دوهم بن کې نه ګډون به، پاکستان نور هم ګوښه کړي !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

       په مومندو ایجینسۍ کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د ناټو روستي برید ، پاکستان تر جنون کچې پورې وارختا او سرسام کړی دی . پاکستاني چارواکی تر دې ګړۍ داسې انګیري چې د افغانستان او نړیوالو په وړاندې د دوی په دوه مخي دریځ او ستراتيژۍ څوک نه پوهیږي او ټول ناخبره دي . نړۍ ته وايي چې د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې ریښتیني او درسره ملګری یوو او ترهګرو ته وايي شاباس افغانستان او د هغه ملاتړی د ماتې په درشل کې دي مه وارختا کیږۍ ، پرماشه ګوتې نورې هم ټينګې کړۍ ، د چین او روسيي مرستې هم په لاره دي ، په جګړه کې بری خامخا زموږ په برخه دی !

د پاکستان دا دوه مخې لوبه په وطني او ساده ژبه د تنځرې ( زرکه ) هغې نندارې ته ورته ده چې کله دا مرغۍ ښکاري وویني ، له ډاره او د ښکاري د تېرایستلو لپاره سر پر خاورو ومنډي او نور بدن يي له خاورو بیرون او ښکاري ته له ورایه مالومیږي ، خو مرغۍ تمه لري چې ښکاري يي نه ګوري !

پاکستان غواړي د ترهګرو ملاتړ چې اوس د هر چا او هر عرب عجم د خولې خبره ګرځېدلې ، د مومندو ایجینسۍ پر پوستو د ناټو د روستۍ برید په پلمه په تبلیغاتي شور او زوږ کې پټ راونغاړي .

په دې تبلیغاتي شرغوبل کې د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او بهرنیو چارو وزیرې سربېره ای ایس ای ، پوځي واکمنان ، مذهبي توند لاري او سخت دریځه تنظیمونه او رسنۍ په ګډه په یوه خوله په چیغو او کوکارو سر دي .

د هیښتیا او خندا وړ خو دا ده چې د پاکستان سره په ساندو او ویرنه کې په اصطلاح ځیني افغاني تنظیمونه چې افغانستان کې د جګړې په ډګر د پنجاب د پوځ مخکښه ډلګۍ جوړوی او د دوی رسنۍ ، کاتبان او لیکونکي هم یوځای غبرګې اوښکې تویوي !

پاکستان پر خپلو پوځي پوستو د برید په پلمه چې هغو کې د ISI مامورین ځای په ځای شوي وو د غچ پتوګه څولارې وکارولې :

لومړی دا چې امریکا به بلوچستان کې د شمسي هوايی اډې څخه په دوه اوونیو کې خپل ځواکونه باسي . « پاکستان په خپله خاوره کې د شمسي او د سند ایالت د جېکب اباد په شمول درې اډې امریکايي ځواکونو ته ورکړي. امریکايي پوځیان ډېر ځلي له دغو اډو په افغانستان او دغه راز د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پېلوټو الوتکو په وسیله حملې کوي. »

همدارنګه له ناټو او ایساف سره د هغې موافقې د فسخه کېدو فیصله وشوه « چې د روان ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې شوې وه. دې موافقه کې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته اجازه ورکړل شوې چې د پاکستان له لارې اکمالات کولی شي . تاند »

بلخوا د ګران افغانستان څخه په رانقل « د کابیني په هغه غونډه کې چې د هغه هیواد د لومړي وزیر رضا ګیلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ، د پاکستان دولت اعلام وکړ چې د افغانستان په اړه په هغه نړیوال کنفرانس کې چې راتلونکې اوونۍ په بن کې جوړیږي ، ګډون نه کوي . »

 

افغان ډېری شنونکي په دې اند دي چې پنجاب به د غچ پتوګه په کور دننه افغانستان کې خپل پوځي بریدونه نور هم زیات کړي .

ویل کیږي د پېښور پولیسو د همدې پېښو په تړاو «  په بيلا بیلو ځايونوکې گڼ افغانان نيولي پر دغوافغانانو تور دې چی د محرم په میاشت کې په ښاري سيمو کې گرځي ، تر دې دمه گڼ افغانان نيول شوي او ور څخه يې په یو او بل نوم پېسې اخستې دي . »

پاکستان په دغو او نورو اقداماتو سره غواړي ، د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس په وړاندې خنډونه رامنځته کړي . که د مومندو ایجینسۍ پر پوستو د بمبارۍ دا پلمه هم نه وای ، پاکستان به ددې کنفرانس د نوم بدۍ او ناکامۍ لپاره له ډېرو نور پلمو څخه هم کار اخیستی وای .

د جرمني رسنيو د پاكستان په اړه ويلي چې دا هیواد «  د ترهګرۍ ضد جګړه كې ريښتنى ملګرى نه دى او د ناټو لخوا يې د خپلو پوځيانو وژنه په دوهم بن كې د نه ګډون لپاره پلمه ګرځولې ده ، چې د افغانستان په اړه د دې نړيوالې غونډې د ناكامېدلو احتمال هم وركولاى شي.  خدمتګار ، د نومبر لومړۍ »

بلخوا دي وېلټ ورځپاڼې د اکتوبر په ۳۰ مه ګڼه كې ليكلي«  د پاكستان په څېر مهم ګاونډى چې افغانستان کې د وسله والو ملاتړ كوي، په دوهم بن كې يې نه ګډون يوازې د ناټو په بمبار كې د ۲۸ پوځيانو د وژلو له امله نه دي بلكې له دې پېښې مخكې يې هم ددې هیواد اړیکې له ناټو سره سمې نه وې.  همغه سرچینه »

خو د جرمني بله ورځپاڼه برلېنر زيتونګ ليكي « د دوهم بن غونډه كې به كوم مهم شى پېښ نه شي او د نورو لويو پېښو په څېر به يې مهمه پايله دا وي چې افغانستان ته به يې کمه ګټه ورسيږي او د پاكستان ګډون او نه ګډون به كوم بدلون په كې را نه ولي.  »

پاکستان په دې لامل هم ښايي د بن کنفرانس کې ګډون ته زړه نه وي ښه کړي چې نړیوال ورته ونه وايي چې د ترهګرو سره په مبارزه کې د دوه مخي توب پرځای ریښتینی سیاست پلي کړي او په دې برخه کې له پاکستان څخه تازه ژمنې ونه غواړي .

خود تازه مالوماتو له مخې « پاکستان نن خپل دریځ نرم کړ او ویې ویل چې که امنیت ته یې تضمین ورکړای شي د بون په کنفرانس کې د نه ګډون کولو پر پرېکړه به له سره غور وکړي . تاند ، د اکتوبر ۳۰ مه »

د امنیت تضمین دلته پاکستان په ګونګه ژبه بیانوي او تفسیر يي نه وړاندې کوي خو که د امنیت له تضمین څخه د پاکستان موخه داوي چې نړیوال ، پاکستان کې د ترهګرو ځالې په رسمیت وپيژني او په دې اړه افغانستان او نړیوال نوره نیوکه و نه کړي ، دا هیواد به دا ارمان ګور ته یووسي .  

ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ او خپله خاوره کې د ترهګرو روزل او افغانستان ته د ورانۍ او وژلو لپاره لیږل هغه څه دي چې د څو لسیزو راهیسې د پاکستان لخوا ادامه لري او ددې هیواد ستراتیژی جوړوي ، ترڅو چې دا هیواد ترهګرو څخه د ملاتړ ستراتیژي بدله نه کړي ترهغو پورې پاکستان ته د هیڅ تضمین ځای نه پاتیږي .

پاکستان د امنیت تضمین هغه مهال ترلاسه کولای شي چې په کور دننه د ترهګرو ټولې اډې وتړي ، افغانستان کې د ستراتیژیک کنډو له غوښتنو تېر شي ، ګاونډیانو په وړاندې د وسلوالو تېریو او لاسوهنو ډډه وکړي او په روغه سره ګډ ژوند او متقابلو ګټورو همکاریو ته مخه وکړي .

ژمی تیریږي او د سکرو توروالی پر دیوال پاتیږي .

دوهم بن کې نه ګډون به، پاکستان نور هم رسوا او ګوښه کړي !

 

د ۲۰۱۱ کال د نومبر لومړۍ

  


December 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات