انتخاب
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک


 لندن6 جولای ۲۰۱۳

قدرمنو هیواد والو د افغانستان خلکو اسلام علیکم ورحت الله تعلي .

د افغانستان د فیس بوک او سایتو علاقه مندانو او لیدونکو او نظر ورکونکو ملګرو او محصلینوسلام ،هیله کوم دغه مضمون ٪۱۰۰ خلکو ته نقل کړۍ دغه به د افغانانو له پاره یو لوی انتخاب وي ځکه وخت ډیر کم دی او خلک هم اکثریت د حالاتو نه بې خبره دی .

مضمون د یوه بیطرفه افغان او با درده با احساسه افغان په حیث تحلیل او ارزیابی کړۍ.

غواړم دا ځلې په یو اوږد تحلیلي مضمون د افغانستان خلکو ته د انتخاب په مورد ولیکم، ولې د انتخاب موضوع یا دانتخاب مساله ډیره اړینه او د همیشه له پاره یوه ستراتیژیکه موضوع وه او ده او زموږ د اکثریت خلکو مخصوصا سیاسیونو توجه انتخاب ته ډیره کمه وه او دتاریخ په اوږدو کې زموږ د دولت مدارانو انتخاب یوه وخت په ځای ، بعضا غلط یا نادرست وو ، دلیل ېې دا وو چې خلک اکثریت بیسیواده وو او د انتخاب په ماهیت او شکل یعنې ( شکل او مضمون ) نه پوهیدل شکل او مضمون مې له پاره ددې ولیکل چې دواړه یو بیدون له بله نا ممکن دی شکل د مضمون زیبنده دي او مضمون دشکل یو بیدون له بله نا ممکن دی مثلا که د انسان وجود ته نظر وکړو اول باید یوه قطره وینه جوړه شي او بیا د وینه په ِوشه بدلیژي او د غوښې دننه اسکلټ جوړیژي د اسکلت په مخ غوښه په ډیر دقت او علمي شکل ځای نیسي یعنی که دوینې قطره جوړه نه شي غوښه به د څه شي نه جوړه شي او بیا به داسکلت په مځ خوره شي همدا دلیل دی چې یو بیدون له بله ناممکن دی ، خو اساس دهر شي هغه هجره یا سلول دی چې د نطفی نه را پیدا کیژي او هر څه د یوې وړې ټوټې وینې نه سر را پورته کوې هلته هم ( سپرم او اووم ) یو دبل سره یوځای کیژي او دغه یوه قطره وینه تشکیلوی چې هلته د بدن مکملې برخې په مرور د زمان منځ ته را ځې او تکمیلیژي ، نظام شمس هم همدارنګه تکمیل شوۍ او هنوز هم نوي ستوري منځ ته را ځي او زاړه ستورې له منځه ځي لکه زموږ د مځکې کره چې ( ۴،۵ ) بلیونه کاله پخوا پیدا شوې ده په داسې حال کې چې نور ستوري د نظام شمس (۱۴ بلیونه کاله پخوا پیدا شوي دی) له پاره ددې چې موضوع کاملا فلسفي نه شي غواړم مشخص د انتخاب په مواردو تاسې ته معلومات وړاندې کړم ، هغه کسان چې د انتخاب په مفهوم نه پوهیدل یا نه پوهیژي دوی همیشه انتخاب د بل چا په خوښه - دبل سړي په رایه دبل مشر یا سپین ګیري یا اوسقال یا خان یا ملا صاحب یا مذهبی رهبر یا قوماندان یا پیر صاحب یا حضرت صاحب په خوښه د نظاکت په خاطر- دسلیقې په خاطر - له پاره ددې چې څوک خفه نه شي یو ډول انتخاب ته سر ایښۍ دی یا انتخاب اجباری دیکته شوۍ یا د زورمندانو - خانانو - خارجی هیوادو په امر ویا مشوره یا فرمان انتخاب صورت موندلای دی او یا د ځان د نجات په خاطر یو انتخاب ته ورته توطیه لکه ( د عبدا لله عبدالله - احمد شاه مسعود - او نورو دشمال ټلوالې ) چې ځانونه د طالبانو نه خلاص کړي دغه تور غیر افغاني - غیر قانونی او د چال او فریب نه ډک د اشغال پلان په امریکا او انګریزانو تحمیل کړو او نن موږ وینو چې دغه د شمال ټلوالې له پاره انتخاب نه بلل کیژي ، ځکه امریکا او انګریز اول په کروز او تماګک راکټوزموږ وطن وویشتو او بیا ېې افغانستان اشغال کړو او نن ېې د تجزېې په لوري رهنمون کړو ، امریکا افغانستان په اسلامی زونو وویشلو ، امریکا د افغانستان د خلکو تر منځ ژبنۍ - قومي - سمتي اختلافات تازه او واچول - امریکا دافغانستان وسله وال پوځ خلع سلاح کړو - امریکا یوه اقتصادی پروژه په افغانستان کې جوړه نه کړه - امریکا د کجکي بند بیرته اشرارو ته خوشۍ کړو - امریکا پاکستان ته د ګوشتې مناطق بخشش ور کړل امریکا زموږ دشمنان تر ستونیه وسله وال کړل - نو په ډاګه ویلای شم چې دا د شمال ټلوالې له پاره انتخاب نه وو بلکه یوه لویه تاریخی بدنامی او شرمیدونکۍ کار وو چې په سترګو ېې وینو ټول خپل بارکونه ېې وران کړل او محاربوی تخنیک بیرته امریکا او غرب ته وړي او یوه زره د افغانستان وسله وال پوځ ته نه ورکوي ،نو دغو ته انتخاب نه شو ویلای ځکه چې په ټولو حالتو کې د افغان په ګټه نه دی تمام شوۍ او هیڅ وخت ېې افغاني کورنۍ - خلک خوشحاله کړي نه وو او نه دی او تل تر تله د نواقصو او ناورینو سره په مخ تللۍ او خلک ېې د ژوندانه تر اخره پورې په غربت - بدبختۍ - مشکلاتو کې ساتلي دی ،انتخاب که د ( مسلک وو - د ښځې کولو وو - د کور یعنې داوسیدو د ځای وو - د خواړو وو - د میوو وو - د موترانو وو - دتفریح او چکر وو - د سپورت وو - د چوکۍ او مقام وو - یا دکوم بل شي ) انتخاب وو دیوه سره ډ ډیرو کمو خلکو په خوښه یا رایه یا نظر انتخاب شوۍ او د هغوی په ګټه تمام شوۍ که نه او همدا وجه وه چې دغه ۳۵ کاله زموږ خلک د اور په لمبو کې سوزیژي او تر ننه یو هم نه پوهیژي چې موږ باید څنګه - څه وخت - د ( چا سره ددوستۍ ملګرتیا - او ملاتړي ) توب انتخاب وکړو او مقابل لورۍ چې موږ انتخاب کړۍ هغه زموږ انتخاب ته لبیک واي ، زموږ اهداف ترسره کوي، زموږ ملاتړ کوي ، د نورو هیوادو مشرانو - سیاست پوهانو - نظامیانو د خپل ځان ، او خپلو هیوادو له پاره د هیوادو تر منځ خپل انتخاب د مخه په هر اړخیز ډول تحلیل او تجزیه او حلاجي کړۍ او د خپلو هیوادو د ملي او تاریخی ګټو په مدنظرکې نیولو سره ېې د نړۍ دلویو قدرتو سره د انتخاب مساله حل او فصل کړې او د هر لحاظه ( که علمی - اقتصادی- سیاسی - نظامی ) برخې وې انتخاب کړۍ وو دوی دهغو هیوادو نه په موقع سره ډیره ګټه تر لاسه کړې ده ، (( ظاهر شاه هیڅ انتخاب نه درلودو - داود خان هیڅ انتخاب نه درلودو داود خان لومړۍ دشوروی سره مناسبات ټینګ کړل او بیا ېې بازی وخوړه او غرب ته ېې تمایل وکړو چې سبب د ناکامۍ ېې شوو - حزب دیموکراتیک خلک افغانستان چې دقیق او په ځای انتخاب کړۍ وو او مخصوصا د ببرک کارمل په دوران کې د شوروی په مرسته ډیر لوی کارونه تر سره شول چې د دقیق او صحیح انتخاب نتیجه وه ، چې فقط څو نمونې ېې درته وړاندې کوم( د حیرتان په منطقه کې دامو دریاب په سر د یوه لوی ریل او موترانو پله جوړول -- د مخابراتو وزارت جوړول - د هرات دسمنتو فابریکه د چکانو په واسطه تکمیلول - لوی او مدرن قوی وسله وال پوځ په متخصصو کدرو سمبال جوړول چې په جنوب شرق د اسیا کې ېې ساری نه وو- دمعادنو کشف ، استخراج او ملي امنیت او استخبارات داسې سمبالول چې یو انتحاری ممکن نه وو ، او نور دیر کارونه د کشتمند او زما کتابونه ولوني ، متاسفانه چې زموږ تاریخی دشمنانو ( پاکستان - ایران - عربستان او امریکا او غربیانو دیوه سره د افغان ( خود خواه - مرتجع - ابن الوقته - سوی استفاده جویانو رشوتخورو - غلو - چپاولګرو مجاهدینو ) په فرمایش او د پورتنیو دشمنوهیوادو په دستور او دیکټاټ زموږ د انتخاب لورۍ بدل کړو ؟؟؟؟ زموږ انتخاب ډیر دقیق او په ځای وو ، ځکه ېې زموږ تاریخی او ملي ارمانو ته ځواب ویلو او هغه ارمانونه دا وو( افغانستان ته فنی مسلکي کدرونه په ټولو برخو کې روزل - مدرني وسلې او مهمات دافغانستان وسله وال پوځ ته ورکړل شوې ـ حتي کیهانوردان وروزل شول - هوايي شکاری او بمبارد جټونه - توپداره هلیکوپترونه لونا - سکات - اورګان - بي ایم ۲۱ ټوپچي راکټونه(ګراد)- مدرن ت ۸۲ ټانکونه - ۸۰ پي بي رزه پوشونه - او د کمیا - لوژستیک - صحېې - انجینرۍ - مخابري - رادار او دافع هوا راکټونه او ټوپونه (( د دیورند کرښه لغو کیدل او د اتک سیند ته ځان رسول وو - د اتومی بریښنا جوړول وو -- د ګوادر بحری بندر دغه د ( پشتنو ګودر ) ترلاسه کول او په تاریخ کې دلومړي ځل له پاره د افغانستان خلک د لومړنۍ بحری بندرخاوندان کیدل وو -- لوی افغانستان جوړیدل وو -- او یو لوی مذبوط ملت جوړول وو )) ، نن را شۍ ما ته ووایاست چې د مجاهدینو او خاصتا کرز انتخاب ما ته را په کوته کړۍ ؟؟ یا د طالب انتخاب ماته را په کوته کړۍ ؟؟ امریکا او انګریز مو په ځان حاکمان کړل ، خو انتخاب مو نه کړل ، خوښ مو نه دی ، د امریکا په ضد مبارزه جدي روانه ده او درۍ قهار - جبار تند روه اسلامی بنسټ پال رهبران ( حکمتیار - حقانی - ملاعمر ) درۍ واړه د غرب په ضد مبارزه کوي او د هیواد د ننه نور ډیر ددوی طرفداران دی او د کرزي دولت انتخاب نه دي کړۍ او معلوم نه دي خو د یادشویو دریو دشمنانو انتخاب معلوم دی اودوی( پاکستان ، ایران ، عربستان او قطر ) انتخاب کړي دي همدا رنګه د پاکستان انتخاب معلوم دی ( چین او انګریز او نواز شریف په چین کې وايي زموږ انتخاب دومره خوږ دی چې تر شاتو نه هم خوږ دی ، او چین هم علنی اعلان وکړو چې موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د پاکستان په ضد عمل وکړي ، دغه اخطار په لومړي قدم کې هندوستان - افغانستان او امریکا ته وو ) او پاکستان د امریکا سره هم سر خوځوي او د ایران انتخاب معلوم دی ( روسیه ) او د لاتین امریکا هیوادونه د عربستان او قطر انتخاب معلوم دی( امریکا او انګریز ) دی او دوی د انتخاب شویو هیوادو په مرسته د اتومی انرژۍ او اتوم بمو خاوندان شول او هر څه تولیدوي ، تاسې ( مجاهدینو او طالبانو ) ځانونه د کلوخي ( لوټو ) د کناراب - سپږواو بیسیوادۍ نه د افغانستان خلک او ځانونه خلاص نه کړو او اصلي مجرمین او ملامت کسان چې حزب دیموکراتیک ېې انتخاب ته پرې نه ښول ( حضرتان - پیران - مجاهدین - دهزاه طایفی سیدان -اخوندان -ملایان او طالبان وو او دي ) اوس تاسې دافغانستان خلک ما ته ووایاست چې د ملانو او دهغوی د ډلو ټپلو انتخاب منۍ او که یو قوی نیرومند هیواد چې یا دستوری یا فرمایشي د تاسې په سر حاکم شوي ( امریکا ) انتخابوۍ او یا بیرته روسېې ته چې ډیره درته نژدې ده او روسې وسلې زموږ د افسرانو او سربازانو ښې زده دی او ارزانه او هر وخت ورته لاس رسۍ لرو او د ګاز - او ټیلو - میوو - پوستکو - او نور اقلامو په بدل کې هر ډول وسله درکوي لکه مخکې چې ببرک کارمل ته روسانو ورکړې وې نن امریکا تاسې ته نه هوايي تخنیک درکوي او نه د پاکستان د تجاوز مخه نیسي - نه طالبان خبرو ته اړ باسي او نه د انتحاری مخه نیسي ، نه تاسې ته اجازه درکوي چې دروسانو نه وسلې واخلۍ او دغه ۳۰۰۰ پاتي طالبان یا حکمتیار یا حقانی ورباندې خورد او خمیر کړۍ او نه فابریکی درته جوړوي زه یقین لرم چې روسان به زموږ ځوان نسل د علمی - تخنیکی اقتصادی - او نظامی لحاظه په پښو ودروي ، هیله ده او زما پیشنهاد دی چې دغه موقع له لاسه ور نه کړۍ اول دامریکا سره که ستاسې شرایط مني رسمی قرارداد امضا کړۍ ، او که ېې نه مني بهترین وریانت روسیه ده ښه دقیق شۍ او ور سره قوی او نیرومند اوږد مهاله ټړون چې د افغانستان ملي او تاریخی تمامیت او استقلال پکې تضمین شوۍ وي زرتر زره امضا کړۍ چې په لومړې قدم کې د پاکستان او ایران خاصتا عربانو له دیکټا ټه افغانان خلاص شۍ او د راتلونکۍ ریس جمهورله پاره هم خپل انتخاب دقیق کړۍ او زلمی خلیل زاد انتخاب او وټاکۍ که دا کار ونه کړۍ ( پاکستان - ایران - عربان او دغه درۍ داخلي دشمنان تاسې ژوندې خوري اوکه د مجاهدینو یا طالبانو د قطارو نه چا ته رایه ورکړۍ بیرته مو ژوند تباه کیژي امید واره یم د افغانستان خلک وپوهوۍ او ښه ئئ پوه کړۍ چې بل څوک د ریس جمهور په حیث انتخاب نه کړۍ بیدون له داکتر زلمي خلیل زاد نه .






July 6th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي