څونه چې دښمن دوکتور نجیب پېژنده ، افغانانو ونه پېژاند
مرادزی مرادزی

جو دانې قدرې یو لال په کې پیدا شي                  نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دی

رحمان بابا      

                                                          

افغانانو د اویا  ــ اتیا کلو په اوږدو کې چې لا پېړۍ نه کېږي ، خپل څو میړني له لاسه ورکړل . د شلمې پېړۍ په دریمه لسیزه کې د هېواد د خپلواکۍ ګټونکی غازي امان الله خان او د همدې پېړۍ په روستیو لسیزوکې شهید داودخان او روسته بیا د هېواد پخوانی جمهورریس دوکتور نجیب الله .

د غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد د خپلواکۍ غورځنګ د هغه وخت د انګریزي ښکیلاک څخه د اسیا د دې سیمې د مېشتو ولسونو لپاره د خپلواکۍ په یوه غښتلي الهام بدل شو . د افغانستان له خپلواکۍ لږ روسته ، د هندوستان له ټولې لویی وچې څخه د پرنګي د واکمنۍ ټغر ټول شو .

همدغه لامل و ، چې انګریزان د اماني غورځنګ په وړاندې لکه ژوبل شرمښ د یرغل په لټه کې شول . د افغانانو دغه بېساری وطنپال غورځنګ یی د توطیو او دسیسو په لوی لویدال « ګړنګ » کې وروغورځاو او افغانان يي د خپل یوه ریښتیني هېوادپال ، روڼ اند او په پرمختګ مین مشر غازي امان الله خان څخه بې برخې کړل !

 په ورپسې څو لسیزو کې ؛ د بېساري ورانیو ، ویجاړیو او د سلګونو وطنپالو له سپکولو ، بندي کولو او وژلو روسته ، د اماني غورځنګ پر ورانو دېرو او کنډوالو د هېواد مینو زامنو بیا د یوه غورځنګ د بنسټ ډبره کېښوده .

خو ژر دا ځل هم ، لومړی د غورځنګ د بېلارې کولو او کږولو او لږ روسته د هغه د بېخي ځپلو لپاره د نړۍ له هر ګوټ څخه نااشنا موجودات او توره بان دېوان راغونډ کړی شول او غورځنګ یی مخکې له دې چې وغوړېږي او د افغانانو هېواد د ودانۍ په لور ورسم کړي ، په یوې نړۍ پټو او ښکاره چلوټو کې له پښو راوغورځاوه !

د غورځنګ مشر دوکتور نجیب الله پر افغانانو د تپل شویو اوږدو جګړو د پایته رسېدو او د افغانانو کورته د سولې ، ورورۍ او پرمختګ د راستنېدو لپاره د ټولو هڅو سره سره ؛ بیا هم د سولې ، پرمختګ او خپلواکۍ  دغو دوښمنانو ، د غازي امان الله خان غوندې په ورته برخلیک محکوم کړ !

که د غازي امان الله خان پر ضد چلوټه کې د بېلګې پتوګه د جلال باد د سراج العمارت غوندې ماڼۍ  او باغ او یا نور بنسټونه ړنګیږي ، خو د ډاکتر نجیب په ضد توطیه کې د دارالامان د تاریخي ماڼۍ سربېره ، د افغانستان پلازمېنه کابل په دایمي اور کې سوځي او اوس هم د ژغورون څرک نه لګیږي!

توره بان دېوانو د بشریت ، انسانیت او افغانیت د ټولو منل شویو نورمونو په خلاف هغه ډاکټر شهید کړاو په دې توګه يي خپل نومونه په تاریخ کې په تورو ټکو ولیکل .

افغانانو دا ځل هم خپل هوښیار ، ځیرک او د وخت په غوښتنو پوه مشر له لاسه ورکړ !

د ملتونو تاریخ خپل مېړنی کله کله زیږوي . د ملتونو د ژوند په سختو شېبو او توپاني حالاتو کې کله چې د یوه هېواد او ملت د ژوند او بقا پوښتنه رامنځ ته کیږي ، مېړني زيږي !

افغانان به د ریښتینو مشرانو د زیږيدو لپاره ، اوږده انتظار کې پاتې شي !

نجیب په همدغسې توپاني حالاتو کې د جلال اباد پر ښار د پنجابي دوښمن پلان شوی تیری مات کړ . نږدې څلور کاله يي په مېړانه او خپلواکه توګه د افغاني ځوانانو پر مټ د هېواد له خپلواکۍ او ملی حاکمیت څخه دفاع وکړه . په ژنیو تړون سره يي د یرغلګر شوروي د پوځونو د وتونلار چمتو کړه او د دلوې ۲۶ مه ( د فبروري ۱۵ مه ) يي په افغاني ویاړ او برم سره ، د افغانستان د ژغورون ورځ ونوموله !

په دې توګه نجیب په بیخي لنډ وخت کې دوه بهرني یرغلونه یو يي د پنجاب یرغل په پوځي څوک ورمات کړ او بل يي د شوروي یرغل په سیاسي هوښیارتیا او ځېرکۍ سره رفع اودفع کړ .

ټيټ مې بوله غورځنګ راباندې مکړه                زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم

راځۍ چې د دوکتور نجیب الله د شهادت د دیارلسم تلین د لمانځنې په وخت ، د هغه د شخصیت په اړه د ځینو نورو شخصیتونو خبرې د بېلګې په توګه راواخلو :

« شهید دوکتور نجیب  د خوشحال خان د شعر هغه مېړنی دی چې هم په سندرو کې یادېږي او هم په ویر کې :

ګل ګټنه ده د تورې             که کابل دی که کشمیر

مېړني دي چې یادیږي                  په سندرو یا په ویر 

ډاکټر نجیب له باچا خان نه پس یو داسې پښتون شخصیت و چې د ټول پښتون قوم د راټولولو لپاره یی د ژوند تر اخرې سلګۍ پورې مقابله وکړه.........ډاکټر نجیب د پښتون وحدت په هکله یو کمیټد انسان و » د ډاکټر سید عالم محسود له قوله  

« زه په دې عقیده یم او ډېر خلک به زما سره هم ملګري وي چې د ډاکټر نجیب د هلوځلو او پلان اساسي ټکی دا و چې هېواد او هېوادوالو ته له کمونیستانو او مجاهدینو دواړو څخه نجات ورکړي. منم چې نجیب غوښتل وخت کمایی کړي ، مګر ددې لپاره نه چې د خپل ځان او ګوند اقتدار ته زمینه مساعده کړي ، بلکې ددې لپاره چې د یو بېطرفه قوت د راتلو لپاره شرایط مساعد کړي . په دې کې هېڅ شک نه شته هغه حاضر نه و چې قدرت مجاهدینو ته وسپاري ، ددې لپاره نه چې ګنې هغوی ده خپل رقیبان ګڼل ، بلکې هغه د دوی د خوی او بوی سره ښه اشنا و . .....باید ووایم چې خلقیان د نجیب مخالف وو ځکه چې هغه د دوی په نظر یو پرچمي و او پرچمیان د هغه مخالف وو ځکه چې هغه یو پښتون و » ښاغلی سورګل له قوله

دوکتور نجیب د ځان لپاره هېڅ شي نه غوښت . د هغه یوازینۍ هېله دا وه چې څنګه هېواد د جګړې له دوام څخه وژغوري . د افغانانو د واک تشه رامنځ ته نه شي او هېواد منځنیو پېړیو شا تګ ته ټیل نه وهل شي . د همدې موخې لپاره هغه د افغان ملت او نړیوالو سترګو په وړاندې د ملګرو ملتو د استازیتابه په ژمنتیا له واکه تېر شو او استعفا يي وکړه .

هغه ظهور رزمجو ته چې یو وخت د وطن ګوند د مشرتابه ډلې غړی و ، ویلي و : زما له خوا اجازه لرې چې د پرچمیانو د یوې ډلې د مشر ببرک کارمل او د خلقیانو د مشر صالح محمد زیري سره وغږیږي ، که چیري دوی چمتو وی چې د هېواد د ژغورنګ بېړۍ په ګډه له توپانه وباسو . څنګه چې روسته بیا ښاغلی ظهور په یوه مرکه کې وویل : « په یوه ناسته کې ډاکټر نجیب کارمل ته مخ ورواړاوه ، زه چمتو یم د ګوند ټول فعالیتونه تاته وسپارم . په یوې ګوندي اعلامیی باید کاروشي او هریو باید د رادیوــ تلویزیون له لارې د ګډې اعلامیی په اړه خبرې وکړو او ګډ تصمیم اعلان کړو»

خو پيښو وښوده چې کارمل له دوکتور نجیب او د هغه وخت له دولت سره نه یوازې دا چې په ګډه نه ولاړ بلکې د رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ، نظارشورا او نورو افراطي اسلامي تنظیموسره یو ځای یی د هغه دولت پر ضد کودتا وکړه او په هېواد کې یی د روستیو خونړیو جګړو لپاره لاره اواره کړه. دغه ډلې ټپلې چې روسته بیا په شمالټلوالې کې سره یوځای شوې ، د دوکتور نجیب او د ده د دولت هغه بریاوې چې په پوځي ډګر کې يي له پنجابه او په سیاسي ډګر کې يي له پخواني شوروي څخه ترلاسه کړې وې ، د شا لخوا په ګوزار له منځه یووړې . په هېواد کې يي سیاسي تشه رامنځ ته کړه او د کورنۍ جګړې بنسټ يي کېښود .                

« دوکتور نجیب الله افغانانو دومره  ونه پېژاند ، څومره چې د افغانستان دوښمنانو پېژندلی و .....اګر چې هغه د ملي تعصباتو او تنګ نظریو نه پاک او اوچت وو خو د پښتنو د یوه عظیم شخصیت په توګه د هغه ژوند او کارنامې د پښتون قوم له افتخاراتو څخه دي . هغه د استعمارګرانو له خوا د پښتنو سره شویو ناخوالو باندې ښه پوهېده او د پښتنو د سیاسي خپلواکۍ ، اقتصادي ترقۍ او پرمختګ لپاره يي ډېر سپيڅلي حالات او منصوبې لرلې . هغه چې د افغانستان د صدر په توګه په ۱۹۹۰ کال کې د ملګرو ملتو د جنرال اسامبلې په غونډه کې په خپله ملي ژبه پښتو کې تقریر وکړنو دا د متحده قومونو په تاریخ کې د پښتو ړومبی تقریر و .همدا رنګه چې د پخواني شوروي د خلابازانو سره یوځای تلونکی افغان خلاباز عبدالاحد مومند د خلا له جهاز څخه داکټر نجیب الله سره په پښتو کې خبرې وکړې پښتو ژبه د نړۍ په هغو ژبو کې شامله شوه چې د خلایی جهاز نه پرې خبرې شوې دي »  ښاغلی افراسیاب خټک له قوله .

«  وخت به خپله څرګنده کړي چې چا د هېواد لپاره څه وکړل » د ارواښاد دوکتور نجیب الله له قوله.

اخځونه :

ــ وطن یا کفن کتاب څخه : د نورالبشر نوید لیکنه


September 26th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات