برتانوي هند او برتانوي پنجاب، د پښتنو د ویښتیا دښمنان !
سرلوڅ مرادزی   سرلوڅ مرادزی

 

دریمه برخه :

کله چې انګریزان دې پایلې ته ورسېدل چې نور د تېر پشان ایغ په نیغه د هند پر لویه وچه واکمني نه شي چلولای، په دې لټه کې شول چې هند تجزیه کړي او د هغې په یوه څنډه او د ډیورنډ کرښې د کوزې غاړې د لوی افغانستان په یوه پراخه برخه، د خپلو استعماري راتلونکو پلانونو د پلیتابه لپاره ، د خدایداد پاکستان په نوم یو مصنوعي او جعلي هیواد راوپنځوي !

 په ۱۹۴۷ کال د انګریز په لاس د پاکستان د زیږون په مهال، پښتنو او د هغوی مشرانو لکه فخر افغان باچاخان، ارواښادعبدالصمدخان او نورو خدايي خدمتګارو ته چې مسلمانانو کې یوازې د دوی په مټ، انګریز دهند د لويي وچې پریښودو ته اړشوی وو، نظر، ونه شو او د پیرنګي په نوي جوړ شوي پاکستان کې واک د محمدعلي جناح په مشرۍ هغه مسلمانانو ته چې د هند په خپلواکۍ کې يي نه یوازې دا چې خچه ګوته نه وه خوږه شوې، بلکې د خپلواکۍ د غورځنګیانو په ځپلوکې يي ونډه له انګریزانو هم درنه او شرمونکې وه، ولیږدول شو!

کوز پښتانه په چل ، دوکه او په پای کې په زور د پیرنګي پاکستان کې ورټېل وهل شول او له همغې تورې ورځې روسته، د پښتنو او پنجاب تر منځ شخړه او جګړه په یوه یا بله بڼه، کله پټه او کله ښکاره تر ننه ادامه لري.

د پیرنګي پاکستان له جوړیدو روسته، پنجاب د پښتنو او ددوی د سیمې په اړه هغه ستراتیژي مخې ته کيښوده چې له ۱۹۴۷ کال مخکې په برتانوي هند کې انګریزانو چلوله . په ښکاره خو د پښتنو له سیمې انګریز په دروازه ووت خو په پنجابي کړکۍ بیرته د نویو چلوټو او خونړیو پلانونو سره پښتنو او د دوی سیمې ته راستون شو . یوازې په څېرو کې بدلون راغی. د شین سترګي او کاپر پیرنګي پرځای، تور او لنګ وهلی بوسلمان پنجابي، د پښتنو په وړاندې مورچل او سنګر کې ځای پرځای شو. که پخوا د کاپر پیرنګي په وړاندې د پښتنو مبارزه روا او جهاد جواز درلود، خو د اسلام تر پردې لاندې د پیرنګي پاکستان په وړاندې له پښتنو څخه دا سنګر هم انګریزانو واخیست او د خپلواکۍ لپاره د پښتنو مبارزه یوه سخت او پيچلي پړاو ته ورپوریوته !

د پاکستان د جوړیدو راهیسې په تېرو شپيتو کلونو کې پنجاب د لویدیځوالو په ملاتړ، د ډیورنډکرښې د کوزې غاړې پښتنو او برو افغانانو په وړاندې په څو جبهو کې لوبیدلی او جنګیدلی دی . ټولو ته د پوهیدو وړ ده چې د ډیورنډ تپلې او استعماري کرښې پښتانه په پښتونخوا ، FATA ، بلوچستان او د ډیورنډکرښې بره غاړه افغانانو په نوم، په څلورو ټوټو سره جلاکړی او ویشلې دي. دا څلور واړه ټوټې د یوه بدن د غړو او واحد ملت پتوګه په یوه واحد مرکز راټولیدو ته اړتیا لري. که دا ټوټې د یوه واحد ملت پتوګه په یوه مرکز راټولې نه شي چې د سیمې ځیني هیوادونو لکه پنجاب يي مخه نیولې په افغانستان، پاکستان ، سیمه او نړۍ کې سوله او امنیت نه شي ټینګیدلای . په سیمه کې د نورو څانګیزو لاملونو په خوا کې د تاو تریخوالي ، شخړې او جګړې منځټکی، همدغه ستونزه جوړوي . د ډیورنډ کرښې راتلونکی برخلیک،  د پنجاب لپاره چې بې له هغې هم په کور دننه د بلوچستان او سندیش د خپلواکۍ له غورځنګونو سره لاس وګریوان دی او بلخوا د کشمیر پر سر له هند سره ابدي شخړه او دوښمني لري، ځانګړی او وتلی ځای لري. د کړکیچ د همدغو زیرمو په بنسټ،  پنجاب د مذهبي توندلارو له ملاتړ پرته، چې یو شمېر يي د پښتونخوا په مذهبي مدرسو کې تر روزنې لاندې دي، په یوازې ځان مقاومت او مقابله نه شي کولای !

بلخوا پنجاب د پښتنو اوبو ، انرژۍ او نورو زیرمو ته وږی او تږی دی. د سړي جګړې په مهال چې پاکستان د لویدیځ په ګټه سیمه کې کوم رول ولوباوه او په هغې يي له لویديځه کوم رشوت او ګټه ترلاسه کړه، د هغې زیاته برخه پنجاب ته ورسیده او پرهغې یوازې پنجاب بډایه او شتمن شو. په همدې مهال پنجاب د سیمې په یوه اتومي ځواک بدل شو. په دې رول کې د سرتېرو او جنګیالیو پتوګه زیاته ونډه د پښتنو وه . پنجاب په خپل لنډ ګنډ شپيته کلن تاریخ کې له توندلارو مذهبي پښتنو څخه د لنګې غوا کار اخیستی دی . خپله عام پښتانه در په در او خاورې پر سر دي په داسې حال کې چې پنجاب د دې توندلارو په مټ له هر ډول پېښو روغ رمټ او بریالی راوځي او د سیمې په یوه زبرځواک بدلیږي؟ څنګه چې پېښې دا په ګوته کوي، د پنجاب دا ځواکمنتیا په هیڅ ډول د ډیورند کوزې غاړې پښتنو ، بلوڅانو او سیندیانو په درد نه خوري او د دوی په زیان ده . که پنجاب په کور دننه ددغو دریواړو قومونو څخه د خپلواکۍ کوچنی خطر احساس کړي، دغه وسله به ترټولو لومړی د دوی پر ضد وکاروي. د پنجاب په قوت ، وسلوال کیدو او محوریت کې د یادو قومونو بڅرکی ګټه نشته . د پښتنو خو په هیڅ شان مرکز او قبله پنجاب نه شي کیدای ، پښتانه ځانته یو مرکز لري چې هغه کابل دی.

لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د پښتنو په وړاندې د پنجاب د سیاست منځټکی دا دی چې دوی غواړي د انګریز د وخت پشان، پښتانه په څلورو ټوټو کې جلا جلا او بېل بېل وساتي او پر واحد مرکز يي د راټولیدو مخه ونیسي ! طبیعي ده چې د داسې موخې د پلیتوب لپاره د پښتنو په وړاندې پنجاب له هیڅ ډول درواغو، چل ، دوکې ، ګواښ ، شخړې او جګړې څخه ډډه نه کوي . خو د پښتنو په وړاندې ښه نسخه همغه د اسلام له سپيڅلي دین څخه سیاسي ګټه ده چې انګریزانو پنجاب ته په میراث پریښې ده. پښتانه په بل هیڅ شي په اسانۍ نه تېروځي خو کله چې له سیاستونو سره دین ګډوله او واخښل شي، بیانو د دین په نوم پښتانه د هر دوښمن سیاست ته سلامي شوی دي !

لکه څنګه چې ولسمشر کرزی پخپله روستۍ تبصره کې وايي « د شوروي له ړنګیدو او د افغانستان د خلکو د جهاد له بریالیتوب وروسته مو ولیدل چې له دغې وسیلې څخه د افغانستان د ورانې لپاره کار واخیستل شو. د افغانستان پرخلاف د طالبانو تحریک هم د همدغو د لویدیځ او پاکستاني عناصرو لخوا جوړ او د یوې مهمې وسیلې په توګه یې ورڅخه کار واخیست. ښوونځي وسوزیدل، پوهنې ته زیان و رسېد. او اوس ګورو چې په پاکستان کې په ځانګړې توګه د پاکستان په پښتون میشتو سیموکې د طالب په نوم او د طالب له نوم څخه په استفادې ښوونځي سوزول کیږي، ښوونکي وژل کیږي، نجونې او هلکان وژل کیږي چې دا کار لس کاله وړاندې په افغانستان کې پیل شوی و. افغان جرمن انلاین»

البته دلته کرزی نیمګړې او ژوولې خبره کوي او د خپلو جهادیانو له ډاره چې دی ورسره یرغمل دی د نورو وختونو نوم په خوله نه اخلي، خوپه زړه کې پوهیږي چې دغه غمیزه لس کاله نه کیږي چې پیل شوې، بلکې دا د ارواښاد داوودخان له وخته او له هغه وخته چې کرزي صیب خپله پاکستان کې تشریف درلود پیل شوې ده او لا به تر ډېره وخته ادامه لري . « KABUL MUST BURN » چې د ای ایس ای د پخواني مشر اختر عبدالرحمان او ضیالحق غټه هیله وه، له همغه مهال سره تړاو لري.

 د پنجاب لپاره دا مهمه نه ده چې د افغانانو کومه ډله پر کابل حکومت کوي، خو که دلته د افغانانو هره ډله چې د پیاوړي او غښتلي افغانستان د جوړیدو لپاره لاس په کارشي ، پنجاب به يي په وړاندې د جهاد ناره پورته کوي، کله به اووه ډلې مجاهدین ، کله به طالب، کله به ګوډملا او کله به « عراقي پير » د افغانستان پسې رالیږي !

کرزی دا هم په ځای وايي «  د هند له آزادۍ او د پاکستان له جوړیدو وروسته دغه میراث پاکستان ته ورسېد، پاکستان په دې لاره کې خپلې هڅې ته دوام ورکړ خو په سیمه، په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې د افراطیت تشویق او ترویج، خصوصا" په پښتنوکې پر افغانستان باندې د شوروي له یرغل وروسته او د شوروي د ماتې لپاره د لویدیځ او امریکا د مقابلې پرمهال په ډیره شدیده او ناوړه بڼه رامنځته شو. »

خو کرزی دلته هم دا خبره پوره نه شي کولای. اوس خو نه پخواني شوروي اتحاد شته او نه د شوروي پخواني دوستان واکمن دي، نو پنجاب بیا دا ځانمرګي واسکټونه چا پسې رالیږي ؟ باید په څرګنده وویل شي چې د پنجاب، په ټوله کې افغانستان اوافغانانان دوښمنان دي، هغوی ته دا توپير نه لري چې افغانستان کې د چا حکومت دی ! که پر کابل ملاعمر، ګلبدین ، حقاني هم واکمن شي چې اوس پاکستان کې دي او د پنجاب امر او نهي ونه مني پر ضد يي د مجاهدینو او طالبانو بله ډله زیږوي او د خپلې خوښې او ملي ارادې حکومت کولو ته يي نه پریږدي !

دغه راز تګلار د ډیورنډ کوزې غاړې پښتنو سره هم چلیږي . هلته هم د ملي او دیموکراتو پښتنو ګوندونو او مشرانو په وړاندې له ورته چلنده ګټه اخیستل کیږي. ددغو ګوندونو د کمزوري کولو لپاره يي پرون د توندلارواسلامي ګوندونو څخه کار اخیست او نن يي ورته طالبان راپیدا کړل. د ډيسمپر په ۱۰ مه،  د پېښورپه چارسده کې د کالا باغ ډیم  پر ضد په یوه اعتراضي غونډه کې چې د نشنل عوامي پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان هلته وینا کوله، تروریستي برید وشو. په دغه برید کې څو تنه ټپیان شول . دا برید په پراخه توګه وغندل شو چې په غندونکو کې د افغانستان ولسمشر کرزي هم د نورو په سرکې وو.

دا خبره چې دلته او هلته اوریدل کیږي چې په پای کې پنجاب به هم د ترهګرو تر ګواښ لاندې راشي ځکه بې ځایه ده چې پنجاب له بیخ اوبنسټه خپله یو ترهګر دولت دی. په پنجابي دولت کې د ترهګري په کچه کې داسې څه تشه نشته چې هغه دې نور ترهګر ډکه کړي! که د پنجاب د حریم په دغه هغه ځای کې کوم تروریستي برید کیږي، دا له دې ولسې خبرې سره اړخ لګوي چې وايی ګټه په تاوان کیږي، خو داسې زرګري بریدونه د پنجاب بنسټ او ریښه نه شي لړځولای .

په تېر مهال کې د پښتنو د څلورو واړو ټوټو غټه ستونزه دا وه چې دوی په یوه غږ دا غوښتنه نه ده وړاندې کړي چې په یوه واحد مرکز به راټولیږي. دا غږ د کابل نه هم په غوڅه او څرګنده توګه نه دی اوچت شوی او له نورو دریواړه ټوټو څخه هم لکه څنګه چې پکار وه نه دی پورته شوی .

افتاب احمدخان شیرپاوو چې تېر وخت کې د پيپلز پارټۍ یو واکمن مشر تېرشوی او یو وخت د همدې ګوند لخوا د کورنیو چارو وزیر وو چې روسته بیا له هغه ګونده بېل او د شیرپاوو پيپيلز پارټي په نوم يي خپله ډله رامنځته کړه ، د روان کال په اکتوبر کې د وطن د ملي ګوند په نوم د خپل ګوند د نوم بدلولو په مهال وايي « د خېبرپښتونخوا، کراچۍ ، بلوچستان او قباييلو او د ټولې نړۍ د پښتنو د حقوقو ساتنه يې د کړنلاړې مهمه برخه ده، همغه زیرمه »

شیرپاوو د ټولې نړۍ د پښتنو د حقوقو د ساتنې خبره کوي، خو اصلې خبره نه کوي چې هغه تر هرڅه لومړی پر یوه واحد مرکز چې هغه له کابله پرته بل ځای نه شي کیدای، پښتانه راټول شي. ترڅو چې پښتانه واحد مرکز ونه لري، د هغوی د حقوقو د ساتنې پشان د ډېرو ښکلو نوروخبرو کول، هیڅ ځای نه نیسي اوعملي بڼه نه لري . کابل سره تربګني او دوښمني او پنجاب خپله قبله ګرځول، د پښتنو د یوه حق ساتنه نه شي کولای !

دا په نوې بڼه پر پنجاب د پښتنو د راټولو هڅه ګڼل کیدای شي !

دا ډول د ډیورنډ کرښې کوزې غاړې هغه پښتانه چې تر اوسه لا زړه نا زړه دي، هم باید د قبلې پتوګه د پنجاب منل شا ته پریږدي او په څرګند دریځ، د کابل په لور نیت وتړي . کابل هم د ټولو پښتنو د یوځای کیدو غوښتنه باید جدي واخلي او د لروبرو افغانانو د یوه  واحد مرکز پتوګه دا وړتوب ځان کې پيدا کړي . دلته موخه دا نه ده چې دا کارونه دې ټول همدا نن وشي، خو د لرو او برو افغانانو موخه او دریځ باید څرګند او ښکاره وي او د روښانه دریځ په غوره کولو سره امکانات او وسایل چې هدف ته په رسیدو کې مرسته کوي ،هم برابریدلای شي .

د « KABUL MUST BURN » پنجابي تګلار پرځای، باید کابل د لروبرو افغانانو ویاړمنه او پرتمینه پلازمېنه وي !

پای

د ۲۰۱۲ کال د ډيسمبر ۱۵ مه

 

 

December 16th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی