د تړونونو په وړاندې د ګاونډیو د غچ ګواښونه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

        

افغانستان د ملګرو ملتونو د دایمي غړي او د خپلواک او مستقل هیواد په توګه په روستیو کې له هندوستان ، فرانسې ، ایټالیا ، انګلستان او د روان کال د مۍ په دوهمه له امریکا سره ستراتیژیک تړونونو لاسلیک کړل او ټاکل شوې چې د شیکاګوکنفرانس په درشل کې به له جرمني، استرالیا ، ناروي او بلجیم سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړي .

د دې تړونونو په لاسلیک سره افغانستان په جنوبي اسیا کې د وراکاوي او ګوښه توب له هغه ګړنګ څخه چې د سیمې ځیني هیوادو او په تېره بیا سراښو ګاونډیانو پاکستان او ایران هلته ورغورځولای وو، راووت او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ په ډير لوړ دریځ کې چې د افغانستان له تاریخي شان او برم سره ښايی، بېرته د خپل ځای او حیثیت خاوند شو .

په تېرو څولسیزو کې افغانستان په کور دننه ، په ځانګړی توګه د پاکستان او ایران ډول ډول توطيي ، لاسوهنې او تیري پرځان تجربه کړل . افغانانو ددغو هیوادونو په هڅونه او لمسونه کورنۍ جګړه او د هغې خونړۍ پایلې ولیدې . په نړۍ کې يي د یوازیتوب او ګوښه توب ترخه مزه وڅکله . پر ټوله نړۍ شیندلی ، کډوال او مسافر شول. په سیمه او نړۍ کې يي د بېکسې، بېوزلۍ ، خوارۍ او سپکاوۍ یادګړې (خاطرې ) لا اوس هم دماغونه ځوروي .

خو که دا اورونه ډېر لمبه یز اوسوځانده وو ، د افغانانو د کوردیوالونه يي ښه پاخه کړل . اوس ژمی تېر شو او د سکرو توروالی یوازې پر دیوالونو پاتې ښکاري !

افغانان خپله سیمه او دوه ګاونډیان ایران او پاکستان نور نه غلطوي او ددې سراښو هیوادونو په دوکو، چلوټو او توطیو بیا نه تېروځي . 

نن بیا هم ، نړیوال ډګر کې د خپل ځای نیوي او پر نړیوال دریځ د افغانستان بیا ځلیدا ددې هیواد د سیالانو ، مخالفینو او دوښمنانو په زړه نه ځاییږي نو ځکه په یوه ناسپيڅلي اتحاد کې ددې ویرژلي خو ویاړلي هیواد په وړاندې نوي سنګرونه نیسي او د ټولو په سرکې ایرانیان او پنجابیان د تبلیغاتي جګړې لپاره په مورچلو کې ځای پرځای کیږی !

لکه څنګه چې څرګنده ده ، په سیمه او نړۍ کې افغانستان یوازیني هیواد نه دی چې د وخت د غوښتنو او خپلو اړتیاوو پر بنسټ له نورو دولتونو او حکومتونو سره لنډ مهاله یا اوږد مهاله تړونونه لاسلیکوي. داسې تړونونه پاکستان له چین ، روسيي او نورو هیوادونو سره هم لاسلیک کړی دي . پاکستان د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې چین سره د اتومي ملګرتیا یو تړون لاسلیک کړ . د رویتر د خبر له مخې د ۲۰۱۰ کال په دیسمبر کې « چین او پاکستان دیارلس اقتصآدي قراردادونه لاسلیک کړل. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان وايي چی چین موافقه وکړه چی د سیلاب ځپلو سره د مرستی په خاطر پاکستان ته ٢٢٩ میلیون ډالره ورکړي او هم ۴٠٠ میلیون ډالره نور ورته د قرضی په توګه ورکړي . د اطلاعاتو وزیر وویل چی چین به په ٣٦ پروژو کی د پاکستان سره مرسته وکړي چی مجموعآ د ټولوو دغو پروژو ارزښت به ١۴ میلیارد ډالره وي.»

پاکستان له تاجیکستان سره د بریښنا او ترکمنستان سره د غازو په اړه هم بېلا بېل تړونونه لري او روسيي سره يي هم په روستیو کې ځیني تړونونه لاسلیک کړیدی .

همداراز په وسلو، اتومي پراختیاوو او نورو برخو کې ایران له روسيي سره هم ډول ډول تړونونه لري. اوس چې ایران د نړیوالې اتومي انرژۍ اداري له خبرتیا او څارنې پرته په غلا او پټه سره اتومي وسله جوړوي او هغې ته پراختیا ورکوي ایا د افغانستان سفیر په ایران کې دا خبره د ایران په پارلمان کې راپورته کړه ؟

بل پلو افغانستان پر لویدیځ سربېره، له چین سره هم خپلمنځی اړیکې او تړونونه لري . د ازادۍ راډیو د خبر له مخې د ۱۳۸۹ کال په وري میاشت کې افغانستان او چین « د اقتصادي او تجارتي همکاریو موافقې لاسلیک کړې او ژمنه یې وکړه، چې سیمه کې به د امینت ساتني لپاره همکاري زیاتوي . دغه موافقې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د هغه چینایي سیال هو جین تاو ترمنځ له خبرو وورسته لاسلیک شوې.»

افغانستان له چین سره په لوګر ولایت کې د عینکو د مسو کان تړون لري او د امو سیند د تیلو د ډنډ قرارداد هم چین ته ورکړل شوی .  

د هیوادونو تر منځ  په بېلا بېلو چارو کې د تړونونو لاسلیک ، د اوسنۍ نړۍ او وخت غوښتنه او دود دی . افغانستان نن تر بل هرهیواد زیات داسې تړونونو ته چې هیواد کې د سولې او امنیت په ټیکاو او ملي پرمختیا کې مرسته وکړي، اړتیا لري .

افغانستان کې د څولسیزو جګړو او د ګاوڼدیانو پرله پسې لاسوهنو، د هیواد د ملي اقتصاد اډاڼه ویجاړ کړې. د کرهنې ځمکې شاړې شوي ، د اوبخور سیستم نړیدلی او مالداري له منځه تللې . د سوداګرۍ لارې او سرکونه وران شوي او په بمونو الوتي . ملي اردو او اداره تس نس شوې او د هیواد لوڼو او زامنو ته د زده کړي او پوهنې تاسیسات له یو مخې ړنګ شوي .

افغانستان خپله ملي خزانه کې، د دومره پراخې ورانۍ د بیا رغونې او جوړولو لپاره وسایل ، امکانات او پیسې نلری . همدارنګه افغانستان د بیا رغونې لپاره ملي کادر ته اړتیا لري چې هغه باید وروزل شي خو روزل يي لګښت غواړی . په دې او داسې ډېرو نورو برخو کې افغانستان اړتیا لري چې د نړۍ له ډېرو هیوادونو څخه مرستې ترلاسه کړي ترڅو خپل هیواد بیا پرې ورغوي . خو د مرستو تر لاسه کولو  لپاره له دې هیوادونو سره تړونونو ته اړتیا ده او بل پلو دا به افغانستان ټاکي چې کوم هیواد سره د څه شي په برخه کې تړون لاسلیک کړي !

لکه څنګه چې افغانستان بیا بیا اعلان کړی ، د نړۍ له هیڅ هیواد سره د افغانستان تړونونه ، د دریمګړي او ګاونډیانو امنیت ته د ګواښ په موخه نه دي لاسلیک شوي بلکې په تړونونو کې د افغانستان خپلې اړتیاوې، ځای شويدي .

بل پلو که ګاونډیانو په تېره بیا پاکستان او ایران د افغانستان امنیت نه ګواښلای او د ګاونډیتوب ښه شالید يي درلودای ، افغانستان به د لویدیځ او ختیځ سره د تړونو لاسلیک ته په تیره بیا د امنیت په برخه کې اړتیا نه درلوده . نن هم د ګاوندیانو لاسوهنې او تیري ادامه لري . دا چې روستیو کې په کابل  د ایران سفیر د مشرانو د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار سره د پيژندګلو د ناستې په وخت ، لکه څنګه چې مسلمیار وايي « د ايران استازي غوښتنه کړې وه چې د افغانستان ملي شورا دې دغه تړون نه تصويبوي چې غوښتنه يې په کلکه رد شوه. »، موږ افغانان خپل هیواد کې د تیر پشان د ایران ښکاره لاسوهنه بولو .

ایراني چارواکو دا هم ویلي چې د داسې تړونونو په ټس او غچ کې به په ایران کې میشت افغانان له ایرانه وباسي .

البته د ایران داسې غوښتنې پخوانۍ مخینه لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ګڼل کیږي . اوس افغان دولت ته پکار دي چې د ایران سفیر په افغانستان کې د داسې لاسوهنو په جرم ، له افغانستانه وشړي .

همدارنګه د نووستي خبري سرچینې څخه په نقل د فارس په رپوټ ، د روسیي بهرنیو چارو د وزارت رسمي ویاند الکساندر لوکاشوویچ اعلام کړه چې افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال روسته د امریکا او ناټو د پوځي اډو پورې د اړوند چارو څرنګوالی، د روسیي ګټې تر خپل اغیز لاندې راولي .

بلخوا پاکستان کې هم پوځي او استخباراتي چارواکي، که څه هم دولت يی په رسمي توګه تر اوسه په خوله چوپ دی، له داسې تړونونو څخه خپله کرکه او نفرت نه پټوي او ځان پورې تړلې افغاني ترهګرې کړۍ لمسوي چې د داسې تړونونو په وړاندې غوغا پورته کړي . پاکستان به په کور دننه د افغانانو په ترانزیت مالونو بندیز لګوي، د خپلو روزلو ترهګرو په مټ به افغانستان کې تازه وژنې کوی، ښوونځي به سوځوی او نورې ورانۍ او ویجاړۍ به پلانوي او په دې بڼه به د تړونونو د لاسلیک غچ اخلي .

ټول هیوادونه د ځان په ګټه کې دي ، خو کله چې افغانان خپلې ګټې پالی ، له هر خوا پرې غورځنګونه کیږی !

د ۲۰۱۲ کال د مۍ ۸ مه

    


May 9th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات