ډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

          

لومړۍ برخه :

 د ډیورڼد د تپلې او استعماري کرښې د ماتولو او د لوی افغانستان د بیا احیا په لار کې د برتانوي هند او له هغه روسته د برتانوي پاکستان او نورو بهرنیو دوښمنانو او رقیبانو له ډول ډول چلوټو او خنډ ونو سربېره، د لوی افغانستان په دننه، د ډیورڼډ کرښې په دواړو غاړو داسې کسان هم وو او شته چې یا په ښکاره ددې ملي داعيی په مخالفت کې  ولاړ وو، یايي زړه نازړه او پریوتي دریځ درلود او یا يي په دولت کې په غوښن واک سره د هغې  په وړاندې د پنځم ستون رول لوبولی دی !

د ډیورنډ کرښې له تپلو روسته، په تېرو ۱۱۹ کلونو کې، یوخوا ددې کرښې په ماتولو کې موږ د هیواد د ریښتینو زامنو له سرښندنو او ځان تېریدنو سره مخامخ  یوو چې د هغوی میړانه، زموږ د راتلونکې لارښود ده او بلخوا د رنګارنګ دوښمنانو او ملي ضد سیاستونو او دریځونو سره اشنا یوو چې له هغو څخه باید زده کړه وکړو او په راتلونکې کې په دې اړه خپله هوښیارتیا له لاسه ور نکړو!

په دې لیکنه کې هڅه کیږي، د لوستونکو حوصلې او زغم ته په پام د یادو شویو مطالبو په اړه یو لنډه کتنه وشي :

 تر ټولو لومړی د دولت یو شمیر لوړپوړي چارواکي، دیپلوماتان ،سیاستوال او لیکوال په دې خبرې پورې نښتې وو او اوس هم نښتي دي چې د ډیورنډ د تپلې کرښې کوزه غاړه تر اباسین پورې دې د پاکستان په چوکاټ کې دننه، یوه خود مختاره سیمه وي او یوازې داسې خود مختاري د کوزو افغانانو لپاره کفایت کوي. دوی ددې پرځای چې کابل کوزو افغانانو ته د راټولیدو د مرکز پوګه ور په ګوته کړي، په حقیقت کې په داسې پریوتي دریځ سره، پنجاب هغو ته د راټولیدو د مرکز په توګه ورپيژني! 

خو کله چې څوک په دې اړه د دوی دلایل لولي او څېړي، دوی دغسې پریکړه د ډیورنډ کرښې د دواړه غاړو د پرتو ولسونو د غوښتنې او ملي ګټو پر بنسټ نه بلکې سیمه یزه او نړیوالو حالاتو ته د پام تر پلمې لاندې، وړاندې کوي. دوی غواړي، وځلوي چې که چیری دوی په صفا ټکو کې او په پوره وضاحت د ډیورنډ کرښې د ماتولو او د لوی افغانستان د بیا احیا غوښتنه وړاندې کړي ، د برتانوي پاکستان او د هغه د نړیوالو ملاتړو له ګواښ سره به مخ شي، نو له دې ډاره ، ښه دا ویني چې د خپلې ځمکې له دعويي تېر شي او یوازې خپلې کوزې خاورې او خپلو خلکو ته د پاکستان په چوکاټ کې د خود مختارۍ په غوښتنه بسیا وکړي !

د پورته سیاستونو د روښانتیا لپاره به دلته د سید قاسم رښتیا له کتابه چې« خاطرات سیاسي سید قاسم رشتیا ،۱۳۱۱ ( ۱۹۳۲ ) تا ۱۳۷۱ ( ۱۹۹۲ ) »  نومیږي، د بېلګې پتوګه یوه برخه رانقل کړم . نوموړی لیکي : 

« هنوز یک هفته از بازګشت ما از شوروی نګذشته بود که جنګ عظیمی بین پاکستان وهند اغاز ګردید که دنیا را تکان داد . اما برای افغانستان ازهمه بیشتر تشویش انګیز بود زیرا از یک طرف عناصر رادیکال و هوا خوا پشتونستان این پیشامد را به حیث یک شانس تاریخی جهت عملی کردن پلان تاسیس افغانستان بزرګ تلقی میکردند و ازطرف دیګر عقل سلیم و مقتضیات سیاست بین المللی و از هم ګذشته انګیزه های اسلامی و افغانی حکم می کرد که افغانستان از چنین موقع درګیری واختناق پاکستان برای مقاصد سیاسی استفاده نکرده وبه اصطلاح از پشت سر به حریف خنجر حواله نکند . صفحه ۳۴۳ »

د نوموړی لیکوال په پورته پراګراف کې څو خبرې د زیاتې پاملرنې وړ دي : لومړی دا چې د پښتونستان په اړه رادیکال او هواخوا عناصر له دغه تاریخي چانسه ګټه وا نخلي او خپله داغوښتنه چې لوی افغانستان دې جوړ شي، پلی نه کړي او بله دا پاکستان چې د جګړې په سختو شرایطو کې ښکېل دی د افغانستان لخوا د پورته هدف د لاسته راوړلو لپاره ، تر ګواښ لاندې را نه شي. بلخوا دلته چې نوموړی د « اما برای افغانستان » نوم اخلي او د هغه په استازیتوب کومه خبره کوي ، په حقیقت کې خپله او د خپلې ډلې خبره کوي او خپله غوښتنه عملي کول غواړي، که نه دده په اصطلاح هغه رادیکال کسان هم چې لوی افغانستان غواړي، افغانان دي ! 

د پورته اندیښنو له کبله سید قاسم ریښتیا زیاتوي :

« از همه ګذشته نباید فراموش کرد که پاکستان یک کشور مسلمان وحریف ان هندوستان است و افغانستان با این عمل خود نه تنها عنعنات ملي و باستاني خود را زیر پا میګذارد ، عنعناتی که هیچګاه حمله از پشت سررا بر حریف مجاز نمیداند، بلکه برعلاوه با درګیری یک کشور مسلمان با یک کشور غیر مسلمان در حقیقت به کشور غیر مسلمان اعانت مینماید که چنین عمل بی سابقه هیچګاه از طرف کشورها وملت های اسلامی بخشیده نخواهد شد ، ودر صورتیکه این اقدام موجب غلبه کشور غیر اسلامی ګردد .

این لکه خدای نخواسته همیشه به دامن کشور وزمامداران امروزه ان باقی خواهد ماند . روی این حقایق می خواهم توجه رفقا را به این نکته جلب نمایم که در اتخاذ تصمیم دراین مرحله تاریخی از نهایت احتیاط و واقع بینی کار ګرفته زیر تاثیر احساساتی که همه در ان شریک میباشیم قرار نګیرند. بالمقابل پیشنهاد من اینست که با استفاده از این فرصت به جای تهدید ، از حسن نیت وهمدردی خود به حکومت پاکستان اطمینان داده و ضمنآ تفاهم ان هارا در قضیه پشتونستان  وحل مسالمت امیز این یګانه اختلاف بین دو کشور مسلمان به مقصد نزدیکی و همکاری همه جانبه اینده تقاضا نمایم وهر وعده که دراین فرصت در زمینه از طرف انها ابراز شود مارا یک قدم بسوی مقصد نزدیکتر خواهد ساخت ویقین دارم که ملت پاکستان هم ازین ژست بزرګ منشانه ما در اینده تقدیر خواهد نمود . صفحه ۳۴۳ و۳۴۴ »

په هغه شرایطو کې د ډیورڼد د تپلې کرښې د ماتولو او د لوی افغانستان د بیا احیا د مخنیوي لپاره او د پنجاب په ګټه ، په افغان دولت کې پنځم ستون، د داسې کسانو او همدغسو طرحو په وجود کې کار کاوه . داسې کسانو افغان دولت ته چې په دې غوښتنه کې خپله هم لټ او سست وو او څرګند دریځ يي نه درلود، سلا او مشوره ورکوله چې که وخوځیږي او حرکت وکړي ، د ګټې پرځای به ګوندې لویه تباهي رامنځته شي او د خپله ډارنو او یا سیاسي ځانګړو ملحوظاتو له مخې چې له چا پټ نه دي، په داسې مشورو يي ددې ملي داعيي د پلیتابه مخه نیوله . که نه مناسب شرایط چې داسې کسان يي هر وخت طرحه کوي، څه ته وايي ؟ د دوښمن په وهلو کې مخ او څټ څه وايي ؟

نن هم په دولت کې پنځم ستون، د جمعیت او نظارشورا او د پنجاب د نورو ګوډاګیانو په وجود کې ، نه یوازې ددې ملي غوښتنې بلکې د افغانانو د نورو ملي ګټو او غوښتنو په وړاندې لوی خنډ او له پنجابي اصلي دوښمن څخه کم خطرناک او مضر نه دی ! 

د پاکستان په چوکاټ کې کوزو افغانانو ته د خودمختارۍ د پوچې ادعا ترڅنګ ،په دې ډله کې هغه کسان هم راځي چې د ډیورند د تپلې او استعماري کرښې کوزه غاړې ته ( اوسیدونکي او ځمکه ) چې د افغانستان له وجوده بېلې شوي، د تش نوم په غوره کولو او نومولو کې بند پاتې شوي او یا ډېره موده  په نوم پورې نښتي وو.

د دې ډلې هڅه دا وه چې ځانونه یوازې په داسې نومونو لکه صوبه سرحد ، پښتونستان ، افغانیه او یا پښتونخوا بوخت وساتي او نورو ته يي هم د سپيڅلې مدینې په نوم وځلوي. خو لویه تېروتنه هم له دې ځایه اوبه خوري چې خبره ټوله یوازې ددې سیمې په نوم راوڅرخي او ددې ملي مسلې اصلي ماهیت ته توجه ونه شي !

یوځل بیا سید قاسم رښتیا، نوموړی د خپل کتاب  په ۵۸ مخ کې وايي « در ابتدا حتی نامی برای نهضت ازادي خواهی پښتونها وجود نداشت . وقتی که موضوع بالا ګرفت ،مطبوعات هندی نام « پټانستان » را برای این حرکت در نشرات خود تجویز نمودند. اما در اثر پیشنهاد من، باکمی تغییر نام « پشتونستان » از طرف ما انتخاب و در تبلیغات ما مورد استعمال قرار ګرفت » 

البته په دې برخه کې نه غواړم ټوله ګنا په نوموړی لیکوال یا خبریال ورواچوم ، پر ده سربېره د دولت په مشرتابه کې خورا غټ کسان په داسې تيروتنو او خطاوو کې ښکېل دي چې په تېرو شپيته کلونو کې يي افغانان یوازې په دې نوم تېرایستلي دی. 

که ددې خاورې او د هغې د اوسیدونکو نوم چې د افغانستان له وجوده بېله شوي، هر څه کیږدو او هغه د پاکستان په چوکاټ کې وي او په ټوله کې هغه د پاکستان د شرګډو سیاستونو پر محور راوڅرخي، په حقیقت کې موږ ددې ملي داعيي په حل کې کوم مهم ګام نه دی پورته کړی !

نن خو ددې سیمې نوم پښتونخوا دی، که ټوله خبره په نوم وي بیا خو نن ستونزه حل شوې ده !

موږ ددې بېلې شوې ټوټې په نوم نه یو نښتي، بلکې زموږ غوښتنه دا ده چې دا بېله شوې ټوته د افغانستان خاوره ده او موږ په ټوله کې افغانستان سره ددې جلاشوې خاورې او د هغې د اوسیدونکو د بېرته یوځای کېدو غوښتنه کوو. د ډیورنډ کرښې نه منل، تر اباسین پورې یوازې ددې کرښې د کوزې غاړې د سیمې په نوم پورې نه خلاصه کیږي بلکې د هغې بېرته الحاق ددې ټولې ستونزې پر سر کې ځای لري .

کټ مټ لکه ختیځ او لویدیځ جرمني  چې بېرته یوځای شول!

هلته لویدیځ جرمنی، د ختیځ جرمني په نوم پورې نه وو نښتی بلکې هغه سره په بېرته یووالي پورې نښتي وو. البته جرمنی پوهیده چې هغه مهال د دواړو جرمنیو بیرته یوځای کیدل ګران وو، خو جرمنان زړه نا زړه نه شول، له خپلې غوښتنې لاس پرسر نه شول او د بیا یووالي غوښتنه يي تل په صراحت سره بیانوله او هم يي وخت ته انتظار وکیښ !

بلاخره پخپل روښانه دریځ او هدفمن انتظار بري ته ورسیدل او دواړه جرمني ولسونه او خاوره سره بېرته یوځای شول .

داسې د چین او هانګانګ ستونزه هم درواخله . چین هیڅکله هم له خپلې دعوې تېر نه شو ، البته مناسب وخت ته يي انتظار وایست .

دلته مناسب وخت ته د انتظار او خپلې دعوې څخه د تېریدو تر منځ توپير ته باید پام وشي او هغه دواړه، یوشان ونه ګڼل شي . موږ باید خپله موخه ، غوڅه او څرګنده بیان کړو، خو که د پلیتابه وخت يي نه وي رسیدلای، باید یوڅه انتظار وباسو !

له دې کبله که موخه روښانه نه وي او هغه د محبوبې په قلا کې راایساره کړو او ددې یا هغه سیاستوال او لیکوال په اند توګې او تر ټوله عجیبه د شاعر، په تشبیه او استعارې پورې يي وتړو، بیا نو موخې ته رسیدل ګران دي او هغه نه شو ترلاسه کولای !

همدارازد ډیورنډ کرښې په اړوند زموږ بله لویه ستونزه دا ده، چې موږ موخه او وسایل سره ګډوو او بیا کله کله په کوچنیو خبرو پسې ګرځو او اصلې موخه راڅخه پاتې وي . کله چې موږ لروبر ټول افغانان په یوه غږ او یوه خوله دا منو چې، ډیورنډکرښه ، تپلې او استعماري کرښه ده او یوه افغان ته د منلو نه ده ، تر اباسین پورې د لوی افغانستان خاوره ده او بیرته باید افغانستان سره یوځای شي، نو موخه روښانه شوه . اوس باید دولت او ملت دواړه د داسې روښانه دریځ د پلیتابه لپاره په وسایلو پسې وګرځو .

وسایل په عمده لحاظ په دوه برخو ویشلای شو : خبرې اترې ، عدم تشد د ، په سیمه یزه او نړیواله کچه دیپلوماسی او دې ته ورته اقدامات او دوهمه  د زورخبره او د جګړې لار .

موږ باید دواړه وسایل په پام کې ولرو خو لومړۍ وسیلې ته په دوهمه هغې، لومړیتوب ورکوو . دا د منلو وړ ده چې نن موږ زور نلرو او زور د پرنسیب له مخې، زموږ لومړۍ وسیله هم نه ده ، باید د عدم تشدد او دیپلوماسۍ له لارې خپلې ټولې شونتیاوې وکاروو. خو پوښتنه دا ده چې له زور پرته، ایا په دې بل ډګر کې موږ افغانانو د خپلو ټولو شونتیاوو څخه ګټه اخیستې ؟ لومړی خو زموږ غټه ستونزه داده چې خپله موخه او دریځ روښانه نه بیانوو او بیا د وسایلو په ډګر کې هم هغه څه چې مو لاس کې دي او کولای يي شو، څنګه چې ښايي، هغه سرته نه رسوو !

د ستونزې غټه برخه، موږ خپله افغانانو پورې تړلې، موږ افغانان که وغواړو په دواړو ډګرونو کې مخې ته تلای شو ، دیپلوماسي هم کولای شو او که وغواړو زور وکاروو، سبا زور هم کارولای شو .

د زور غټه برخه د افغان ولس خبرتیا ، پوهونه او سمبالتیا ده . که دا دنده په ښه شان مخې ته یوسو، د زور دوهمه برخه چې جنګي وسایل دی هم ترلاسه کیږي.

د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۲۶ مه

 


November 27th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی