ټولټاکني: آيا د ۱۵٪ خلکو ګډون به د حکومت مشروعيت او ثبات تامين کړي؟
نظر محمد مطمئن نظر محمد مطمئن

ډيرو افغانانو فکر کاوو چي د  روڼو ټولټاکنو پايله کي به خپل د خوښي جمهور رئيس وټاکي، او نږدې ډيرو خلکو په ټولټاکنو کي ګډون هم وکړ، دوه زره څلورم کال وو، کله چي يې د جمهوري رياست او پارلماني ټاکنو کي پراخي درغلي وليدلي، ناهيلي شول، او د امريکا هيواد او يوناما لاسوهنه په ټاکنو کي ورته جوته شوه.

۲۰۰۹ کال کي دوهم ځل د جمهوري رياست انتخاباتو کي ډيرو لږو افغانانو برخه واخستله، چي ټولټال په انتخاباتو کي د ګډون او رائيې کارونکو سلنه تر ۳۰٪  زياته وانه وښتله. د خلکو له دغه لږ ګډون سره په پراخه پېمانه درغلي د رائيو کارولو او شميرلو په وخت کي وشوي. دومره درغلي چي د امريکا، يوناما، اروپا ترڅنګ خپله دوخت برحاله جمهور رئيس او نورو نوماندانو هم پري اعتراف وکړ.

اوسنی پارلمان چي يو نا انډوله او نا استازی پارلمان دی، دهمدې پارلماني انتخاباتو په وخت کې دومره درغلي وشوه چي په نړۍ کي ېي ساری کم ليدل شوی.

امريکا او ورسره ملګري هيوادونه يې  چي په يولس کلونو کې کومه د پام وړ لاسته راوړنه د افغانستان له جګړي څخه نه لري، کمزوري، فاسده، نابرابر سياسي او نظامي حکومتي اداره چي پر مصلحتونو ولاړ د جنګي مجرمينو پراخه شتون پکي ترسترګو کيږي، هڅه کوي چي وروسته له يولس کلونو خپلو ولسونو او نړۍ ته وښئې چي په افغانستان کي ددوی د یرغل له امله پرمختګ شوی، او دغه جنګ ځپلی ولس اوس په خپله خوښه ټولټاکنو ته چمتو دي.

  زما په آند د امريکا او غرب له ټولو هڅو سره سره به راتلونکي ټولټاکني د درغليو سربيره لويه ستونزه دا ولري چي د تيرو ټاکنو څخه په تجربي سره به دافغان ولس ګډون پکې ډير کم او تت وي، ځکه هغوی پوهيږي چي د ټاکنو پايلي هغه کمپيوټرونه راباسي کوم چي د امريکا او يوناما د کارکوونکو له خوا ددوی دخوښي کانديد ته د رايو ډيريدو درواغجن ضريبونه ورکول کيږي.

باوري يم چي په راتلونکو ټاکنو کي به له ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ سلنه افغانان ګډون وکړي، او پاتي لوی شمير ۸۵٪ سلنه افغانان به پکي هیڅ ګډون ونه کړي، داچي ولي يې نه کوی بېلابېل لاملونه لري، دوسلوال مقاومت سره نظر دولت ته زياته خواخوږي ، د وسلوال مقاومت د بيري له امله، د حکومت څخه د ناخوښي له امله، د بهرنيانو سره د کرکي او نفرت له کبله، د فساد، اختلاس، رشوت،او د ټاکنو په پايلو کي د لاسوهني او  درغليو  له امله.

په تيرو کلونو کي د ځينو خپلواکو او ازادو ادارو د راپورونو په اساس چي د هيواد تر ۷۰٪ زياته برخه د وسلوال مقاومت  تر کنترول لاندي ده، هلته چي وسلوال مقاومت برلاسی وي، نو دانتخاباتو  کیدل او د رايو کارونه هم ستونزمنه ښکاري.

دا ډول ډيری داسي کسان شته چي دهيواد په لويو ښارونو کي اوسيږي، نه له وسلوال مقاومت سره خواخوږي لري او نه هم له دولت څخه راضي ښکاري، چي دغه ډله خلک هم لږ نه دي، او ځيني داسي خلک هم شته چي هغوی د انتخاباتو پر پايلو عقيده نه لري، که دغه دوه ډلي خلک ۱۰٪ وګڼو نو ټولټال به ۸۵٪ سلنه افغانان د انتخاباتو سره پريکون وکړي.

آيا ۱۵٪ سلنه کسان چي هغوی هم په بېلابېلو ډلو ټپلو ويشلي وي، چي په ټوله کي د شمال ټلواله او د ښاغلي کرزي دحکومت پلوه دوه لويې ډلي ورته ويلای شو، که دغه ۱۵٪ پر دوو ډلو وويشل شي هري ډلي ته ۷.۵٪ سلنه خلک پاتي کيږي، او که فرض کړو د بريالي نوماند ډله ۱۰٪ سلنه وګڼو، دغه ۱۰٪ سلنه خلک داحق لري چي پر لوی اکثريت ۸۵٪ - ۹۰٪ سلنه افغانانو خپله رايه او آند وتپي او حکومت پري وکړي؟

داچي د ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ سلنه کسان غواړي پر لوی اکثريت باندي خپل دخوښي کمزوری او په فساد کي ککړ حکومت وتپي، تاسي څه فکر کوئ چی ۸۵٪ خلک  نه شي کولای چي د لږکيو حکومت ته ستونزي جوړي کړي؟

که په يوه هيواد کي د ۵٪ - ۱۰٪ خلک د حکومت مخالف وي، او په جګړه لاس پوري کړي، هغه حکومت په هيڅ ډول امنيت په هيواد کي نه  شي راوستلای، او که دغه سلنه تر شل پوري ورسيږي، نو بيا دامحاله خبره ده چي حکومت دي د شل سلني جکړه کوونکو پر مهارولو وتوانيږي، په تېره بيا په هغه هېوادونو کې چې ډېری خلک يې وسله وال او جنګ ازموده وي.

ددي له پاره چي په هيواد کي ارامي او سوله راشي، ښه داده چي امريکا او ورسره ملګري هيوادونه يې د يو افغان شموله لنډ مهاله  حکومت په اړه فکر وکړي، او افغانانو ته ددي زمينه برابره کړي، چي په خپلو منځونو کي د بين الافغاني تفاهم دلاري جوړ جاړي او پر يو نماينده حکومت هوکړي ته سره ورسيږي.

داهله ممکن ده چي امريکا او د ناټو نور غړي هيوادونه د افغانستان څخه د خپلو يرغلګرو عسکرو بشپړ وتل یقيني کړي.

که امريکا غواړي چي په افغانستان کي تر هرنامه لاندي چي وي اډي ولري، نو جنګ او ناامني به دوام ولري، او موږ به تر ډيره وخته د يوه فاسد، کمزوري، نامتوازن طبقاتي حکومت لرونکي يو، د جګړي د دوام له امله به افغانان ځاني او مالي زيان دواړه ګالي، ورسره ورسره امريکا به هم د  لږ ځاني او نظامي زيان په لرلو سره دروند اقتصادي زيان ويني، چي بلاخره به د اقتصادي ضعف له امله زموږ له هيواد څخه خپل ټول عسکر باسي، په نړيواله کچه به يې رعب تر دي هم کميږي، او چين به د نړي پر بام  وزرونه ټپوي، اقتصادي او نظامي رشد به کوي، او د امريکا ځای ناستی به جوړيږي.


January 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات