تصوف
عنایت الله پویان عنایت الله پویان

د تاریخي پیښو د کره کتونکو په حواله د صوفی کلیمه

 له صوف څخه لاسته راغلې ده (صوفه یا دوکا) چې 

ځنې خلک یې د کراستې په نامه یادوي د لمڅي هغې ټوټې ته وائې کوم چې پیغامبر علیه السلام به له خپلو یارانو سره پرې ناست ؤ او خلکو ته به ئې د اسلام د مقدس دین تعلیم او تدریس کاوه- د مستشرقینو په آند  

صوفي هغه څوک دی چې د عیسویت د دین اغیز پرې پروت وي او د عیسی علیه السلام د مظلومتیا او فقر لاره ئې غوره کړې وي او د مسلمان صوفي او د مسیحي راهیب په کړو وړو او کردارونو کې ښایسته ډيره یوه رنګي لیدله کیږي او شائې دا خبره هیره نکړو چې د هندوانو د مراقبې او  تسبیح فلسفي نظریات او د بودیزم د [بډه مټ] د فنا نظریه د مسلمانو صوفیانو له نظریو سره څه نا څه ورته والی لري او د فنا في الله د نظریو  د اغیز خبرې خو زموږ د ګران هیواد د ګڼو صوفی مشربو شاعرانو په شعرونو کې لوستل کیږي  لکه چې یو شاعر وائې:                                      

چې کاته دې زما خواته  +   چې کاته مې ستا ښکلا ته

په کتو، کتو کې ورک شو +  زه په تا کې، ته په  ماکئ        

په دغه شعر کې د[فنا] یا [ورک شو] کلیمه د پام وړ خبر ده او د ځینو ادب پوهانو په آند صوفیئیزم د انسان د باطنیت اوعقلیت له نظریو سره اړخ لګوي او د باطنیت او عقلیت د نظریو په سر کې د یونان  دوه تنه فیلسوفان[فیساغورث] او [دیموکراتیس] ولاړ دي او د افلاطون د باطنیت نظریه خو په اسلامي نړۍ کې د همدغو مسلمانانو صوفیانو د روح د تذکې او له پاک خدای (ج) سره د مینې او راز او نیاز له نظریو سره اړخونه بدلوي او څه نه څه ورته والي لري             

په اسلامي نړۍ کې لمړی صوفي ابو هاشم عثمان بن شریک نومیده او دغه صوفي [رملې] ته په څیرمه خانقا جوړه کړې وه او هغه په اصل کې د کوفې اوسیدونکی ؤ او د وفات کال ئې ځنې تاریخ لیکونکې( ۱۶۰ ) هجري لمریز لیکي  او د تصوف نظرې په دریو برخو/حلول/وحدت الؤجود/وحدت الشهود/ ویشلې شوې دي او دحلول د نظریو را بر سیره کونکی[حسین بن منصور حلاج] دی چې د( انا الحق) چیغه ئې له ستوني را پورته شوله او د بغداد په دارالخلافت کې د خلیفه المقتدر بن خلیفه المعتصم په فرمان پاڼسي او په سولۍ ؤخیژول شو- دحسین بن منصور حلاج په آند د کائناتو خالق په نا محسوسه توګه پخپل ذات کې نا څرګند او پټ ؤ او پاک خدای(ج) د ځان د ښکاره کیدو لپاره بابا دم علیه السلام له خټو جوړ کړ او بیا ېی خپله ساه [ اروا] په کې ور پوه کړه او دوه بعدی مادي او معنوي موجود ترې جوړ شو- د حلاج په آند د انسان معنوي بعد له پاک خدای[ ج ] پرته بل څه نه دي او د انسان مادي بعد هغه مړه خاوره ده چي پاک خدای[ج] په کې خپله ارواح غځولې ده ـ په بل عبارت د کائناتود تخلیق خدای(لاهوت) پخپل مخلوق (ناسوت)کې ور ننوت او واحد ذات ترې جوړ شو او بنیادمان د همدغې مقدسې ارواح له برکته د لوړ مقام[احسن التقویم]په صفاتو او برکاتو وستایل شول                                            

او د وحدت الؤجود نظریه د شیخ محی الدین ابن عربي له خوا وړاندې شوې ده او د دغې نظریې د پلویانو په آند له خدای تعالی(ج) پرته بل څه شتون نه لري مانا هغه څه چې موږ ئې وینو  او یا ئې اورو او یا ئې د لامسې له لارې د شتون احساس کوو  له خدای[ج] پرته نور څه نه دي او د فارسۍ په ادب کې دغه نظریه

[همه اوست] تر سرخط لاندې څیړله کیږی او په دغه باب کې د فارسي د ژبې شاعر (سنایی غزنوي) وایي 

پنای بلندی  پستي تو یې ـ همه نیست آنچه هستي تویی

 او د وحدت الشهود نظریه د شیخ علاوالدین حمداني له خوا د [همه از اوست] تر سر خط لاندې څیړل شوې ده او بیا د مجدد الف ثانی امام ربا نی حضرت شیخ احمد سر هندی له خوا په هندو پاک کې ورته د رواجولو بڼه ور کول شوې ده ـ  د دغې نظرې د پلویانو په آند کائنات خو خپله خدای نه دی خو د خدای سیوری او انعکاس کیدای شي  ـ د تاریخي پیښود لیکوالو په حواله د دغې نظریې موسس او بڼسټ ایښودو[چارلی] نومی شیخ تیر شوي دی او چارلی خو له هندوئیزم څخه د اسلام دین ته را اوښتی دی په اصل کې د هندیانو د راچپوتود[دهوډې]له طایفې سره ئې اړیکې او پیوندونه ؤ او په (  ۱۳۱) کال قمري کې ئې له دغې کرغیړنې دنیاګۍ څخه  ستر ګې پټې کړې دي او د ابو هاشم ابراهیم بن آدم همعصر ؤ  او داسې ګومان کیږی چې ګنې د ابرا هیم بن آدم د فلسفي نظریاتو اغیز به پرې پروت وي او د شیخ چارلي څخه وروسته د وحدت الؤجود طریقه د کشف المحبوب د کتابونو د لیکوال حضرت  شیخ بن عثمان هجویري له خوا جاري شوله او شائی دا خبره هم هیره نکړو چې   په هند و پاک کې د تصوف طریقې په ډیرو برخو ویشلې شوې  دې چې د نقشبندې ، قادرې ، او چستې طریقې په کې مشهورې دي او د نقشبندې طریقه د خواجه باقی الله مجدد الف ثانی او د هغه د لمسي شیخ عبد الواحد سر هندي چې په شاه ګل مشهور ؤ له خوا جاري شوې ده- د چشتې طریقه د خواجه معی الدین چشتي حضرت حسن سنجري او حضرت سلیم چشتي څخه جاري ساتله شوې وه او  شائی دا خبره هیره نکړو چې د چشتې د طریقې په حلقو کې د شپیلۍ ، ستار ، رباب او ډکړو موسیقارې نغمې له ذکر جهر سره یو ځای غږول کیږي ا و د ځینو دیني عالمانو لپاره چې دغه دینی عالمان په خلکو کې د سلفیانو په نامه یادیږې د چستې د طریقې د پلویانو دغه کار د منلو وړ نه دی او د قادرې سلسله د شاه نعمت الله قادري او حضرت مخدوم  محمد ګیلاني له خوا جاري شوې ده  او نظامیه د حضرت نظام الدین اولیا  او صابریه د حضرت مخدوم علاوالدین صابر او شطاریه د محمد غوث  ګوالیاري او سهره وردیه  د بها والدین ذکریا ملتاني  څخه را غځیدلې ده – که ژوند باقي ؤ او د پاک الله مقدراتو را سره مرسته ؤکړه زه به د دغو طریقو بشپړ مالومات تاسو د پښتو د ادب د مشالونو پتنګانو ته در وړاندې کړم ا و د اوس لپاره همدومره  د خدای ښه دې وي-  د امستردام ښار عنایت الله پویان د چنګاښ اتمه ۱۳۸۸

یادونه:د هالند د امستردام د ښار په څیرمه یو بل ښار دی چې د(المیرا) د ښار په نامه یادییږي – د المیرا په ښارګوټي کې یو ستر کتابتون پروت دی چې د هر ذوق کتابونه په کې تر سترګو کیږي – د(۱۳۸۸)لمریز کال په اوږدو کې دغه کتابتون ته ورپیښ شوم او په یوه کوچنوټي کتاب کې مې چې د لیکوال نوم یې را څخه هیر دي پورتني یادښتونه پخپلې کتبچې کې ژر ژر ؤلیکل، دا چې د کتابتون د پرانستې ټایم او وخت ختم شوي ؤ ما ؤنشو کولاي په لنډ او نازک وخت کې د دغو معلوماتو د موخذو کتابونو نومونه یاداښت کړم  د دغې ورځې په سباکې کله چې د تصوف په هکله د بشپړو مالوماتو د راټولولو لپاره دغه کتابتون ته ورغلم د کتابتون مسؤل مدیر راته ؤ ویل: هغه کتاب چې ته یې غواړې چا غلا کړی دی ـ زه نه پوهیږم زما دغه لاسته را غلي مالومات به د لوستونکو لپاره څومره د منلو وړ او ګټور او څومره به بې ګټې او د منلو وړ نه وي ! ګران لوستونکي په تیره بیا ګران او فاضل ورور سعید افغاني به خپل بشپړ مالومات را سره شریک کړي                                                    

 

 

 


July 8th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي