افغانستان ته د الوتکو ورکړه او د پنجاب منډې !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د روان کال د اپریل په ۱۳ مه د افغانستان دفاع وزارت په یوه څرګندونه کې وویل « د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان هوايي ځواک ته د پنځوس الوتکو په شمول دې وزارت ته سلګونو ملیون ډالرو په ارزښت راز راز وسلې ورکړي . د افغانستان دفاع وزارت ته د امریکا په مرسته کې ۴۵ زره میله سپکې او درنې وسلې او ۱۴۰ پوځي نقلیه وسایط لکه زغرګاډي شامل دي . د دفاع وزارت سرچینې وايي چې له افغانستان سره د امریکا له لوري مرسته شوې الوتکې ترانسپورتي څرخکې دي چې ارزښت یې زر ملیون ډالرو ته رسېږي. »

وسمهال د افغانستان اردو هیڅ هم لاس کې نلري . د پوځي چارو افغاني کارپوهان تل د ملي اردو دا اړتیا په ګوته کوي ، خو داسې غوږونه چې دا غوښتنې واوري او په تېره بیا  هغه پلي کړي کاڼه دي. 

په ۹۰ یمو کلونو کې د افغانستان ملي اردو د پنجاب او د سیمې نورو هېوادو په لمسون تس نس شوه.

اوس هم څوک  د هغو الوتکو ، ټانکونو او نورو ډول ډول پوځي وسلو په اړه چې د رباني په مشرۍ د مجاهدینو دولت پنجاب ته سوغات کړی او ډېري يي اوس هم د پنجاب په واک کې دي ، پوښتنه نه کوي ؟  

که څه هم دا الوتکی چې افغاني اردو ته ورکړل شوي جنګي نه دي او یوازې ترانسپورتي څرخکې دي او ملي اردو له ترانسپورتي څرخکو سربېره جنګي الوتکو ، ټانکونو او نورو درنو او سپکو وسلو ته چې افغانستان د سیمې هېوادو له پوځي توان سره هم انډول کړي زیاته اړتیا لري ، خو بیا هم دا مرسته د افغانستان د ملي اردو په سمبالښت کې لومړی او مهم ګام ګڼل کیږي .

پنجاب پوهیږي چې د افغان ملي اردو پیاوړتیا او کابل کې غښتلی ملي دولت سیمه کې د پنجاب د میلیتیاریستي او شوونیستي ګټو پر وړاندې خنډ کېدلای شي ، نو طبیعي ده چې دا سې خبر پنجاب لپاره بدشګومه زیری ګڼل کيږي .

بلخوا دې روستیو کې امریکي سره د افغانستان ستراتیژیک تړون په اړه  په رسنیو کې تودې خبرې کیږي ، دې خبرو هم پنجاب د تړون د منځپانګې په اړه شکمن کړی او په دې لټه کې دي چې کابل کې د ځینو افغان چارواکو خولې بوی کړي او د تړون د منځپانګې په اړه  ترینه څه راواخلي .

همدارنګه د اپریل په ۱۴ مه  د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن «  برلین کې د ناټو د بهرنیو چارووزیرانو په غونډه کې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې د کار اخیستلو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل چې له دې څخه به طالبان سیاسي ګټه پورته کړي . د برلین په غونډه کې د ناټو او د هغو هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو ګډون کړی چې افغانستان کې پوځیان لري » .

داسې خبرونه هم پنجابي واکمنان وارخطا کوي او دې ته يي اړ باسي هرې خوا لاس او پښ واچوي .

همداراز تېره اوونۍ د پاکستان د استخباراتو ( ISI ) مشر جنرال شجاع پاشا امریکا متحده ایالاتو ته په سفر تللي وو . نوموړي ښايي د پنجاب د لومړي وزیر سیدیوسف ګیلاني او د بهرنیو چارو د وزارت هغه پيغام ځان سره وړی وي چې هغه کې د اپریل په ۱۳ مه  د یوې میاشتې ځنډ روسته پر پاکستان د امریکا د بې پيلوټه الوتکو بیا له سره حملې غندل شوي وې .

 « یوه جګپوړي امریکايي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، پاکستان پرقبایلي سیمو د امریکا پر توغندويي حملو انتقاد کړی خو د سي آی اې رييس لیون پانیتا پاکستاني استخباراتي چارواکو ته ویلي چې د دوی مسوولیت دا دی چې د امریکا پر متحدو ایالتونو د حملو مخه ونیسي.

 

دغه مقام همداراز وویل چې ښاغلي پانیتا د پاکستان د استخباراتو رييس جنرال شجاع پاشا ته په زغرده وویل چې د دوی اصلي او اساسي دنده د امریکایانو ساتنه ده، او هغه عملیات به ونه دروي چې د دې هدف لپاره کېږي. »

پنجابي چارواکي چې سیمه کې له نورو مخکې د سیاسي شمال لوری پيژني د څو روستیو اوونیو ــ ورځو په اوږدو کې د پېښ شوي اوښتون بدلون په اړه غواړي هر څه تر خپل څار او سترګو لاندې وساتي .

پنجاب په سیمه کې یوخوا د ګوښه توب او د لویدیځ  په تېره بیا د امریکا له لورې د پیسو بوجیو د درېدو او په ستراتیژۍ کې د لاندیتوب او پریوتوب له ډاره او بلخوا افغانستان ته د هغه ارزښت په انتقال کې چې په سیمه کې پخوا پنجاب لوباوه ، هر څه ته د شک او کرکې په سترګه ګوري .

کابل ته د پنجاب د لوړپوړو چارواکو په منډه تګ راتګ له پورته یادو شویو خبرو سره نږدې تړاو لري .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې « د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، لوی درستیزاشفاق کیاني، د آی ایس آی ريیس برید جنرال احمدشجاع پاشا او نور پاکستاني چارواکي د پاکستان د هوايي ځواک په دوو الوتکو کې کابل ته لاړل. له ښاغلي ګیلاني سره په دې سفر کې د پاکستان د باندنیو چارو وزیره هینا رباني کهر، د کورنیو چارو وزیررحمان ملک ، د مالیې وزیرعبدالاحفیظ شیخ او ګڼ نور چارواکي ملګري وو .

طالبانو سره سوله، تجارتي او امنیتي چارې ، له ولسمشرکرزي او نورو افغان چارواکو سره د پاکستان د صدراعظم، د دغه هیواد د لوی درستیز او د استخباراتو د رييس د خبرو په اجنډا کې مهم شامل موضوعات وو .

په پاکستان کې د قدرت دغو درو ستنو، چې عموماً په یووخت کابل ته نه دي تللي او نه یې په یو وخت له ولسمشرکرزي سره کتلي، همداراز د سولې د عالي شورا له غړیو او افغان سوداګرو سره وکتل.»

د سفر د پورته څو رنګې او څو مخیزه اجندا تر څنګ ، پلاوې له ځان سره بل وړاندیز هم درلود .

«  افغانستان او پاکستان له طالبانو سره د خبرو له لارې د افغانستان د لس کلنې جګړې د پایته رسولو لپاره خپل منځ کې د ګډ کمیسون د جوړولو پرېکړه وکړه. تر دې پخوا هم د دواړو خواوو ترمنځ یو ګډ کمیسون موجود و خو دا کمیسون به له هغه سره توپیر لري او د دواړو هیوادونو جګپوړي پوځي او ملکي چارواکي او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني به پکې غړیتوب ولري. »

د دواړو خواو تر منځ د سولې پخواني کمیسیون ښايي د سولې په راوستلو کې له دې کبله بریالی نه و چې پخواني کمیسیون کې برهان الدین رباني غړیتوب نه درلود . اوس چې د سولی نوی کمیسیون کې دا نیمګړتیا لری شوی او هغه د رباني په غړیتوب رنګین او ښکلی شوی ، د کرزي او ګیلاني دواړو خواو څخه يي د بریالیتوب په اړه تودې هیلې څرګندې شوې !

دلته Negativism ته اړتیا نشته ، لروبر ټول افغان د سولې په اړه هیڅ زیار او هڅه چې د هر چا لخوا وي نه ردوي خو د پخوانیو سوګند خورو ، سوله دوښمنو او معامله ګرو څخه د سولې تمعه د وخت ضیاع او د جګړه ځپلو افغانانو په سترګو کې بیا هم شګې پاشل دي .

د ډېرو په اند کابل ته د لوړپوړو پنجابي چارواکو په بېړه راتګ بیا هم د کابل او نړیوالو د ذهنیتونو د تېرایستون په نیت ترسره شوی او د سولې په اړه د پنجابي چارواکو ښکلې جملې او وعدې د هغه زړو بیا تکرار دی .

 د افغانستان ولسمشر کرزی وايي « د پاکستان د لومړي وزیر پرونۍ څرګندونې ښۍ چې ددغه هېواد د چارواکو په چلند کې هغه څه چې موږ پخوا ازمایلي وو ، یو عمومي تغییر لېدل کیږي . د امنیت د ښه توب لپاره وړاندیزونه چې موخه يي افغانستان او پاکستان دواړو کې د امنیت ټېنګېدل دي ، موږ هم په داسې وړاندیزونو کار کوو . یاني داسې روڼتیا چې پخوا نه وه ، له نیکه مرغه اوس رامنځته شوې »

خو په همداسې مهال د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني بیا « پاکستان کې د ترهګرو د اډو شتون ردوي او وايي چې پاکستاني ځواکونه له داسې کسانو سره د پولې په برید د جګړې په حال کې دي »

اوس هم خبره په همغه برید ده ، که پاکستان په کور دننه د ترهګرو اډې نه تړي او د مرګ او ورانۍ لپاره بیا بیا ترهګر افغانستان ته رالیږي چې روستۍ بېلګې يي کونړ ولایت کې د قومي مشرانو او کندهار کې د هغه ولایت د امني قومندان او نور پولیسو وژنه ده ، د هغه هېواد غوړې خبرې د افغانانو ټپونه نشي رغولای !

د پنجاب لخوا دا ټولې منډې ترړې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په درشل کې کیږي .

دا مهال به پنجاب ته غوڅ پیغام دا وي چې د کېدونکې لويي جرګې لخوا ستراتیژیک تړون کې په یوه یا بله بڼه داسې ماده قید شي :

دې خبرې ته په پام  چې د ډیورند تپلې کرښه جعلي او د افغانانو په ګټه د افغانستان ختیځو پولو ته د ځمکنې بشپړتیا د ملي داعیي له حل پرته ، هیڅ تړون په افغانستان ، پاکستان او سیمه کې سوله او امنیت نشي ټینګولای ، لويه جرګه افغانستان ختیځو پولو ته د ځمکې بشپړتیا ملي داعیه ، د تړون د لاسلیک د یو شرط پتوګه ګڼي او له مقابل لوري غوښتنه کوي چې ددې ملي داعيي ملاتړ او د هغې په حل کې هراړخیزه مرسته وکړي . 

که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه

د لیندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي

اخځونه :

 ــ افغان جرمن انلاین او تاند بریښناپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۱۷ مه


April 18th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات