدیق رهپو طرزیده اسطوره در مورد افغانستان
- انجنېر ظهورالدين انديشبمناسبت سالمرګ انقلابی دلير وانديشمند خلل ناپذير
- از کریم پوپل روش سیاسی دولتها وملیتهای افغانستان در طول تاریخ
- عدالتدشمن هرگز وارد شهر لنين نخواهد شد!
- عبدالو کیل کوچی ماندگاران تاریخ
- نصیراحمد – مهمنددافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو
- سليمان راوش به پیشواز 28 ـ اسد
- انجنېر ظهورالدين اندېشدافغانستان دخلکو دملی_ازادی بخښونکي انقلاب دکاليزی په وياړ
- گزارنده: عزیز آریانفرمقاله دوم نقش دولت «کیرپاند» در با هم آمیزی فرهنگ های آسیای میانه
- عزیز آریانفرشاهنشاهی پنج صد ساله تاجیکی- ایرانی کیرپاند در مرزهای باختری چین
- حامدعلمیرساله روزشمار وقایع افغانستان از سال 1747 الی اخیر سال 2010
- نوشته کریم پوپلظهور وزوال اردوهای افغانستان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش دوازدهم وپایانی
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش 11
- گزارشگر از زبان انگلیسی به پارسی صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دوران تیموریان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش دهم
- سرلوڅ مرادزیلندن کې ډيورند جرګه د پنجاب پر سر کلک ګوزار
- تهیه کننده:امان معاشر نامه ی خواجه حافظ شیرازی برای امیر تیمور
- عبدالصمد ازهرخود کشی یا قتل بخش نهم
- محمدنبی عظیمی لحظاتی با ازهر بزرگوار
- محمدنبی عظیمی آیا روزی تاریخ حــــرب کشور ما نوشته خواهد شد؟
- عبدالصمد ازهر اسرار مرگ میوندوال بخش نهم
- ازهر عبدالصمداسرار مرگ میوندوال بخش هشتم
- محمد همایون سرخابی شهر غلغله در ماتم نبود بودای بزرگش هنوز میگرید
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوالبخش هفتم
- محمدنبی عظیمیتا لحظهء انــــتقال مسؤولیت
- گزارش از انگلیسی به پارسی صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دوران تیموریان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش ششم
- اسدالله جعفریآیاافشار باردیگر تکرار خواهد شد؟
- سید عبدالقدوس «سید»جنگ افشار
- خلیل الله سکندریواقعیت های پنهان در ماجرا های عیان افغانستان
- محمد همایون سرخابی نگاه مختصری پیرامون زندگی پرافتخار ظهیرالدین محمد بابر
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش پنجم
- محمد عالم افتخارسید جمال الدین افغانی ؛ اَبَر انسانی که از نو باید شناخت !
- سرلوڅ مرادزی پاچاخان د بهرنیو پوهانو په نظر کې
- صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دور تیموریان
- میرعنایت الله سادات نظری بر موافقتنامه ای دیورند
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا قتل؟ بخش چهارم
- نویسنده : مهرالدین مشیدامریکا و بازی بزرگ در کشوری که دشنۀ مقاومت گلوی هر مهاجمی را شگافته است
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا مرگ بخش های دوم و سوم
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزاد آمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی به افغانستان
- ا. م. شیریبمناسبت زادروز استالین
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا مرگ
- نویسنده: ولادیمیر پلاستون ببرک کارمل تا آخرین نفس های خود به حقانیتِ راهی که خود انتخاب نموده بود باور داشت
- ع.رستمی ببرک کارمل نماد وحدت!
- ر. حسنهفته اول دسامبر یاد آور روز های فقدان دو شخصیت مبارز نستوه کشور
- نوشته از ع. بصیر دهزادبخاطر 14چهاردهمین سالگرد وفات شادروان ببرک کارمل
- عبدالو کیل کوچی گرامی وجاویدان باد نام وخاطره تابناک زنده یاد ببرک کارمل
- عبدالو کیل کوچی چهارمین سالروز وفات زنده یاد محمود بریالی را گرامی میداریم
- احمدشاه سرخابییادی از جاودان یاد ببرک کارمل و برادر و همرزم فقید ش محمود بریالی!
- سرورددیورند کرښه دتکړه پوهانو وځیړ نو ته ضرورت لري
- عزیز آریانفردرنگی بر سر نام کشور ما- افغانستان
- عزیز آریانفرراز نهانی نامه دوست محمد خان به نیکلای یکم- امپراتور روسیه
- عزیز آریانفرآیین نامه داخلی انقلابیون جوان افغان (جوانان افغان)
- شباهنگ راددر یادمان کمونیست رزمنده «ارنستو چه گوارا»
- دکتر بیژن بارانکوچ آریاییها از شمال خزر
- سرلوڅ مرادزی د تاریخ پاڼه : کوز پښتانه او د افغانستان خپلواکي
- سليمان راوش تجاوزانگليس ، روس و امريکا بر افغانستان يا يک دروغ بزرگ
- اکادمیسن دستگیر پنجشیریحملات بر نیروهای چپ و پیامد های آن
- عزیز آریانفرگستره «اروآسیای میانه بزرگ»
- احسان لمر یادی از خانوادهء ناظر صفر
- داکتر . و .ع . خاکسترفراز های از زند ه گی یهودان در افغانستان
- نوشته صدیق رهپو طرزیتمدن «سند ـ هلمند» آغاز گر تاریخ ما
- انجنیر زلمی نصرت مهمندافغانستان د«جواهر لعل نهرو»له نظره!
- لیکونکی : نجم الدین « سعیدی »دعلامه دوکتورمحمد سعید « سعید افغانی»د «۲۵» تلین په ویاړ !
- سيد احسان " واعظی"تمدن های آريانای کهن و خراسان باستان
- آصفه صبابه مناسبت سی امین سال شهادت شاد روان محمدطاهربدخشی
- عبدالوکیل کوچیفرخنده باد چهل و پنجمین سالگرد تاسیس حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، حزب قهرمانان وشهیدان !
- مرادزیستر پاچا خان : ملي هویت ، خپلواکي ، ملي ژبه او تعلیم
- علی رستمی چهل وپنجمین سالکرد حزب دموکراتیک خلق افغانستا ن را گرامی داشت !
- داود کرنزی بمناسبت سومین سالگرد وفات رفیق بریالی
- یعقوب هادینام و نیکوئی های رفیق ببرک کارمل جاودان باد
- سید احسان واعظی شخصیت نام اوری که باتاریخ زیست
- ترجمه و تحشیه از خلیل وداداز انقلاب اکتوبر تا انقلاب ثور
- سيد احسان " واعظی"تمدن هاي آرياناي كهن و خر اسان باستان
- احسان واعظی جايگاه والا و ارزشمند فيض محمد کاتب هزاره دربازتاب رويدادهای سياسی و تاريخ نگاری کشور
- رحمت اله رواند سنبلی نهمه نیټه د پښتنو اوبلوڅو د پیوستون د ورځی په یاد
- مرادزئ د وږي ۹ مه د پښتونستان ورځ
- نوشته : میرمحمد شاه "رفیعی"آرزوهای فراموش ناشده شهدای به خون خفته
- صديق وفا لويَه جَرگه ها ونقش ارزشمند آن در ساختار اجتماعی- سياسی وقانون گذاری افغانستان
- صديق وفا لويَه جَرگه ها ونقش ارزشمند آن در ساختار اجتماعی- سياسی وقانون گذاری افغانستان
- پژوهش: ظاهردقیق ماسترعلوم سیاسیحکومت مجاهدین(!)وبرکناری نقابهای تقدس آنان
- محمد عوض نبی زا د ه سی ومین سالروز شهادت علامه محمد اسمعیل مبلغ فرخنده و گرامی باد
- دکتورخلیل وداد (بارش)خاطرات مهندس هُلندی فان لوتسنبورگ ماس
- محمد عوض نبی زا دهدرويش علي خان هزاره اولین نایب الحکومهءهرات دردولت درانیها
- میرعبدالواحد ساداتسخنی چند پیرامون شخصیت والای غبار
- محمد عوض نبی زا ده بنیادعلیخان هزاره مبارزهمیشه درسنگرو یکی ازمدافعین راستین استقلال کشور
- محمد عوض نبی زا دهشیرمحمدخان هزاره جنگاورقهرمان و یکی از فاتحین اصلی معرکهءمیوند
- ترجمه و تحشیهء دکتور خلیل وداد نخستین مداخلهء نظامی شوروی به افغانستان
- سیدحسن رشاددو یاد و دو خاطره
- گزارنده به دری: عزیز آریانفرافغانستان در مراحل نخست توسعه مستقل (سال های دهه 1920)
- محمد عوض نبی زا ده میر یزدان بخش بهسودی نماد ازایمان و مقاومت ،قربانی توطیه و پیمان شکنی
- محمد عوض نبی زا د ه یکصد وپا نزدهمین سا لیا د شهادت میرمحمدعظیم بیگ سه پای
- نسیم جویا جویاــ پرچم شجاعت و نبرد مردم افغانستان به خاطر ازادی,عدالت وترقی
- محمد عوض نبی زا دهچهل و سومین سا لگرد وفات زنده یاد برات علی تا ج یکی ازپیشآهنگان ، نهضت مشروطه خواه و دموکرات گرامی باد
- محمد عوض نبی زا دهیکصدوپنجمین سال تولد فرقه مشرفتح محمد خان میر زاد یکی از پیش قراولان جنبش مشروطیت کشور فرخنده باد!
- محمد عوض نبی زا دهبیست و ششمین سا لیا د وفات محمد ابراهیم گا و سواریکی ازپیشگامان نهضت دهقا نی وضد استبداد گرامی با د!
- جنرال محمد یاسین امیریهشتاد سال از تولد ببرک کارمل شخصیت استثنایی تاریخ معاصرکشورمی گذرد
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- محمدعوض نبي زاده نقش و مقام مردم هزاره دردولت و جامعه طی دوونیم قرن اخیر
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟(قسمت ششم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- مشعلشخصيتي که با تاريخ عمر خواهد کرد
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت پنجم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت چهارم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- محمدعوض نبی زاده یادی ازمبارزقهرمان عبدالخالق شهید
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)تاريخ سخن ميگويد: چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ )قسمت سوم (
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت دوم )
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)تاريخ سخن ميگويد: چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- دپلوم انجنیر خلیل الله معروفی جوانمرد لک بخش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- نصرت شاد يادي از “ مولانا “ ملانصرالدين !
- محمدعوض نبی زاده معرفی مختصریکعده ازمبارزین شاخص مردم هزاره درجنبیشهای ضد استبدادی و استعماری
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- ويرايش وگردآورنده جانبازنبردنخستين سلطنت يک زن ازسلاله غزنويان در جهان اسلام
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- ظريفيبه بها نهء هشتا دهفتمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان
- آتوسا سلطان زاده فيلسوفاني كه پيامبر شدند !
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- دوکتور.م. پکتیا وا ل بمنا سبت هشتا دو هفت مین سا لګر د استر دا د استقلا ل ملی افغانستا ن
- محمدعوض نبی زاده هزاره جات یا هزارستان ازدیدگاه ونظر مورخین
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- نصرت شاد توماس هابس متفكر و فلسفه سياسي دولت
- عليشاد لربچه ژان ژاك روسو
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- عليشاد لربچه زنون ؛ اهل كيتون
- نوشتهء: زمری کاسی شناسنامهء يکتن ازمشروطه خواهان، يک مبارز گمنـــام و افشای يک ترورسياسی ديگر؛
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پرشوردرمورد هفت وهشت ثور
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پر شوردر مورد هفت وهشت ثور
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پرشور در مورد هفت و هشت ثور(بخش شـشم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- جليل پرشور در مورد هفت وهشت ثور بخش چهارم
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- جليل پرشوردر موردهفتم وهشتم ثور
- جليل پرشوردر مورد هفتم وهشتم ثور
- جليل پرشوردر موردهفتم وهشتم ثور
- سراج الدین ادیبروز جهانی کارگر وتشکیل سازمان بینالمللی کار
- سراج الدین ادیب جهان در آیینه ء رویداد های تاریخ (اول تا 31 می )
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمد وليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمد وليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمدوليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- کريم حقوقابونصر فارابي ارسطوی شرق
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش سوم
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش دوم
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش نخست
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رضا شادابهویت قومی هزاره ها و سادات هزاره
- ارسالي آرش فروزی با مبارز آتشين راه نجات مردم داکتر محمودی آشنا شويم
- سراج .اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخ
- دوکتورمحمد شعيب مجددیمسابقه تير اندازی در زمان تيموريان هرات
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش سوم
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش دوم
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش نخست
- اسکاریحسن صباح وجنبش اسماعيليه
- دستگيرصادقيغارت ميراثهای فرهنگي و تاريخي
- صباحچگونه ابوریحان بیرونی قاره آمريکا را کشف کرد؟
- داکتر وفاهوشی مین مردی که تاريخ را رقم زد
- صباحاولين سفير زن درتاريخ کابل زمين
- صباحگوشه ي ا ززندگي جاودانه مرد خراسان
- استادصباحابوالفضل بيهقی مورخ امپراتوري غزنويان
- سراج الدين اديببمناسبت 86 مین سال استقلال افغانستان
- تهيه و تدوين از بصيرشررتاريخ ، آزادي ،صلح واستقلا ل
- عينيسيرتاريخي فاجعه ملي ومجرمين جنگي
- رسالتروزا زن بحث انگيزتاريخ
- استادصباحميمنه د راورا ق تاريخ
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحچهل سال اسماعیلیه بعد از وفات حسن صباح
- استادصباحتاريخ عمومي اسماعیلیه هاواوضاع خراسا ن
- نبشهءايشرداسالاحمدالله هندوی افغانستانیم؟!
- تهيه و ترتيب از اشرف بهروزفشرده اي از تاريخ فرانسه
- انجنيرغلام سخي ارزگانيبه بهانه يي گرامي داشت از روز جهاني مادر
- ارسالي جواد نصريانزن در آنسوي تاريخ
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحيعقوب ليث صفاري مرد خرد وپيکا ر
- ارسالي صيقلرويدادها ي تاريخي
- ارسالي بنفشه ميتراآخرين تغييرات سياسي جهان در دهه پسين سده دوهزار عيسايي
- ارسالي فرحت شکوهمندگفتار بزرگان
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- ارسالي بنفشه ميترامجموعه ای از دانستنی ها
- گردآورنده وتلخيص استادصباحسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحگسترش فرقه اسماعیلیه در قرن اخیر
- نسرین مفیدردپای زن افغان در تاریخ
- نسرين مفيدهشتم مارچ روز جهاني زن در پهنای تاريخ
- ارسالي محبوب شاملعقايد اسماعيليه
- ارسالي ميلاد بهزادتاریخچه کتاب و کتابخانه در عهد با ستا ن
- ارسالي نسترن نيلابمروري برآيين کا تو ليک
- ارسالي شامل سالارد رمورد زرتشت و زرتشتیا ن چه میدانیم؟
- ارسالي فريدون کيومرثمهاتما گاندی منجی صلح وپيام آورآزادي
- ارسالي بکتاش نهيردرباره اصطلاح شيعه
- استاد صباحکمي ازحقا يق ناگفته وتاريخي سرزمين خراسان
- ارسالي جواد نصريانتاريخ ظهور و مؤسس مذهب معتزله
- ارسالي اميد برهاناهل حديث و حنابله
- ارسالي جواد نصريانوهابيت چگونه بوجودآمد؟
- استاد صباحتاريخ مذ هب اسماعيليه
- ارسالي دانش آرزوتاریخ اروپا
- ارسالي اميد آهنگربابل درکجا واقع بود؟
- ارسالي جواد نصريانپنج دهه از تصویب اعلاميه جهاني حقوق بشر ميگذرد
- ارسالي اميد آهنگرامپراتوری اسکندر چه وسعت داشت ؟
- ارسالي عمران مهربانچه نيرويي ملتها را به حرکت در مي آورد؟
- ارسالي ميلاد دوستچه کسی می تواند تاریخ بنو یسد؟
- ارسالي مشهيد مهوشبِنِدِتو كروچه
- ارسالي اميد آزموننظرمن در باره تاريخ
- ارسالي مشهيد اميلسا ما نيان
- ارسالي داکتر بصيرجنگ نفت
- ارسالي احمد منصور آگاهنهروآزاده مرد آزادي
- ارسالي وليد نصرياندرتاريخ ا مريکا چه گذشته است؟
- استاد صباحلحظه يي دردهليزهاي تاريخ
- ارسالي سالار هوشمندبه بها نه، سالروز ترور مهاتما گاندی
- ارسالي داکتربصيرتاريخ و هويت ملي ما
- ارسالي شامل صباحلحظه يي با تاريخ
- دستگير صادقيگراميداشت از مبارزات قهرمانانهً مردم با شهامت افغانستان در حفظ استقلال کشور