روستۍ برخه :
اصلې ستونزه دا ده چې د ډیورڼډ کرښې د تاریخي اوحقوقي شالید ، د کوزو افغانانو د راتلونکي برخلیک او د افغانستان د ختیځ سرحد په تړاو، په تیرو ۱۱۹ کلونو کې، بېلا بېل تاویلونه راغلي او د یوه واحد دریځ پرځای مختلفې طرحې او تګلارې وړاندې شوي دي . په تېرمهال کې افغان دولت او بلخوا د افغاني ټولنې مختازو او مخورو کسانو لکه څنګه چې پکار وه، خپل نظریاتي اوعملي فعالیتونه، ددې ملي داعيي په ریښتیني حل کې نه دي همغږي کړي او غوڅ دریځ او واحده ستراتیژي نه ده رامنځته شوې اوپلې شوي!
له بده مرغه نن هم موږ ددې ملي داعيي د مونډیز حل لپاره د دولت په کچه، واحده ستراتیژي نه وینو چې د هغې تدوین او پلیتوب ته ریښتیني اړتیا لیدل کیږي . دا راز یو شمیرافغان مختازي هم دې ملي مسلې ته د یوې څانګیزې ستونزې په سترګه ګوري، په دې برخه کې هغه څه چې خپله يي ترسره کړي او هم د هغې پلیتابه ته افغان دولت وهڅوي او تر فشار لاندې يي ونیسي، پاملرنه نه کیږي . بل پلو یو شمیر افغانان ددې او حتی د نورو ملي ستونزه ډېره برخه د بهرنیو پر اوږو وراچوي اوهڅه کوي د خپلې برخې مسولیت څخه په دې او هغه پلمه، ځان ته تیر کړي . بهرنیان ، سیمه یز او نړیوال مخالفین او دوښمنان به هر څه غواړي خو دا موږ خپله افغانان یوو چې په بېخبره او یا باخبره توګه ، ځان ته د ستونزو په رامنځته کیدو کې د هغوی د لاس اله ګرځو .
د ډیورنډ کرښې یادو ستونزو ته په پام ښه به داوي چې د کوزو افغانانو د نظر جاج هم واخلو. په دې برخه کې غواړم د درنو لوستونکو پام د کوزو افغانانو د ملي مشرارواښاد عبدالولي خان، هغه مرکې ته راواړم چې کابل کې يي له عبدالغفور روان فرهادې سره، کړې وه. البته دې مرکه کې چې څه مهم دي هغه د ډیورنډ کرښې پر محور د پرتو ستونزو په اړه، د ولي خان د نظر او دریځ څخه خبرتیا ده چې ښايي ډیری افغانان ترې، تر اوسه خبر نه وي . دغه مرکه کټ مټ د ولي خان په سبک د هغه له کتابه راکاپي شویده .
د روان فرهادي صاحب سره مرکه :
« په دې سلسله کښې یوه واقعه بیانول زه ضروري ګڼم- باچا خان چې افغانستان کې ؤ- نوزهٔ او زمونږ واړهٔ اوبچي به داسې وخت په وخت د بابا د لیدو دپاره کابل او جلال اباد ته تللوــ زما په دنیا کې یو شوق دی- او هغه ملکونه کتل- په دې سلسله کښې ما د لندن او کابل ترمنځه دا سفر د وچې په لاره څلورپنځه ځله کړی دی- زما ټبرنسیم به راسره وه- یوځل همداسې د لندن نه پیښورته راتلو په لاره موږ په کابل کې د بابا سره اټال شو- دوه ورځې پس د کابل په ښارکې د پښتونستان د ورځې دستوره - جشن ؤ- خوشحالۍ وې- اتڼونه وو- موږ هم د دغه ټنګ ټکوراو اتڼونوتماشې له تللي وو، ناست وو- لاسونه موپړقول- چې دې کښې هلته روان فرهادي صاحب راغی- او د وزات خارجه یو بل غړی کرزی هم ورسره ؤ- زه بیا دومره دافغانستان په اندروني سیاست او د مختلفو افرادو په حیثیت رسوخ او پورته رسیدو په ذریعو وارد ؤم- روان فرهادی صاحب دهغه حیثیت- چې باچا خان خو په خپل ځایٔ ؤ- ولې دهغې نه لاندې دی کښینولو پاڅولو او اقتدار ورکولواو اخیستلو کښې یې لوی لاس لرلو ماته ئې وې ولیخانه !ٔ ښه ده چې کابل ته راغلې – زما خو تاسره یو څو ډیرې ضروری خبرې دي- ما وې زه لا دلته یو څو ورځې اټال یم – چې کله وائی اوکوم ځای وائی – نو هغه وخت به هغه ځای کښینو- وی نا- زه خو نن بیخی فارغ یم ما ورته وی فرهادی صاحب! تاته معلومه ده چې زه دوه درې ورځې کیږي – چې د لندن نه د وچې په لاره راغلی یم- او قابو یوه میاشت می هره ورځ موټر چلولی دی- ستړی او ستومانه یم او د ستومانۍ د لری کولو له پاره دې سندرواو اتڼونو ته ناست یم – نو چېرته بل وخت به وټاکو ــ ولې فرهادي صاحب په دې کلک ؤ- چې نن څه چې اوس خبرې کوه- موږ یوطرفته شو- نو روان فرهادي صاحب ګویانه شو- ماته وايي ولیخانه ! موږ کتل چې د بابا ( باچاخان ) عمر زیاتیږي او هغه ضعیفه کیږي – نو د پښتونستان د مستقبل فکر به واخیستوچې خدای ج د بابا له ډیرعمر ورکړی – خو که سباله نه وی نو بیا به څهٔ شي- نو بیا مو چې ته ولیدې او ستا سیاسي جد وجهد مو ولید – نو مونږ ایله سا واخیستله – چې ځه که خیر وی د بابا یو سیاسي وارث شته – چې دا مقصد به سرته ورسوي – ولې تاخو موږ ډیر مأیوسه کړلو- تا خو اوس پښتونستان پریښود او د ټول پاکستان سیاست ته دې مخه کړله (د روان فرهادي صاحب اشاره دې ته وه – چې زه دغه وخت د ټول پاکستان د نشنل عوامی پارټۍ صدر منتخب شوی وم ) نو اوس خو ته د پنجاب ، سند، بلوچ او آن چې د بنګالی د حق دپاره هم جنګیږې- نو د دې خوار پښتون به څهٔ شي؟ او پښتون څه چې د دې پښتونستان به څه شی؟ ما ورته وخندل – ماوې روان فرهادي صاحب ډیر خوشحاله په دې شوم – چې دپښتونستان ذکر دې وکړو- ولې چې زه دهرچانه دلته تپوس کوم – چې تاسو دا پښتونستان څهٔ ته وائی- تر دې حده چې چا پوره تسلي بخش جواب را نهٔ کړو- نو دا سوال ما په باچا صاحب وکړو- چې ستاسو مفهوم د پښتونستان نه څهٔ دی- او دابه څنګه حاصلیږي- نو هغه هم جواب را نهٔ کړو- وې ته لاړ شه او صدراعظم صاحب سره خبره وکړه- نو ماوې هغه وخت هاشم خان میوند وال صدر اعظم ؤ- نو زه هغه ته لاړم – هغه هم څه پوره خبره ونکړله – دومره خو زه هم ناپوهه نه وم چې د کوم سوال جواب باچا د ملک نهٔ ورکوی – نو صدر اعظم دهغې څهٔ جواب وکړی- نو زهٔ نن ځکه خوشحاله شوم – چې ستا غوندې په حقیقت کې زمه وار او با اختیاره افسربه ماله ددغه سوال ځواب راکړي – فرهادي صاحب خو زما نه په دې ځان خلاص کړو – چې دا نعره خو د کښته نه ستاسو د اړخه راغلي ده- نو ددې خپل سوال ځواب خو به تهٔ کوې ماوې ښه ده- ځه دهمدې نه به ېې شرو کړو- ماوې دا نعره خو موږ هغه وخت پورته کړیوه- چې کله دهندوستان د تقسیم فیصله وشوله – او پیرنګي حیران شو – چې دې نورو صوبو کې خو مسلم لیک ایلیکشن ګټلی دی – ولې دلته په صوبه سرحد کې خو ایلیکشن خدائی خدمتګارو ګټلی دی- او د روس برخلاف د پیرنګي په بین الاقوامي پالیسی کښې دا صوبه ډیر لوی اهمیت څه چې کلیدی حیثیت لري – خو چې دې صوبې سره څهٔ وکړومشکله ورته هم وه – دلته ددې نه هم ویریدل ولې چې صوبايي اسامبلۍ کې زمونږ قطعي اکثریت څهٔ چې ۲پر۳ اکثریت ؤ نو وې ریفرینډم وکړۍ – موږ ورته وې چې دهندوستان فیصله خو د کانګرس او مسلم لیک ترمنځه شویده او موږ دکانګرس سره تعاون کولو- نو دغه فیصله مونږقبوله کړیده- چې پاکستان جوړیږي – نو دا صوبه پکښې شاملیږی – نو بیا دریفرینډم (استصواب رائی) څه ضرورت دی؟ ولې پیرنګی خو خپل غرض موټي کې نیولی ؤ- او هغه خو د خدايي خدمتګارو دا ذهن ختمول- غوښتل-او شروئی د وزارت نه کوله- مونږ چې پوه شؤ چې پیرنګی په ریفرینډم ټینګ دی نو بیا ورته موږ دا تجویز پیش کړو- چې که پیرنګی په حقیقت کې په پاکستان او هندوستان مطمئن نه وي - او قام له د حق ارادیت ورکولوته غاړه ږدي- نوبیا دې پکښې دا دریم اختیار هم قام ته کیږدي- چې که هندوستان کې شاملیږۍ که پاکستان کې او کهٔ خپله آزاد او خود مختاره مملکت پښتونستان غواړي نو چونکې دغه مطالبه پیرنګي ونهٔ منله - نوموږ دریفرینډم نه په دې وجه بایکاټ (پریکړه) وکړو- چې د هندوستان او پاکستان مسله خو حل ده ــ هسې نورې دا مسلې چیړل نه دي پکار ــ چې پاکستان جوړ شواو باچا خان بیا ائین سازې اسمبلې له لاړ- نو چې هلته ترینه چا تپوس وکړو- چې ستا د پښتونستان نه څهٔ مطلب دی؟ نو باچا خان ورته په ځواب کې ووې - چې اوس پاکستان جوړ دی – پیرنګی مو ځغلولی دی ــ نو داصوبه خو دهغه د سلطنت او راج سرحدي صوبه وه- او د سرحد نوم يي پي ځکه ایښی و ــ چې دا هر پیرنګي بچي ته پته وه ــ چې دا زما د سلطنت د ټولو نه اهم سرحد دی ــ ولی چې ددې نه اخوا روس پروت دی چې هغه زما مونډیزی دشمن دی ــ نو نن خو دا سرحدي صوبه نهٔ ده- نن خود پاکستان ټولې صوبې سرحدي دي- او بین الاقوامي سرحدونه لري- نو مونږ دا غواړو- چې د حاکم کاپر پیرنګي د لاسه چې زموږ په صوبه يې کوم نوم ایښدلی شوی دی نو د هغې افادیت او حیثیت نور ختم دی ــ او پیرنګی چې کوم سازش د پښتون د قومیت د ختمولو دپاره کړی وــ او دايی کوشش وــ چې دغه قومي تشخص ختم کړي ــ نو اوس خو پیرنګی تللی دی ــ نو اوس هم د هغه نه دغه پاتې نوم ولې راپوري دی ــ پکار دي څنګه چې د بنګالیانوصوبې ته بنګال وائي – دپنجابیانو صوبې ته پنجاب، د سندیانو صو بې ته سند هه ــ او اګر چې د بلوچستان صوبه د پښتنو او او بلوڅو شریکه ده ــ خو هغې ته بلوچستان وايي او دا ټولې د پاکستان صوبې دي ــ نوکه د پښتنودې صوبې ته پښتونستان وویلی شي- نو په دې به پاکستان یا اسلام ته څهٔ خطره پیښه شی؟.نو چې څنګه د پاکستان دننه د نورو صوبو خپل نومونه شته ــ نو داسې دې زموږ نه هم د پیرنګي دا ایښی نوم هسې هم په موږ بد ځکه لګي ــ چې موږ من حیث القوم د پیرنګي د غلامۍ نه ځان پخپل همت او توره خلاص کړی دی ــ نو ددغه ظالم او جابر حاکم ایښی نوم راباندې نورهم ډيربد لګي ــ بیا چا سوال وکړو چې دافغانستان سره د تعلقاتو پحقله دې څهٔ خیال دی- نو باچا خان ورته ووې- چې که ستا دا اسلام ما ددې ځای نه زرمیله لرې بنګالی سره په ورورولۍ تړی- چې نه مې ورسره ژبه شریکه ده، نهٔ جامه- نهٔ خوراک څښاک- نه تمدن ــ او صرف یو د مذهب په رشته تړلي یوــ نو چې ته ما د زرمیله لري مسلمان سره ورورکوي ــ نو دا را پورې مسلمان افغانستان سره په ورور ولۍ تاته څه اعتراض کیدلی شی؟ چې ستا په ګز په اسلام راسره شریک دی خو د اسلام نه علاوه په شریک سرحد راسره پروت ، ژبه ، خوراک څښاک ، تاریخ ، تمدن ، ثقافت هرڅه مو شریک دي ــ نو بیا د هغه سره په ورورولۍ تاسو ته څه اعتراض کیدلی شي ؟
نو ما روان فرهادي صاحب ته مخ کړو- چې فرهادی صاحب د کښته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلی دی یو د ریفرینډم د وخت ازاد او خود مختاره مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم بدلولو مطالبه ــ چې لکه د پاکستان د نورو صوبو د نومونو نه دا ظاهریږي ــ چې په دغو صوبو کې کوم قام اباد دی ــ نو داسې باید چې زموږ د صوبې نوم هم بدل شي چې د نوم نه پته لګي چې دلته پښتانه اباد دی ــ نو ماوې روان صاحب تپوس کووــ دا تاسو چې دا څوکاله په مخه دپښتونستان اواز پورته کړیدی – او په هغه وخت کښې مو پورته کړیدی دی چې مونږ ټول په جیلونو کې پراتهٔ وو- اودادی نن هم دپښتونستان جشن په ټول افغانستان کې نمانځلی شي - نو دا تاسو د کوم پښتونستان خبره کوۍ – د ازاد او خود مختاره پښتونستان که د پاکستان دننه دپښتنو د صوبې دنامې پښتونستان؟
ولې روان فرهادی صاحب ډیر لوبیدلی او ویښ بنیادم ؤ- هغه داسې په اسانه چرته خپله خبره په ډاګه کوله؟ او حقیقت هم دا و- چې د کومې خبرې جواب پخپله د ملک باچا نهٔ کوی – او وزیر اعظم ئی وضاحت نشي کولی– نو بل به داسې کوم سړی پیدا شي– چې ددغه- بنیادي سوال جواب لا وضاحت وکړی شي- ماتهٔ يي وې ولي خانه هم داسوال خو ماهم راوړی ؤ - چې ته ما په دې پوه کړې- ما وې چې داخو قابو د شلو کالو نه زیات وشو- چې تاسو د پښتونستان دا سوال پورته کړی دی – او دومره مشهوری مو ورله ورکړې – نو تاسو لا تر اوسه پورې دا فیصله نهٔ ده کړې– او نه مو داخبره سپینه کړی- چې تاسو څه غواړۍ ؟ او د څه په وجه مو خپل تعلقات د پاکستان سره خراب کړیدي- او د کوم مقصد دپاره تاسوپه بین الاقوامی سطح نن په دې مسأله کښې ملګري لرۍ- او ملګری هم بیا لکه هندوستان او په تیره بیا روس چې هغوی هم ستاسو ددې موقف تایید کوي او تر څنګه در سره ولاړ دی ــ نو هغوی ته هم تاسو یا ستاسو وزارت خارجه ددې خبرې وضاحت نه دی کړی ـ خو ماوي خیردی تا زما د رائی معلومولو سوال کړیدی- نو زه جواب درکوم.
ماورته وې چې زمونږ سیاسي او تاریخي تجزیه داده- چې پښتون قام خپل یو مقام لرلو په تفصیل کې يي تلل نه غواړم خو دومره به ضرور ووایم ـ- چې یا دا هغه قـام وــ چې په هندوستان او ایران يي باچايي کړيده او یا نن غلام دی ـ- ددې په وجه چې فکر وشي ــ نو خبره څرګنده ده چې دښمنانو ټول عمري د پښتون د کور د ورانولو او د دوی ترمنځته د اندروني نفاق پیداکولو کوشش کړی دی ــ او ددې مقصد دپاره د مغل باچا اکبر نه راواخله ، سکهانو ، درانیانو دا پالیسي چلولې ده ــ او ددې مقصد د حاصلولو دپاره د پښتون دنیاوي مشر خان او ملک ــ او دیني مشر او ملا او پير يي استعمال کړیدی ـ- او په دې کې تر ډېره حده کامیاب هم شوــ ولې کله چې د موجوده زمانې ترقي یافته او تجربه کار قوت پیرنګی دې خاورې ته راننوت ــ نو هغه چې کلکتې نه راخلاص شو ــ نو دا ټول هندوستان يي فتح کړو ـ- خو چې د پښتنو خاورې له راغی ــ دلته يي په اول ځل ماتې وخوړله ــ پیرنګي ته د مغلو د نسخې د کامیابۍ یقین وــ خو هغه لږ ډیرهوښیار او تجربه کار وــ هغه اندروني اختلافات او بې اتفاقۍ پخپل ځای ــ خو هغه عملآ او په میدان پښتون قام ټوټې ټوټې کړو- او هغه د امیر عبدالرحمن خان خبره چې دپښتون په سینه ئی د بیلتون چاړه راښکله- او د سیاسي ذهني بیلتون سره ئي عملاً دده خاوره قابوشل توټې کړله- اوبیلتون ئی تر دې را ټینګ کړو- چې زه دپیښور نه کابل ته راځم – نو بې پاسپورټه او بې ویزې نشم را تللی- نو لنډه داچې زمونږ دا تجزیه ده – چې تر څو پورې دا شل واړه ټوټې بیا را ټول نشي- نو تر هغې به پښتون هغه خپل مقام ته ونهٔ رسي – دغه مو هدف دی او دغه مو مرام- زه ځانته قطعاً پښتونستانی نه وایم- ولې چې داخوبه زه بیا دپیرنګي هغه نسخه خپله کړم – چې افغان جدا دی او پښتون جدا- زه دغه شی نه تسلیموم- او همدا وجه ده – چې مونږد پیرنګي د غلامۍ نه ځان ازادو- نوپه دې اراده- چې په دې طریقه به دپیرنګي دا پلیت اثر د افغانستان نه هم بیرته شي- او افغانستان به په حقیقت کې ازاد شي- او دپښتون دا لوی کور به بیا را ټول شي- او په یو نغري او یو ټغر به د خپلو بچو سره شریک کښیني هغه د مخفي صاحب زړه ترانه مې هم ورته رایاده کړه ــ چې
کشمیر نه تر هرات هوري
بلوچستان تر دورې
داټول پښتون دی هر چیري
څه رنګې پروت دی ذرې ذرې
د یو وجود پشان يي کړي
یا خدایه ! دا ذره ذره
ما وی ــ زه خو چې په ښه بد پوه شوی یم ــ نو ددغې ترانې اوازې مې په غوږونو کې کړنګیږي ــ او ددغه مقصد دپاره مو خپلې ځوانۍ خاورې ایرې کړي دي ــ او نن په اوچتو سترګو دا دعوه کولای شو ــ چې د باچاخان په مشرۍ کښې ــ نن هغه غلام پښتون د پيرنګي د غلامۍ جغ وغورځوو ــ ازاد شو ــ او یو ګونه يي افغانستان ته هم ازادي وګټله ــ دغه مرام دغه مفکوره او دغه مقصد لرو ــ ولې اول که موږه په هندوستان کې غلامان وو ــ او په پیرنګي مو وس نه رسیده ــ نو د ازادۍ نه پس اوس رانه د پاکستان مشرانو دغه حق اخیستی دی ــ او د پیرنګي هم راسره خراب سلوک کیږي ــ او هغه ګټلې ازادي او د هغو د خوږو نه يي محروم کړي یو ــ ولې حالآ مونږه مجبوري لرو ــ حقیقت ته ګورو او دا باچاخان چې په ایین سازه اسامبله کې دا ووی چې موږ د پاکستان دننه د خپلې صوبې نوم بدلول غواړو ــ چې قامي تشخص مو څرګند شي ــ نو نن هم په دغه ځای ولاړ یو .
ولې فرهادي صاحب دا تپوس هم کړی دی- چې داغرض به څنګه حاصلیږي او ددې دپاره به څه ٔطریقې خپلول غواړي- نو دهغې جواب هم اسان دی- ددې قامي مقصد د حا صلولود پاره لارې معلومې دي ــ او درې دي- ولې چې نن پښتون په درې برخو کې تقسیم پروت دی ــ یوه برخه ېې افغانستان- بله قبایلي علاقې او بل موږ چې تاسو راته محکوم پښتونستان وائی- نو ددې مقصد دحاصلولو دپاره خو دټولو نه ښه موثره لاره داده – چې افغانستان را پاڅي- ولې چې افغانستان نن قوت لري- پوځ لري- طیارې لري- توپې اوټینکونه لري- او پاکستان ته ووائی چې دا علاقې زمانه پیرنګي په زور اخیستې وې- او زما په ځیګر يي د ډیورنډ کرښه راښکلې وه، ورورد وروره قام د قام نه قبیله د قبیلې نه جدا څه چې خاندانونه يي په منځ شلولي دي ــ نو هغه پیرنګی خو لاړ- د دیورند کرښه دا قابوسل کاله برابریږي-.او پیرنګی د خپلې خوښې خو نه دی تللی ــ هغه ته په کډه په سر کولو کې پښتنو قبایلو او اخوا پرتو پښتنو یو ټول عمري مقابله او جدوجهد کړی دی ــ نو ته خو پیرنګی نه ئی- نه ٔ کاپر ئی- او نه دبهر نه راغلی ئی- ته خو ځانته مسلمان وايي ــ نو ته په دې څنګه رضا شوی يي ــ دا ډیورنډکرښه دې لا هغه شان راټینګه کړیده ــ چا چې کرښه راښکلې ده ـ- هغه نن لس زره میله لری ناست دی ــ د ځغلولو يي هم قابو شل کاله کیږي ــ او کرښه هم د سلو کالو زړه شوه ــ نو ته څنګه پخپله دا تسلیموي چې دا د پیرنګي د لاس بیلتون دی همداسې به ځايي پاتې شي ــ چې دا د کاپر پیرنګي د لاسه زما په ځیګر راښکلې کرښه قبوله کړم ــ اول کوشش به دا وکړي افغانستان چې په ورور ولۍ او روغه جوړه ددې خبرې څه حل را وباسي- او که بیا پاکستان په رښتیا دکاپر او سامراج پیرنګي حقیقي وارث خپل ځان ګڼي او د ځوی توب دعوه کوي – نو بیا به هم هغه لاره ورسره کول غواړي – چه څه ورسره دافغانستان د حکومتونوپلارانو او نیکونوکړیوه- توپ له به توپ را خلاص کړۍ – طیارې له طیاره او ټینګ له ټینګ- تاسو به له هغې مخې شی او مونږ ددې مخې چې ایسته دا د دیورند دا پلیته کرښه ورانه کړو- نو ماوي – فرهادي صاحب ! اوس درنه زه تپوس کوم- چې ستاسو په دې سمی راځي؟ ولې چې دا د ټولو نه مؤثره او کامیابه لاره ده.
روان فرهادي صاحب یو ډيرهوښیار، تجربه کار، لوبیدلی ، بیروکریټ اوــ دپلومیټ او د کابل غوندې ښارپه اوچتو منصبونو کې ازمایلی افسر و ــ هغه داسې ایغ په نیغه جواب کله ورکولو ــ خیر ــ هغه خپله تجزیه پیش کړله ــ شورو يي د بین الاقوامي حالاتو نه وکړله ــ امریکا – د امریکې نه روس – د روس نه چین – دچین نه هندوستان ډیر په هوا ؤ - نو ما ورته اخر ووې – چې سوال خو دومره پیچیده نهٔ ؤ- ته لږ داسمانونو او وریځونه را کوز شه! پښې په ځمکه کیږده- چې خپل تقریر ئی خلاص کړو- ماته ئی ووې – چې د بین المللي اوملي حالاتو په رڼا کې دا هيڅ امکان نه لري- نوما وې ښه – نو اوس به دغې دویمې لارې له راشوچې دقبایلي علاقو پښتانهٔ دي- شاعران وائی- چې دځمکې شنه زمري او دهوا بازان دي- ځلمي لري ــ قوت لري ــ د جهاد جزبه لري ــ نو چې د چترال نه واخله تر وزیرستان پورې دا په سوونو میلیونه پراته شاځلمي راپاڅي ــ اوافغانستان هم ورسره خیر دی په ډاګه نه په پټه کمک وکړي ــ اومونږ هم ورسره راپاڅو- نو داهم امکان لري چې کامیاب شي- نو ما بیا د روان صاحب نه تپوس وکړو ــ چې ددې په حقله دې څه رايي ده ــ بیايي ووې- چې ولي خانه ! د موجوده بین المللي او ملي حالاتو په رڼا کښې دا هم امکان نهٔ لري.
نو ما بیا روان فرهادي صاحب ته ووې – اوس به هغې دریمې او اخري لارې له راشو- داچې تاسو ورته محکوم پښتونستان وائی - مونږ دپیرنګي د غلامۍ نه په ډيرو قربانیو او تکلیفونو ځان ازاد کړوــ خو د ازادۍ په خوږو پوهه نه شو ــ د پاکسان حکومت راته په لاس کې اتکړۍ اچولي دي ــ پښو مو بیړۍ دي ــ قلم ئی رانه اخیستی دی- ژبه ئی را له تړلې ده ــ نو زه يي څملولی یم د پاسه راباندې ناست دی ــ نو زه خپل افغانستان ته مخ کړم چې از برای خدا! دا دپښتنوتاج او تخت دکوم مرض علاج دی ؟دا خپله مظلومه ورځ ورته بیان کړم ــ بیا ورته وایم چې دا د پښتنو خاوره ده ــ ستا جایداد دی ــ ستا روڼه او ستا بچي دي ــ دا نن د دشمن خوراک دی ــ دا باغونه ، دا بجلۍ ، دا کارخانې دا خو د پښتنو دي او بیا ورته وایم راځه چې په شریکه داخپل حق خپل کړو او دا تیت او پرک بچي په یوه نغري او یوه حجره را غونډ کړوــ زه دا د درد او بېوسۍ نه ډک فریاد خپل مشر ورور ته وکړم ـ- خو د خیبر پر سر روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي- وائی چې ولی خانه ! دا هیڅ امکان نهٔ لري- پروت اوسه ورته لاندې ــ چې ددغې جانبه مأ یوسه شم – نو بیا دې قبایلي وروڼو ته مخه کړم- چې اېٔ ! نیک بختو وګورۍ چې دا ستاسو څه ژوند دی؟ په سرو تیږو اوتکړوکښې اوسۍ- د روزي درک مو نه لګي- بچي مو بې تعلیمه، بې کوره او بې علاجه دي ــ او دا خپله د جنت په شان خاوره درنه دشمن قبضه کړیده ــ دې غځیدلو پټو ته وګورۍ ــ چې د غلې او خوراک نه علاوه د میوو باغونه ــ هم لري ــ کارخانې لري ــ کالیجونه یونیورسیټۍ لري، هسپتالونه او شفاخانې لري ــ بجلۍ لري چې ستاسو دا په تورتم کې پټ تیاره کورونه رڼا کړي ــ او ژوند مو شته او روښانه کړي ــ نو دا مو غماز ته پریښي دي ــ دلته دومره ډوډۍ ده چې زموږ او ستاسو په شریکه کیږي نو راځۍ چې په شریکه دا خپله خاوره خپله کړو- او ددې خپلې خاورې دا خواږه ددې خپلو بچو له وګټوــ هغویی لا فیصله کړې وې لا نا- چې د شانه روان فرهادي صاحب جوابي کړي– او د خیبر په سر بیا یوځل روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي – چې ولي خانه ! داهم امکان نه لري- پروت اوسه ورته لاندې- نوچې زه محکوم پښتون ددغې خپلو دواړو وروڼو د مرستې نه مأیوسه شم – نو بیا په خپله په خپل سر مخ کوشش شروکړم- چې په دې خپل مجبور او محروم حالت کښې ځانله په وطن دننه ملګري او دوستان پیدا کړم – او دشمن له دشمنان ــ ګټه تیګې له را واچوم- او تیګه ګټې له – چې دا دلاسونو زنځیرونه او دپښو بیړۍ ماتې کړم- خپل قلم تر لاسه کړم- او ژبه ځانله پرانیزم- نو په دې روان فرهادي صاحب تاته څه اعتراض دی؟- یعنې مطلب دا – چې نه را سره ته کمک او امداد کوې – او نه قبایلي- او چې زه پخپله د خپلې ازادۍ دپاره ځانله په ملک کښې دننه ملګري ګورم په هغې هم ته ناراضه ئي – نو بیا ته ماته ووایه ! چې ماته په تا او په موجوده پاکستان کښې څهٔ فرق ښکاري؟یعنې معلومیږي داسې – چې ته هم زما په غلامۍ خوشحاله ئی- پخپله خو خپل قامي او پښتني افغاني فرائض نه پوره کوې- ولې که زه پخپله دځان دخلاصون کوشش کوم- نوپه هغې هم ته خفه ئی- نو ماته په تاکښې- حکومت پاکستان او آن دا چې پیرنګي کښې څه ٔخاص فرق نه ښکاري – روان فرهادي صاحب ملامته ښکاریده او خبره مې په دغه ځای پاتې شوله .
نو مطلب مې داؤ- چې د باچا خان ددې پښتنې اصلاحي تحریک د مخنیوي نه علاوه بیا دغه ډلې دلته په صوبه سرحد کښې هم ګوتې وهل شرؤ کړل- چې د باچا خان هغه د خدائی خدمتګارئۍ تحریک ته نقصان ورسوي- او تر دې حده لاړل – چې د پښتنوقاتل قیوم خان سره ئي هم زموږ برخلاف مالي امداد کولو- چې موږ په ایلکشن کې نا کام کړي- نو دا به سړي ته ډیره دمنافقت خبره ښکاریده- چې په را ډیو به ېې د بابړې د شیهیدانوپه روح مشاعرې کولې- په ریډ یو به ېې دهغوئی په یاد کښې سندرې وئیلې – او دې خوا به ئی هم دهغې بابړې قصاب قیوم خان سره مرسته کوله ــ ولې خبره بالکل واضحه وه ــ چې موږ پيرنګی او د هغه پلیت قدم ددې ملک نه لري کړو ــ ولې د هغه د پالیسۍ مخکې بوتللو دپاره بیا امریکا راغله ــ نو بادار به بدل شوی وي ــ خو پالیسې هم هغه زړه په زړه ده ــ د پیرنګي دشمنان اوس د امریکي دشمنان شوه ــ او د پیرنګي دوستان اوس امریکي خپل دوستان کړل ــ نو نن افغانستان او د افغانستان حکومت هم دومره بېوسه او بې اختیاره دی ــ څومره چې د پیرنګې په وخت کې و ــ ولې چې اوس خو امریکې سره نور هم زیاتی فکر شو ــ چې روس جرمني له شکست ورکړو ــ نو له جنګ نه پس خو به دی اوس نورهم قوي شي .»
پای
اخځ :
باچا خان او خدايي خدمتګاري ــ دوهم ټوک ــ د ارواښاد عبدالولي خان لیکنه ،۶۱۴ ــ ۶۲۲ مخونه
د ۲۰۱۲ کال د دیسمبر لومړۍ نیټه
December 2nd, 2012
برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
- علی رستمینقش پیش نهاده هایی تاریخی وسامان یابی های بعدی قدرت درتأسیس وافول حزب دموکراتیک خلق افغانستان(حزب وطن)
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادجهاد و جنگ در افغانستان قبل از آمدن قطعات شوری به حمایت پاکستان و رهبری امریکا آغاز شد
- سیداحسان واعظیبخش دوم نقش سازنده و ماندگارببرک کارمل در مسیر تاریخ
- سیداحسان واعظینقش سازنده و ماندگارببرک کارمل در مسیر تاریخ
- داکتر حمیدالله مفیدفرود دو ستاره درخشان از کهکشان اندیشه وخرد
- علی رستمی ببرک کارمل بااندیشه عدالت خواهانه به خاموشی رفت
- گزارنده به پارسی دری: عزیز آریانفرآریایی ها یا تورک ها؟
- عبدالو کیل کوچی دسامبردر آیینهء تاریخ
- عبدالو کیل کوچیمحمود بریالی ابر مرد جنبش چپ وترقی خواه افغانستان
- محمد عوض نبی زادهنا یب سالارمحمد حسین خان پیکارجوی رزمگاه میوند وغزنیگک
- خلیل وداد چگونه س.د.ج.ا. به س.خ. ج.ا. تعویض شد
- مترجم: ا. م. شیریانقلاب اکتبر! استالین. نوسازی- کودتای لیبرالی
- نویسنده: نجیب سرغندوی نهضت خدایی خدمتگاری و نقش آن دربیداری پشتونها
- گزارنده به پارسی دری: عزیز آریانفرتوران
- حسن پیمانامیرتیمورموئسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنگ ومدنیت آسیای وسطی قسمت-6
- حزب کارایران(توفان)انقلاب اکتبر ناقوس مرگ سرمایه داری بود
- ظهو رالدين دبرېالي انقلاب دکاليزې په وېاړ
- زمان هوتکبمناسبت هفدهمین سالشهادت داکترنجیب الله
- رحمت اله رواندشهید داکتر نجیب اله داوولسم تلین په یاد
- جلال بايانی کاوشگرشـــهيد داکتر نجيب الله
- جلال بايانی کاوشگرهفده سال قبل درقلب افغانستان کابل حماسه تاريخ رخ داد
- نصیراحمد – مهمند پیړی،پیړی زغم او پیچ دی وګالل شی
- داکتر حبیب منګل دافغانستان دخپلواکۍ غورزنګ ته لنډه کتنه
- نویسنده : مهرالدین مشیدروزی که زمامداران ناکاره در سایۀ آن صرف احساس فربهی کرده اند
- حسن پیمانامیرتیمور موئسس سبک اصیل هنر معماریوحامی فرهنگ ومدنیت آسیای وسطی5
- برگردان و تبصره از دکتر خلیل ودادحقایقِ تلخِ جنگِ 1979-1991 افغانستان از زبان نظامیان شوروی پیشین
- عبدالوکیل کوچی نگاه مختصری به تاریخ کوشانی ها
- انجنیر فضل احمد افغان شاه امان الله غازی و خط سیاه دیورند
- میر عنایت الله سادات معضلۀدیورند
- تتبع ونگارش؛تلخیص وترجمه: ازحسن پیمانامیر تیمور موسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنگ ومدنیت آ سیای وسطی قسمت(4)
- امان معاشر؛ خبرنگار آزادهشت ثور آوردن مجاهدین رو بزوال از کوه ها به قدرت جنرال دستم
- ا. م. شیریزادروز لنین، روز شرمندگی ما
- عتیق الله مولویزادهاز دین پروری، تا دین فروشی!!
- حسن پیمان امیرتیمور موسس سبک اصیل هنر معماری وحامی فرهنک ومدنیت آسیای وسطی قسمت 3
- نوشته کریم پوپل تاریخ نوروز کهن
- نجم کاويانیيادی از نوروز در کابل قديم
- تتبع ونگارش-ترجمه وتلخیص: ازحسن پیمانامیرتیمور موسس سبک اصیل هنرمعماری وحامی فرهنگ ومدنیت اسیای وسطی-2-
- دوکتور امین برین زوریدوکتور امین برین زوری
- برگردان و تبصره از دکتر خلیل ودادیهودیت در افغانستان
- ارسالی صمیمیبازگشت «لنین» به «خجند»
- حسن پیمانشمۀ ازخدمات وکارنامه های امیرتیموردرأئینۀ تأریخ
- سلیمان راوشجشن سده
- حسن پیمانتأریخ وخدمات زنده ومشهود امپراتوری تیموریان محال است به فراموشی سپرده شود
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادمناسبات سابق دولت افغانستان و اتحاد شوروی آمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی در ششم جدی به افغانستان
- سرلوڅ مرادزی برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
- سرلوڅ مرادزی برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
- عتیق الله مولوی زادهزندگی از کاخ تا کا نتینر!
- سرلوڅ مرادزیبرتانوي هند او برتانوي پنجاب دواړه، د پښتنو د ویښتیا ضد !
- سرلوڅ مرادزیډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
- نویسنده : مهرالدین مشیدبالاخره امریکایی ها سر به بالین بیمار نظامیان پاکستانی این بازوی زرهی تروریزم جهانی نهادند
- عبدالوکیل کوچید سامبر نقطه عطف درتاریخ جنبش داد خواهانه مردم افغانستان
- سرلوڅ مرادزی ډیورڼد کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون دوهمه برخه
- انجنیر فضل احمد افغانخط سیاۀ دیورند مولود دسایس انګلیس و روسیه
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون
- فرزاد رمضاني بونششناسايي يا عدم شناسايي ديورند؟
- انجینر محمود صافی دافغانستان دتاریخ ځلانده ستوری احمد خان « احمد شاه بابا » درانی کال
- سید ذا کر شاه ( ســــــــــادات) (( د ډیورند کرښې غندل یا د پاکستان ســـــــره دښمنی))
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او څرګند دریځونه
- بیداربمناسبت کنفرانس بین المللی لندن و عدم پذیرش دیورند خط فاصل
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
- عزیز آریانفرنیاز تاریخی به بازگشت به توافقات ژنو
- سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
- سرلوڅ مرادزید ډیورند کرښې پریکړه به، لروبر افغانان خپله کوي
- ارسالی صمیمیبرگی از تاریخ جنگ جهانی دوم/ چگونه مسکو تسلیم آلمان ها نشد
- میر عنایت الله سادات نگاهی به تاریخ آریانا
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد بخش آخر
- جلال بايانیبزرگ مردان تاریخ
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش دوازدهم
- شبيراحمد طالب وزيران اوخاطرې
- رسول پويانجايگاه هرات در مدنيت خراسان
- محمدنبی عظیمیسفر دیگر به جلال آباد
- عزیزه عنایت خامۀ درفرا راه آزادی !
- نصیراحمد - مهمنددافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو دشهیدانواوغازیانوپه یاد
- دوکتور جلال بايانی « روح شاه غازی امان الله شاد و پر نور باد »
- انجنیر ظهو رالدین اندیشپراو دا
- محمدنبی عظیمیتعرض متقابل قوای مسلح افغانستان
- نوشته کریم پوپل اشغال و تاراج کابل از زمان تاسیس الی امروز
- سلیمان راوششهروندان شهر (جندان)
- محمدنبی عظیمی درحاشیه تعرض متقابل
- رسول پویاننقش استعمار در تخریب تمدن خراسان
- رسول پویانخراسان بعد از فروپاشی امپراتوری تيموريان
- رسول پویان ریشه های خراسان کهن
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش هشــــــــــــــــتم
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخـــش هفتـــــــــــــم
- ا. م. شیریپراودا در ۱۰۰ سالگی: زنده و رزمنده
- اسدالله جعفریمیلاد گل سرخ
- عبدالحی نزهت افزودن دشواری کارعاقلانه نیست
- فوادشاه امان الله خان غازى از نظر احمد شاه مسعود كى بود؟
- انجنېر ظهو رالدین اندېشپر فا شیزم د بري ورځ یعنی دامپرېا لیزم دنیمی تنی ښخول په شوري سوسېا لیستي هېواد کی
- نویسنده : مهرالدین مشید نباید بیش از این بهایی برای ویرانی این سرزمین پرداخت
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بخش ششم
- نوشته صوفی کریم فیضانی حملات اعراب در افغانستان
- انجنیر ظهورالدین اندیشد افغا نستان د خلک دمو کراتیک گوند داد شهیدا نو او اتلانو دسور گوند ټولو غړو ته له پو رته نه تر کښته پو رې
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد بقیه بخش پنجم
- نبی حیدری معلم جنک یا صلح
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد بقیه بخش چهارم
- تهیه وترتیب:میرمحمدشاه رفیعیچهره امروزی تپه مرنجان ورازهای تاریخی آن
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد -- 4
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد - 3-
- سلیمان راوشتندیس های بامیان مجسمه های بودا نیستند
- حسن پیمانبیادبودسلسال وشهمامه تندیسهای بودا دو همبزم ودو همسنگ
- حسن پیمانافشارخونین وقتلهای زنجیره یی انگیزۀ اتحادخلقهای تحت استبداد
- محمدنبی عظیمی جنگ جلال آباد
- رحمت اله رواند روسانو يرغل او وتل دواړه تېروتني وې
- احمدولي بدخشياداي ديني به قربانيان فاجعة افشار
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد
- عتیق گلشمه ازجنایات بعضی گروه های ماوئیستها درافغانستان
- محمد نبی عظیمیچرا از مرگ می ترسید ؟
- جمعه خان صوفيلر وبر دوه افغان که يو افغان؟ (يوولسمه او آخري برخه)
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (اتمه برخه)
- عبدالو کیل کوچی فرخنده باد چهل وهفتمین سالگرد تاسیس حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، حزب قهرمانان وشهیدان !
- حمید محویتآتر بی نوایان
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزادآمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی به افغانستان
- تهیه کننده : عبدالقدیر میرزاییسقوطِ یک امپراتوری!
- محمد عارف عرفان رازهای حقیقی دعوت ارتش شوروی
- حمید محویدر بارۀ [کشته شدن پلخانوف(؟)]
- محمدنبی عظیمیجنگ جلال آباد
- صدیق رهپو طرزیما و نو آوری، تجدد و مدرنیزم
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟ (پنځمه برخه)
- داکترآریننام ببرک کارمل جاویدانه است زیرا توده های مردم آنرا ستوده اند
- عبدالو کیل کوچیپنجمین سالگرد وفات محمود بریالی را گرامی میداریم
- صدیق رهپو طرزیدیورند: سر و صدا برای هیچ
- محمدنبی عظیمیسپیده ها این جا آرام انــد
- محمد عوضازمكتب مبارزهء رفيق ببرك كارمل بياموزيم
- علی رستمیببرک کارمل ستارهء درخشان مبارزِ عدالتخواهء کشور
- عبدالو کیل کوچیببرک کارمل بزرگ مرد تاریخ
- دوکتور نثار احمد صدیقینام ببرک کارمل جاودان و روانش شاد باد
- جمعه خان صوفيلر و بر دوه افغان که يو افغان؟(٢ مه برخه)
- عزیز آریانفرچگونه دهلیز واخان ایجاد و به زور به افغانستان داده شد
- جمعه خان صوفيلر و بر: دوه افغان که يو افغان؟
- انجنېر ظهورالدين اندېشبه افتخار سالګرد انقلاب پېروزمند و زنجير شکن سوسياليستی اکتبر
- گزارشگر از انگلیسی به پارسی: صدیق رهپو طرزیده اسطوره در مورد افغانستان
- انجنېر ظهورالدين انديشبمناسبت سالمرګ انقلابی دلير وانديشمند خلل ناپذير
- از کریم پوپل روش سیاسی دولتها وملیتهای افغانستان در طول تاریخ
- عدالتدشمن هرگز وارد شهر لنين نخواهد شد!
- عبدالو کیل کوچی ماندگاران تاریخ
- نصیراحمد – مهمنددافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو
- سليمان راوش به پیشواز 28 ـ اسد
- انجنېر ظهورالدين اندېشدافغانستان دخلکو دملی_ازادی بخښونکي انقلاب دکاليزی په وياړ
- گزارنده: عزیز آریانفرمقاله دوم نقش دولت «کیرپاند» در با هم آمیزی فرهنگ های آسیای میانه
- عزیز آریانفرشاهنشاهی پنج صد ساله تاجیکی- ایرانی کیرپاند در مرزهای باختری چین
- حامدعلمیرساله روزشمار وقایع افغانستان از سال 1747 الی اخیر سال 2010
- نوشته کریم پوپلظهور وزوال اردوهای افغانستان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش دوازدهم وپایانی
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش 11
- گزارشگر از زبان انگلیسی به پارسی صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دوران تیموریان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش دهم
- سرلوڅ مرادزیلندن کې ډيورند جرګه د پنجاب پر سر کلک ګوزار
- تهیه کننده:امان معاشر نامه ی خواجه حافظ شیرازی برای امیر تیمور
- عبدالصمد ازهرخود کشی یا قتل بخش نهم
- محمدنبی عظیمی لحظاتی با ازهر بزرگوار
- محمدنبی عظیمی آیا روزی تاریخ حــــرب کشور ما نوشته خواهد شد؟
- عبدالصمد ازهر اسرار مرگ میوندوال بخش نهم
- ازهر عبدالصمداسرار مرگ میوندوال بخش هشتم
- محمد همایون سرخابی شهر غلغله در ماتم نبود بودای بزرگش هنوز میگرید
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوالبخش هفتم
- محمدنبی عظیمیتا لحظهء انــــتقال مسؤولیت
- گزارش از انگلیسی به پارسی صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دوران تیموریان
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش ششم
- اسدالله جعفریآیاافشار باردیگر تکرار خواهد شد؟
- سید عبدالقدوس «سید»جنگ افشار
- خلیل الله سکندریواقعیت های پنهان در ماجرا های عیان افغانستان
- محمد همایون سرخابی نگاه مختصری پیرامون زندگی پرافتخار ظهیرالدین محمد بابر
- عبدالصمد ازهراسرار مرگ میوندوال بخش پنجم
- محمد عالم افتخارسید جمال الدین افغانی ؛ اَبَر انسانی که از نو باید شناخت !
- سرلوڅ مرادزی پاچاخان د بهرنیو پوهانو په نظر کې
- صدیق رهپو طرزیباستانشناسی افغانستان از کهن ترین روزگار تا دور تیموریان
- میرعنایت الله سادات نظری بر موافقتنامه ای دیورند
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا قتل؟ بخش چهارم
- نویسنده : مهرالدین مشیدامریکا و بازی بزرگ در کشوری که دشنۀ مقاومت گلوی هر مهاجمی را شگافته است
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا مرگ بخش های دوم و سوم
- تتبع و نگارش امان معاشر، خبرنگار آزاد آمدن قوت های نظامی اتحاد شوروی به افغانستان
- ا. م. شیریبمناسبت زادروز استالین
- عبدالصمد ازهرخودکشی یا مرگ
- نویسنده: ولادیمیر پلاستون ببرک کارمل تا آخرین نفس های خود به حقانیتِ راهی که خود انتخاب نموده بود باور داشت
- ع.رستمی ببرک کارمل نماد وحدت!
- ر. حسنهفته اول دسامبر یاد آور روز های فقدان دو شخصیت مبارز نستوه کشور
- نوشته از ع. بصیر دهزادبخاطر 14چهاردهمین سالگرد وفات شادروان ببرک کارمل
- عبدالو کیل کوچی گرامی وجاویدان باد نام وخاطره تابناک زنده یاد ببرک کارمل
- عبدالو کیل کوچی چهارمین سالروز وفات زنده یاد محمود بریالی را گرامی میداریم
- احمدشاه سرخابییادی از جاودان یاد ببرک کارمل و برادر و همرزم فقید ش محمود بریالی!
- سرورددیورند کرښه دتکړه پوهانو وځیړ نو ته ضرورت لري
- عزیز آریانفردرنگی بر سر نام کشور ما- افغانستان
- عزیز آریانفرراز نهانی نامه دوست محمد خان به نیکلای یکم- امپراتور روسیه
- عزیز آریانفرآیین نامه داخلی انقلابیون جوان افغان (جوانان افغان)
- شباهنگ راددر یادمان کمونیست رزمنده «ارنستو چه گوارا»
- دکتر بیژن بارانکوچ آریاییها از شمال خزر
- سرلوڅ مرادزی د تاریخ پاڼه : کوز پښتانه او د افغانستان خپلواکي
- سليمان راوش تجاوزانگليس ، روس و امريکا بر افغانستان يا يک دروغ بزرگ
- اکادمیسن دستگیر پنجشیریحملات بر نیروهای چپ و پیامد های آن
- عزیز آریانفرگستره «اروآسیای میانه بزرگ»
- احسان لمر یادی از خانوادهء ناظر صفر
- داکتر . و .ع . خاکسترفراز های از زند ه گی یهودان در افغانستان
- نوشته صدیق رهپو طرزیتمدن «سند ـ هلمند» آغاز گر تاریخ ما
- انجنیر زلمی نصرت مهمندافغانستان د«جواهر لعل نهرو»له نظره!
- لیکونکی : نجم الدین « سعیدی »دعلامه دوکتورمحمد سعید « سعید افغانی»د «۲۵» تلین په ویاړ !
- سيد احسان " واعظی"تمدن های آريانای کهن و خراسان باستان
- آصفه صبابه مناسبت سی امین سال شهادت شاد روان محمدطاهربدخشی
- عبدالوکیل کوچیفرخنده باد چهل و پنجمین سالگرد تاسیس حزب دموکراتیک خلق افغانستان ، حزب قهرمانان وشهیدان !
- مرادزیستر پاچا خان : ملي هویت ، خپلواکي ، ملي ژبه او تعلیم
- علی رستمی چهل وپنجمین سالکرد حزب دموکراتیک خلق افغانستا ن را گرامی داشت !
- داود کرنزی بمناسبت سومین سالگرد وفات رفیق بریالی
- یعقوب هادینام و نیکوئی های رفیق ببرک کارمل جاودان باد
- سید احسان واعظی شخصیت نام اوری که باتاریخ زیست
- ترجمه و تحشیه از خلیل وداداز انقلاب اکتوبر تا انقلاب ثور
- سيد احسان " واعظی"تمدن هاي آرياناي كهن و خر اسان باستان
- احسان واعظی جايگاه والا و ارزشمند فيض محمد کاتب هزاره دربازتاب رويدادهای سياسی و تاريخ نگاری کشور
- رحمت اله رواند سنبلی نهمه نیټه د پښتنو اوبلوڅو د پیوستون د ورځی په یاد
- مرادزئ د وږي ۹ مه د پښتونستان ورځ
- نوشته : میرمحمد شاه "رفیعی"آرزوهای فراموش ناشده شهدای به خون خفته
- صديق وفا لويَه جَرگه ها ونقش ارزشمند آن در ساختار اجتماعی- سياسی وقانون گذاری افغانستان
- صديق وفا لويَه جَرگه ها ونقش ارزشمند آن در ساختار اجتماعی- سياسی وقانون گذاری افغانستان
- پژوهش: ظاهردقیق ماسترعلوم سیاسیحکومت مجاهدین(!)وبرکناری نقابهای تقدس آنان
- محمد عوض نبی زا د ه سی ومین سالروز شهادت علامه محمد اسمعیل مبلغ فرخنده و گرامی باد
- دکتورخلیل وداد (بارش)خاطرات مهندس هُلندی فان لوتسنبورگ ماس
- محمد عوض نبی زا دهدرويش علي خان هزاره اولین نایب الحکومهءهرات دردولت درانیها
- میرعبدالواحد ساداتسخنی چند پیرامون شخصیت والای غبار
- محمد عوض نبی زا ده بنیادعلیخان هزاره مبارزهمیشه درسنگرو یکی ازمدافعین راستین استقلال کشور
- محمد عوض نبی زا دهشیرمحمدخان هزاره جنگاورقهرمان و یکی از فاتحین اصلی معرکهءمیوند
- ترجمه و تحشیهء دکتور خلیل وداد نخستین مداخلهء نظامی شوروی به افغانستان
- سیدحسن رشاددو یاد و دو خاطره
- گزارنده به دری: عزیز آریانفرافغانستان در مراحل نخست توسعه مستقل (سال های دهه 1920)
- محمد عوض نبی زا ده میر یزدان بخش بهسودی نماد ازایمان و مقاومت ،قربانی توطیه و پیمان شکنی
- محمد عوض نبی زا د ه یکصد وپا نزدهمین سا لیا د شهادت میرمحمدعظیم بیگ سه پای
- نسیم جویا جویاــ پرچم شجاعت و نبرد مردم افغانستان به خاطر ازادی,عدالت وترقی
- محمد عوض نبی زا دهچهل و سومین سا لگرد وفات زنده یاد برات علی تا ج یکی ازپیشآهنگان ، نهضت مشروطه خواه و دموکرات گرامی باد
- محمد عوض نبی زا دهیکصدوپنجمین سال تولد فرقه مشرفتح محمد خان میر زاد یکی از پیش قراولان جنبش مشروطیت کشور فرخنده باد!
- محمد عوض نبی زا دهبیست و ششمین سا لیا د وفات محمد ابراهیم گا و سواریکی ازپیشگامان نهضت دهقا نی وضد استبداد گرامی با د!
- جنرال محمد یاسین امیریهشتاد سال از تولد ببرک کارمل شخصیت استثنایی تاریخ معاصرکشورمی گذرد
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- محمدعوض نبي زاده نقش و مقام مردم هزاره دردولت و جامعه طی دوونیم قرن اخیر
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟(قسمت ششم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- مشعلشخصيتي که با تاريخ عمر خواهد کرد
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت پنجم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت چهارم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- محمدعوض نبی زاده یادی ازمبارزقهرمان عبدالخالق شهید
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)تاريخ سخن ميگويد: چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ )قسمت سوم (
- تهيه ، تدوين وپژوهش (راد مرد)چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟ (قسمت دوم )
- تهيه ، تدوين وپژوهش )راد مرد)تاريخ سخن ميگويد: چگونه آمريکا شکارافراطيون شد؟
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- دپلوم انجنیر خلیل الله معروفی جوانمرد لک بخش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در كوچه هاى خون و اّتش (جلد دوم)
- نصرت شاد يادي از “ مولانا “ ملانصرالدين !
- محمدعوض نبی زاده معرفی مختصریکعده ازمبارزین شاخص مردم هزاره درجنبیشهای ضد استبدادی و استعماری
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- ويرايش وگردآورنده جانبازنبردنخستين سلطنت يک زن ازسلاله غزنويان در جهان اسلام
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- ظريفيبه بها نهء هشتا دهفتمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان
- آتوسا سلطان زاده فيلسوفاني كه پيامبر شدند !
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- دوکتور.م. پکتیا وا ل بمنا سبت هشتا دو هفت مین سا لګر د استر دا د استقلا ل ملی افغانستا ن
- محمدعوض نبی زاده هزاره جات یا هزارستان ازدیدگاه ونظر مورخین
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- نصرت شاد توماس هابس متفكر و فلسفه سياسي دولت
- عليشاد لربچه ژان ژاك روسو
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- عليشاد لربچه زنون ؛ اهل كيتون
- نوشتهء: زمری کاسی شناسنامهء يکتن ازمشروطه خواهان، يک مبارز گمنـــام و افشای يک ترورسياسی ديگر؛
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پرشوردرمورد هفت وهشت ثور
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پر شوردر مورد هفت وهشت ثور
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رستاخيزمروري برواژه تاريخ
- جليل پرشور در مورد هفت و هشت ثور(بخش شـشم)
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- جليل پرشور در مورد هفت وهشت ثور بخش چهارم
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- جليل پرشوردر موردهفتم وهشتم ثور
- جليل پرشوردر مورد هفتم وهشتم ثور
- جليل پرشوردر موردهفتم وهشتم ثور
- سراج الدین ادیبروز جهانی کارگر وتشکیل سازمان بینالمللی کار
- سراج الدین ادیب جهان در آیینه ء رویداد های تاریخ (اول تا 31 می )
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمد وليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمد وليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- محمدوليبرگ های از تاريخ روابط خارجي افغانستـــــــــــــــــــان
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- سراج الدين اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخي
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- کريم حقوقابونصر فارابي ارسطوی شرق
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش سوم
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش دوم
- سراج الدين اديبجهان در آيينهء رويدادهای تاريخ بخش نخست
- گرد اّورنده و مترجم: غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- غفار عريفگذر در کوچه هاي خون و آتش
- رضا شادابهویت قومی هزاره ها و سادات هزاره
- ارسالي آرش فروزی با مبارز آتشين راه نجات مردم داکتر محمودی آشنا شويم
- سراج .اديبجهان در آئينهء رويدادهای تاريخ
- دوکتورمحمد شعيب مجددیمسابقه تير اندازی در زمان تيموريان هرات
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش سوم
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش دوم
- سراج الدين اديبجهان در آیینه ء رویداد های تاریخ بخش نخست
- اسکاریحسن صباح وجنبش اسماعيليه
- دستگيرصادقيغارت ميراثهای فرهنگي و تاريخي
- صباحچگونه ابوریحان بیرونی قاره آمريکا را کشف کرد؟
- داکتر وفاهوشی مین مردی که تاريخ را رقم زد
- صباحاولين سفير زن درتاريخ کابل زمين
- صباحگوشه ي ا ززندگي جاودانه مرد خراسان
- استادصباحابوالفضل بيهقی مورخ امپراتوري غزنويان
- سراج الدين اديببمناسبت 86 مین سال استقلال افغانستان
- تهيه و تدوين از بصيرشررتاريخ ، آزادي ،صلح واستقلا ل
- عينيسيرتاريخي فاجعه ملي ومجرمين جنگي
- رسالتروزا زن بحث انگيزتاريخ
- استادصباحميمنه د راورا ق تاريخ
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحچهل سال اسماعیلیه بعد از وفات حسن صباح
- استادصباحتاريخ عمومي اسماعیلیه هاواوضاع خراسا ن
- نبشهءايشرداسالاحمدالله هندوی افغانستانیم؟!
- تهيه و ترتيب از اشرف بهروزفشرده اي از تاريخ فرانسه
- انجنيرغلام سخي ارزگانيبه بهانه يي گرامي داشت از روز جهاني مادر
- ارسالي جواد نصريانزن در آنسوي تاريخ
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحيعقوب ليث صفاري مرد خرد وپيکا ر
- ارسالي صيقلرويدادها ي تاريخي
- ارسالي بنفشه ميتراآخرين تغييرات سياسي جهان در دهه پسين سده دوهزار عيسايي
- ارسالي فرحت شکوهمندگفتار بزرگان
- ارسالي بنفشه ميتراسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- ارسالي بنفشه ميترامجموعه ای از دانستنی ها
- گردآورنده وتلخيص استادصباحسفر تاريخي وهنري د ردنياي باستا ن
- استادصباحگسترش فرقه اسماعیلیه در قرن اخیر
- نسرین مفیدردپای زن افغان در تاریخ
- نسرين مفيدهشتم مارچ روز جهاني زن در پهنای تاريخ
- ارسالي محبوب شاملعقايد اسماعيليه
- ارسالي ميلاد بهزادتاریخچه کتاب و کتابخانه در عهد با ستا ن
- ارسالي نسترن نيلابمروري برآيين کا تو ليک
- ارسالي شامل سالارد رمورد زرتشت و زرتشتیا ن چه میدانیم؟
- ارسالي فريدون کيومرثمهاتما گاندی منجی صلح وپيام آورآزادي
- ارسالي بکتاش نهيردرباره اصطلاح شيعه
- استاد صباحکمي ازحقا يق ناگفته وتاريخي سرزمين خراسان
- ارسالي جواد نصريانتاريخ ظهور و مؤسس مذهب معتزله
- ارسالي اميد برهاناهل حديث و حنابله
- ارسالي جواد نصريانوهابيت چگونه بوجودآمد؟
- استاد صباحتاريخ مذ هب اسماعيليه
- ارسالي دانش آرزوتاریخ اروپا
- ارسالي اميد آهنگربابل درکجا واقع بود؟
- ارسالي جواد نصريانپنج دهه از تصویب اعلاميه جهاني حقوق بشر ميگذرد
- ارسالي اميد آهنگرامپراتوری اسکندر چه وسعت داشت ؟
- ارسالي عمران مهربانچه نيرويي ملتها را به حرکت در مي آورد؟
- ارسالي ميلاد دوستچه کسی می تواند تاریخ بنو یسد؟
- ارسالي مشهيد مهوشبِنِدِتو كروچه
- ارسالي اميد آزموننظرمن در باره تاريخ
- ارسالي مشهيد اميلسا ما نيان
- ارسالي داکتر بصيرجنگ نفت
- ارسالي احمد منصور آگاهنهروآزاده مرد آزادي
- ارسالي وليد نصرياندرتاريخ ا مريکا چه گذشته است؟
- استاد صباحلحظه يي دردهليزهاي تاريخ
- ارسالي سالار هوشمندبه بها نه، سالروز ترور مهاتما گاندی
- ارسالي داکتربصيرتاريخ و هويت ملي ما
- ارسالي شامل صباحلحظه يي با تاريخ
- دستگير صادقيگراميداشت از مبارزات قهرمانانهً مردم با شهامت افغانستان در حفظ استقلال کشور