په تورتم کې د پښتنو د ساتلو هڅې !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

               

 له بده مرغه په پښتنو کې ځینې مختازي او په څه پوه کسان په ناخبره او یا باخبره توګه غواړي له حالاتو څخه یو کرکجن ، ډاروونکی او سرچپه انځور جوړ کړی او بيايي پښتنو پرګنو ته له اوښکو ډکو سترګو سره یوځای مخې ته کښیږدي .

که څه هم حالات د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د پښتنو لپاره له بریده وتلي پیچلي او ترینګلي دي خو له دې سره سره که حالات نور هم په اړولی ډول تفسیر شي او د ننګونو د علتونو د ښودلو پرځای پر معلولونو تکیه او ډډه وشي، د ستونزو د کمښت او حل پرځای به کړکېچ او ستونزې نورې هم زیاتې او پر اور به د تېلو د پاشلو په مانا وي .    

 یو شمېرکسان په ښکاره پښتنو سره د زړه سوي او خواخوږۍ په پلمه لیکنې کوي ، بحثونه کوي ، څېړنې او شننې کوي، په راډیوګانو او تلویزیونو کې تبصرې کوي او غونډې جوړوي خو په دې ټولو کې پښتانه د روغې جوړې پرځای تاوتریخوالي ؛ د قلم او کتاب پرځای ټوپک او ځانمرګي بریدونو ؛ سیمې او نړۍ سره د روغو او ګټورو اړیکو پرځای تربګنۍ او مقاومت او په کور دننه د قانون او نظم د رعایت پرځای ګډوډۍ او انارشۍ ته هڅوي . دوی په حقیقت کې د طالبانو او نورو مذهبي توندلارو کړو وړو ته تیوریک بنسټ ږدي او غواړي پخپل اند د نیمه منطق او بشپړه سفسطې په زور د طالبانو جنایتونه پښتنو ته ګټور او اړین ثابت کړي او د طالبانو د وحشت لوکوموټيف تل خوځنده او په حرکت کې وساتي.      

که په هیواد دننه له پښتنو پرته ځینی نور معیوب ، لیوني او لړلي مختازي او روڼ اندې، خپله او یا د ځینې ګاونډیانو په لمسون د پښتنو په اړه یو زیږ او شاړوشډل انځور سیمه والو او نړیوالو ته وړاندې کوي ترڅو په دې چلند، پخپلو کړو جنایتونو پرده وغوړوي، له شننې او تبصرې پرته هم ټولو ته څرګند او ښکاره دي، خو د پښتنو د مختازو داسې چلند بیا په هیڅ ډول د بخښنې وړنه ګڼل کیږي !

همدارازد طالبانو ، اسلامي ګوند او د توندلارو نورو مذهبي ډلو ټپلو شننونکي او ویاندان چې ځانونه افغانانو او نړیوالو ته پښتانه او د پښتنو استازي ورپيژني که د حالاتو په اړه اړولی انځور وړاندې کوي په ډېرو دلیلونو له هغو ګیله نشته ، هغوی له ریښتیاوو څخه په درواغو ښه ښکاري خو که داسې چلند له هغو کسانو چې ځانته په هر څه پوه او په تېره بیا د پښتنو خواخوږي راپيژني، ترسره شي که ناخبره وي لویه خطا او اشتبا کوي او که باخبره وي، هیوادوال دې قضاوت وکړي او ودې وايی چې داسې کسان په کوم نوم یاد شي !

د اشخاصو ځانګړي حریم ته په درناوی زه به دلته د داسې ویناوو ، تبصرو او شننو څو بېلګې مخې ته کښیږدم . قضاوت بیا هم لوستونکو پورې اړه لري .

په څو بریښناپاڼو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې له داسې څرګندونو سره مخامخیږو :

« تاسي د حکومت پرضد رواني جګړې ته د ملي مقاومت نوم ورکوئ ایا د دولت وسلوال مخالف جهت ته ملي مقاومت ویلای شو؟» ځواب : « که څوک  طالبانو سره سیاسي مخالفت ولري یانه ، خو واقعیت داچي دهغوی په مشری روان وسلوال مقاومت اومبارزه ملي مقاومت دی .!»

دا پوښتنه او ځواب نورهم اوږدیږي او لولو : « بهرنيو اشغالګرو قوتونو د هيواد جنوب په کنډواله بدل کړ، او د جګړي د دوام په لټه کي دي، غواړي دغه ناجايزه جګړي ته دوام ورکړي، که وسلوال او ملي مقاومت نه وای، نو اوس به بهرنيانو جګړه د هيواد نورو برخو ته هم غځولاي وای او هلته به يې هم د جنوب په څير خپل ناروا عملونه او ناجایزي کړني تکرارولای، همدغه وسلوال مقاومت دی چې د دوی د ظلمونو او ناروا کړنو مخه يې نيولي ده. »

پورته کوچني پراګراف د لسګونو اړوپیچ ( ضدونقیض ) لورو او موخو څخه ډک دی خو په ښکاره هغه تابلیټ ته ورته پاتیږي چې پوښ يي خوږ او منځ يي په زهرو لړلی دی . نوموړی لیکوال نورو ته وايی، د هیواد شمال یا لویدیځ چې یو څه روغ پاتې شوی ګوندې د طالبانو د مقاومت برکت دی ! خو له ده څخه پوښتنه دا ده ،که د طالبانو په مقاومت کې داسې برکت وای نو بیا ولي د هیواد جنوب چې طالبان پکې هره ورځ خوسکی او وزلوبه کوي، روغ نه دی پاتې شوی او په کنډواله بدل شوی ! افغانانو ټولو ته څرګنده ده چې د هیواد شمال طالبانو نه، بلکې د شمال ولسونو چې طالبان هلته پښه نه شي ایښودلای ، نسبتآ روغ ساتلای که نه د طالبانو په لاس به له جنوبه هم زیات کنډواله شوی وای !

د پوهني وزارت د راپور له مخې چې د مۍ په ۱۴ مه خپور شوی ویل کیږي د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۵۲۸ ښوونځي د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شویدي . په دې راپور کې زیاتیږي چې ۱۲۰ ښوونځي په کندهار ، ۱۷۳ ښوونځي په هلمند ، ۵۷ ښوونځي په ارزګان ، ۱۲۴ ښوونځي په زابل ، ۱۶ ښوونځي په پکتیکا ، ۸ ښوونځي په خوست ، ۱۳ ښوونځي په فراه، ۸ ښوونځي په بادغیس او ۱۸ ښوونځي په غزني کې تړل شوی چې دې ټولو کې ۰۰۰ ۳۰۰ ( دری لکه ) زده کوونکي له زده کړي محروم شویدی . دغه ټول ښوونځي په پښتنو سیمو کې موقعیت لري چیری چې طالبان واک لري . 

په غزني ولایت کې خو طالبانو په پښتنو میشتو ولسوالیو کې ښوونځي له یوه سره تړلي دي ، خو د همدې ولایت په هغو ولسوالیو کې چې هلته هزاره استوګنه لري طالبان له ډاره نه شي تلای. که د لیکوال خبره ریښتیا وګڼو ، نو په غزني کې هم  د طالبانو د مقاومت له برکته د هزاره میشتو ولسولیو ښوونځي فعال دي او په کومو ولسوالیو کې چې پښتانه اوسیږي او ښوونځي هلته له یوه سره تړلي دي د لیکوال په ګومان دلیل يي دا دی چې هلته د طالبانو ملي مقاومت نشته ، نو ځکه ښوونځي تړل شوي ، څه عجیب او د منځنیو پیړیو منطق !  

دغه ډول ویناوې او شننې د حقیقت اړولې بڼه ده او له بده مرغه پښتنو کې داسې کسان کم نه دي چې خپل ولس ته اړولي تبصرې کوي او پښتنو سره د خواخوږۍ په جامه کې د هغو بیخ او ریښه راباسي.       

یو خبر کې لولو : « طالبانو د ښوونې او روزني پېنځه کار کوونکي هاغه مهال ووژل چې نوموړي کار کوونکي د د ارګون ولسوالۍ ته په يو کاري سفر تللي وو او د بېرته راګرځېدو پر مهال پرې د طالبانو لخوا بريد وشو او پينځه واړه ځای پر ځای ووژل شول. ارګون د پکتيکا ولايت پورې اړونده ولسوالي ده چې د پاکستان سره په پوله پرته ده. پدغه سفر کې ورسره د پکتيکا د ښوونې او روزني مسؤل عطا محمد قانع هم وو چې په پېښه کې ټپي شوی دی.

د پکتيکا د پوليسو قوماندان وايي چې موږ دوی ته خبر ورکړ چې پټ راپورونه وايي چې طالبان پر دوی د حملې تکل لري مګر دوی ويلي چې طالبان د ښوونې او روزني د کار کوونکو پورې کار نه لري او نه پرې حمله کوي.

دا پداسې حال کې ده  طالبان وايي چې د دوۍ د ښوونځيو او ښوونې روزني د کار کونکو پورې کار نه لري مګر پدې نزديو کې دوی د غزني ولايت په څوارلس ولسواليو کې په زور سره ښوونځي وتړل چې د غزني ولايت د جهان ملکې د انجونو ښوونځي هم دا دوه اونۍ کيږي چې تړل شوی دی.»

په یو بل خبر کې لولو : « د مۍ  په ۸ مه ، وسله والو سخت دریځو په ننګرهار ولایت کې د نجونو یو ښوونځی وروسته له دې په هغه کې له ټولو موجودو دیني او ساینسي کتابونو سره وسوځاوه، چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري یو شمېر بند شوي ښوونځي پرانستل شول.

شاهدانو او دغه راز د ننګرهار د پوهنې ريیس وویل چې سخت دریځو طالبانو بېګا شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د نجونو ابتداییه ښوونځي ته اور ورته کړ. په دغه ښوونځي کې یو نیم سل نجونو درس وایه. »

دا مستنده لړۍ نوره هم غځولای شو خو « د طالبانو د ملي مقاومت » د شاهکاریو په اړه یادې شوې بېلګې به دومره بس وي !  

بلخوا دا ډول لیکوالان او پوهان بیا  په نورو مواردو کې چوپ دي او له خولې اه نه باسي. د بېلګې پتوګه « په کابل کې يو شمېر زده کوونکي او د هغوى کورنۍ په پاکستان کې د افغان ښوونځيو د کتابونو ايسارول، له افغانانو سره د هغه هېواد دښمني بولي او د هغو لېږدولو ته د اجازې غوښتونکي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د امريکا د متحده ايالتونو اردو د هېواد ښوونځيو د ثانوي دورې اووه ميليونه کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړل او ټاکل شوې وه، چې د يادو ځواکونو په اکمالاتي کاروان کې افغانستان ته راوړل شي.

سرچينه وايي چې د دې کتابونو درې ميليونه ټوکه کابل ته راوړل شوي او پاتې نور هغه مهال د تېر تعليمي کال په منځ کې د پاکستان په کراچۍ کې ايسار کړاى شول، چې د ناټو ځواکونو په يوه بريد کې د پاکستانيو سرتېرو له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو تګ منع کړ.

دغو کتابونو ته په داسې حال کې تراوسه د راوړل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د هېواد په ډېرى ښوونځيو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي . پژواک خبري اژانس ، د مۍ ۱۳ مه »

محور نادولتي ورځپاڼه لیکي : « د پاکستان استخباراتي کړیو یاغي جنګیالیو ته امر کړی، چې په زده کوونکو او ښوونکو حملو ته زور ورکړي او د ښوونځیو د تړلو تاکتیک خپل کړي، ځکه د دغو کړیو په باور دا د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د له منځه وړلو یوه ښه وسیله ده.

ورځپاڼ
ه زیاتوي، چې یوازې په جنوب کې دیارلس ډلې د ښوونځیو پر ضد د جګړې لپاره راغلي او په ارزګان، غزني او زابل کې قومي مخورو او ښوونکو ته د ټلیفونونو له لارې ګواښنه کیږي، چې ښوونځیو ته د تګ او د تړلو ښوونځو د پرانستلو هڅه دې نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ښوونځیو په وړاندې دغه جګړه بیا په شمال کې د ډار د روحيې د خپرولو له لارې شدت مومي.
»

همدارنګه د طالبانو د وحشت او دهشت په اړه یوه خبر کې لولو : « غلام چې د شپي په تياره کې د خپلې لور سره يو ځای له کوره په تېښته وو خبرې سرچېنو ته ويلي دي چې د شپې طالبان د ده د کور دروازه وروهله او ورڅخه يې غوښتنه وکړه چې ډوډۍ ورکړي، ما ډوډۍ ورکړه خو دوی ډېر زیات وو زما د ټولو ماشوانو رزق يې خلاص کړ له دې وروسته زه ډېر زيات ووېرېدم او اړ شوم چې کلی پرېدم .

غلام دا مهال يو له هغه کسانو له ډلې دي چې د جنګيالو له وېرې بې کوره شوې دی او په يو پنډ غالي کې اوسي. روهي بریښناپاڼه »

یو بل لیکوال بیا د خپلې تبصرې په یوه برخه کې داسې وايي « نن خوارطالب د دنګـو غرونو له سمڅو نــه راوتلی دی، د اوسني اشغال شـوي افــغانستان په پـلازمینه کې بـریدونه کوي او د نړۍ د یواځیني زبرځواک او د هغه د پیسه دوستو ګوډاګیانو غـوني زیـږوي. له دې امله به د افغان طالب لپاره مشکله وي چې د ګوډاګیانو سره د سولې خبرو ته تن کیـږدي. د طالب سیال امریکه ده، نه د کابل بلواکی او ګوډاګی رژیم . د امـریکې حکــومت په دې ټـینګارکوي چې طالبان دې د حامد کرزي د ګوډاګي حکومت سره خــــبرې پــیل کړي. لـه دغه ټـینګار نه یې هـدف دادی چې د حامد کرزي حکومت په مشروعیت سمبال کړي. د امریکې پلان دا دی چې د کــرزي حکومت د نــړیوالو په ستـرګو کې د افغانستان د ولس د مشروع استازی په څیر وښئ او په عین حال کې افغان طالـبان یوه غـیر قانوني ډلـه یانې یاغـیان معـرفي کړي. »

په اتیاومو کلنو کې جنرال ضیا الحق هم ویل چې مجاهدین باید د افغان دولت پرځای له ماسکو سره خبرې وکړي .

داسې لیکوالان د هیواد په نورو مبرمو ستونزو هم څه کار نه لري . دا چې اوس هم پاکستان کې د ترهګرو د روزنې اډې فعالې دي، دوی چوپ دي او نوم يي په خوله نه اخلی. دا چې پاکستان، افغانستان په راکټونو ولي په دې اړه هم څه نه وايی او غلي پاتیږي .

 په تازه خبر کې لولو : ولسي جرګې کې د کونړ د خلکو استازى سخي مشواڼى وايي چې پاکستان يو ځل بيا د افغانستان پر خاورو راکټي بريدونه پيل کړي دي.

مشواڼي پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې په دې راكټي بريدونو كې د كونړ د دانګام د ګوريګا د سيمې دوه كورنونه ويجاړ شوي او په كې يوتن په کې وژل شوى دى.

د دانکام ولسوال همېش ګلاب شينوارى هم پېښه تاييدوي او وايي چې د کونړ پرخاوره د پاکستاني پوځ د درنو وسلو تازه بريدونو له شاخوا يوې مياشتې راهيسې دوام لري.

ولسوال زياته كړه، چې په منځۍ کچه د يوې مياشتې په ترڅ کې هره ورځ له لسو نيولې تر دېرشو مرمۍ راتوغول کېږي، چې د ولسي وګړو يو شمېر کورونه يې هم نړولي دي .

 د داسې لیکوالانو ټوله هڅه دا ده چې طالبان یوځل بیا واک ته ورسیږي . د دوی په ګومان د کرزي دولت فاسد او مافیايي دی ، چې دې کې څه شک نشته خو دوی بیا د هغه بدیل د طالبانو واکمني بولي چې دا واکمني بیا د کرزي له دولته هم فاسده او پردۍ ده .دوی په دولت کې د نظارشورا او جمعیت د واک د انډول لپاره هم د طالبانو ځواک په نظر کې لري او بل دیموکرات او مدني بدیل نه ویني او باور پرې نه لري . دوی غواړي د څو سپږو ( نظارشورا او جمعیت ) له خاطره پوستین ( افغانستان ) ته اور واچوي !

بلخوا دا چې طالبان به د واکمنۍ په دوهمه پلا کې افغانستان بیا په کومو ناڅرګندو لورو ورسم کړي ، دغه لیکوالان يي خپلو لیکنو کې نه بیانوي او له بده مرغه له هغو څنګځن تیریږي !

د ۲۰۱۲ کال د مۍ ۱۴ مه

 


May 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات